د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

ښوونځى نر دى كه ښځه

larghonay1
14.12.2006

كه له يوې خوا سوچ وكړو په هره لهجه كې څه ناڅه ګرامري تېروتنې وي خو ليكونكي يې تر ډېره هڅه كوي چې په ليكلو كې د تېروتنو مخه ونيسي.
ځينو لهجو كې نارينه او ښځينه نومونو ته يو ډول ښځينه ضمير كاروي لكه : دا سړى ده . دا ښځه ده.
خو ځينې بيا د دوى پر خلاف دواړو ته نارينه ضمير كاروي لكه : دا سړى دى . دا ښځه دى.
ولې په ليكلو كې دغه ټول تر ډېره هڅه كوي چې سم يې وليكي .
خو بيا هم په دغو دواړو تېروتنو يا دې ته ورته نورو باندې څوك نيوكه نه شي كولى . ځكه چې د دوى لهجه ده او بله دا چې په ليكنه كې يې خيال ساتي او سم يې ليكي.
خو د خندا ځاى دا دى چې په ډېرو ليكنو او حتى د اطلاعات او كولتور په سيمه ايزو خپرونو كې مې ښوونځى (ښوونځۍ) ولوست، حتى په سترو سترو سرليكونو او لوحو كې مې هم وليد چې د ښوونځۍ
چې خورا د خندا خبره ده.
ځكه ښوونځى د چا لهجه نه ده ، بلكې څو كاله وړاندې يو نوى جوړ شوى نارينه مفرد ويى دى خو ځينې ورته هم په لهجه او هم په ليكلو كې ښځينه ضمير كاروي چې د پښتو په اړه د پوره بې پروايۍ يا ناپامۍ څخه كار اخلي.


Re: ښوونځى نر دى كه ښځه

ښکلا
18.12.2006

[quote:77a6482ab5="larghonay1"]
ځينې بيا د دوى پر خلاف دواړو ته نارينه ضمير كاروي لكه [color=white:77a6482ab5]: دا سړى دى . دا ښځه دى.[/color:77a6482ab5]
ولې په ليكلو كې دغه ټول تر ډېره هڅه كوي چې سم يې وليكي .
.[/quote:77a6482ab5]
ښاغلی لاروی صيب ،
سلامونه او نېکې هيلې !
له لومړۍ بېلګې سره مو موافقه کېدای شي ( ياني دا چې د وييز ښځينه او هم نارينه حالت ښځينه يادوي لکه نجلۍ ده ، هلک ده او ..............) چې زموږ پۀ غلجيايۍ لهجه کې يي هم بېلګې ليدلې کېږي ، خو داچې د هيواد او ياهم د راپاته افغانستان تر پولو د باندې د پښتونستان پۀ کوموسيمو کې د ويي / وييز ښځينه حالت هم پۀ نارينه حالت سره بيانېږي ؟ زما پۀ علم کې نسته !
او ځينې توري رښتيا هم لکه چې تاسو يي يادونه کړې ، پۀ ناعلمي توګه اړول کېږي لکه ښوونځۍ ، پوهنځۍ او داسې نور
خو ترکومه چې زما فکر رسېږي دا لاس پۀ لومړي سر کې دغيرپښتنو(پارسي زبانو) له خوا د هيواد پۀ دفتري او دېواني چارو کې د پښتو مرۍ ته پۀ ناعلمۍ سره را اوږد شو چې بيا د پښتانۀ اداري پرسونل له خوا هم پۀ تقليدي ډول سپورټ شول او اوس يې ځينې خپرونې هم شايد بدرګه کوي .
پۀ درنښت کمکۍ خور مو ښکلا


larghonay1
19.12.2006

ښكلا جانې لا ښكلې اوسې!
خوركۍ زه به ولې كوښښ كوم چې له ځانه په چا پسې څه وليكم.
زه بيا هم ليكم چې ځينې پښتانه چې په پكتيااو تيراه كې مېشت دي لكه بنكښ، توري، ځاځي ، عليشيرزي، مسيزي، اوركزي او نور دا ټول ښځينه ويي ته نرينه ضمير كاروي.
دوى وايي : ( دا خځه دى. د سړى دى. د وزا ( وزه) دى او دا پسه دى).
خو له نېكه مرغه چې دغه پښتانه د ځينو نورو غوندې په لهجې پورې ځان نه تړي او په ليكنۍ ژبه كې يې سم ليكي.
او لهجه نو د هر چا خپله ده او د هرچا په خوله كې ښه مزه هم كوي يانې ښه لګېږي.
خو ځينې پښتانه وروڼه په خپله لهجه دومره كلك ولاړ وي او دومره لنډ ګنډ سيمه ايز فكر لري چې ورته حيران ، نه توبه حيرانه به ورته پاتې شې.
هغوى ښوونځي ته هم ښوونځۍ ليكي او وايي.
حال دا چې دا لهجه نه ده ، بلكې د ډېرې كمې مودې جوړ شوى نوى ويى دى.
او دا چې تاسو دا پړه پر پاړسيوانانو ور اچوئ!
دا ستاسو خپل نظر دى او له دې معلومېږي چې هغه څوك چې ښوونځي ته ښوونځۍ وايي هغوى خپله پښتو ژبه هم له پاړسيوانانو زده كړې ده.
همداسې ده؟


نقاد
19.12.2006

نازولې خور ښکلا اومنلي ورور لرغوني ته سلامونه اونېکې هیلې !

لرغوني پر حقه نیوکه کړې چې [color=white:59cf3e314c] ًځينې پښتانه وروڼه په خپله لهجه دومره كلك ولاړ وي او دومره لنډ ګنډ سيمه ايز فكر لري چې ورته حيران ... به پاتې شې. هغوى ښوونځي ته هم ښوونځۍ ليكي او وايي ً[/color:59cf3e314c]
داسې بریښي چې دغه پښتانه ورونه دبی ارزښتۍ پر عُقده(کمپلکس )اخته دي او خپل لجډَکی مقاومت پر دې ښیي چې بل جوړکړی اومنل شو ی وییز کوږ او ناسم تلفظ کاندي اوهمغسې ناسمې بڼې ته یې ټولګړتیا وروبښي.
دغه راز دوی د ننګ ( Nang) ټکی د ننګرهار ( Nangrahar) په نامه کې هم د فارسیوانانوغوندې نِـنګـَرهار Ning[color=white:59cf3e314c]a[/color:59cf3e314c]rhar لولي او مرستون ته مَرَستون وایي . همدارنګه ماسپښین ته ماپښین ویل هم زیاته نوملنډي بریښي . نن سبا د بی بی سي پښتو پروګرام له معیاري پښتو څخه د سرغړونې یو ناوړه مثال ګرځېدلی دی . په مینه او درناوي .


ښکلا
20.12.2006

درنو او قدرمنو پښتنو وروڼو ، ښاغلي لرغوني لاروي صيب او محترم نقاد صيب ته !
تر سلامونو او د روغتيا او خوښۍ تر نېکو هيلو روسته !
لرغونی صيب! يه ما دا نۀ دي ويلي چې ګواکې دا خبره تاسو له ځانه کړې ،بلکې دا مې ويلي چې ماته مالومات نشته او هم د خپلو ګوډو ماتو مالوماتو پر بې بنياده دليل مې ويلي چې :
[quote:c3c7e8ca91]له لومړۍ بېلګې سره مو موافقه کېدای شي[/quote:c3c7e8ca91]
چې زۀ دا خپل کلمات بېرته را اخلم او له تاسو سره موافقه ښيم ، خو ښه سوه چې پۀ دې توګه مو زما مالومات هم هغه د کمپيوټرپۀ اصطلاح Update کړل چې زۀ مو له رهنمايي منندويه يم!
او د ښاغلي نقاد صيب پۀ تاييد داخبره :
[quote:c3c7e8ca91]خو ځينې پښتانه وروڼه په خپله لهجه دومره كلك ولاړ وي او دومره لنډ ګنډ سيمه ايز فكر لري چې ورته حيران ، نه توبه حيرانه به ورته پاتې شې. [/quote:c3c7e8ca91] مو هم بدرګه کوم ، رښتياهم شته ډېر خلک چې آن پۀ رسمياتو کې هم د معيار خيال نه ساتي او خپلې طبعې اوژبې ( لهجې ) ته لومړيتوب ورکوي چې د ښاغلي نقاد صيب خبره [color=white:c3c7e8ca91]داسې برېښي چې دغه پښتانۀ وروڼه دبې ارزښتۍ پر عُقده(کمپلکس )اخته دي او خپل لجډَکي مقاومت پر دې ښیي چې بل جوړکړی اومنل شو ی وییز کوږ او ناسم تلفظ کاندي اوهمغسې ناسمې بڼې ته یي ټولګړتیا وروبښي. [/color:c3c7e8ca91]

پۀ درنښت او نېکو هيلو : کمکۍ خور مو ښکلا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more