وطن پال او نور ګټور شعرونه
د خوږو سترګو بدرګه
07.08.2003
[color=blue:4ce836887d][size=24:4ce836887d].......................................د خوږو سترګو بدرګه
مه وه سلګۍ وړې وړې زړګيه ځه ورسره
........................................ چې خوږو سترګو پسې مرې زړګيه ځه ورسره
توده سپېړه د بيلتون به دې لمبه لمبه کړي
........................................... که تنکی مخ دې ترې ساتې زړګيه ځه ورسره
که غلچکي نظر نيولی يرغمل يې د چا
........................................چې د زړه کور مې پرې سېزې زړګيه ځه ورسره
بلايې اخله دخوږو سترګو زما له پاره
............................................... که دم په دم يې ښکلوې زړګيه ځه ورسره
د هجر شپه کې (اباسينه ) د سهر سترګې ته
................................................. د راتلو ﻻرې که څارې زړګيه ځه ورسره
م ـ ص ـ اباسين کامه وال
[/size:4ce836887d][/color:4ce836887d]