د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

هارون يحي او دهغه ويب سايټ

رښتینی
10.11.2006

هارون يحي او دهغه ويب سايټ

هارون يحى يو نړيوال شهرت لرونكى مسلمان مفكر او تكړه ليكوال دى

دهارون يحى اصلى نوم (عدنان اوكطار) دى دى دتركيي په انقره كى په كال
1956م كى زيږيدلى
دخپله قلمى مبارزه په كال :1979م كى پيل كړى ده هغه مهال چى دى لا زده كوونكى واو د فلسفو او اديانو په زده كړه بوخت و
ده خپله زياته توجه د ډاروين د ارتقاء نظريي ته كړى ده او دهغى دترديد او
بطلان په اړه يي زښتى زياتى ليكنى كړى دى او دى دا نظريه ترټولو خطرناكه او تاوانى بولى او په دى اند دى چى دډاروين د ارتقاء نظريي
په نړۍ ترټولو زياتى بدى اغيزى شندلى دى

هارون يحي دډاروين دارتقاء دنظريي په ترديد باندى ډير زيات او په زړه
پوري كتابونه ليكلى دى او ددى نظريي دله منځه وړلو له پاره يي ډير لوى كار كړى دى

تردى پورى چى د( New Scientist ) مجلى دكال :2000م 22د اپريل
په ګڼه كى په يوه ليكنه كى وليكل : چى دارتقاء او تغيير د تيورى دترديد
او دهغى د بطلان له پاره چى عدنان او كطار كوم كار كړى
دى په دى كار كى يو نړيوال اتل بلل كيدلى شى
هارون يحي دماسونيت او صهيونيت په ترديد كى هم ليكنى كړى دى
او داراز يي نورى هم په مختلفو موضوعاتو ډيرى غوره او ژورى
ليكنى كړى دى چى دټولو كتابونو شمير يي له سلو اوړى

ناويلى دى نه وى پاتى چى ده ځينى ليكنى د (جاويد يالجن )په مستعار نامه هم كړى دى له ډيري يي چى د هارون يحي په نامه كړى دى

ده د هارون يحي مستعار نوم ځكه ځان ته غوره كړى دى چى دا د دوو نبيانو له نومونو نه تركيب شوى هارون او يحي عليهما السلام او دوى دواړو د كفر او باطلو افكار د له منځه وړلو له پاره ډير لوى لوى كارونه كړى دى

او دى د خپلو ټولو كتابونو په پوښتۍ باندى درسول الله صلى الله عليه وسلم د نبوت مهر هم كاروى چى له دى نه يي موخه داده چى حضرت محمد صلى الله عليه وسلم اخيرى او حق نبى دى او قرانكريم وروستى او اخيرى اسمانى كتاب دى
[img:2379d4bf77]http://www.harunyahya.com/images/_b_01.jpg[/img:2379d4bf77]

د هارون يحي كتابونه د نړى په بيخى زياتو بر خو كى لوستل كيږى او
خورا ډيرو ژبو ته ژباړل شوى دى لكه :انګليسي ، فرانسوى ، المانى ،
ايتاليايي ،اسبا ني، پرتګالى ، اردى ، عربى البانيي ، روسى ، بوسنيي
ايغورى او اندونيسي او نورى ژبى

په دى لينك سره به د محترم عدنان اوكطار ويب سايټ ته ورننوځو
او دده كتابونه او ليكنى به په خپله ووينو

باللغه العربيه

باللغه الانقليزيه

په مينه او درنښت


رښتینی
10.11.2006

http://www.harunyahya.com/index.php

http://www.harunyahya.com/arabic/index.php

په عربى او انګليسى كى دهارون يحي د ويب سايټ لينكونه


رښتینی
13.11.2006

يارانو او دوستانو سلام

لطفا كه د هارون يحى په اړه څوك زيات مالومات ولرى
نه دى سپموى او را سره شريك دى كړى او مهربانى به مووى

په مينه



20.11.2006

http://www.harunyahya.com/mahdi03.php#top

په تيره بيا دمهدي اخرزمان په اړه ددغه لېنک د منځپانګې په په هکله څه نظر لرئ ؟



ع کريم حليمي
23.11.2006

محترمو او مکرمو وړونو هر يو حامدجانه او استاد ځواکمن صاحب 
سلامونه اوښي هيلي مي ومنۍ !
د جناب هارون يحي  ليکني مي ولوستلې ډير عالم اوليکني ئې ډير کشش لري 
او خوږ قلم !
هرڅه چه ئې ليکلي د کتابونو حوالې ئې ورکړي   
يوازي او يوازي مي يو حديث لبخاري پکښي ولوستلی چه :
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ‏"[color=blue:a1f8b5def3]‏ يُوشِكُ الْفُرَاتُ أَنْ يَحْسِرَ عَنْ كَنْزٍ مِنْ ذَهَبٍ، فَمَنْ حَضَرَهُ فَلاَ يَأْخُذْ مِنْهُ شَيْئًا ‏"[/color:a1f8b5def3]

او جناب هارون يحي ئې انګرېزي ترجمه ليکلې چه :
 Allah's Apostle said, "Soon the river 'Euphrates' will disclose the treasure (the mountain) of gold, so whoever will be present at that time should not take anything of it." Al-A'raj narrated from Abii Huraira that the Prophet said the same but he said, "It (Euphrates) will uncover a mountain of gold (under it"
او د ابو داود په حوله داسي ليکي چ :
‏"‏ يَحْسِرُ عَنْ جَبَلٍ مِنْ ذَهَبٍ ‏"‏ ‏.‏ It (the Euphrates) will uncover a mountain of gold (under it). (Abu Dawud

او مقدمه داسي شروع کوي 
[color=cyan:a1f8b5def3]ګورۍ چه په يوه فاسد او چټل چاپېريال او محيط کښي دعقيدې او باور خاوند
چه خپله عقيده غښتلې په صبر ، جزا او انعام به په اخرت کښي ، او رهبري
وکړي هم تشويق کړي هغه سست او کمزوري چه سطحي او سرسري اعتقادچه
لري ، او يا هغه چه اعتقاد او باور يي نور ضعيف کيږي نو مهدي به راسي دغه نړۍ ته چه زياته سخته او
شديده فاسده [/color:a1f8b5def3]

زه فکر کوم چه هارون يحى حنفي عقيده نه لري داسي وپوهېدلم چه دئ د جعفر 
په مذهب پوري تړلې عقيده لري ، اما ده دا نده ثابته کړي چه مهدي څوک دی 

اما موږ اهل سنت داسي اسناد لرو چه عيسی ع راځي او موږ مهدي نه پېږنو 
چه حواله مو داسي ده په صحيح بخاري کښي راغلی او هم په قران کښي 

 حدثنا اسحاق، اخبرنا يعقوب بن ابراهيم، حدثنا ابي، عن صالح، عن ابن شهاب، ان سعيد بن المسيب، سمع ابا هريرة ـ رضى الله عنه ـ قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ‏"‏ [color=cyan:a1f8b5def3]والذي نفسي بيده، ليوشكن ان ينزل فيكم ابن مريم حكما عدلا، فيكسر الصليب، ويقتل الخنزير، ويضع الجزية، ويفيض المال حتى لا يقبله احد، حتى تكون السجدة الواحدة خيرا من الدنيا وما فيها ‏[/color:a1f8b5def3]"‏‏.‏ ثم يقول ابو هريرة واقرءوا ان شئتم ‏(‏وان من اهل الكتاب الا ليؤمنن به قبل موته ويوم القيامة يكون عليهم شهيدا‏4.159)

ژباړه :-
مبارک فرمايي چه قسم په هغه چاچه زما روح يي په لاس کښي دي 
يقينا چه راکښته به سي په تاسو کښي زوئ د مريمي (عيسی عليه السلام )
قضاوت  به کوي په عدالت سره او صليب به مات کړي او خنزيران به مړه کړي 
اوججه به نوره نه وي او مال به داسي ډير سي چه نور به يي خلک نه غواړي 
او يو رکعت لمونځ به خير وي تر دنيا او مافها او ابو هريره وويل که غواړي 
نو دغه ايات ولولۍ (او نسته هيڅوک له اهل کتاب مګر د مرګ څخه له مخه به 
ايمان راوړي ، او د قيامت په ورځ پر دوی شاهد وي ) يعني چه يهودو ونه منلم 
او نصرانيانو ابن الله بللم

چون چه قران او  سته کتابونه د مهدي خبري نه کوي نو موږ ته نده لازمه 
چه دجناب هارون يحي ليکنو ته په ډېره درنه سترګه و ګورو 

اهل تشيع  په دې فکر دي چه مهدي ژوندئ دی او په دې نړۍ کښي اوسيږي 
او د اهل بيت څخه ئې ګڼي ، چه ډېر د تعجب وړ خبره ده ،په داسي حال کښي 
چه نبي مړ کيږي ، يو د اهل بيتو ئې بيا نه مري ؟ 

زموږ مسلمانان يو کتاب الله لرو او ٦ د احاديثو کتابونه او تر قران ورسته 
صحيح ترين کتاب د بخاري کتاب دی و موږ ته (اهل تسنن )
نو کتاب الله او احاديث صحيح بخاري چه د مهدي بيان نه کوي ، اوچه کوي يي 
هغه دعيسی ع بيانونه دي ، نو بيا داپوښتنه را ولاړيږي چه جناب هارون يا د 
جعفري ياران له کومه پوهېږي چه مهدي يعني څوک او ولي بيا د اهل بيتو څخه 
دی ؟ ؟ او يا اهل بيت څوک دي پسله يو زرو پنځه سوه کاله ورسته ؟؟؟ 
که شل کاله يو نسل و ګڼو نو معنا دا چه پنځه اويايم اولاد به وي تر مبارک 
ورسته ، او داچه دوی وايي چه ژوندئ دی او حاضر دي خو ځان نه ښکار ه کوي 
نو دا هم د تعجب خبره ده ، ولي په دا نزدې پنځه زره کاله راتلونکو کلو کښي 
هم داسي نه معلوميږي چه عيسی ع دي راکښته سي ولي چه د اسلام ګراف 
اوس هم لوړ روان دی ، تر څو چه حرکت ونه دريږي او بيا څه پر کښته را روان 
نه سي ، نو کله امکان لري چه مهدي يا عيسی دي راسي ، ولي چه زمانه 
بيا هم دومره فاسده نه ده 
ترڅو چه مځکه ټوله فساد نوي نيولې له کتابونو او احاديثو داسي معلوميږي 
چه عيسی ع نه راکښته کيږي 
والله-سبحان الله-اعلم 
 


نقاد
26.11.2006

محترم ، مکرم اومعظم استاد حليمي صاحب او درنو لستونکو السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته !
د مهدي عليه السلام په اړه ماته هم ډيرې پوښتنې پيدا کيږي چې نوموړی څنګه او ولې آنتر هغه وخته پورې چې د قيامت در شل او ځمکې ته د عيسی (ع)د راتګ وخت وي ژوندی پاتې کيږي ؟ اوتر هغه وخته پورې يې لکه حضرت خضر (ع) هيڅوک هم نه ويني ؟ دعيسی تر څنګ دده دراتګه ضرورت به څه وي؟ او بيا ددې دومره لوړې درجې سره هغه ولې يو پيغمبر نه دی ؟؟
سره دد چې مکرم مولوي طالب جان د مهدي ( ع) په اړه ﻻندې ليکنه کړې خو هيڅ کوم ايت او حديث يې نه دی راوړی :

[color=white:c14a58d12e]په كومه ټولګۍ كي چي حضرت عيسى عليه السلام راښكته كيږي هغه به دهغې زمانې نيكان خلك وي او داټولګۍ به په اتو سوو نارينه واو څلورو سوو ښځو باندي مشتمله وي .
دهغوي په پوښتلو به عيسى عليه السلام خپل ځان ورپيژندنه پيل كړي ,او له دجال سره دجهادكولو په اړه به دهغوي آندونه او جذبات معلوم كړي ,په هغه مهال به دمسلمانانو مشر امام مهدي عليه السلام وي ,څوك چي به دحضرت عيسى عليه السلام له راښكته كيدو دمخه راڅرګند شوى وي .
دراښكته كيدو ځاي ,مهال او امام مهدي عليه السلام .
دحضرت عيسى عليه السلام نزول به ددمشق په ختيځه خواكي دسپيني منارې ترڅنګ (يا په بيت المقدس كي دامام مهدي ترڅنګ ) كيږي ,په هغه مهال به امام مهدي دسهار دلمانځه اداكولو لپاره مخكي شوى وي , او دلمانځه اقامت به هم شوى وي ,امام مهدي به عيسى عليه السلام دلمانځه دادا كولو لپاره راوبولي مګر عيسى عليه السلام به انكار وكړي , او وبه وايي چي دا ددې امت اعزازدى چي ځيني يي دځينو مشران دي ,او كله چي امام مهدي عليه السلام راشاته شي نو عيسى عليه السلام به دهغه په شا لاس كيږدي او ورته وبه فرمايي چي ته دلمانځه امامت وكړه ,ځكه چي ددې لمانځه اقامت ستا لپاره ويل شوى ,ځكه به نو ددې مهال لمونځ دحضرت امام مهدي عليه السلام په امامت كي ادا كړل شي ,او حضرت عيسى عليه السلام به هم (په دې لمانځه كي) دمهدي عليه السلام شاته ولاړوي ,او له ركوع څخه دراپورته كيدو په مهال به د(سمع الله لمن حمده) دويلو ترڅنګ د(قتل الله الدجال واظهر المؤمنين) توري هم ووايي . [/color:c14a58d12e]


منلی
27.11.2006

ټولو وروڼو ته سلامونه
محترم حليمي صاحب دښاغلي نقاد له ليکني راياد شو دحضرت خضر(ع) په باره کښي
چي آيا هغه بني ادم (انسان) ووکه فرښته ؟ که بني ادم وو په قرآنکريم کښي ياحديث نبوي کښي ذکر شوي ؟
اوهمداسي يومومن بنده کولي شي چي دشرعيت قانوانين مات کړي ؟
البته فرښتي يي کولي شي ولي چي کوم کار انسان ته ناجايزده هغه فرښتوته جايز وي دمثال په ډول
انسان نشي کولي چي په ناحقه دچامال ته زيان ورسوي اويا بي کناه انسان قتل کړي ولي فرښتي هره ورځ
دقضا وقدر قانون له مخي په ډول ډول طريقو سره په زرګونو وګړي دمرګ خولي ته اچوي اوهمداسي دخلکو مالونه ....................



ع کريم حليمي
28.11.2006

زمونږ محترم دانشمند نقاد صاحب ، ښاغلي زخمي صاحب 
او درنو لوستونکو ،سلاَم على من اتبع الهدى، أما بعد

[quote:0c0db6edef]آيا هغه بني ادم (انسان) ووکه فرښته ؟ که بني ادم وو په قرآنکريم کښي ياحديث نبوي کښي ذکر شوي ؟ (حضرت خضر(ع)[/quote:0c0db6edef]
اول دا درته ووايم چه :
زه نه پوهيږم دا خبري خدای تعالی ته معلومي دي او تر هر چا خدای تعالی 
زيات پوهيږي !!
نو هغه څه به تاسو ته وليکم کوم چه په کتاب الله او صحيح سته کښي ما لوستي وروره !
د خضر ( ع )نوم په کتاب الله کښي نسته خو داسي راغلي چه موسی ع ته 
امر سوی وو چه ولاړسه د هغه چا څخه علم زده کړه چه موږ (الله )چه ور ښوولی 
مو ؤ ده ته له جانبه خپل يو لوی علم 
دالله تعالی ارشاد دی چه :

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 
فَوَجَدَا عَبْداً مِّنْ عِبَادِنَا ءَاتَيْنَهُ رَحْمَةً مِّنْ عِندِنَا وَ عَلَّمْنَهُ مِن لَّدُنَّا عِلْماً(65) الکهف 
ژباړه :- پس وموندل دوی دواړو يو بنده (خضر )له بندګانو زموږ چه ورکړی وو
 موږ ده ته رحمت له نزده خپله او ښوولی مو وو ده ته له جانبه خپله يو لوی علم ٠ 

او په احاديثو کښي  خضر( ع )  په نامه ياد شوئ  دی ٠چه مبارک عليه السلام 
د خضر او موسی ع قصه په تفصيل سره و خپلو اصحابو مبارکانو ته کړې وه 
او د بخاري په کتاب درج ده 

چه انشاالله زه به يي دلته تاسو ته کاپي کړم ، ډيره شيرينه قصه ده 
تر دې حده چه حضور چه قصه فرمايلې وه نو په پای کښي يي داسي  وفرمايل :
چه کاشکي موسی ع صبر کړی وای نو الله تعالی به د هغه پوره قصه موږ ته بيان 
کړېوای ٠ 
له دغي خبري زه دا زده کوم چه تر دغه نور، نو مبارک عليه السلام ته هم لکچي 
معلومات جبرائل نوه راوړي 

حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ سَعِيدٍ الأَصْبَهَانِيُّ، أَخْبَرَنَا ابْنُ الْمُبَارَكِ، عَنْ مَعْمَرٍ، عَنْ هَمَّامِ بْنِ مُنَبِّهٍ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ـ رضى الله عنه ـ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ ‏"‏ إِنَّمَا سُمِّيَ الْخَضِرُ أَنَّهُ جَلَسَ عَلَى فَرْوَةٍ بَيْضَاءَ فَإِذَا هِيَ تَهْتَزُّ مِنْ خَلْفِهِ خَضْرَاءَ ‏"‏‏.‏

دئ ولي خضر دی  ؟ ولي چه پر بې حاصله مځکه چه به کښېناستۍ نو هغه مځکه شنه کېدله

حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مُحَمَّدٍ، قَالَ حَدَّثَنَا سُفْيَانُ، قَالَ حَدَّثَنَا عَمْرٌو، قَالَ اَخْبَرَنِي سَعِيدُ بْنُ جُبَيْرٍ، قَالَ قُلْتُ لاِبْنِ عَبَّاسٍ اِنَّ نَوْفًا الْبِكَالِيَّ يَزْعُمُ اَنَّ مُوسَى لَيْسَ بِمُوسَى بَنِي اِسْرَائِيلَ، اِنَّمَا هُوَ مُوسَى اخَرُ‏.‏ فَقَالَ كَذَبَ عَدُوُّ اللَّهِ، حَدَّثَنَا اُبَىُّ بْنُ كَعْبٍ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ ‏"‏ قَامَ مُوسَى النَّبِيُّ خَطِيبًا فِي بَنِي اِسْرَائِيلَ، فَسُئِلَ اَىُّ النَّاسِ اَعْلَمُ فَقَالَ اَنَا اَعْلَمُ‏.‏ فَعَتَبَ اللَّهُ عَلَيْهِ، اِذْ لَمْ يَرُدَّ الْعِلْمَ اِلَيْهِ، فَاَوْحَى اللَّهُ اِلَيْهِ اَنَّ عَبْدًا مِنْ عِبَادِي بِمَجْمَعِ الْبَحْرَيْنِ هُوَ اَعْلَمُ مِنْكَ‏.‏ قَالَ يَا رَبِّ وَكَيْفَ بِهِ فَقِيلَ لَهُ احْمِلْ حُوتًا فِي مِكْتَلٍ فَاِذَا فَقَدْتَهُ فَهْوَ ثَمَّ، فَانْطَلَقَ وَانْطَلَقَ بِفَتَاهُ يُوشَعَ بْنِ نُونٍ، وَحَمَلاَ حُوتًا فِي مِكْتَلٍ، حَتَّى كَانَا عِنْدَ الصَّخْرَةِ وَضَعَا رُءُوسَهُمَا وَنَامَا فَانْسَلَّ الْحُوتُ مِنَ الْمِكْتَلِ فَاتَّخَذَ سَبِيلَهُ فِي الْبَحْرِ سَرَبًا، وَكَانَ لِمُوسَى وَفَتَاهُ عَجَبًا، فَانْطَلَقَا بَقِيَّةَ لَيْلَتِهِمَا وَيَوْمِهِمَا فَلَمَّا اَصْبَحَ قَالَ مُوسَى لِفَتَاهُ اتِنَا غَدَاءَنَا، لَقَدْ لَقِينَا مِنْ سَفَرِنَا هَذَا نَصَبًا، وَلَمْ يَجِدْ مُوسَى مَسًّا مِنَ النَّصَبِ حَتَّى جَاوَزَ الْمَكَانَ الَّذِي اُمِرَ بِهِ‏.‏ فَقَالَ لَهُ فَتَاهُ اَرَاَيْتَ اِذْ اَوَيْنَا اِلَى الصَّخْرَةِ فَاِنِّي نَسِيتُ الْحُوتَ، قَالَ مُوسَى ذَلِكَ مَا كُنَّا نَبْغِي، فَارْتَدَّا عَلَى اثَارِهِمَا قَصَصًا، فَلَمَّا انْتَهَيَا اِلَى الصَّخْرَةِ اِذَا رَجُلٌ مُسَجًّى بِثَوْبٍ ـ اَوْ قَالَ تَسَجَّى بِثَوْبِهِ ـ فَسَلَّمَ مُوسَى‏.‏ فَقَالَ الْخَضِرُ وَاَنَّى بِاَرْضِكَ السَّلاَمُ فَقَالَ اَنَا مُوسَى‏.‏ فَقَالَ مُوسَى بَنِي اِسْرَائِيلَ قَالَ نَعَمْ‏.‏ قَالَ هَلْ اَتَّبِعُكَ عَلَى اَنْ تُعَلِّمَنِي مِمَّا عُلِّمْتَ رَشَدًا قَالَ اِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِيعَ مَعِيَ صَبْرًا، يَا مُوسَى اِنِّي عَلَى عِلْمٍ مِنْ عِلْمِ اللَّهِ عَلَّمَنِيهِ لاَ تَعْلَمُهُ اَنْتَ، وَاَنْتَ عَلَى عِلْمٍ عَلَّمَكَهُ لاَ اَعْلَمُهُ‏.‏ قَالَ سَتَجِدُنِي اِنْ شَاءَ اللَّهُ صَابِرًا، وَلاَ اَعْصِي لَكَ اَمْرًا، فَانْطَلَقَا يَمْشِيَانِ عَلَى سَاحِلِ الْبَحْرِ لَيْسَ لَهُمَا سَفِينَةٌ، فَمَرَّتْ بِهِمَا سَفِينَةٌ، فَكَلَّمُوهُمْ اَنْ يَحْمِلُوهُمَا، فَعُرِفَ الْخَضِرُ، فَحَمَلُوهُمَا بِغَيْرِ نَوْلٍ، فَجَاءَ عُصْفُورٌ فَوَقَعَ عَلَى حَرْفِ السَّفِينَةِ، فَنَقَرَ نَقْرَةً اَوْ نَقْرَتَيْنِ فِي الْبَحْرِ‏.‏ فَقَالَ الْخَضِرُ يَا مُوسَى، مَا نَقَصَ عِلْمِي وَعِلْمُكَ مِنْ عِلْمِ اللَّهِ اِلاَّ كَنَقْرَةِ هَذَا الْعُصْفُورِ فِي الْبَحْرِ‏.‏ فَعَمَدَ الْخَضِرُ اِلَى لَوْحٍ مِنْ اَلْوَاحِ السَّفِينَةِ فَنَزَعَهُ‏.‏ فَقَالَ مُوسَى قَوْمٌ حَمَلُونَا بِغَيْرِ نَوْلٍ، عَمَدْتَ اِلَى سَفِينَتِهِمْ فَخَرَقْتَهَا لِتُغْرِقَ اَهْلَهَا قَالَ اَلَمْ اَقُلْ اِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِيعَ مَعِيَ صَبْرًا قَالَ لاَ تُؤَاخِذْنِي بِمَا نَسِيتُ‏.‏ فَكَانَتِ الاُولَى مِنْ مُوسَى نِسْيَانًا‏.‏ فَانْطَلَقَا فَاِذَا غُلاَمٌ يَلْعَبُ مَعَ الْغِلْمَانِ، فَاَخَذَ الْخَضِرُ بِرَاْسِهِ مِنْ اَعْلاَهُ فَاقْتَلَعَ رَاْسَهُ بِيَدِهِ‏.‏ فَقَالَ مُوسَى اَقَتَلْتَ نَفْسًا زَكِيَّةً بِغَيْرِ نَفْسٍ قَالَ اَلَمْ اَقُلْ لَكَ اِنَّكَ لَنْ تَسْتَطِيعَ مَعِيَ صَبْرًا ـ قَالَ ابْنُ عُيَيْنَةَ وَهَذَا اَوْكَدُ ـ فَانْطَلَقَا حَتَّى اِذَا اَتَيَا اَهْلَ قَرْيَةٍ اسْتَطْعَمَا اَهْلَهَا، فَاَبَوْا اَنْ يُضَيِّفُوهُمَا، فَوَجَدَا فِيهَا جِدَارًا يُرِيدُ اَنْ يَنْقَضَّ فَاَقَامَهُ‏.‏ قَالَ الْخَضِرُ بِيَدِهِ فَاَقَامَهُ‏.‏ فَقَالَ لَهُ مُوسَى لَوْ شِئْتَ لاَتَّخَذْتَ عَلَيْهِ اَجْرًا‏.‏ قَالَ هَذَا فِرَاقُ بَيْنِي وَبَيْنِكَ ‏"‏‏.‏ قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم ‏"‏ [color=blue:0c0db6edef]يَرْحَمُ اللَّهُ مُوسَى، لَوَدِدْنَا لَوْ صَبَرَ حَتَّى يُقَصَّ عَلَيْنَا مِنْ اَمْرِهِمَا[/color:0c0db6edef] ‏"‏‏.‏

I said to Ibn 'Abbas, "Nauf-al-Bakali claims that Moses of Bani Israel was not Moses, the companion of Al-Khadir." Ibn 'Abbas said: Allah's enemy tells a lie! Ubai bin Ka'b narrated to us that Allah's Apostle said, "Moses got up to deliver a sermon before Bani Israel and he was asked, 'Who is the most learned person among the people?' Moses replied, 'I (am the most learned).' Allah then admonished Moses for he did not ascribe all knowledge to Allah only. (Then) came the Divine Inspiration: 'Yes, one of Our slaves at the junction of the two seas is more learned than you.'
Moses said, 'O my Lord ! How can meet him?' Allah said, 'Take a fish in a basket and wherever the fish is lost, follow it (you will find him at that place). So Moses set out along with his attendant Yusha' bin Nun, and they carried with them a fish till they reached a rock and rested there. Moses put his head down and slept. (Sufyan, a sub-narrator said that somebody other than 'Amr said:) At the rock there was a water spring called 'Al-Hayat' and none came in touch with its water but became alive. So some of the water of that spring fell over that fish, so it moved and slipped out of the basket and entered the sea. When Moses woke up, he asked his attendant, 'Bring our early meal.' (18.62)
The narrator added: Moses did not suffer from fatigue except after he had passed the place he had been ordered to observe. His attendant Yusha bin Nun said to him, 'Do you remember (what happened) when we betook ourselves to the rock? I did indeed forget (about) the fish...' (18.63) The narrator added: So they came back, retracing their steps and then they found in the sea, the way of the fish looking like a tunnel. So there was an astonishing event for his attendant, and there was tunnel for the fish. When they reached the rock, they found a man covered with a garment. Moses greeted him. The man said astonishingly, 'Is there any such greeting in your land?' Moses said, 'I am Moses.' The man said, 'Moses of Bani Israel?' Moses said, 'Yes,' and added, 'May I follow you so that you teach me something of the Knowledge which you have been taught?' (18.66) Al-Khadir said to him, 'O Moses! You have something of Allah's knowledge which Allah has taught you and which I do not know; and I have something of Allah's knowledge which Allah has taught me and which you do not know.' Moses said, 'But I will follow you.' Al-Khadir said, 'Then if you follow me, ask me no question about anything until I myself speak to you concerning it.' (18.70). After that both of them proceeded along the seashore. There passed by them a boat whose crew recognized Al-Khadir and received them on board free of charge. So they both got on board. A sparrow came and sat on the edge of the boat and dipped its beak into the sea. Al-Khadir said to Moses, 'My knowledge and your knowledge and all the creation's knowledge compared to Allah's knowledge is not more than the water taken by this sparrow's beak.'
Then Moses was startled by Al-Khadir's action of taking an adze and scuttling the boat with it. Moses said to him, 'These people gave us a free lift, but you intentionally scuttled their boat so as to drown them. Surely you have...' (18.71) Then they both proceeded and found a boy playing with other boys. Al-Khadir took hold of him by the head and cut it off. Moses said to him, 'Have you killed an innocent soul who has killed nobody? Surely you have done an illegal thing!' (18.74) He said, 'Didn't I tell you that you will not be able to have patience with me...(up to)...but they refused to entertain them as their guests. There they found a wall therein at the point of collapsing.' (18.75-77) Al-Khadir moved his hand thus and set it upright (repaired it). Moses said to him, 'When we entered this town, they neither gave us hospitality nor fed us; if you had wished, you could have taken wages for it.' Al-Khadir said, 'This is the parting between you and me I will tell you the interpretation of (those things) about which you were unable to hold patience...' "(18.78)
Allah's Apostle said, "We wished that Moses could have been more patient so that He (Allah) could have described to us more about their story." Ibn 'Abbas used to recite: " 'And in front (ahead) of them there was a king who used to seize every (serviceable) boat by force.' (18.79) ...and as for the boy he was a disbeliever. "

دا حديث ډېر اوږد دی ، مشکله ده چه په پښتو ترجمه ئې تاسو ته وليکم 
خو په دې حديث کښي څو خبري دي 
1 - يوه ورځ موسی ع خطبه اوروله و بني اسرائيلو ته ، نو يو سړي پوښتنه وکړه 
د موسی ع څخه چه ترټولو لوی عالم څوک دی ، نو موسی ع ورته وويل چه 
زه زيات عالم يم ٠ 
دا چه بايد موسی ويلي وای چه الله زيات عالم دی ، داچه ده ځان ياد کړ 
نو الله ورته وحي وکړې چه مجمع البحرين ته ولاړ سه  ، چه هلته زما له بندګانو 
څخه يو بنده دی ، هغه ستا څخه زيات پوهيږي ٠ 
2 مه- بيا خبره داوه چه موسی رب العزت ته وويل چه دابنده څرنګه پيداکم 
نو دلته بيا الله ورته وحي وکړې چه ماهی درسره واخله يعني چه ګوره موسی 
مړ ماهی لار در ښوولی سي ، 
موسي ع بيده سو د سفر له ستړيا څخه ، په دغه وخت کښي ماهی د پيالې
 څخه وښويدۍ او پر وچه مځکه يي په ښويدو شروع وکړه ولاړي 
او هغه هلک ورته کتل ، او موسی ع چه راکښېنستلی ، او د هلک بيا هغه 
تعجوب کوونکې سحنه هېره سوه ، چه موسی ع ته ئې ووايي 

3 مه  خبره په دې حديث کښي داسي ده چه :
خضر و موسی ع وويل اې موسی ع ! زه د الله تعالی د علم څخه داسي علم لرم 
چه ته په هغه نه پوهېږي ، او هغه علم چه تاته (موسی )خدای در ښوولی دی 
په هغه زه (خضر ) نه پوهېږم 

4 مه خبره د صبر پکښې ده 

دا لاندي اياتونو د سورت الکهف هم لوستلی سۍ !  
وَ إِذْ قَالَ مُوسى لِفَتَاهُ لا أَبْرَحُ حَتى أَبْلُغَ مَجْمَعَ الْبَحْرَيْنِ أَوْ أَمْضىَ حُقُباً(60)
فَلَمَّا بَلَغَا مجْمَعَ بَيْنِهِمَا نَسِيَا حُوتَهُمَا فَاتخَذَ سبِيلَهُ فى الْبَحْرِ سرَباً(61)
فَلَمَّا جَاوَزَا قَالَ لِفَتَاهُ ءَاتِنَا غَدَاءَنَا لَقَدْ لَقِينَا مِن سفَرِنَا هَذَا نَصباً(62)
قَالَ أَ رَءَيْت إِذْ أَوَيْنَا إِلى الصخْرَةِ فَإِنى نَسِيت الحُْوت وَ مَا أَنسانِيهُ إِلا الشيْطنُ أَنْ أَذْكُرَهُ وَ اتخَذَ سبِيلَهُ فى الْبَحْرِ عجَباً(63)
قَالَ ذَلِك مَا كُنَّا نَبْغ فَارْتَدَّا عَلى ءَاثَارِهِمَا قَصصاً(64)
فَوَجَدَا عَبْداً مِّنْ عِبَادِنَا ءَاتَيْنَهُ رَحْمَةً مِّنْ عِندِنَا وَ عَلَّمْنَهُ مِن لَّدُنَّا عِلْماً(65)
قَالَ لَهُ مُوسى هَلْ أَتَّبِعُك عَلى أَن تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْت رُشداً(66)
قَالَ إِنَّك لَن تَستَطِيعَ مَعِىَ صبراً(67)
وَ كَيْف تَصبرُ عَلى مَا لَمْ تحِط بِهِ خُبراً(68)
قَالَ ستَجِدُنى إِن شاءَ اللَّهُ صابِراً وَ لا أَعْصى لَك أَمْراً(69)
قَالَ فَإِنِ اتَّبَعْتَنى فَلا تَسئَلْنى عَن شىْءٍ حَتى أُحْدِث لَك مِنْهُ ذِكْراً(70)
فـَانـطـلَقـَا حـَتـى إِذَا رَكـِبـَا فى السفِينَةِ خَرَقَهَا قَالَ أَ خَرَقْتهَا لِتُغْرِقَ أَهْلَهَا لَقَدْ جِئْت شيْئاً إِمْراً(71)
قَالَ أَ لَمْ أَقُلْ إِنَّك لَن تَستَطِيعَ مَعِىَ صبراً(72)
قَالَ لا تُؤَاخِذْنى بِمَا نَسِيت وَ لا تُرْهِقْنى مِنْ أَمْرِى عُسراً(73)
فـَانـطـلَقـَا حـَتـى إِذَا لَقـِيـَا غُلَماً فَقَتَلَهُ قَالَ أَ قَتَلْت نَفْساً زَكِيَّةَ بِغَيرِ نَفْسٍ لَّقَدْ جِئْت شيْئاً نُّكْراً(74)
قَالَ أَ لَمْ أَقُل لَّك إِنَّك لَن تَستَطِيعَ مَعِىَ صبراً(75)
قَالَ إِن سأَلْتُك عَن شىْءِ بَعْدَهَا فَلا تُصحِبْنى قَدْ بَلَغْت مِن لَّدُنى عُذْراً(76)
فـَانطلَقَا حَتى إِذَا أَتَيَا أَهْلَ قَرْيَةٍ استَطعَمَا أَهْلَهَا فَأَبَوْا أَن يُضيِّفُوهُمَا فَوَجَدَا فِيهَا جِدَاراً يُرِيدُ أَن يَنقَض فَأَقَامَهُ قَالَ لَوْ شِئْت لَتَّخَذْت عَلَيْهِ أَجْراً(77)
قَالَ هَذَا فِرَاقُ بَيْنى وَ بَيْنِك سأُنَبِّئُك بِتَأْوِيلِ مَا لَمْ تَستَطِع عَّلَيْهِ صبراً(78)
أَمَّا السـفـِيـنـَةُ فـَكـانَت لِمَسكِينَ يَعْمَلُونَ فى الْبَحْرِ فَأَرَدت أَنْ أَعِيبهَا وَ كانَ وَرَاءَهُم مَّلِكٌ يَأْخُذُ كلَّ سفِينَةٍ غَصباً(79)
وَ أَمَّا الْغُلَمُ فَكانَ أَبَوَاهُ مُؤْمِنَينِ فَخَشِينَا أَن يُرْهِقَهُمَا طغْيَناً وَ كفْراً(80)
فَأَرَدْنَا أَن يُبْدِلَهُمَا رَبهُمَا خَيراً مِّنْهُ زَكَوةً وَ أَقْرَب رُحماً(81)
وَ أَمَّا الجِْدَارُ فـَكـانَ لِغـُلَمـَيـنِ يـَتِيمَينِ فى الْمَدِينَةِ وَ كانَ تحْتَهُ كَنزٌ لَّهُمَا وَ كانَ أَبُوهُمَا صـلِحـاً فـَأَرَادَ رَبُّك أَن يـَبْلُغَا أَشدَّهُمَا وَ يَستَخْرِجَا كَنزَهُمَا رَحْمَةً مِّن رَّبِّك وَ مَا فَعَلْتُهُ عَنْ أَمْرِى ذَلِك تَأْوِيلُ مَا لَمْ تَسطِع عَّلَيْهِ صبراً(82)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more