د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دکابل په رسمی ادارو کی دامريکی مشاورونو تقرر

خاټول
03.08.2003

[color=darkred:ba038524a5]عمر صمد د افغانستان دبهرنيو چارو دوزارت يو لوړ رتبه چارواکي نن اعلان وکړ چي هيواد يي پتيلي په حکومتي اداراتو کي امريکاي مشاورين وګماري او په دي اړه له امريکاي لوري سره خبري اتری رواني چي په پايله کي به يي سلګونه امريکايان دولتي پوسټونه اشغال کړي
امريکاي مطبوعاتو دافغانستان دحالاتو څيړونکي دنيويارک دپوهنتون استاذبارنيټ روبين له قوله نقل کړي چی له دي جملی نه به پنځلس دسفير په رتبه او دوه نيم سوه به په کمه رتبه وګمارل شي نوموړي زياته کړي چی دعراق حالت ته په ځيرتيا داهم يو استعماري کار دې.
په کابل کی امريکايي سفير{وايسراي}ويليام ټيولر ويلي چی دنوموړو مشاورينو معاشات او نور مصارف به له هغي بوديجی ورکول کيږي کومه چي نړيواله اداره يي دافغانستان دبيا ودانولو دپاره ورکوي.
وروڼو اوخويندو خبر به مو لوستي وی خپله تبصره به خامخا پري ليکۍ چي ددي اقداماتو مانا څه ده ؟او ايا هغه روسي مشاورين چي ناوليو کمونستانو استخدام کړي وواو دغه امريکاي مشاورين چی ناولي سيکولرستان ي استخدامه وي څه توپير لري؟[/color:ba038524a5]



ع کريم حليمي
25.01.2004

خاټول سلام عليکم!
دونيا نن دومره تغير کړيدی د 50 کالو راهسی ٠ چې د 50 کاله دمخه اثار نه پکښی معلوميږی ٠
1 ٠ نړۍ ډيره کچنی سوه ٠ 2 اوس داسی وطنونه سته چی څوک دارلکفر هم نسی ورته ويلای ٠
٣ ٠ نړی کی اوس يوازی تخنيک او ډيموکراسی کاميابه ده٠ 4 ٠ نړی پر دوو تقسيم ده (ډيموکراسی ، ديکتاتوری)
که داسی وي ٠ نو موږته لازيمه ده چې دنوي نړی سره ځان ايار کړو٠
اوس نو راسه د مشاورينوته ٠ افغانستانته خارجی عسکر راغلی دی (دټولې نړۍ عسکر راغلی دی نه د امريکا)
که يوازی دامريکا عسکر وای نو به موږته دشکايت ځای وای (چاته شکايت وکو)؟
موږ سړک ، شفاخانه ، کار، فابريکه ، مکتب ، ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ دا ټوله غوړو
په عينی وخت کی بيانو مشاويرين نه غواړو٠ په داسی حالکی چې زماڅخه خط هير سوی په 30 کاله نو تاسو فکر وکی ٠ چې په افغانستان کی به څوک پوهيږی د دولت په چارو ٠ په داسی حاکی چه اوس په کابل کی هندی ايرانی نجاران او بنايان کار کوی ٠ چې موږ نجار او بنا نه لرو خپل ٠ نو تاسو فکر وکی چې د حکومت مامورين به دکومه وي ٠ چی په روسيه،سعودی، جاپان ،پاکستان ، مصر ، جوړډن ، هند ، جرمنی ٠٠٠٠٠ کی مشاويرين خارجی سته ٠ او په افغان کی بايد نوی؟
په داسی حال کی چې په وطن کی مو نه علمی اونه تخنيکی څه سته٠
او بل چی دونياکوچنی سوه طبعأ به يو دبل په وطنو کی سره اوسيږو يا مشاوير يا مزدور٠
اوکه امريکا ډکلير وای کرشچن نو دارلکفر وه ٠ دکندهار په ميدان کی امريکايی عسکر اذان کوي او لمونځ کوي
د يوه عسکر نوم ئی خوشحال (اڅکزی) دی٠ بازار دډيموکراسی او د تخنيک ګرم دی٠ او موږ لرو يوازی اسلام ٠
او اسلام په جنګ څوک نه رانسی ٠ اسلام يوازی په تبليغ ښه خرڅيږی د 9/11 راورسته 30000 امريکايان مسلمانان سوی دی په تبليغ په حواله Islam city.com ٠ موږ بايد خپل سر او پښوته وګورو٠ هوا ته ګوره٠ هره درخته ځان ته هوا ٠ اوبه ، او موسم لری ٠
نوټ٠ سياست اسلامی ندی که اسلام وي سياسی - سياست د دين خدمت کړي سياست وي اسلامی
ع٠ک٠حليمي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more