د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

د (د) او( له) په اړه مرسته...

صافی
30.10.2006

ګرانو ورونو اوخویندو! السلام علیکم...
د ([color=green:14ee9d3c06]د[/color:14ee9d3c06]) او([color=green:14ee9d3c06]له[/color:14ee9d3c06]) په جمله کې دسم استعمال په هکله مې دډیرو نورو مسایلو تر څنګ سر ندئ خلاص .
چې : آیا ،زه دمحمود دکوره راغلم سمه ده؟ او که زه د محمود له کوره راغلم؟
[color=green:14ee9d3c06](د)[/color:14ee9d3c06] چیرته استعمالیږی ؟ او[color=green:14ee9d3c06](له )[/color:14ee9d3c06] چیرته کاریدلی شي ؟
که په اړه یې معلو مات را کړۍ خوشحاله به شم .
په درناوي
صافي[color=blue:14ee9d3c06][/color:14ee9d3c06][color=#444444:14ee9d3c06][/color:14ee9d3c06][color=#444444:14ee9d3c06][/color:14ee9d3c06][color=green:14ee9d3c06][/color:14ee9d3c06][color=#444444:14ee9d3c06][/color:14ee9d3c06]


کټوازی
30.10.2006

ګران ورور ښاغلی ساپی _صافی صاحب ،
سلامونه مو ومنئ !
ستاسې د پوښتنې پۀ اړه بايد ووايم چې دلته پۀ ټول افغان کې ماشالله ټول تر [color=blue:fcdd4868d1]موږ[/color:fcdd4868d1] پر [color=red:fcdd4868d1] مونږ [/color:fcdd4868d1]، تر [color=blue:fcdd4868d1]ولاړ[/color:fcdd4868d1] پر [color=blue:fcdd4868d1]لاړ [/color:fcdd4868d1] ، تر نښې پر نخښې او دغه راز تر [color=blue:fcdd4868d1]ل[/color:fcdd4868d1] پر [color=cyan:fcdd4868d1]د [/color:fcdd4868d1] خوشاله دي
که بحث ورسره کوو نو هم چندان ګټه نه لري ، ځکه چې بيا وايي دا ټکی د پلاني صيب شعر[url=http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?p=17159#17159] بې خونده کوي[/url] وه د خدای ظالمه !
دپلاني صيب د شعر لپاره خو موږ ژبه نه شو بدلولای !
برعکس ! پلانی صيب دې لومړی ژبه زده کړي او بيا دې شعر وليکي !
خو پۀ هر صورت :
د او ل هر يو يې ځان ځانته د کارېدنې ځايونه لري چې له بده مرغه ډېر خلک پۀ تېره بيا له ننګرهاره تر اباسينه پورې يي توپير بېخي له پامه اچول شوی ، نه يوازې دا بلکې ډېر شيان سته چې څېړل يې اړين دي .
زما پۀ خيال [color=blue:fcdd4868d1]د [/color:fcdd4868d1] دپوزېسشن او ملکيت لپاره راوړل کېږي : لکه چې وايو
[color=white:fcdd4868d1]د ټول افغان ويب سايټ [/color:fcdd4868d1] چې د ټول افغان ملکيت راښيي
او [color=blue:fcdd4868d1]ل[/color:fcdd4868d1] يو Preposition او د ربط توری دی چې د ربط لپاره يي کارولای شو !
لکه داستاسې پۀ جمله کې چې و وايم :
د ښاغلي ساپي له کوره راغلم !
پۀ پای کې يي يادول اړين بولم چې زۀ د ژبې ماهر نه يم او پښتو ليک لوست مې پۀ توکل :oops: :lol: زده کړی او دايو څو کرښې مې هم پۀ توکل وليکلې ،هيله لرم چې نور وروڼه به هم خپل نظر وليکي
پۀ بې کچه مينه ورور مو صميم


صافی
31.10.2006

ګرانه اومحترمه وروره صمیم کټوازی صا حب! السلام علیکم...
د ګټورو معلوماتو نه مو ډیره مننه، او خدای موتل خوشحاله لره . ماته خو ستاسو خبرې ټولې په ځای او سمې ښکاری ،خو که نور دوستان بل څه فکر کوي هیله ده زمونږ نه خپل نظر ونه سپموي .

وروره ! دازما نوم پسې دې ولې راخیستې ؟ والله که یې راباندې بدل کړي چې بیخی غلط هم وي ! ( ترکمنه یک ګپ است ). ټوکه

په درناوي


larghonay1
31.10.2006

صميم كټوازى صيب ښې خبرې دې كړي خو يو څه كږې دي!
وروره ستاله ليكنې معلومېږي چې موږ تر مونږ سم او پر ځاى دى؟
ځكه تاسو ليكلي چې كه د چا شعر بې خونده كېږي نو هغه دې لومړى ژبه زده ژړي! همداسې ده؟
كټوازى صيب كه زه ووايم هغه څوك چې موژ يا ستاسو غوندې موږ ليكي هغه دې مهرباني وكړي او لومړى دې ژبه زده كړي نو بيا به مو ځواب څه وي؟
زه خو وايم د معياري ژبې په پرېكړو كې لومړى يوازې پر ((مونږ )) او بيا په ((مونږ او موږ)) دواړو هوكړه كړې . خو زه وايم چې مونږ تر موږ اهنګين دى نو تاسو په دې كې څه وايئ؟
بله خبره تاسو د (( لاړ او ولاړ )) كړې زه خو وايم كه ستاسو غوندې ((ولاړ)) وليكو نو د هغه چا سره چې ولاړ يا اودريدلى دى څه توپير به ولري؟
او بله دا چې دغه د(( ولاړ)) قيد هم د ځينو نورو ويونو لكه درخته او سايه كونجتې او سينجتې غوندې له پاړسۍ راكاپي شوى دى او هغه هم د هرات له پاړسۍ څخه .
ځكه هغوى د نورو پاړسوانو پر خلاف ليكي: (( برفتم، بنوشتم، او .....)) .
وروره مونږ او تاسو بايد سم ته سم ووايو او د ((لاړ او ولاړ(( توپير وكړو.
او صميم صيب پام دې وي چې د (( د)) او ((له)) په اړه درسره په يو اند يم خو دا چې تاسو ليكئ له ننګرهاره تر اباسينه يې توپير له پامه غورځول شوى دا هم سمه ده خو له نېكه مرغه چې دغه تړانګه چې تاسو ياده كړې د ژبې په يو والي، كره والي او سوچه والي كې هم پوره ليوالتيا لري.
كه نه يې منې نو اوس هم د همدغې ستاسو يادې شوې تړانګې هغه ليكدود چې د باړه ګلۍ تر څېړنغوندې وړاندې يې كاراوه او اوسنى سره پرتله كړئ.
حتى د ننګرهار خلك د ((د)) او (( له)) د توپير د هڅې سره سره د (( په )) او (( پر)) هم پوره خيال ساتي.
كه څه هم ((پر)) د ننګرهار په كړدود كې نشته او كله كله يې كوم يو ننګرهارى داسې بې ځايه وكاروي چې د سړي ورته غوسه راشي خو بيا هم د شكر ځاى ځكه دى چې د يو والي هڅه ده ، نه د بېلوالي.
او د دې سره سره صميم صيب تاسو هم بايد له خپلې هيڼدې تېر شئ او د سو پر ځاى شو او يو څه نور هم راښه شئ چې ژبه مو يوه شي.
او د نښې او نخښې په اړه دې هم ملاتړى يم بايد نښه وليكل شي ، نه نخښه
په همدې هيله


کټوازی
02.11.2006

ښاغلی صافی صيب ( ځه تاسو دې خوشاله ياست ) او پۀ تېره بيا ښاغلی لرغونی لاروی صيب !
اسلام عليکم و رحمتۀ اللۀ و برکاتۀ !
ګران ورور صافی صاحب ( بيادې هم تاسو خوشاله ياست :lol: :lol: ) له نېکو هيلو مو منندوی يم ، خوداچې ترکمنه يک ګپ است ډېر مو وخندولم او د ملا نصير الدين يوه ټوکه را پۀ يادشوه چې دلته يي ليکل مناسب نه بولم ، بل ځای به مو پرې و نازوم !
او اصلي موضوع ته راګرځم
ګران لاروی صيب شايد پرځای مو ويلي وي چې که پر [color=blue:8c1a76a898]موږ [/color:8c1a76a898] ،موږ ته څوک ووايي چې ولاړ شه لومړی ژبه زده کړه او بيا پر پښتو ګرامر خبرې کوه ! نو جواب به مې څۀ وي !؟
او که ما دومره فکر لرلای چې دا معامله به ستاسو له جذباتو سره هم تړاو لري نو بيا به مې دومره بې پروايي نه کوله !
خو پۀ هرصورت :
دا هم درسره منم چې له ننګرهاره تر وحدت اخباره ! د باړه ګلۍ د سيمينار پرېکړې تر ډېره ځايه منلې شوې او عملي شوې دي او که لا ووايم چې د محترم زيار صيب پۀ برکت د پښتو د کره والي او سوچوالي د علمي او عملي خوځښت کرېډيټ هم ننګرهار اخلي نو پۀ باوره سره چې له تاسو نيولې بېرته ترتاسو به يي ټول راسره هوکې کړي !
خوبرسېره پردې ، ستاسې پۀ ګډون زياتره ننګرهاريان =مشرقيوال د زيار صيب له لارې بې لارې دي چې ښه بېلګه يي همدا د [color=red:8c1a76a898]ولاړ[/color:8c1a76a898] پر ځای پر [color=white:8c1a76a898]لاړ[/color:8c1a76a898]او د [color=cyan:8c1a76a898]موږ [/color:8c1a76a898]پرځای پر [color=white:8c1a76a898]مونږ [/color:8c1a76a898] ټينګار دی !
ګنئ تاسو ښۀ پوهېږئ چې ډاکټر صيب مجاور احمدزيار له چا اجازه اخلي نو بيا داسې نه وايي چې ( مونږ به لاړ شو ) بلکې داسې وايي چې " موږ به ولاړ شو ! "
او ترکومه ځايه چې د اهنګ او رنګ خبره ده !
نو وروره ! ماته هم تردې چې ووايم " هيڅ نه شم کولای " دا ډېر خوند راکوي او هم يې اهنګين او سليس بولم چې ووايم " هيڅ نه سم کولای "
خوګران لاروی صيب ! خبره د معيار ده ځکه خو زۀ هم تل تر خپل خوند او اند تېرېږم او هم له تاسو څخه دا هيله لرم چې خوند او اند مو بايد د معيار پر وړاندې خنډ نۀ شي !
او داچې د ولاړ او ولاړ تر منځ کوم توپير دی ؟
بايد ووايم چې [color=white:8c1a76a898]ولاړ[/color:8c1a76a898] Adjective Noun يا اسم صفت ، او [color=blue:8c1a76a898]ولاړ[/color:8c1a76a898] د تلل مصدر _ ماضي مطلق دی ځکه خو بايد سره پرتله نۀ شي او که بيا هم ټينګار کوئ نو نه يوازې دا دوه کلمې ، بلکې پۀ لسهاوو نه بلکې پۀ سلهاوو داسې کلمې شته چې پۀ ليکلو کې يي توپير نه مالومېږي ،اما پۀ لوستلو کې يي غوڅ توپير وينو چې د بېلګې پۀ توګه يي دا لاندې يو څو وګورئ :
ګرم = تود .................... ګرم = ملامت

بوره = چينۍ ............... بوره = هغه ښځه چې اولاد يې مړشي !

وږی = د غنمو وږی ............. وږی == چې ډوډۍ ته لېوال وي - لوږې اخيستی وي

بل = روښانه ...................... بل = دويم ، درېيم کس ياشی (Other)

تندۍ = تنکۍ چې له تاند- تاندې سره اړخ لګوي ............ تندۍ = تېزۍ ، سختۍ

تندی = ټنډه ......................... تندی = تاند ، تنکی

توره = مونث سياه ............ توره = شمشېر جمع تورې

ستر = لوی ، غټ ........... ستر = ابرو ، عزت ، پرده

درست = ټول ................. درست = صحيح ، سم

لور = لوری ، طرف ، سمت .......... لور = بچۍ ، دوختر ................. لور == د رېبلوآله

نور = نورانيت ، ښايست ................. نور = د دوو او يا تر دوو د زياتو شيانو لپاره کارېدونکی د ربط توری

وولي = اوږې ................. وولي = ويشتل ( مصدر يې )

پل = د پښې خاپ ، نقش .............. پل = Bridge

او داسې نور ،
او له دې زېري څخه مو ډېر خوښ شوم چې ويلي مو دي [color=white:8c1a76a898](د ننګرهار خلك د ((د)) او (( له)) د توپير د هڅې سره سره د (( په )) او (( پر)) هم پوره خيال ساتي. )[/color:8c1a76a898]
ځکه چې [color=blue:8c1a76a898]"پر"[/color:8c1a76a898] چې يو باندينی استعلايي سربل دی او[color=white:8c1a76a898] "پۀ " [/color:8c1a76a898]بيا يو Instumental او کومکي سربل دی چې هر يويې ځان ځانته د کارېدنې ځايونه لرم خو له بده مرغه پښتو ليکونکي يي پۀ وړل ډول نۀ شي مراعاتولای ( ياني د دې دواړو ترمنځ وړ توپير نۀ شي کولای ) او ډېر يې بيا بېخي پرژبينز ارزښت هم لا نۀ دي خبر او يوازې " پۀ " کاروي ! __________________

پۀ بې کچه مينه
ورور مو صميم


کټوازی
03.11.2006

ښاغلی صافی صيب ( ځه تاسو دې خوشاله ياست ) او پۀ تېره بيا ښاغلی لرغونی لاروی صيب !
اسلام عليکم و رحمتۀ اللۀ و برکاتۀ !
ګران ورور صافی صاحب ( بيادې هم تاسو خوشاله ياست :lol: :lol: ) له نېکو هيلو مو منندوی يم ، خوداچې ترکمنه يک ګپ است ډېر مو وخندولم او د ملا نصير الدين يوه ټوکه را پۀ يادشوه چې دلته يي ليکل مناسب نه بولم ، بل ځای به مو پرې و نازوم !
او اصلي موضوع ته راګرځم
ګران لاروی صيب شايد پرځای مو ويلي وي چې که پر [color=blue:d62ded6bc1]موږ [/color:d62ded6bc1] ،موږ ته څوک ووايي چې ولاړ شه لومړی ژبه زده کړه او بيا پر پښتو ګرامر خبرې کوه ! نو جواب به مې څۀ وي !؟
او که ما دومره فکر لرلای چې دا معامله به ستاسو له جذباتو سره هم تړاو لري نو بيا به مې دومره بې پروايي نه کوله !
خو پۀ هرصورت :
دا هم درسره منم چې له ننګرهاره تر وحدت اخباره ! د باړه ګلۍ د سيمينار پرېکړې تر ډېره ځايه منلې شوې او عملي شوې دي او که لا ووايم چې د محترم زيار صيب پۀ برکت د پښتو د کره والي او سوچوالي د علمي او عملي خوځښت کرېډيټ هم ننګرهار اخلي نو پۀ باوره سره چې له تاسو نيولې بېرته ترتاسو به يي ټول راسره هوکې کړي !
خوبرسېره پردې ، ستاسې پۀ ګډون زياتره ننګرهاريان =مشرقيوال د زيار صيب له لارې بې لارې دي چې ښه بېلګه يي همدا د [color=red:d62ded6bc1]ولاړ[/color:d62ded6bc1] پر ځای پر [color=white:d62ded6bc1]لاړ[/color:d62ded6bc1]او د [color=cyan:d62ded6bc1]موږ [/color:d62ded6bc1]پرځای پر [color=white:d62ded6bc1]مونږ [/color:d62ded6bc1] ټينګار دی !
ګنئ تاسو ښۀ پوهېږئ چې ډاکټر صيب مجاور احمدزيار له چا اجازه اخلي نو بيا داسې نه وايي چې ( مونږ به لاړ شو ) بلکې داسې وايي چې " موږ به ولاړ شو ! "
او ترکومه ځايه چې د اهنګ او رنګ خبره ده !
نو وروره ! ماته هم تردې چې ووايم " هيڅ نه شم کولای " دا ډېر خوند راکوي او هم يې اهنګين او سليس بولم چې ووايم " هيڅ نه سم کولای "
خوګران لاروی صيب ! خبره د معيار ده ځکه خو زۀ هم تل تر خپل خوند او اند تېرېږم او هم له تاسو څخه دا هيله لرم چې خوند او اند مو بايد د معيار پر وړاندې خنډ نۀ شي !
او داچې د ولاړ او ولاړ تر منځ کوم توپير دی ؟
بايد ووايم چې [color=white:d62ded6bc1]ولاړ[/color:d62ded6bc1] Adjective Noun يا اسم صفت ، او [color=blue:d62ded6bc1]ولاړ[/color:d62ded6bc1] د تلل مصدر _ ماضي مطلق دی ځکه خو بايد سره پرتله نۀ شي او که بيا هم ټينګار کوئ نو نه يوازې دا دوه کلمې ، بلکې پۀ لسهاوو نه بلکې پۀ سلهاوو داسې کلمې شته چې پۀ ليکلو کې يي توپير نه مالومېږي ،اما پۀ لوستلو کې يي غوڅ توپير وينو چې د بېلګې پۀ توګه يي دا لاندې يو څو وګورئ :
ګرم = تود .................... ګرم = ملامت

بوره = چينۍ ............... بوره = هغه ښځه چې اولاد يې مړشي !

وږی = د غنمو وږی ............. وږی == چې ډوډۍ ته لېوال وي - لوږې اخيستی وي

بل = روښانه ...................... بل = دويم ، درېيم کس ياشی (Other)

تندۍ = تنکۍ چې له تاند- تاندې سره اړخ لګوي ............ تندۍ = تېزۍ ، سختۍ

تندی = ټنډه ......................... تندی = تاند ، تنکی

توره = مونث سياه ............ توره = شمشېر جمع تورې

ستر = لوی ، غټ ........... ستر = ابرو ، عزت ، پرده

درست = ټول ................. درست = صحيح ، سم

لور = لوری ، طرف ، سمت .......... لور = بچۍ ، دوختر ................. لور == د رېبلوآله

نور = نورانيت ، ښايست ................. نور = د دوو او يا تر دوو د زياتو شيانو لپاره کارېدونکی د ربط توری

وولي = اوږې ................. وولي = ويشتل ( مصدر يې )

پل = د پښې خاپ ، نقش .............. پل = Bridge

او داسې نور ،
او له دې زېري څخه مو ډېر خوښ شوم چې ويلي مو دي [color=white:d62ded6bc1](د ننګرهار خلك د ((د)) او (( له)) د توپير د هڅې سره سره د (( په )) او (( پر)) هم پوره خيال ساتي. )[/color:d62ded6bc1]
ځکه چې [color=blue:d62ded6bc1]"پر"[/color:d62ded6bc1] چې يو باندينی استعلايي سربل دی او[color=white:d62ded6bc1] "پۀ " [/color:d62ded6bc1]بيا يو Instumental او کومکي سربل دی چې هر يويې ځان ځانته د کارېدنې ځايونه لرم خو له بده مرغه پښتو ليکونکي يي پۀ وړل ډول نۀ شي مراعاتولای ( ياني د دې دواړو ترمنځ وړ توپير نۀ شي کولای ) او ډېر يې بيا بېخي پرژبينز ارزښت هم لا نۀ دي خبر او يوازې " پۀ " کاروي ! __________________

پۀ بې کچه مينه
ورور مو صميم


larghonay1
04.11.2006

ګران صميم صيب بيا هم سلام!
وروره خداى دې وكړي چې دا موضوع راڅخه سيمه يزه نه شي!
ما چې كومه ليكنه كړې وه هغه مې ستاسو د دې خبرې په پته چې تاسو ليكلي وو له ننګرهاره تر اباسينه ...).
نو ځكه ما وويل چې همدغه تړانګې ته د ادب زانګو هم ويلى شو .
پاتې شوه د معياري پښتو او پوهاند ډاكټر صيب مجاور احمد زيار خبره چې تاسو په خپله ليكنه كې يادونه كړې ده.
وروره په رښتيا چې ډاكټر صيب مجاور احمد زيار يو روڼ ستورى او يو ستر وياړ دى او دا وياړ يوازې د ننګرهار نه ، بلكې د ټولو پښتنو دى !
زه درانه زيار صيب ته پوره درناوى لرم .
خو ما د هغې پرېكړې په رڼا كې پر (( مونږ او موږ) بحث كړى و چې د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت په ((ليكوالي)) نومي كتاب كې ليكل شوې ده.
په نوموړې پرېكړه كې لومړى يوازې پر (( مونږ)) او بيا په دوهمه پرېكړه كې پر (( مونږ او موږ)) دواړو فيصله شوې ده.
او د باړه ګلۍ په پرېكړه كې هم ((مونږ او موږ )) دواړه منلي شوي نو بيا د معيار كومه ستونزه نشته .
پاتې ستا د ((سو)) نو كله چې مې ستاسو ليكنه واوريده حيران شوم چې صميم صيب د اهنګ سره ولې دومره نا اشنا دى چې د(سو) په اوريدو يې اهنګ غوږ ته راځي؟
په هر صورت دا مې درسره ټوكه وكړه د هر چا ذوق او خوښه خپله ده خو مونږ او تاسو بايد كوښښ وكړو چې پر ځان پښې كېږدو او د نفس پر ځاى د معيار ومنو!
وروره د وحدت اخبار دې ډېره ښكلې بېلګه راوړې ده.
كه تاسو شل كاله پخوا وحدت ولولئ نو فكر كوم كه په پېښور كې مو وخت نه وي تېر كړى نو په لوستو كې به يې ډېره ستونزه ولرئ خو كه همغه وحدت اوسمهال ولولئ نو د ځمكې او اسمان هومره توپير لري.
نو له دې معلومېږي چې وحدت والو د وحدت هڅه كړې او كوي يې نو مونږ او تاسو يې ولې ونه كړو؟
سره له دې چې د پېښور او شاوخوا سيمو كې به يې د ((ښ)) ويى هيڅوك سم تلفظ نه كړي . ځينې يې په (خ) تلفظ كوي او ځينې يې زمونږ او ستاو د جنوبي پښتنو غوندې په (ش) .
پاتې شوه د ((زمونږ ) د اهنګ خبره . ما ځكه دا ليكلي وو چې د معيار له پلوه هيڅ ستونزه نه لري او د اهنګ خبره دا نو يوازې ما نه ده كړې ، بلكې له هغو خلكو مې هم اوريدلې چې هغوى (ميږ او موژ) وايي.
يانې يوه ورځ مې له ښاغلي غضنفر او كاروان سره هم دا خبره شريكه كړې چې دواړو راته ويلي چې (( تر موږ )) په (( مونږ )) كې اهنګ ډېر دى.
نوره نو ستا خوښه .
او دغه د ((لاړ او ولاړ )) په اړه چې تاسو كومې بېلګې راوړي دا روښانه ده چې د ژبښودنې يا ګرامر له لحاظه سره جوت توپير لري خو كه د يو (واو) پر غورځولو مونږ له يوې وړې ستونزې هم خلاصېږو نو ولې يې ونه غورځوو؟
پاتې شوه د هغو ګڼو ويونو چې تا يې جدول يا ليست جوړ كړى ، كه د هر يو له پاره مونږ معادل هغه ولرو او له تېروتنو پرې خلاصېږو نو بيا ښه ليكنه همغه ده چې تېروتنې پكې نه وي!
پاتې شوه د خوندي كولو خبره نو هغه د قاموس كار دى.
په پاى كې وايم كه ډاكټر صيب د ځينو وينو په اړه كوم ځانګړى دريځ لري ، هغه به خامخا علمي او څېړنيز وي نو كه امكانات لرئ او ترې وپوښتئ ښه به وي.
او د (( په او پر)) په اړه چې تاسو زېرى بللى ، نو شيريني يې راكړه ځكه چې پښتانه د زيري په مقابل كې د (( خوني يا خوږې )) په نامه شيريني وركوي!
تاسو په له ډېرو راډيو ګانو څخه هره ورځ داسې ډېرې تېروتنې اورئ چې دوى وايي(( والي .... د جمعې پر ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه كې چې ډېرۍ ژورنالستان .... )) .

بيا هم دغه ستاسو د جدول په اړه وايم چې وروره ډېر مو ځان ستړى كړى خو ډېر ويونه مو پښتو نه دي راټول كړي بلكې د نورو ژبو دي.
دغه نور كه څوك په لهجه كې كاروي سهي ده خو زما او ستا بحث پر معيار و!


نقاد
04.11.2006

درنو او محترمو خويندو او ورونو ته سلامونه اونېکې هيلې وړاندې کوم . څه خوږ او په زړه پورې شنونکی بحث مو پيل کړی چې د پوهاوي په آزاده فضا کې دوام لري .

زما په اند بايد لومړی منل شوي معيارونه په هغو ويزونو سره چې ايله اوس د معيار کچې ته رسيږي داسې ونه ګڼل شي چې ګواکې لومړي منل شوی معياري وييز له معياره وويستل شو، بلکې دهغه تر څنګ يو بل وييز علاوه شو . نود منلي صميم صيب دې پام وي چې د ( موږ) معياريت علاوه شوي او دا معنی لري چې د (موږ) ليکل هم غلط نه، بلکې سم دي او بس ، نۀ دا چې د (مونږ) پر ځای دې د (موږ) کارول تعميم شي.

داچې زيار صيب زيار باسي، څو لږ تر لږه په ويلو کې موږ وکاروي، ولې نه، دا خو کوم بد کار نۀ، بلکې ښۀ کار دی چې سړی دواړه وييزونه (مونږ) او (موږ) وکاروي ، که ستاسو په شمول د( موږ) والا (مونږ) او د زيار په شمول د (مونږ) والا (موږ) هم وکاروي، دا د پښتنو سيمو له لهجو سره ملي مينه ښيي او د هرکلي وړ نوښت دی، خونۀ د (ژ) په تلفظ سره. کاش چې دغسې ملي نوښتونه او نوښتګري يواځې د ګندهارا له سيمې ځخه نۀ، بلکې د لوی کندهار سيموال هم خپله کړي . وګورئ زه څومره د (څخه) له وييز څخه کار اخلم !. دا ځکه چې مونږ د پښتو سره په ملي مينه او هغوی يواځې په سيمه ييزه مينه کې مخکې دي .

يادونه داده چې د زيار صيب هر نوښت ته معيار نشو ويلی ، خو يو ممکن الترناتيف يې بللی شو .

اوس به راشو لاړ او وﻻړ ته :

د لاروي صيب خبرې لنډې خو په تول پوره بولم، چې وايي: د يوۀ (و) په غورځولو که يوه وړه ستونزه هم پرې کيږي، نو ولې يې پرېنکړو؟

له ولاړ څخه لاړ ډېر آسانه دی او د ژبې د ولسي پرمختګ سره په ژبه کې دغسې اسانتياوې رامنځته کيږي. او دا اسانتياوې په ننګرهار کې تر کندهار ځکه ډيرې دي چې د ګندهارا د سيمې د کلتوري او ژبه ييزې ودې تاريخي قدامت تر ټولو پښتنې سيمو څخه زيات دی .

نو له ولاړ څځه د لاړ اسانتيا بايد کوم ګرامري سونزه نۀړ بلکې د ګرامر يوه فونکسيوني بشپړ تيا وي :
مثلأ :

مصدر..................... استمراري ماضي............................. مطلقه ماضي :
..................................... (مفرد....جمع ).................................(مفرد......جمع)

ليدل ............................. ليدۀ ، ليدل .................................. وليد ، وليدل

ليکل............................ ليکۀ ، ليکل ........................... وليکۀ ،و ليکل

خوړل ............................ خوړ ، خوړل.......................... وخوړ ، وخوړل . ـــــــــ خو وګورئ :

تلل ...........................تۀ (تلو) ، تلل [color=white:e6d6a86d35]....................وتۀ(؟) وتلو؟ ، وتلل (؟)[/color:e6d6a86d35]

دلته ګورو چې يوۀ (و) پر زياتولو سره له تۀ ، تلو يا تلل د استمراري ماضي څخه مطلقه ماضي له سره نه جوړيږي . او (لاړ او ﻻړل) هم د تۀ او تلل په شان استمراري ماضي نۀ ده چې (و) پرې د پورته قاعدې سره سم ورزيات او مطلقه ماضي ترې جوړه کړو. نو دابه د ګرامر د پښتيوماتول وي چې ديو شي پرځای د کورټ بل شي سره يو(و) ور زيات کړو او مطلقه ماضي يې وبولو !
او څنګه چې (و) يواځې او يواځې ددې له پاره ورزياتيږي چې مطلقه له استمراري ماضي څخه بيله کړي، نو که دغه توپير د (و) له ورزياتولو پرته هم کيدای شي او اسانتياوې هم رامنځته کوي،نو بيا خو به هر دسليم عقل خاوند له دغه حالت څخه کار واخلي ! ، او دغسې يو حالت (ښه چانس) د (لاړ) کارول دي :
ځکه لاړ ، له تۀ ، تلو او تلل له استمراري ماضي سره هم څرګند توپير لري او پر دې سر بېره يوعالم اسانتيا هم ، چې ولاړ يې بيخي نه لري .
[color=blue:e6d6a86d35]نو لاړ په ګرامري تول پوره او د لفظي اسانتيا پر سينګار هم ښکلی دی ! په درنښت .[/color:e6d6a86d35]



03.12.2006

[quote:6bf618f8a9]آیا ،زه دمحمود دکوره راغلم سمه ده؟ او که زه د محمود له کوره راغلم؟ [/quote:6bf618f8a9]
دروند صافي صيب لمړی سلام او بيا :
که چيرې د اړونده ا سم څخه وروسته څخه يا د څخه په معنی (نه) راځي او يا د هغویپر ځای يواځې (ه) راځي لکه په پورتني مثال کې چې (له کور څخه ، له کور نه او له کوره) درېواړه شکلونه سم دي، په غسېحالت کې د (له) مختاړی آو که له دغه نامه څخه وروسته (سره) راغلی وي نو يوهمکارول اړيننه دي خوکه بيا هم يو له دواړومختاړو څخه کاروي،نو د (د) مختاړی سم بريښي ! لکه :
نجيب [color=white:6bf618f8a9]خپل کور سره [/color:6bf618f8a9]وﻻړ دی ،يا نجيب [color=yellow:6bf618f8a9]د[/color:6bf618f8a9] خپل کور سره وﻻړ دی ! نجيب [color=white:6bf618f8a9]خپل ورور سره [/color:6bf618f8a9]ښار ته ﻻړ، يا نجيب [color=yellow:6bf618f8a9]د[/color:6bf618f8a9] خپل ورور سره ښار ته ﻻړ .
نو : زه [color=white:6bf618f8a9]د[/color:6bf618f8a9] کور څخه راغلم همدومره ناسم دی لکه نجيب [color=yellow:6bf618f8a9] له [/color:6bf618f8a9]ورورسره ښار ته ﻻړ .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more