اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
اسلام پوه ډاکتر ذاکر نائيک
نقاد
27.10.2006
داسلام درنو مينه والو السلام عليکم و رحمت الله و برکاته !
پر دغه لېنک کليک وکړئ څو په انګليسي يا اردو ژبه په زړه پورې وينا واورئ او له لوستونکوسره ر خپل نظر شيک کړئ !
http://youtube.com/results?search_query=zakir+naik&search=Search
ښکلا
03.11.2006
نقاد صيب !
خدای دې يي اجر درکړي ،چې دومره ښکلی او پۀ زړۀ پورې لينک مو لوستونکو ته ورکړی !
او هم دې خدای ډ اکټر صاحب ذاکر نائيک ته اوږد عمر ورکړي چې اسلامي ټولنه د فکري او عقلي جهاد پر لور رهنمايي کړي !
پۀ مينه او درناوي
کمکۍ خور مو ښکلا
کټوازی
04.11.2006
وا ه کيا بات هې ډاکټر صاحب کي ؟
ګران ورور ښاغلی نقاد صيب ،پۀ تېره بيا ګرانې خور ښکلا ،
ستاسې پۀ ليکنه کې مې دا ټکی ،
[quote:07ff0d5048]خدای ډ اکټر صاحب ذاکر نائيک ته اوږد عمر ورکړي[color=white:07ff0d5048] چې اسلامي ټولنه د فکري او عقلي جهاد پر لور رهنمايي کړي ! [/color:07ff0d5048][/quote:07ff0d5048]
د پام وړ وګرځېدکه يي د ټول افغان د درنوليکونکو او کتونکو پۀ حضور کې محتويات او مقدمات کېږدئ ( پۀ دې مانا چې د نړيوالۍ _Globalisation پۀ روان دور کې د فکر ي او عقلي جهاد _ مبارزې لارې چارې بايدڅۀ وي ؟ امکانات او ممکنات يې څۀ شی او څومره دي ؟ ) يقيناً چې د هر لوستونکي او کتونکي د پام وړ به وګرځي ، او يوۀ ګټور او مثمر بحث ته به لار هواره شي !
پۀ مينه او نېکو هيلو صميم
زرملوال
04.11.2006
محترم صميم نقاد او نورو وروڼو او خويندو سلامونه او نيكى هيلى
دا كار خو دومره دروند او لوى كار دى چى خورا درنى او فعالى
ټولنى يي بايد پر مخ بوځى خو زمون ږ او ستاسو په سيمه كى خو
زه ګومان نه كوم چى داسى په زړه پورى څه شتون ولرى
اما په عربى نږى كى بيا په دى اړه يوڅه كار كيږى
خو دا كار بيا دومره مهم دى چى بايد ټولنو ته انتظار ونه شى او هر
څوك چى په انفرادى توګه هر څه كولى شى بايد وه يي نه سپموى
ځكه دكار اهميت بيخى زيات دى او وخت يي په كلكه غوشتنه كوى
نو كه دلته كوم پوهان وروڼه څه په وس كى ولرى بايد وه يي نه سپموى
او له ګډونكوونكو سره شريك كږى مونږ خو هسى هم ورك خلك يو په كم
وخت كى را پيدا شو او په زړه كى ډير څه لرو خو وخت او بو ختيا مو نه
ورته پريږدى
___________
ورور مو زرملوال
ښکلا
05.11.2006
[color=white:27ca92b703]ګرانو وروڼو او پۀ تېره بيا صميم صيب ،
سلامونه و نېکې هيلې مې و منئ !
صميم صيب تاسو خو له ما څخه ډېره لويه تمه لرلې ، چې رژېدل يې له بده مرغه ممکن نۀ دي !
خو د دې لپاره چې لږ ترلږه ستاسې تمې ته تر يوۀ ځايه ځواب ويل شوی وي د ستر ديني سکالر ، عالم شاعر ، ليکوال ، اديب ارواښاد مولوي محمد يونس خالص له کتاب ( عقل تقليد او ............. ) څخه يوه ليکنه راوړم چې که نور څۀ نۀ وي د دې بحث لپاره يي يو ښۀ تاداو او بنسټ بللای شو او پۀ همدې هيله يي د ټولو لوستونکو او کتونکو پۀ درانۀ حضور کې ږدم ![/color:27ca92b703]
___________________
د مسلمانانو د بيا پر مختګ لار .................... ( ! )
لکه څنګه چې رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي ( لا يصلح اخر هذه الامه الابما صلح به اولها) او کمال قال ، پۀ دې کې شک نشته ، د اسلامي ټولنې د اصلاح او پرمختګ لار يوازې هم هغه ده ، چې د لومړي ځل لپاره يي د ترقۍ وسيله ګرځېدلې وه او يوازې هم هغه وسايل د دې ټولنې د ارتقا لپاره کار ورکولای شي چې د مُحَمَد صلی الله عليه وسلم پۀ ژوندانۀ کې ورڅخه کار اخيستل شوی وو ، او لکه چې لومړی مو وويل ؛ تر څو چې پۀ ديني او دنيوی ګردو امورو کې يوازې او يوازې اسلامي هداياتو ته حاکميت ور نه کړ ل شي ، او دا حس ورک نۀ شي چې دين له دنيوی چارو سره کار نه لري ، تر هغه مسلمانان له ذلت څخه نۀ شي خلاصېدلای او د ترقۍ خوا ته حرکت نۀ شي کولای ؛ خو دا خبره د څېړنې وړ ده چې پۀ کوم ډول به دا ورانې او ويجاړې ټولنې بيا له اسلامي روح سره آشنا شي ، او څرنګه به دغه موجوده مسلمانان د پخوانيو مسلمانانو پۀ څېر خپل دين ته متوجه شي ، او خپلې ديني او دنيوی چارې به له اسلامي ارشاداتو سره سمې سرته ورسوي ؟
ځينې خلک پۀ دې فکر کې دي چې حق او حقيقت ته د خلکو راګرځول او پر اسلامي روښانه لار باندې د خلکو برابرول ، د ملايانو او ديني علماو کار دی ، دوئ وايي : نن چې ډېر مسلمانان د اسلامي هداياتو پر خلاف روان دي ، د دې مسؤليت يوازې د اسلامي علماو پر غاړه دی او بس !
خو له بده مرغه دغه ډول خلک دومره اندازې ته د عقل او منطق پر خلاق روان دي ، چې سړی ورته هک پک پاته کېږي ، ځکه چې داسې خلک برسېره پردې چې د ملا ، عالم ، ديني پوه او رښتيني مسلمان حالت ته فکر نه کوي ، چې ترکومې اندازې له اقتدار څخه لوېدلي اوڅوک يې د حق او حقيقت اظهارولو ته هم نه پرېږدي ، لږ تر لږه دې ته هم نۀ دي ملتفت چې آيا پخپله هم د ملا او عالم پر خبره عمل کوي او که يه ؟
آيا کله هم داسې شوي چې د غو جنابانو ديني احکامو ته پر دنيوي ګټو او نفساني خواهشاتو ترجيح ورکړې وي ، دا خو آسانه کار دی چې د خپل بام واورې د بل پر بام ورواچوي ، خو ولې د خلکو خبره ( غريب کُشتن آسان است ، ولې ترس خدا درميان است ) د خدای جلجلالۀ پۀ حضور کې به څۀ وايي ؟
ځيني نور چې د اسلام خپرېدل د تورې محصول ګڼي ، د غه مسؤليت د اسلامي ټولنو د حکومتونو پر غاړه وراچوي او وايي : داچې اسلامي حکومتونه پۀ وچ زور او کوتک مسلمانان پر اسلامي اعمالو نه مجبوروي ، له اسلام سره خيانت کوي ، او نه غواړي چې اسلامي ټولنې پر مخ ولاړې شي !
خو دوئ دې ته نه ګوري ، چې که د اسلام خپرېدل د وچ زور پر اثر منظور وای ، نو خدای جلجلالۀ کولای شول چې د حضرت مُحَمَد صلی الله عليه وسلم له بعثت سره يي داسې قوه ورکړې وای ، چې پر ګرد عالم يې اسلام جبراً منلی وای او له سره هجرت ته نه وای مجبور شوی او د ( لا اکراه في الدين ) اعلان به يي نه کاوۀ !
زما پر عقيده که موږ د اسلامي ټولنو د ښۀ کولو انتظار يوازې له حکومتي قواوو څخه ولرو او ګرد مسؤليت د دوئ پر غاړه ورواچوو هم غلطه ده ، او که يوازې علماوو او روحانيونو ته مخ وراړوو او يوازې د هغوئ پر اوږو يي مسؤليت وراچوو هم بې ځايه مالومېږي ،
بلکې څرنګه چې مو لومړی وويل : د حکومتي قواوو د بې غورۍ او د ديني علماو د زيات مشتغوليت او بې اقتدارۍ له کبله دا حس را پيدا شوی دی چې دين بېل دی ، پۀ دنيوی چارو کې کار نه لري ، همدارنګه د دې حس د ليرې کولو او محوه کولو لپاره د دواړو خواوو ګډ کوښښ پکار دی
که ننني سياستمداران چې د اسلام دعوه کوي او پر اسلامي معتقداتو عقيده لري ، غواړي چې خپل موجوديت هم له لاسه ورنۀ کړي ، او بيا د اسلامي ټولنو شان لوړ شي ، ښايي ديني علماوو ته ( هغه علما چې پر اسلام باندې عمل لري )
د سياست پۀ ميدان کې هم برخه ورکړي ، او دخپلو مملکتي امورو پۀ جريان او چلولو کې پۀ پوره اندازه داسلامي قوانينو مراعات وکړي ، دوئ بايد پخپله هم د اسلامي احکامو پۀ عملي کولو کې سُستي ونۀ کړي او هم د هغو خلکو احترام وکړي ، چې پر اسلامي ارشاداتو عمل کوي !
دوئ بايد تر هرڅۀ لومړی د معارف شاګردان پر ديني احکامو وپوهوي او د ديني اعمالو خواته يي تشويق کړي ، دوئ بايد يوازې نارينه نه نه بلکې ښځې هم پۀ پوره توګه داسې وروزي چې له اسلام سره يي علاقه پيدا شي ، او له اسلامي روح سره آشنا او بلدې شي !
اسلامي علما او پوهان چې له اسلامي دين سره همدردي لري او غواړي چې دغه رڼا له تورې پردې رابهر کړي ، ښايي پۀ خپلو ديني موعِظو کې زيات کوښښونه وکړي ، او د دې ترڅنګ له مقتدرو خلکو سره همنوايي ، هم فکري او همکاري ولري چې غواړي له اسلام سره خلک آشنا کړي ، او دبدعت او فسق تيارۀ ليرې شي ، دوئ بايد د اسلام د ( العلما ورثه الانبيا ) پۀ حکم هغو زحمتونو ته اوږې ورکړي چې پۀ دې لار کې ورباندې راځي او د پېغمبرانو پۀ څېر د صبر ، ثبات او استقامت پۀ وسيله خپل ديني هدف تعقيب کړي ، او د دې لپاره چې اسلامي ټولنې بيا د اسلام پۀ سيوري کې ترقي وکړي ، ښايي د مال او سر قربانولو ته حاضر شي ، او د ( ادع لا سبيل ربک بالحکمه والموعظه الحسنه ) حکم پۀ خپلو تبليغاتو کې پلي کړي ، چې پر خلکو يي ومنلای شي او له اسلام څخه څوک متنقر نۀ کړي، پۀ دې کې شک نشته که اسلامي علما او سياستمداران پۀ ګډه سره د اسلامي احکامو عملي کولو ته ملاوې وتړي ، او د زړۀ له کومې پۀ دې لار کې ګډ مساعي پر کار واچوي ، نو ژر تر ژره به اسلامي ټولنې له اسلامي پاک دين سره بلدې شي او د صحيح دين او تمدن پۀ برکت به يو ځل بيا داسې ترقي وکړي ، چې نن سبا د ډېرو خلکو پۀ خيال کې هم نه ورګرځي ............... !
( د عقل تقليد او .................. ) له کتاب څخه
پۀ ټوله افغاني مينه او درنښت
کمکۍ خور مو ښکلا
ع کريم حليمي
06.11.2006
درنې ، پتمې کمکۍ ښکلا جاني ، دانشمند نقاد صاحب ، منلي صميم کټوازی
، د حرمينو ځوانه زرملوال صاحب او درنو لوستونکو
سلامونه او ښې هيلي مي ومنۍ
پتمې ښکلا خور !
ډېر ښکلې موضع ته دي فکر ور اوښتي او ډېره دلچسپه تبصره مو پر ليکلې ده
موږ يوه بله خور هم لرو په "ټول افغان " چه خاټول نوميږي ،ډېر د افتخار او
وياړ خبره ده چه داسي خويندي لرو لکه تاسو ، پر اند او قلم مو برکت سه
ګراني خور !
ستاسو ليکنه مي په زېر او زور ولوستل او ډېر ژور عمق لري اسانه او ساده
خبره نده چه په يوه يا دوو جوابنو دي ئې عمق راوسپړل سي خو فعلا به
پر اوله جمله اوفتوا باندي سره و ږغېږو
[quote:82ca810d37]لکه څنګه چې رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي ( لا يصلح اخر هذه الامه الابما صلح به اولها) او کمال قال ، پۀ دې کې شک نشته ، د اسلامي ټولنې د اصلاح او پرمختګ لار يوازې هم هغه ده ، چې د لومړي ځل لپاره يي د ترقۍ وسيله ګرځېدلې وه او يوازې هم هغه وسايل د دې ټولنې د ارتقا لپاره کار ورکولای شي چې د مُحَمَد صلی الله عليه وسلم پۀ ژوندانۀ کې ورڅخه کار اخيستل شوی وو[/quote:82ca810d37]
جنګ د ژوند يو جز دی او اجتناب ناپذير عمل دی يعني (inevitable )
تر څوچه پر دغه نړۍ ژوند وي ، نو جنګ په لمغټي ورسره وي ، تر هر جنګ
او قتل او قتل ورسته صلحه راځي او تر صلحي ورسته بيا جنګ راځي
کله چه صلحه په خطر کښي سي جنګ منځ ته راځي او له جنګ څخه صلحه
زيږي ، دصلحيڅخه هيڅ وخت پر مخ تګ نه زېږي جنګ دي چه پر مخ تګ
زيږه وي ، هو ! په پوهي سره د صلحي وخت اوږد کيږي او د جنګ وخت په
کميږي ٠
او بل دا هم مسلمه خبره ده چه د نويو او زوړ فکرونو
به همېشه په جنګ کښي وي تر څو چه زړه مفکوره مغلوبه شوی نه وي ،
نوې مفکوره به بې ګټي او ناکامه وي ٠
موږ انسانان يوچه هر وکارته د مشروعيت کالي ور اغوندو
او هر وخت چه و غواړو نو د مشروعيت کالې ځندي کاږو او بيا ئې نامشروع
ګڼو ، هو ! جنګ دوږخ دی ،خو بيا هم په جنګ کښي مشروع اونامشروع سته
قتل هم دوه ډوله دي يوه ته قصاص ويل کيږي او بل ته قتل !
قصاص يو قانوني عمل ګڼو او قتل يو غيري قانوني ، قصاص به شروع وي
نو د قتل مخنوی کيږي ، داسي نه کيږي چه قصاص بند کړو او دقتل په مخنوي
شروع وکړو ٠
دمختلفو وسيلو څخه يوه پوهه ده چه هم جنګ ته قوه ورکوي او هم د صلحي
وخت اوږ کوي ٠ خو د دې ضمانت څوک نشي کولی چه يوازي پوه ټولنې ته ارتقا وربخښي ٠
ستاسو نظر دي چه يوازې هم هغه وسايل د دې ټولنې د ارتقا لپاره کار ورکولای شي کوم چې د مُحَمَد صلی الله عليه وسلم پۀ ژوندانۀ کې ورڅخه کار اخيستل شوی وو٠
ډيره سمه خبره ده !
اصلاستاسو د خبري زېربنا ئې باور دي ، يوه ټولنه بايد باور ولري
پر خپلو اصولو ،او و خپلو اصولو ته قرباني ورکړي ، او قرباني ورکول ساده
او اسانه کار نه ده ٠
او بايد يوه ټولنه پر درو پښو و دريږي نو بيا د
مُحَمَد صلی الله عليه وسلم
اصول کاميابه کيږي ، يوه ټولنه بايد درې طبقې خلګ ولري ،
لوړه ، منځنۍ ، او کښته
لوړه طبقه خلګ د ټولني ټوله مسؤليت پر غاړه واخلي يا ورکړي ، يعني ټولنه
سامباله کړي ، په داسي حال کښي چه ټوله اقتصادي پشار به ئې پر منځنۍ
پر غاړه وي ، او کښته طبقه خلګ به و قرباني ته تياره وي ،
د دې معنی داسي ده چه اصلا هره طبقه په جلا جلا شکل قرباني ورکوي
د لوړي طبقې خلګ به د لوړ مسؤليت خاوندان وي يعني دوی به و نځنۍ او
وکښتي طبقې خلکوته به مسؤل وي ، نو کله چه مسوليت لوړ کيږي
نو تقوا سياسي او ديني ئې هم لوړيږي ، نو کله چه تقوا منځ ته راځي
او يا په لوړي طيقې په خلکو کښي چه تقوا پيدا کيږي ،نو بيا دغه
تقوا په دا منځنۍ او کښته طبقه خلکو کښي هم پيدا کيږي وليچه
تقوا ساري شئ ده او بد اخلاقي هم ساري ده
که يوه ټولنه داسي فرض کړو چه ټوله د ټولني خلګ په يوه زينه يا ځينه کښي
ولاړ دي ، نو کله چه يو نفر د بام سرته خېژي نو ټوله يوه پټه لوړ خېژي
نو معنی داچه کښته طبقه خلک هم سبا د لوړي طبقې خاوندان کيږي
او هم به د تقوا خاوندان وي ولي چه خپل مشران ئې باتقوا ليدلي وه
نن ورځ چه اسلامي ملکونه د نړي د ملکونو د قطار په اخره کښي
ولاړ دي يګانه علت ئې دادی چه دوې طبقي خلګ لري ،لوړه اوکښته اوبس
اما پر مختلی ټولني او ملکونه دري طبقې لري
دين او پوهي او ناپوهي مشکلات ندي خلق کړي ، ولي چه پر مختللي ټولني
هم ديني او مذهبي خلک لري او هم بيا مذهبي بنيادګران ٠
د اسلام دين او اسلامي کلتور ، پښتنولي په زرهاوو کلونه شاته غوځولي
اما دغه د نن ورځي غربي کلتور او ماشيني کلتور ډير تېز روان دی
او هر نظام چه ډېر تيز چليږي نو ګرمېدل ورسره تړلي دي او اور اخستلو
امکان هم ورسره تړلي دي ، د مذهبونو، اقتصادي نظامنو تر منځ يوه
د ځغاستي يا ځغستا مسابقه دا په زرهاوو کلنو کښي چه راروانه ده
او زموږ خلق بې طرفه خلق نه دی طرف لري ، او هر وخت د حق او عقلمنوطرف
ته کاميابي وربخښلې ٠
نتيجه : د مسلمانانو ټوله اصول سم روان دي هيڅ اصلاح ته ضرورت نه لري ٠
درې طبقو خلکو ته ضرورت لري اولوړه طبقه خلګ په خپله خوښه د غلا
څخه لاس اخستل !!!!!
او داسي پېښه ده ! که هر طرف خپل کورس تغير کړي هغه طرف ناکامه سو
غربي نړۍ او شرقي نړۍ دواړي تر سخت پشار لاندي دي ، د يوه ناکامي او دبل
کاميابي به لويه صلحه منځ ته راوړي ، داسي معلوميږي چه قدرت به د يورپ
او چين او اسلام ته په لاس ورځي ٠ نو بالانس به برابر سي اود يو څه وخت
لپاره به صلحه ټنګه سي
قال أوصيكم بتقوى الله والسمع والطاعة [color=cyan:82ca810d37]وإن كان عبدا حبشيا [/color:82ca810d37]فإنه من يعش منكم يرى بعدي اختلافا كثيرا فعليكم بسنتي وسنة الخلفاء الراشدين المهديين وعضوا عليها بالنواجذ وإياكم ومحدثات الأمور فإن كل محدثة بدعة وإن كل بدعة ضلالة.
زرملوال
06.11.2006
محترمو وروڼو او خويندو سلام او سلام
له لوى څښتن نه غواړم چى ديوى ليكنى توفيق راپه برخه كړى
خو دلته دومره ويل غواړم چى دا ښكلا خور چى دمحترم خداي
بښلى مولويصيب خالص كومه ليكنه را نقل كړى ده او د هغه په
پيل كى دا سى ليكلى دى :
[code:1:c61e2d613c]لکه څنګه چې رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي ( لا يصلح اخر هذه الامه الابما صلح به اولها) او کمال قال [/code:1:c61e2d613c]
زه چى څومره مالومات لرم دا خبره حديث نه دى بلكى دا د امام مالك
رضى الله عنه وينا ده نور نو دمحترم مولويصيب خالص علم او شخصيت
ته احترام لرم الله پاك دى رحم پرى وكړى ستر علمى او جهادى شخصيت و خو البته له پيغمبر پرته هر انسان تير وتنى لرى
او كه زما مالومات غلط وى شايد ملګرى او مشران مى پوهه كړى
او زه به يي مننه كوم
په مينه
08.11.2006
پتمنې ښکلا خور ته سلام او نېکې هيلې او خالص مولوي صيب ته دفردوس جنت دعا کوم !
لومړی د زرملوال صيب نيوکه د غور وړ بريښي ، که محترم حليمي صاحب ، مکرم طالب جان صاحب يا محترم ياسيني صاحب اړونده پلټنه وکړي او د نوموړې عبارت حديث توب يا مقوله توب ثابت کاندي ښه به وي .
٢ ـ د مولوی خالص صاحب په ليکنې کې ترقي او مترقي ټولنه نه دي تعريف شوي،
چې مترقي ټولنه يعنې څه ؟
٣ ـ مولوي صاحب نه دي ښودلي چې پر کومو ديني احکامو کوم کوم پرمختګونه رامنځته کيږي ؟
٤ ـ د آن حضرت (ص) دوره او راشدينو خلفاو دوره ټوله د اسلام د سپېڅلي دين د خپرولوله پاره د جهاد ،جګړو او لښکر کشيو څخه ډکه وه،چې تنوير او فکري تبليغ هم ورسره جوخت پرمخ بيول کيده .
آيا اوس هغسې جهادي لښکر کشيو ته اړيا شته ؟
ايا اوس هم تنوير او په مشخصه توګه کوم ډول تنوير ته اړتيا ليدل کيږي ؟؟ علمي ، سياسي ، اخلاقي او که ديني تبليغ ، کوم يو پرمختګ او ترقي تضمينولی شي ؟
او څنګه يې تضمينولی شی ؟
مولوي صيب خالص خو پخپله د جمعيت مشر ملا رباني ته زاري کوله چې د خلافت د يوې دورې چانس راکه، خو د قدرت ګوړه هغه ته تر اسلام هم خوږه وه او مولوی صيب يې ورته نږدې هم پرېنښود، نومالومه نشوه چې مولوي صيب هم ددغې ګوړې پر خوږوالي مين و، او که په رښتيا يې د پورتني حديث سره سم د اسلام لومړۍ دوره رامنځته کوله ؟ که رښتيا يې همغه لوړ ارمان پلی کولو ، نو د رباني خو دهغهپه وړاندې په دغه مقاومت سره اسفل السافلين ځای دی چې دهغه رحمت الله عليه مخه يې نولې وه ، او که د مولوی صيب خولې هم د رباني په څير د قدرت دګوړې خوږلنۍ ته اوبه راپريښودې ، نو بيا نيت معيار دی او د رباني سره به هلته هم په ورته نيت د ورته سرنوشت ملګری وي .
ع کريم حليمي
09.11.2006
مکرمو وړونو او پتمنو خويندو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
اکثره وړونه داسي فکر کوي چه د اسلام دين د توري او خنجر په زور او زياتۍ
له لاري پر نړۍ خپور سوې دی ، او ملامت هم ندي !
ولي چه که تاريخته وګوري نو ويني چه جګړې شوي دي ، مثالونه ئې په لاس
کښي دي لکه د شاه دوشمشيره افسانې او قصې٠
اما نن موږ ته داثابته شوه چه په زور او زياتي سره د يوې ټولني عقيده او کلتور
څوک نه شي تغير کولی ، روس په داخپل ټوله پوهه او زور دبخارا خلګ
او انګرېز په دوه سوه کاله د هند د خلګو ، او چين هم پر قزاق کاميابه نه شوه
او دانن عراق وينو چه يو سياسي نظام ته تغير راوستل په کومه قيمت تماميږي
فکر نه کوم چه امريکا به بيا په دېرش کاله د بل جنک نوم پر خوله راوړي ٠
که داخبري يوحقيقت وي ؟ نو اسلام د توري او ظلم په زور پر نړۍ ندی خپور
شوی ، هو ! طبعنابه زيات او کم مړي به شوي وي اوخلک به شهيدان شوي وي
او دا بايد همېشه پياد ولرو چه :
کوم تاريخ چه ليکل کيږي نو ليکونکی ئې طرف لري ، موږ يې وينو چه
څوک کوديتا په انقلاب ليکي ، او څوک د تره کي نظام تر اوسني ښه ګڼي ،
او څوک بيا د طالب غورځنګ ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
[quote:0fb2ecb770]د آن حضرت (ص) دوره او راشدينو خلفاو دوره ټوله د اسلام د سپېڅلي دين د خپرولوله پاره د جهاد ،جګړو او لښکر کشيو څخه ډکه وه،چې تنوير او فکري تبليغ هم ورسره جوخت پرمخ بيول کيده .
آيا اوس هغسې جهادي لښکر کشيو ته اړيا شته ؟ [/quote:0fb2ecb770]
هو ! خود به ئې خلګ استولي وي اما داسي نه چه د دوره ئې په جګړو او لښکر کشيو څخه ډکه وه
داسي ويلی سو چه اول ئې د اسماني اخلاقو بيان ورته کاوه او د هغه قوم غوټ
اکثريت ئې په اسلام مشرف کول ٠اوبس
اما هغه اقليت چه نه اسماني اخلاق نه منل او په جنک به ئې لاس پوري
کاوه نو طبعا جګره کېدله ،
که چيري خبره پر لښکر کښيو ولاړه واي ، نو بيا دا څنګه امکان لري چه
تر نن ورځي پوري په عراق کښي يهود سته، او په مصر کښي عيسايان
او په بېروت کښي هم عيسايان
او راځو دې ته چه :
آيا اوس هغسې جهادي لښکر کشيو ته اړيا شته ؟
نه ولي !
فرانسې ته اسلامي لښکرو اسلام نه دی ور وړئ ، نن ٢٥ % اتباع ئې
مسلمانان دي ، امريکا ته هم دارنګه چه دېرش کاله مخ کښي د اسلام
نوم هم چا به پېږندۍ نن ٣ % مسلمانان اتباع لري ، او د کاناډا تقريبا 30 تر
35 % پوري مسلمانان لري
اسلام د زور دين نه دی ! يو باطني عقيده ده ، باطني باور چه په زور سي
نو بيا هيڅ ګټه نه لري ، چه نيت نه وي نو هيڅ عمل هم نه قبليږي ،
اسلام د بيان کتاب لري (هذَا بَيَانٌ لِلنَّاسِ وَهُديً وَمَوْعِظَةٌ لِلْمُتَّقِينَ )
دا قران بيان دی له پاره د ټولو خلکو او هدايت او نصيحت دی تقوا داروته !
او لاَ إِکْرَاهَ فِي الدِّينِ قَد تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ ، يعني حق او باطل مالوم دي
اما يوه خبره ده که زموږ مسلمانو اخلاق داسي لکه د قران نو په لږ وخت
کښي به نړۍ اسلام راړي ، او که مسلمانانو پخپله پر لار نوي برابر
نو بيا به ډېر په کراره کراره اسلام مخ په وړاندي ځي !
اسلام په لښکرکښيو مخته نه ځي او نه ئې دوی په لښکر کښيو او جنګونو
له منځه وړلی سي ٠
هو ! اسلام هغه وخت ډېر پر مخ تګ کوي چه دوی حملې شروع کړي
او موږ دفاع وکړو ،چه دغه ئې تر ټولو ښه لاره ده
هم پوهه پيدا کيږي ، هم اقتصاد لوړ ځي ، هم د جنت دروازې راخلاصي وي
او هم طريقه مسنونه ده !!