د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دمبارکی اصلی مستحق

منلی
23.10.2006

داختر دمبارکی اصلی مستحق هغه خلک دی چی په رمضان المبارک کښی یی روزی نیولی وی . دقرآنکریم له هدایت نه یی زیاته فایده اخستی وی . هغه یی لوستلی وی په هغه باندی یی ځان پوه کړی وی اوله هغه ځنی یی
دتقواهغه سبق اخستی وی کوم چی رمضان لمبارک یومومن ته ورکوی
په قرآنکریم کښی دروزی په هکله داسی ویل شوی
ترجمه :
[u:24d1e98a5b]اې هغو کسانو چه ايمان ئې راوړی ( اې مؤمنانو !)فرض کړه شوې ده په تاسي
باندي روژه لکه چه فرض کړی شوی ده په هغو کسانو چه پخوا له تاسي څخه وو
له پاره د دی چه تاسي ځان و ساتئ [/u:24d1e98a5b]
اوبل داچی مسلمان دهغه
نعمت شکر اداکړی چی الله پاک په رمضان لمبارک کښی نازل کړی
یعنی قرآنکریم یی عطاکړی
ترجمه : اوکوم هدایت چی الله تاسوته درکړی ده په هغه باندی دالله دلویی اظهار وکړی اودالله لویی ومنی اوشکر ویستونکی شی
په دنیا کښی دالله پاک لوی نعمت چی ده هغه قرآنکریم ده .
ددی لپاره چی درزق څومره ذاریعی دی یادالله پاک نورنعمتونه
دی هغه صرف دانسان دجسم لپاره وی
ولی قرآنکریم هغه نعمت ده چی دانسان دروح لپاره ده دهغه داخلاقولپاره اوپه حقیقت کښی دهغه داصل انسانیت لپاره نعمت عظمی ده
یومسلمان دالله تعالی شکرهغه وخت په صحح ډول سره په ځای کولی شی کله چی دهغه په ورکړی رزق باندی هم شکر وباسی
اودهغه د ورکول شوی هدایت شکر اداکړی چی دقرآنکریم په شکل کښی یی ورکړی ده
دهغه دشکر داداکولو طریقه د انه ده چی بس صرف په ژبه شکر اداشی
اوواویل شی
چی الله ستاشکر ده چی تامونږته قرآنکریم راکړ
بلکی دهغه دشکر صحیح صورت داده چی ته قرآنکریم سرچشمه دهدایت وګڼی

له زړه نه هغه درهنمایی اصلی مرجع ومنی
اوپه عمل کښی دهغه درهنمایی فایده واخلی .
قرآنکریم دزندګی په ټولو معاملاتوکښی واضح هدایت ورکوی دیومسلمان کارداده چی هغه اصل دهدایت سرچشمه ومنی . درهنمایی لپاره هغه ته روجوع وکړی هغه احکامات اوهدایات په صحیح ډول تسلیم کړی اودهغه په خلاف چی کوم شی وی هغه ترک کړی که چیری چا په رمضان لمبارک کښی قرآن ته په دی نظروکتل اوځان یی ورباندی پوه اوکوشش یی کړی وه چی دا هدایت زیات له زیاته په خپل سیرت اوګردار کښي جذاب کړی نوهغه په واقعیت سره دالله ددی نعمت شکر اداکړهغه په حقیقت کښی دمبارکی مستحق ده ولی چی درمضان المبارک چی کوم حق ده باندی وه هغه یی پوره پوره اداکړ
اوبل مقصدد روزه چی په تاسی فرض شوی داده چی خپل ځان کښی تقوا پیداکړی
که چیری چا درمضان په موده کښی دروزی داکیفیت په خپل ځان کښی جذب کړی وو نوهغه په حقیقت کښی دمبارکباد مستحق ده او
له دی نه زیات هغه څوک دمبارکباد مستحق ده چی دټولی میاشتی تربیت نه
په باقی یولس میاشتوکښی دهغه له اثراتو ځنی فایده واخلی


منلی
23.10.2006

--------------------------------------------------------------------------------

داختر دمبارکی اصلی مستحق هغه خلک دی چی په رمضان المبارک کښی یی روزی نیولی وی . دقرآنکریم له هدایت نه یی زیاته فایده اخستی وی . هغه یی لوستلی وی په هغه باندی یی ځان پوه کړی وی اوله هغه ځنی یی
دتقواهغه سبق اخستی وی کوم چی رمضان لمبارک یومومن ته ورکوی
په قرآنکریم کښی دروزی په هکله داسی ویل شوی
ترجمه : په
تاسی باندی روزی فرض شوی لکه څنګه چی تاسونه وړاندی دپیغبرانوپه امتونو باندی فرض کړی شوی وی امیدده چی ددی نه په تاسو کښی تقوا صفت پیداشی

اوبل داچی مسلمان دهغه
نعمت شکر اداکړی چی الله پاک په رمضان لمبارک کښی نازل کړی
یعنی قرآنکریم یی عطاکړی
ترجمه : اوکوم هدایت چی الله تاسوته درکړی ده په هغه باندی دالله دلویی اظهار وکړی اودالله لویی ومنی اوشکر ویستونکی شی
په دنیا کښی دالله پاک لوی نعمت چی ده هغه قرآنکریم ده .
ددی لپاره چی درزق څومره ذاریعی دی یادالله پاک نورنعمتونه
دی هغه صرف دانسان دجسم لپاره وی
ولی قرآنکریم هغه نعمت ده چی دانسان دروح لپاره ده دهغه داخلاقولپاره اوپه حقیقت کښی دهغه داصل انسانیت لپاره نعمت عظمی ده
یومسلمان دالله تعالی شکرهغه وخت په صحح ډول سره په ځای کولی شی کله چی دهغه په ورکړی رزق باندی هم شکر وباسی
اودهغه د ورکول شوی هدایت شکر اداکړی چی دقرآنکریم په شکل کښی یی ورکړی ده
دهغه دشکر داداکولو طریقه د انه ده چی بس صرف په ژبه شکر اداشی
اوواویل شی
چی الله ستاشکر ده چی تامونږته قرآنکریم راکړ
بلکی دهغه دشکر صحیح صورت داده چی ته قرآنکریم سرچشمه دهدایت وګڼی

له زړه نه هغه درهنمایی اصلی مرجع ومنی
اوپه عمل کښی دهغه درهنمایی فایده واخلی .
قرآنکریم دزندګی په ټولو معاملاتوکښی واضح هدایت ورکوی دیومسلمان کارداده چی هغه اصل دهدایت سرچشمه ومنی . درهنمایی لپاره هغه ته روجوع وکړی هغه احکامات اوهدایات په صحیح ډول تسلیم کړی اودهغه په خلاف چی کوم شی وی هغه ترک کړی که چیری چا په رمضان لمبارک کښی قرآن ته په دی نظروکتل اوځان یی ورباندی پوه اوکوشش یی کړی وه چی دا هدایت زیات له زیاته په خپل سیرت اوګردار کښي جذاب کړی نوهغه په واقعیت سره دالله ددی نعمت شکر اداکړهغه په حقیقت کښی دمبارکی مستحق ده ولی چی درمضان المبارک چی کوم حق ده باندی وه هغه یی پوره پوره اداکړ
اوبل مقصدد روزه چی په تاسی فرض شوی داده چی خپل ځان کښی تقوا پیداکړی
که چیری چا درمضان په موده کښی دروزی داکیفیت په خپل ځان کښی جذب کړی وو نوهغه په حقیقت کښی دمبارکباد مستحق ده او
له دی نه زیات هغه څوک دمبارکباد مستحق ده چی دټولی میاشتی تربیت نه
په باقی یولس میاشتوکښی فایده واخلی


رښتینی
24.10.2006

محترم زخمى صيب سلام

ستا دبريا او سرلوړى په هيله محترمه بلكل دمباركى مستح انسان دى په واقعى توګه په نښه كړى دى لوى څښتن دى خوشاله لره او مونږ او تاسو دى هم لوى خداى له دا ډول كسانو نه وګرځوى

محترمه قرانكريم هغه ستر كتاب دى چى لوى حكمت لرونكى ذات مونږ ته راليږلى دى او له شا او مخى نه حق نه شى ورته راتلى او هميشه به ثابت او محكم پاتى وى

محترم زخمى صيب ستاسو دنورو داسى غوره ليكنو په هيله اوس همدومره

په مينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more