د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

((ول)) كه ((وو))

larghonay1
16.10.2006

د ډېر وخت راهيسې له بېلابېلو خپرونو د((وو)) پر ځاى د ((ول)) ويى اورم .
ول مې د خلو په لهجه كې اوريدلى و خو په ليكني ډول مې نه و ليدلى.
اوس ډېره هڅه كېږي چې ((ول)) په ليكنۍ ژبه كې راشي چې دا به څومره پرځاى كاروي؟
زما په نظر كه هرڅومره پر ځاى وي خو دا يوه بېله ستونزه ده چې پښتو ژبه به ورسره مخ شي.
د پښتو معياري ليكدود له پاره څو پرېكړې شوي چې په يوه كې هم نه دى مطرح شوى او بله دا چې د پښتونخوا اكثره پښتنو اوس زمونږ سره ليكدود يو كړى چې (( ول )) به يې بيا سره جلا كړي او فكر نه كوم چې راسره وبه يې مني .
بله دا چې دغه ول كه دچا لهجه هم وي په اقليت كې دي نو په ټولو منل يې څه ګټه لري . سره له دې چې اوس په (( وو)) څه ناڅه سره يو شوي يو.


نقاد
16.10.2006

مننه لرغونی صيب، چې دغه موضوع مو وړاندې کړې، له څه وخته راهيسې زه هم ددې پوښتنې سره مخامخ شوې يم او د حل په اړه يې اندم :
د[color=white:fe892bc175] ول [/color:fe892bc175]کارول په پښتوکې د انارشيزم پايله بريښي، ځکه د هيڅ يوې ګرامري قاعدې سره سر او سمون نه خوري :
١ ـ که ول مصدر وي ، نو د جمعې ماضي پر ځاې ولې وکارول شي ؟
٢ـ که مصدر نه وي او ماضي حالت وي، مالومه نه ده چې مفرد او که يواځې جمعې ته کارول کيږي ؟
٣ـ که يواځې جمعې ته کارول کيږي ، مالومه نه ده جې فاعلي او که مفعولي جمعې او که دواړو ته کارول کيږي .؟
٤ـ که معلومه شي چې فاعلي جمع ده، مالومه نه ده چې د ﻻزمي که متعدي فعل او فاعل سره تړاو لري او که له دواړوسره ؟.
٥ـ که مفعولي حالت له پاره کارول کيږي، بيا هم جمع او مفرد يې نه دی مالوم او ددواړو له پاره کارول يې هم يوه ګنګه خبره ده .
٦ ـ ښايي مذکر اومونث حالتونه يې هم سره نه وي تفکيک کړي او دواړو ته يې يوشان کاروي ؟

داچې په دې جمله کې (هغوی څلور واړه پرون دلته حاضر وو، دغه ( وو ) د ﻻزمي فعل ماضي جمع مذکر صيغه ده
خو که ددې له پاره بيا (ول ) واورو او تر څنګ يې داسې هم اورو چې ( هغوي ډوډۍ وخوړل ) ، نو مالومه نشي چې ډوډۍ راپاڅېده هغوي يې وخوړل او که په رښتيا هغوی دستر خوان ته کښته شول او ډوډۍ يې وخوړه ؟
که هغوې فاعل او ډوډۍ مفعوله وي چې بايد هم همداسې وي نو وخوړل دمفعول له پاره کارول شوی ، خوهلته
(ول) مفعول نه لري او د فاعل له پاره کارول شوی دی . نو ځکه راته د ( ول ) په اړه شل او زرپوښتنې پيداکيږي .
دا هغه د وردګو د خدای نظر خان په خبره (( اوس اوښ دی او که کشپ ، زه هم پرې نه پوهيږم )) ، خوکه اوښ وي او که کشپ ، دومره پوهيږم چې له کندهاره راغلی دی او په بله لهجه کې نشته .
..


ښکلا
20.10.2006

ښاغلی نقاد صيب او نورو ګرانو وروڼو،
تر سلامونو او نېکو هيلو وروسته !
ستاسې پۀ منځ کې زموږ ګوډې ماتې ليکنې او شننې به لمر ته د څراغ نيول وي چې د لوستونکو د پام وړ نه ګرځي نوپرهمدې منظور پرته له دې چې له تاسو سره موافقه و ښيم نور راسره څۀ نشته چې پرموضوع يي د بحث پۀ توګه څرګند کړم ، البته ستاسې پردې طنزيه پوښتنې چې
[quote:a059338c35="نقاد"] که ددې له پاره بيا (ول ) واورو او تر څنګ يې داسې هم اورو چې ( هغوي ډوډۍ وخوړل ) ، نو مالومه نشي چې ډوډۍ راپاڅېده هغوي يې وخوړل او که په رښتيا هغوی دستر خوان ته [color=white:a059338c35]کښته شول[/color:a059338c35] او ډوډۍ يې وخوړه ؟
..[/quote:a059338c35]
د خندا ترڅنګ مې يو وارې بيا وخندل چې تاسو ليکلي " [color=blue:a059338c35]او که په رښتيا هغوی دستر خوان ته [ کښته شول او ډوډۍ يې وخوړه ؟ [/color:a059338c35] "
ياني داچې پۀ داپاس جمله کې مو يو راز ادبي ناانډولي ترسترګوکېږي ، ځکه چې پردسترخوان خلک کېني او ياهم پرې راټولېږي ! نه داچې د ميدان پۀ څېر ورکښته کېږي ......... ( ! )
[color=white:a059338c35]يادونه : وروره ! د يو چا لفظي_وييزې تېروتنې نيول کومه ښه خبره نه ده ،او پخپله زۀ يي پۀ حق کې هم نه يم خو داچې بحث د ژبې پر معياريتوب روان دی ځکه مې ستاسې پۀ ليکنه کې دا پاس جمله ستاسې د پام وړ وبلله [/color:a059338c35]
پۀ ټوله افغاني درنښت : ښکلا


نقاد
20.10.2006

وياړم چې په ټول افغان کې له يوې قدرمنې خورآغلې ښکلا سره دپښتو په اړه خبرې کوم،ځکه خويندې ا کثره په ژبه کې تر ورونو پياوړې وي .
خورې د پښتنو په ديرواو حجرو کې نارينه تل په کټونوکې ناست وي اودسترخوان ته کښته کيږي ، نو دا د نرينه و د تجربې سره تړاو لري ، چې کيدی شي ښځينه وته دغه ټکی نااشناوبريښي . خو که پر مځکه پر توشک ناست وي بيا نو ستاسو طرحه منم په يوۀ لږ، خو مهم توپير سره چې : [color=red:3339f5360c]پر[/color:3339f5360c] دسترخوان نه ، بلکې
دستر خوان[color=blue:3339f5360c] ته [/color:3339f5360c]کښيني ، مثلاً احمد پر توشک دسترخوان ته ناست دی . نه داچې : احمد پر توشک پر دسترخوان ناست دی . په [color=white:3339f5360c] ټوله[/color:3339f5360c] افغاني مينه او[color=yellow:3339f5360c] ټول[/color:3339f5360c] افغاني درنښت ، نه بر عکس ، ځکه درنښت نرينه او مينه ښځينه ده او ستاينتاړی ورسره همدغسې بدلون مومي . . .


ښکلا
21.10.2006

مشر ورور ښاغلی نقاد صيب ،
سلامونه او نېکې هيلې مو ومنئ !
ماشاالله ، وروره ! پۀ باورسره ستاسې پر ليکنو مې ډېر رشک راځي ،چې ټول اړخيز ه ادبي او علمي ښکلا لري !
او که مې رشک د لېونتوب پر پولۀ وا نه وړي ، نوبيا يي د رحمان بابا پۀ ژبه وايم [color=blue:4cf03a89da]" چې منکر پرې اعتراض کولای نۀ شي "[/color:4cf03a89da]
او د خپلې ادعا پۀ اثبات کې ليرې هم نه ځم ، او يوازې دا څو کلمې چې :
[quote:4cf03a89da]خورې د پښتنو په ديرواو حجرو کې [color=blue:4cf03a89da]نارينه تل په کټونوکې ناست وي اودسترخوان ته کښته کيږي ، نو دا د نرنه و د تجربې سره تړاو لري ، چې کيدی شي ښځينه وته د دغه ټکی نااشناوبريښي .[/color:4cf03a89da] خو که پر مځکه پر توشک ناست وي بيا نو ستاسو طرحه په يوۀ لږ خو [color=white:4cf03a89da]مهم توپير سره چې پر دسترخوان نه ، بلکې
دستر وان ته کښيني [/color:4cf03a89da][/quote:4cf03a89da]
لوستونکو ته د قضاوت لپاره وړاندې کوم ....... ( ! )
پۀ ټوله افغاني درنښت : ښکلا



22.10.2006

که څه هم د ښکلا خور ليکنې په بحث کې څه مالګه مساله ور غورځولې خو اصلي سکالو بايد له پامه ونه غور ځوو. ښاغلی نقاد سم وايي چې (ول) يو انحرافي زياتی او بيځايه اختراع يا غلطي ده. دې غلطۍ د (شو ) او(شوو)
څخه ( شو) او (شول) جوړ کړی ، خو دلته دا غلطي څرګنده نه بريښي ، مضمره ده او دومره بده نه ښکاري. خو د همدې غلط ( شول ) په تقليد بيا په (وو) کې هم  دا غلطي کارول شوې او( ول ) يې ترې جوړ کړی دی ، چې دلته نوموړې غلطي البته په ډاګه څرګنديږي
او بده هم ښکاري .
ددې خودسره اختراع علت ښايي داوي چې په پښتو کې دډيرو نورو ژبو په څير د بودن مصدر يا نوم يې (هستي ) نشته او يواځې مشتقات يې لکه دی، دي ،( و) او (وو ) ګردانيږي . د مصدر د نشتوالې سکينده په دې نه کيږي چې (وو) پر (ول) بدل کاندې او د کوم نامالومه مصدر د مشتق تنده پرې په سرابيت کې ماته کړي . په درنښت .


hewad
24.10.2006

خپل سلامونه هېوادوالو ته وړاندې کوم ،سپېڅلی اختر مو نېکمرغه اوسه ٠
د (ول) کړ(فعل) ما ته اختراع نۀ ښکاري ځکه ماد داسو خلکو لۀ خولې اورېدلی چې نالوستي ؤو او پۀ
ژبه کې د سيميزو ګړدودونو پۀ رول هم نۀ پوهېدل البته دا يو سيميز وی دی ،دا چې کارول يې سم برېښي
او کنه بويه د ژبپوهنې لۀ اړخه وڅېړل شي بل دا چې ول د پاړسۍ د بودن معادل دی٠
پۀ درناوی هېواد


کټوازی
24.10.2006

ګرانو وروڼو ،
سلامونه ، نېکې هيلې او د کوچني اختر د نېکمرغه ورځې مبارکي مو يو وارې بيا ومنئ !
ځکه چې زموږلا نن هم روژه ده او اختر به مو سبا د اکتوبر پر پنځه ويشتمه نېټه وي !

له يوې خوا د ژبې ماهرنه يم او له بلې خوا د پښتو پر ګرامري او لينګويستيکي اصولو خبر نه يم ،نو ځکه هيله لرم چې ښاغلی نقاد صاحب او قدرمنه خور آغلې ښکلا به مې هره ګرامري او لينګويستيکي تېروتنه پر پراخه ټنډه راسره و مني !
اصلي موضوع ته راګرځم چې له آغلې ښکلا خور څخه د ګران ورور ښاغلي ځواکمن صيب شوې ګيله ليرې کړم !
که ووايم چې پښتو د نړۍ يوازينۍ ژبه ده چې ليکونکي يي د نورو ژبو د ليکونکو پۀ پرتله پۀ خپلو ليکنو کې ډېرې ژبنيزې _ګړنيزې او ليکنيزې نيمګړتياوې لري او نۀ شي کولای چې دژبې د وضع شوو ګرامري او لينګويستيکي معيارونو سره سم معياري ليکنې وکړي ، نو ډېر ه مبالغه به مې نۀ وي کړې ، چينايي چې د نړۍ تر ټولو سخته ژبه ده [color=white:846c4f83a0]( پۀ دې مانا چې پۀ ليک لوست کې يي درې زره توري (Symbolic Characters)اړين دي چې هر عام او خاص يې پر رعايت مکلف دی او پۀ وييپانګه کې يي نږدې څلوېښت زره سمبولونه داسې هم شته چې د بېلابېلو سمبولونو له ترکيب څخه يي کلمې او جملې جوړېږي ) [/color:846c4f83a0] ليکوالان يې پۀ خپلو ليکنو کې هيڅ ډول نيمګړتياوې نه لري
خو دد ې برعکس دپښتوژبې ليکوالان او اديبان برسېره پردې چې د ليک ژبه يي د چينايي پۀ پرتله يو پۀ سله او پۀ زره آسانه او روښانه ده، تراوسه يي آن د ليکدود_املا له مخې هم ليکنې معياري نۀ دي او له ژبنيزو او ليکنيزو نيمګړتياوو ډکې وي چې يوه بېلګه يي همدا د [color=cyan:846c4f83a0]وو[/color:846c4f83a0] پرځای د [color=white:846c4f83a0]ول[/color:846c4f83a0]
کارول دي چې ښاغلی نقاد صاحب يې ژبنيز انارشيزم بولي !
او پۀ رښتيا هم ژبنيزانارشيزم د ی چې د پښتو د معياريتوب مخه نيسي !
نه يوازې دا بلکې نورې هم ډېر ې کلمې ، توري او ګرامري تېروتنې شته چې تراوسه يي د پښتو د معياريتوب او کره توب مخه نيولې چې ځينې يي پۀ لاندې ډول دي

[color=white:846c4f83a0]"پر"[/color:846c4f83a0] چې يو باندينی استعلايي سربل دی زياتره پښتو ليکونکي يي پۀ وړل ډول نۀ شي مراعاتولای او ډېر يې بېخي پرژبينز ارزښت هم لا نۀ دي خبر او پرځای يې [color=blue:846c4f83a0]"پۀ "[/color:846c4f83a0] چې يو Instumental او کومکي سربل دی کاروي !
پۀ ضميرونو کې د جمع متکلم ضمير " موږ " چې اصلي او معياري بڼه يي هم[color=white:846c4f83a0] موږ [/color:846c4f83a0]ده پۀ مشرقي سيمو کې يي [color=white:846c4f83a0]مونږ[/color:846c4f83a0] ځينې جوړکړی او پۀ جنوبي سيمو کې ( له کندهاره تر بلوچستانه ) بيا [color=blue:846c4f83a0]موژ[/color:846c4f83a0] ځينې جوړشوی ! او که د اباسين ترغاړو ورپسې ولاړ شو نو پۀ ډېرو ځايونو کې به يي پۀ [color=white:846c4f83a0]مونګ[/color:846c4f83a0] او[color=blue:846c4f83a0] ځمونګ[/color:846c4f83a0] هم واورئ !

پۀ افعالو کې لازمي فعل [color=blue:846c4f83a0]( ولاړ)[/color:846c4f83a0] پۀ متکلم ،مخاطب ، مونث ، مذکر او جمع حالتونو کې لاړ ، لاړه ،لاړلې ، لاړم ، لاړو ، لاړلو ، ولاړول او ولاړلئ ليکل کېږي !
دغه راز ياګانې او هېګانې "ه" سمې نه کارول کېږي چې د وييز ښځينه ، نارينه ، بېلګړی او ټولګړی حالت مجهول پاته کېږي او بيا هغه دنقاد صيب خبره سړی نه پوهېږي چې :
" ډوډۍ راپاڅېده هغوئ يې وخوړل او که برعکس ! هغوئ پردسترخوان راټول شول او ډوډۍ يې وخوړه !؟)
او داسې نورې بې شمېره املايي ناسمۍ ددې سوب شوې چې د پښتو د معياريتوب مخه ونيسي انشالله چې پۀ راتلونکي ې به پرې وږغېږو دمګړۍ نه شم کولای چې ويي ليکم
________
او پۀ پای کې د ښاغلي هيواد صيب د نظر پۀ هکله چې ول د پارسي د بودند معادل دی بايد څرګنده کړم چې که د بودند معادل وي او که د بودن !؟
خو پښتو له پارسي څخه زده کول او پۀ پښتو کې د پارسي فارمېټ Adopt کول به پۀ لوی لاس د پښتو ملا ماتول وي ځکه چې له يوې ژبې څخه ټکي پرټکي ژباړه کول او ياهم نېغ پۀ نېغه کوم فارمېټ راخيستل د ژبې ملا ماتوي او بې خونده کوي يي !
پۀ بې کچه مينه :
ورور مو صميم



24.10.2006

هيواد جانه نيکمرغه اوسې، اختر مو مبارک ، روژې او عبادات مو قبول شه!
ستاسو له رغنده نظر څخه مننه کوم . البته ما د خپل مقصد د پوهيز له پاره ټيک وييز نه دی انتخاب کړې، هدف د (ول) پنځونه وه نه اختراع.او بيا د فرد نه بلکې د يو شمير ولسي وګړو ژبه ييزه پنځونه ده، چې زه يې ډيره پرځا ي نه بولم . هسې خو په لهجو کې هرڅه شته، خو هرڅه د معيار کچې ته نشي رسيدای.
سربيرهپر دې (ول) د بودن غوندې مصدر نه ، بلکې د بودن[color=white:db1c829c50]د[/color:db1c829c50] غوندې د ﻻزمي فعل دفاعلي جمعې ماضي حالت دی لکه هغوې ټول هلته حاضر ول . که ول د بودن يا بودن د ول پر ځای وضع کړو نو په دري به اسې واوړي چې وروستۍ کلمه يې ( بودن) هيڅ معنی نه ورکوي:
[color=yellow:db1c829c50] همۀ آنها انجا حاضر بودن [/color:db1c829c50]. يعنې څه ؟
خو که د بودن پرځای بودند وضع شي، بيا نو پورتنۍ جمله چې [color=yellow:db1c829c50] همۀ آنها انجا حاضر بودند [/color:db1c829c50] سمه معنی ورکوي، د (ول) سره کټ مټ او د بودن له مصدر سره يې توپير هم په ډاګه کيږي. .د خوا شينۍ ځای دی چې پښتو د بودن مصدر نه لري ، حال داچې بودن ياد الماني ژبې Sein ډيره او تر ټولو لويه فلسفي کاتيګوري هم ده چې معادل يې مونږ ورته تر اوسه په پښتو کې نه وينو . .د وجود او عدم په جوړه نقيضونو کې هم
وجود له Sein سره نه ، بلکې له رياليټي ( يا Realität )سره سمون خوري . والسلام


pattang
25.10.2006

زه په خپله اديب او ليکوال نيم ،خو په کليوالي پښتو کې لوی شوی يم ، زما پښتانه
وروڼه ځني وخت داسې شيان ليکي چې پشوګانې ( پشې ) ورته خاندي او موږکان
ورته سورڼي وهي ٠
ول : خو نوم دی که زما املا روغه وي .
دساري په توګه :
(غوټه) دې ور واچوله که (ول ) ،ول ژر خلا صيږي او غوټه په سختي سره ٠
د ( وو ) په هکله هغه بيان صدق کوي کوم چې ځواکمن / نقاد صيبانوواضح
کړی د ی٠
ی


hewad
25.10.2006

ګرانو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ !
څنګه چې ول د وو پر ځای کوېټه او څېرمه سيمو کې کارول کېږي نو کېدای شي چې د فل غلطه بڼه وکاروي
ځکه چې لوېديزې حوزه کې ډېر وګړي فعل بل ډول استعمالوي٠بېلګه :د روزګان مجله لۀ چاپه ووتل٠
چې سمه ټوګه يې له چاپه ووتله ده ٠ ځکه زما پۀ اند ول بۀ د بودن ماناولري ،د مصدر پۀ پای کې د ول لۀ
زياتولو سره فعل جوړېږي٠ ټک:ټکول ،ډب :ډبول ٠٠٠
البته د وو پر ځای د ول کارول زۀ سم نۀ ګڼم٠ کۀ دا د ژبپوهنې لۀ اړخه و څېړل شي ډېره بۀ ښه وي پۀ احساساتو
څۀ نۀ روغول کېږي او نۀ حل کېږي ٠ پښتو کې خو هره ورځ نوي وييونه جوړېږي نو د يوۀ نوي او اړين فعل
جوړښت ولې سم نۀ برېښي٠ پۀ دې هکله زۀ څۀ نۀ شم ويلی ځکه زۀ ژبپوه نۀ يم تاسو کولی شئ دا سکالو وڅېړئ٠
ښاغلی پتنګ صاحب سلامونه مې ومنئ!
د (ول) او (ول) د وينګ تر منځ توپير شته ، ول ول زلفې
پۀ درنښت



25.10.2006

ول بياهم مصدر نه، بلکې د مصدر د نښو( ل ، دل ، يدل او ول ) له ډلې څخه شميرل کيږي لکه ليک[color=white:378f2a41c6]ل[/color:378f2a41c6]، ښو[color=yellow:378f2a41c6]دل[/color:378f2a41c6] يا درلودل، ل[color=white:378f2a41c6]يدل[/color:378f2a41c6] او جوړ[color=yellow:378f2a41c6]ول [/color:378f2a41c6] .داچې مصدر نه دی نو د بودن معنی هم نه لري، ځکه بودن يو مصدر دی . ول مصدري حالت نه ، بلکې د بودن يو فعلي حالت په ګوته کوي، اوهغه [color=white:378f2a41c6]جمع ماضي فاعلي حالت دی[/color:378f2a41c6]، چې اصلي بڼه يې وو دی او غلط يې ول دی او بس .
د ځوان شاعر ښاغلي هيواد خبره سمه ده چې وايي دغه جمله سمه نه ده :
:[color=white:378f2a41c6]د روزګان مجله لۀ چاپه ووتل٠ [/color:378f2a41c6]، ځکه ددې ﻻندې جملې سموالی ثابتوي چې ( ووتل) په پاسنۍ جمله کې غلط دي:
د روزګان له مطبعې څخه ٣ ټوکه کتابونه له چاپه ووتل !
خو دا سې جملې په څلور مذهبه ناروا دی لکه : یو کتاب له چاپه ووتل،

 په دنښت او سلامونو ..


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more