د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

غواړم چې خپل کمپیوتر کېInternet Explorer ته پسورد ورکړم

Rahmat spesalai
11.10.2006

قدرمنو وروڼو سلامونه!
غواړم چې په خپل کمپیوټر کې Internet Explorer ته password ورکړم یعنی کله چې دانترنیټ صفحه راخلاصیږی بایدPassword وغواړی .اوله Password پرته دانترنیټ صفحه راخلاصه نه شی .هیله ده چې په دې اړه معلومات راکړی.

کامیاب دی هغه ځوک چې دهدایت لاره يې خپله کړې ده
لعنت الله ..........................
مننه
په مینه رحمت پیتاوال

پېتاوُنه
www.rahmatpetawal.blogfa.com


smakhkash
15.10.2006

ګرانه او ښا غلیه،
سلامونه او نیکې هیلی مې ومنه.
ددې لپاره چې ستا پوښتنې ته مې ځواب ویلی وي لاندې ټکې په پام کې ونیسه:
دا کار که په Domain کې یی یوه لاره لري کوم چې د Netwrok Administrator له لارې پلی کیږي.
مګر اسانه لاره یی داده چې خپل Internet Explorer راخلاص کړه وروسته له هغه په Tools مینو کې پهInternet Options با ندې کلیک وکړه له کلیک کولو وروسته به یوه کړکۍ دره خلاصه شي په دغه کړکۍ کې په Content باندې کلیک وکړه له دې وروسته دConten Advisor تر برخې لاندې چې اسمانې شین رنګ لري دوه تڼۍ لیدلی شې:
یوه د Enable او بله دSettings د Enable پر تڼۍ کلیک وکړه یوه بله کړکۍ به درته خلاصه شي په دغه کړکۍ کې د General پر ټب کلیک وکړه اوس د Supervisor Password تر برخې لاندې چې په اسمانې شنه رنګ ښودل شوی په Creat Password کلیک وکړه او خپل پټ نوم یا Password دوه ځله په ځانګړیو شویو تشو کې ولیکه پر ok له دې وروستهApply او بیا Ok کلیک وکړه.دا د انټرنیټ پا ڼه بنده کړه او له سره بله پاڼه خلاصه کړه له تا به د پټ نوم غوښتنه وکړی.
وروره دوخت د نه شتون له امله مې لیکنه ډیره په مڼده وکړه هیله ده ستونزه مو در حل کړي.
په سپیڅلې کلیواله مینه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ


Rahmat spesalai
15.10.2006

محترم داکټرصاحب ثواب الدین مخکښ
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاتو!
له تاسونه ډیره مننه کوم چې زما سوال موپه خپل ځواب سره رابشپړکړ الله دی دهر توری دلیکلواجرونه درکړی .

مننه
په مینه رحمت پیتاوال
www.tolafghan.com/petawona


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more