د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دروژې مادی اومعنوی ګټې :

Hamim
27.09.2006

[color=white:b76b92a574]د روژې مادي اومعنوي ګټې : [/color:b76b92a574]
Hamimwardak@yahoo.com

روژه دخدای تعالی طاعت په ځای کول دي، چې مومن ته یې یو داسې ثواب رسي، چې د ده په سوچ اوفکرکې نه وي، ځکه چې روژه د خدای تعالی لپاره ده، او د روژې پوسیله د خدای خوښي او رضا لاسته راځي ، اوجنت ته د هغې دروازې لامل ده چې ورته (الرّیّان) ویل شوی بخاري ، مسلم ، نسایي اوترمذي له سهل بن سعد څخه روایت کوي چې هغه له رسول الله ([color=yellow:b76b92a574]صلّی الله علیه وسلّم[/color:b76b92a574]) څخه روایت کړی: بېشکه چې جنت کې یوه دروازه ده چې الریان ورته ویل کېږي، چې د قیامت په ورځ به روژه نیونکي ورننوځي، پرته له دوی څخه به نورڅوک نه ننوځي. کله چې دوی ننوځي دروازه به بنده شي اونور به هېڅوک نشي ننوتلای .
[color=green:b76b92a574](الترغیب والترهیب ۲/ ۸۳-۸۲)[/color:b76b92a574]روژه د انسان د یوه کال د ګناهونو د بښلوسبب ده. او روژه یوه داسې مدرسه ده، چې مومن پکې زیات شمېرخصال زده کوي، له نفس سره جهاد، د خواهشاتواوشیطاني افکارو سره مبارزه او د صبر په ګاڼوانسان ته ښکلا بښي او له سختیو او پرابلمونوسره انسان روږدی کیږي ، هغه خوندورخوراکونه یي مخته پخیږي زړه وړونکي بویونه یې پزې ته راځي، صافې او پاکې اوبه یې په سترګو لږي، خو له هرڅه نه منع وي ترڅوچې څښتن تعالی ورته منښته (اجازه) ونکړي، هېڅ څیز نه خوړلای او نه څښلای شي، روژه یوه داسې الهي ازموینه ده چې مومن ته د امانت ساتلو، په پټه اوښکاره کې د خدای تعالی د مراقبت اوڅارنې زده کړه ورکوي، ځکه چې د روژه نیونکی په سر هېڅ څارونکی نه وي پرته له الله څخه روژه هغه څیز دی چې د انسان اراده اوعزم لا نورهم پیاوړی کوي او د صبر روزنه ورکوي، او د ذهن په سپېڅلتیاکې ورسره مرسته کوي اوفکریې نورهم روښانه کوي، لقمان حکیم خپل زوی ته وویل: کله چې معده ډکه شي د انسان فکرویده شي اوحکمت له منځه ولاړشي، او اعضا د عبادت توان نلري.
روژه نظام اوانضباط مومن ته بښي ځکه چې انسان ته په معین اومحدود وخت کې دخوړلو اوڅښلو اجازه کوي او په ټوله نړۍکې د مسلمانانو د وحدت ملي شعور احساس ورکوي، ټول مسلمانان په یومعین وخت روژه نیسي او په ټاکلٍي وخت یې خوري ځکه چې د دوی ربّ یو دی اوشریک نلري اود دوی عبادت یودی.
روژه هغه څه دی چې په انسانانوکې د عاطفې ورورګلوۍ اوشفقت شعورته پراختیاورکوي د لوږې هغه احساس ته پاملرنه ګرځوي کوم چې ناچاره خلک ورسره لاس اوګریوان دي اود صله رحمۍ پولې ته یې راکاږي او د فقرلوږې اوناروغیو په وړاندې مبارزه پیلوي او د انسانانو ترمنځ د ټولنیزو اړیکوتارونه لانورهم ټینګوي په ټولنه کې د ناوړه حالاتو په درملنه کې ورسره مرسته کوي .
روژه د انسان په ژوندکې بدلون راولي داسې بدلون چې د انسان خلاوې بیانوي اواضافي څیزونه ترې لرې کوي معدې او د هضم سیستم ته راحت ورکوي د جسم ساتنه کوي اوله فاضلاتواو ناهضم شویوخوراکونوڅخه ځان خلاصوي هغه عفونات او رطوبات د خوراک اوڅښاک په وسیله رامنځته کیږي، له منځه وړي. رسول الله صلّی الله علیه وسلّم څه ښه وایي: روژه ونیسﺉ چې روغتیاومومﺉ د عربو طبیب حارث ابن کلده ویلي: معده د ناروغیوکور دی ساتنه یې د هرې دوا په سرکې راځي، الکمال بن الهام ویلي: له ([color=white:b76b92a574]لااله الا الله محمد رسول الله[/color:b76b92a574]) اولمانځه وروسته روژه د اسلام درېیم رکن دی خدای تعالی د یولړ لویوګټو په موخه مشروع (روا) کړې چې د لاندې څیزونولامل کیږي:
1 د (اماره نفس) د سکون لپاره او د هغه ناروا دیوالونونړول چې په ټولوغړوپورې اړه لري لکه سترګې ژبه غوږونه اوفرج ځکه چې د نوموړو اعضاوو خوځښت پخپلومحسوساتوکې په روژې سره کمزوری کیږي کله چې شبعت (تیتوالی) ومومي ټول وږي شي او په ناوزله خلکو د رحمت اونرمۍ سبب روژه ده ځکه چې کله د لوږې درد کوم مهال ورته رسي، هردم یې په ذهن کې ورځی نرمۍ ته راښکل کیږي او پرنورو د رحم او رحمت سوچ ورته پیداشي چې د الله تعالی له خوا ورته ښه او نېکه جزا ورکول کیږي.
روژه هغه څه دي، چې الله تعالی یې نیونکی داسې ستای : [color=yellow:b76b92a574]ان المسلمین والمسلمات ... والخاشعین والخاشعات والمتصدقین والمتصدقات والصاﺉمین والصاﺉمات[/color:b76b92a574] ".
دې ټولوته الله ج بښنه اولوی اجر (جنت ) تیارکړی دی .
روژه هغه مبارکه میاشت ده چې،
اول یې [color=white:b76b92a574]رحمت [/color:b76b92a574]
منځ یې [color=yellow:b76b92a574](مغفرت)[/color:b76b92a574] بښنه
او پای یې له [color=violet:b76b92a574]اورڅخه خلاصون [/color:b76b92a574]دی

د هدایت الله همیم ژباړه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more