د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

New here

سپوژمئ
25.09.2006

ډېر درانه او خواګه سلامونه،

له ټولو نه ړومبئ، زه بيخی ډېره خشحاله شولمه څۀ دا ډېر خکلے فورم مے بېاموند٠

وس زه غوړمه څۀ خپل کېبورد ده پختو ژبے له پاره صحېح کړم٠

حاظر وخت له ستاسو په اجازه٠

ډېره مننه، سپوژمئ 



26.09.2006

پتمنې او قدرمنې سپوژمۍ خورې ټول افغان ته په خير راغلی او هرکله راشې !
څومره ښه ده چې دورونو سره خويندې هم په بنډار کې ونډه واخلي او د خپل ګډ کور ګران افغانستان د مسايلو په اړه سره د اند يزونو (افکارو) راکړه ورکړه وکړي . هسې خو خويندې هم له خپلو ورونو کمې نه دي او ځمرۍ دي، خو پکار ده چې يو څه خپل ځمرياليتوب وښيي، که نه خدای مکړه نرينه به د ښځينه و بشپړ حقوق پخپله ورنکړي او سترګې به پرې خړې کړي . نو د خويندو په توګه مو ورونو ته د دغې خړسترګۍ چانس يا سپين سترګۍ موقع پهﻻس مه ورکوئ چې د ښځو حقوق وخوري اوپرسرنوشت يې لوبې وکړي ! ځکه هر څه، په تيره بيا
ټولنيز مناسبات ډير ديالېکتيکي ځانګړنه لري، که ښځې مبارزه ونکړي، نرينه به هم ددوی په قصه کې نشي ، خو که خويندې را پورته شي ورونه به يې هم د ملاتړ ډګر ته ورودانګي او د حقوقو د بشپړاوي له پاره به ورسره په مبارزه کې برخه واخلي! هيلمن يم نورې خويندې هم ستاسو راتګ يو نيک فال ونيسي او ستاسو په پل د ټول افغان ځولۍ ته راودانګي او د خپل هيواد ټول لوستونکي نرينه او ښځينه دنړۍ په ګوډ ګوډ کې ځان ته مخاطب کړي او خپل اند ورسره د ( ټول افغان) له ﻻرې شريک کړي . د يوه ورورپه توګه مو زه هم بری او سرلوړي غواړم، قلم مو تاند او اند مو څپاند اوسه ! .
په درنښت !
ځواکمن


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more