د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کرزی صيب خو اوس مدرسې تړي

pattang
25.09.2006

ګرانو ملګرو سلام عليکم !
دالمان له تلوېزيون څخه مې واورېدل چې کرزي په کاناډاکې ويلي دي چې ديني مدرسې بايد بندې شي ، ځکه چه هغوی بشر تبا کونکې دي ٠
که څوک پوره مالومات پدې هکله لرۍ نودلته يې وليکۍ ٠.

دپښتنولي په مينه پتنګ

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=white:5d7f4edc5e]درنو ورونو ، السلام عليکم او ښې چارې !
دلايل ويل د هر چا په وړاندې چې وي ، په ټول افغان کې پوره ځای لري او دا ستر غنيمت دی . تش تورونه ، سپکاوی او کرکه راپارونکي الفاظ بايد په ټول افغان کې ځای ونه لري ! نو ځکه په دې سرليک او او متن کې هم دوه وييزونه حذف شول . په راتلونکې کې مو پام وي . وطنمل [/color:5d7f4edc5e]


رښتینی
25.09.2006

محترم پتنګ صيب سلام

ياره پتنګ صيب مدرسى كله شته چى بيا يي كزى صيب بندى كړى ؟؟

مدرسى خو دا پنځه كاله كيږى چى تړل شوى دى نو اوس څه شى بندوى ؟؟


ghafar
26.09.2006

پتنګه آشنا سلامونه !
د افغانستان د اسلامی جمهوریت ولسمشر جلالتمآب حامد کرزي د نیوز ویک له مجلې سره په مرکه کې د نورو تر څنګ ویلي دي:
" که د پاکستان دیني مدرسې کې یوه بې وزلي، ناپوه ځوان ته وویل شي : افغانستان ته زه چې هغه روسی شوئ دئ، یهودی شوئ دئ. هلته امریکایان او نورې ډلې شته دي، ورشه دوی مړه کړه، بیا به مستقیم جنت ته ځې . اوس نو پوښتنه دا ده چې آیا د دغه ناپوهه ځوان وژل د موجودې ستونزې حل دئ او یا دا چې په پاکستان کې هغه مدرسه وتړله شي؟"
په درناوي


pattang
26.09.2006

دکرزي ياره دملت اغياره وعليکم سلام!
( دکرزي ياران دملت اغياران دي ، هر څوک چې وي )
وروره ته ولې خپل سر نه خلاصه وې زه حيران پاته يم چې ستا ولې سرنه خلاصيږي ?
او که کومه ګډه وظيفه لدې چټلانو سره لرې ? دوهمه خبره د خدای نکوي .
زه او نور خلک چې هر څه ددې ګوډاګي او ناپوهه رژيم په هکله ليکو , ستا
په يوه غوږ ننوزي او له بله غوږه دې بېرته راوزي، داولې داولې ???????

اوس به زه يوه پوښتنه درنه وکړم ته يې ځواب راکړه :

که د پاکستان مدرسې ناپوهه پښتانه ، پاکستانيتان د جهاد لپاره افغانستان ته
استوي ( چې دا سل په سلو کې درسته ده ) خو د ISI په مصلحت اوپه پيسو باندې ،
که څنګه دا خبره غلته ه ?
نو چې ISI يې ليږې او هلته افغانان وزني نو CIA خو يې له ټولو کارو ځخه
خبره ده، دا په دې مانا چې په افغان وژنه کې ISI او CIA دواړه لاسونه لري او که نه
يې لري دليل يې راوړه ? نوچې داسې ده، ولې د کرزي بادار ډيک چيني د بوش
مرستيال دپاکستان ددولت مشر جنرال مشرف ته لويه ستاينه ورکوي اوله بلې خوا
په افغانستان کې دترور په هکله شعار ور کوې ( هم دې وژنم هم دې سا تم ) داددې
په مانا چې امريکايان او پاکستانيان دواړه په افغان وژنه کې شامل دی او نور
هدفونه لري اود تروريزم مسئله يې په حقيقت کې داسې مطرح کړې ده چې خوشې
افغان ملت پرې ځوروي .
اوس به راشو ستا کرزي ته ، ايا کرزی پردې کارندی خبر ?? ښه خبر دی نو ولې
استفا نه ورکوي ?

هلکه لوی شې سياسي شې
الله د پوه کړه دکرزي په پټ کارونو

د پښتنولي په مينه پتنګ

[quote:74ac755bb9="ghafar"]پتنګه آشنا سلامونه !
د افغانستان د اسلامی جمهوریت ولسمشر جلالتمآب حامد کرزي د نیوز ویک له مجلې سره په مرکه کې د نورو تر څنګ ویلي دي:
" که د پاکستان دیني مدرسې کې یوه بې وزلي، ناپوه ځوان ته وویل شي : افغانستان ته زه چې هغه روسی شوئ دئ، یهودی شوئ دئ. هلته امریکایان او نورې ډلې شته دي، ورشه دوی مړه کړه، بیا به مستقیم جنت ته ځې . اوس نو پوښتنه دا ده چې آیا د دغه ناپوهه ځوان وژل د موجودې ستونزې حل دئ او یا دا چې په پاکستان کې هغه مدرسه وتړله شي؟"
په درناوي[/quote:74ac755bb9]


ghafar
26.09.2006

پتنګه آشنا بیا هم سلامونه !
او زور آوره ! یو وار لیکې [quote:801c5c2ade]دالمان له تلوېزيون څخه مې واورېدل چې کرزي په کاناډاکې ويلي دي چې ديني مدرسې بايد بندې شي ، ځکه چه هغوی بشر تبا کونکې دي ٠
که څوک پوره مالومات پدې هکله لرۍ نودلته يې وليکۍ ٠[/quote:801c5c2ade]
ما مالومات درلودل اوستا دغوښتنې سره سم مې درته ولیکل ! نور نو څه غواړۍ؟ که باور دې نه راځي زه به د نیوزویک مجلې سره د جلالتمآب حامد کرزي د مرکې انګلیسی متن دغه برخه در ولیکم:
"
there was an 18-year-old boy—extremely poor, extremely desperate, extremely unaware of the rest of the world—in a Pakistani madrassa and in that madrassa, the teacher told them, "Go to Afghanistan. The country has become Russian, the country has become Jewish. There are Americans and all other parties there in Afghanistan. Go kill them and you will be in heaven straightaway." Now, does it solve the problem by killing this young, ignorant person or by closing that madrassa in Pakistan?
او بیا دومره ناسزا ولې وایې؟ لکه چې ستا شاوو خوا کې څوک نشته چې درته یو لږ نصیحت وکړي !
خدای دې روغ کړه آشنا !!!
په درناوی


pattang
26.09.2006

غفار خانه وروره زما له خوا هم درانه سلامونه !
وروره ما خو ستا ټولې خبرې تائيد کړې او له مالوماته دې ډيره مننه .
زماخومقصددکرزی مداريتوب اود ستا علاقه دکرزي له حکومت سره ده ٠ ماهرچېرته تاته دکرزي حکومت دټکانو ،ناپوهو اوغلو حکومت درپېژندلی دی٠   زه يو مشکل در سره لرم : هغه دادی چې زما دخبرو دپرېکړې  ټکي، بندونه ،روابط  اوټول موډل  نشې عکاسي ( <=::=> )کولی او يا يې نغواړې٠ 

د پښتنولي په مينه پتنګ

[quote:1ed16ec718="ghafar"]پتنګه آشنا بیا هم سلامونه !
او زور آوره ! یو وار لیکې [quote:1ed16ec718]دالمان له تلوېزيون څخه مې واورېدل چې کرزي په کاناډاکې ويلي دي چې ديني مدرسې بايد بندې شي ، ځکه چه هغوی بشر تبا کونکې دي ٠
که څوک پوره مالومات پدې هکله لرۍ نودلته يې وليکۍ ٠[/quote:1ed16ec718]
ما مالومات درلودل اوستا دغوښتنې سره سم مې درته ولیکل ! نور نو څه غواړۍ؟ که باور دې نه راځي زه به د نیوزویک مجلې سره د جلالتمآب حامد کرزي د مرکې انګلیسی متن دغه برخه در ولیکم:
"
there was an 18-year-old boy—extremely poor, extremely desperate, extremely unaware of the rest of the world—in a Pakistani madrassa and in that madrassa, the teacher told them, "Go to Afghanistan. The country has become Russian, the country has become Jewish. There are Americans and all other parties there in Afghanistan. Go kill them and you will be in heaven straightaway." Now, does it solve the problem by killing this young, ignorant person or by closing that madrassa in Pakistan?
او بیا دومره ناسزا ولې وایې؟ لکه چې ستا شاوو خوا کې څوک نشته چې درته یو لږ نصیحت وکړي !
خدای دې روغ کړه آشنا !!!
په درناوی[/quote:1ed16ec718]


ghafar
26.09.2006

پتنګه آشنا یو ځل بیا سلامونه !
لیکنې دې انشا الله ښې کېږي !ته لیکۍ:[quote:62216b9ec5]زه يو مشکل در سره لرم : هغه دادی چې زما دخبرو دپرېکړې ټکي، بندونه ،روابط اوټول موډل نشې عکاسي ( <=::=> )کولی او يا يې نغواړې٠ [/quote:62216b9ec5]
ګرانه زه یواځې هغه برخه د اقتباس په توګه درته ستا په خبره عکاسی کوم، چې پرې تبصره کوم، همدا تعامل دئ ګرانه ! ګوره بیا یو څه دې زده کړل !
Man kann so alt werden wie eine Kuh
Man lernt immer was dazu
پام چې خپه نشې، ټوکه وه
په درناوي



26.09.2006

[quote:6e0bfd722a][color=white:6e0bfd722a]که د پاکستان مدرسې ناپوهه پښتانه ، پاکستانيتان د جهاد لپاره افغانستان ته استوي ( چې دا سل په سلو کې درسته ده ) خو د ISI په مصلحت اوپه پيسو باندې ،که څنګه دا خبره غلته ه ? نو چې ISI يې ليږې او هلته افغانان وزني نو CIA خو يې له ټولو کارو ځخه خبره ده، دا په دې مانا چې په افغان وژنه کې ISI او CIA دواړه لاسونه لري او که نه يې لري دليل يې راوړه ? نوچې داسې ده، ولې د کرزي بادار ډيک چيني د بوش مرستيال دپاکستان ددولت مشر جنرال مشرف ته لويه ستاينه ورکوي اوله بلې خوا په افغانستان کې دترور په هکله شعار ور کوې ( هم دې وژنم هم دې سا تم ) داددې په مانا چې امريکايان او پاکستانيان دواړه په افغان وژنه کې شامل دی او نور هدفونه لري اود تروريزم مسئله يې په حقيقت کې داسې مطرح کړې ده چې خوشې افغان ملت پرې ځوروي .[/color:6e0bfd722a] [/quote:6e0bfd722a]

واه واه پتنګ صيب په منطق او قلم دې برکت شه ! سلامونه مې هم ومنه ! کاشکې تل ددغسې مدللو ليکنو حوصله ولرئ او د ملي بين الافغاني پوهاوي په موخه مفصلې ليکنې وکړئ !
روسانو هم د کارمل سره د پښتنو د ځپلو، ضعيفولو او پر يوه اقليت د بدلولو پلان درلود (!) ستاسو له ليکنې داسې بريښي چې کرزي د پاکستان په مرسته له امريکا سره د کارمل په پله پل ايښودل غواړي او تر کارغل هم بدتر دي ، ځکه هغه خپل قام ساتلی خو دئ خپل قام هم وژني؟


Ajab
27.09.2006

پتنګه د حامد کرزي دا خبره بېخي سمه ده چې په پاکستان کې د اي ايس اي او سي اي اى لخوا جوړې شوې ديني مدرسې د ترهګرۍ نړيوال مرکزونه او د بشردوښمنۍ ژوندي سنټرونه دي دغه بايد له منځه يوړل شي خو کشکې چې دا د کرزي په وس کې واى. دا د کرزي د وس نه بهر خبره ده ځکه هغه يې په کندهار او هلمند کې له منځه نشي وړلاى نو په پاکستان کې به يې څه له منځه يوسي؟
ستا دا خبره سمه ده چې دا مدرسې د اي ايس اي او سي اي اى لخوا جوړې شوې دي او همدوى يې پالنه کوي خو د کرزي خبره دا ماران به يو ځل پاکستان ته هم خوله اچوي او امريکا ته هم. امريکا خپلې ګټې لري او پاکستان خپلې ګټې، مداريان چې ماران ساتي نو کله کله د همدې مارانو د لاسه مړه هم شي خو دا يې کاروبار وي څه وکړي بل څه کولاى نشي. د امريکا هم دا کاروبار دى کله په افغانستان کې جهاديان راپيدا کوي کله طالبان، کله مدرسې جوړوي او کله جوماتونه، کله د اسلام په ننګ ملا تړي او کله د ترهګرۍ په ضد ناره پورته کوي او ستا غوندې پتنګان ورته ډول ډبوي چې هلئ اسلام دى، هله کئ جهاد دى او هله کئ شهادت دى.
د امريکا خو همدغه کاروبار دى خو کشکې افغانانو کې دومره عقل واى چې د امريکا جهاد يې خپل نه ګڼلاى. زه وايم اوس افغانان په ځانګړې توګه او مسلمانان په مجموع کې هيڅ حق نلري چې امريکا وغندي ځکه چې دا امريکا افغانستان ته همدوى راوستې ده، د نړۍ تاڼيداري هم دوى ورکړې ده، د اسلام د خوندي کولو پټکى هم دوى ورتړلى دى او نړيوال ځواک ترېنه هم دوى جوړ کړى دى. هغه وايي چې چا پپو پخپله پپو. پخپله يې په ځان کړې نو ګيله د چانه کوي. او ولې يې کوي؟
او د کرزي د استعفا ماته او تاته څه ګټه درځي؟ که کرزي استعفا ورکړه فهيم به ولسمشر شي؟ يا به عبدالله جمهور رئيس شي بيا به د هغه څه وکړې؟؟؟؟


pattang
27.09.2006

عجب خانه سلام عليکم !
زه به يوڅو ټکي درته وليکم پند ترې واخله !

[quote:0ca252404a] د امريکا هم دا کاروبار دى کله په افغانستان کې جهاديان راپيدا کوي کله طالبان، کله مدرسې جوړوي او کله جوماتونه، کله د اسلام په ننګ ملا تړي او کله د ترهګرۍ په ضد ناره پورته کوي او ستا غوندې پتنګان ورته ډول ډبوي چې هلئ اسلام دى، هله کئ جهاد دى او هله کئ شهادت دى. [/quote:0ca252404a]

که ته زما سياسي شعورته داسې يوه نمره ورکوي لکه دا پورته نو وروره ستا سياست او نظر خو دافغانستان دملت لپاره زهر دی او زما هغه زاړه وختونه سترګوته دريږي چې نتيجه يې اوس وينو . تهمت بيله يوه ژور تحليله غلط کار دی٠

[quote:0ca252404a]د امريکا خو همدغه کاروبار دى خو کشکې افغانانو کې دومره عقل واى چې د امريکا جهاد يې خپل نه ګڼلاى[/quote:0ca252404a].

څوک يې خپل ګڼې ? څو فيصده کومه طبقه د چا په لمسون ?
وروره خدای پاک دې مونږ ته پوخ عقل راکړي٠

[quote:0ca252404a]زه وايم اوس افغانان په ځانګړې توګه او مسلمانان په مجموع کې هيڅ حق نلري چې امريکا وغندي ځکه چې دا امريکا افغانستان ته همدوى راوستې ده، د نړۍ تاڼيداري هم دوى ورکړې ده، د اسلام د خوندي کولو پټکى هم دوى ورتړلى دى او نړيوال ځواک ترېنه هم دوى جوړ کړى دى. هغه وايي چې چا پپو پخپله پپو. پخپله يې په ځان کړې نو ګيله د چانه کوي. او ولې يې کوي؟ [/quote:0ca252404a]

ولې مسلمانان حق نلري چې امريکا وغندي ? په عراق حمله او داسرائيلو تيري دفلسطين په ملت يو ظلم او ناروا نده٠ ?? يو ه کوچنۍ برخه د ټولو مسلمانانو استازيتوب کولی شي ? ايا اکسريت دمسلمانانو پدې ناورين کې ملا مت د ي .??

[quote:0ca252404a]او د کرزي د استعفا ماته او تاته څه ګټه درځي؟ که کرزي استعفا ورکړه فهيم به ولسمشر شي؟ يا به عبدالله جمهور رئيس شي بيا به د هغه څه وکړې؟؟؟؟[/quote:0ca252404a]
دومره لېونتوب او ساده توب چې څوک لري نو په سياست کې ګوتې وهل يې غلط کار دی ،وروره هغه کار کوه چې تحليل يې کولی شې .
اوس څرنګه زه الفبا درته شروع کړم ٠

نوټ : اسلام زمونږ دين دی ، وياړ پرې لرو ،زمونږ د کلتور او پښتنولي يوه مهمه ستن ده ، زمونږ دپيتاوي ، حجرې (هجرې )، جومات ابدي ملګری دی٠ داسلام ګنا ندی ګنا زمونږ د تېرو دولتي واکدارانو دی چې خپل وخت يې تير کړی او ټول ملت يې تياره ساتلی دی ، او اوس مو يوشمېر روڼ اندي هم داسې تحليلونه کوي لکه توراندي٠

دپښتنولي په مينه پتنګ


ghafar
05.10.2006

یو په زړه پورې خبر:
د خبر سرچینه : د باختر آژانس

دهيواد په ولايتونو كي34 ديني عالي مدرسي جوړېږي
دپوهني وزارت په راتلوونكو يونيمو كلونوكي دهيواد په 34 ولايتونو كي دديرشو مليونو ډالرو په لګښت 34 ديني عالي مدرسي جوړوي .
دپوهني وزير محمدحنيف اتمر ددغه خبرپه څرګندولو سره وويل :
دافغانستان دولت غواړی دهيواد په مركز اوولايتونو كي ددغو مدرسوپه جوړولوسره دافغانانو دديني پوهي دكچي په لوړولوسره په هغو پاكستاني مدرسو كي چي ددين دعالمانو پرځای ترهگر روزي افغان زده كوونكي شامل نه شي .
ده زياته كړه : هغه مدرسي چي په راتونكي يونيم كال كي دهيواد په ولايتونو كي جوړېږی هره يوه به يي ددوه زره تنو طالب العلمانو ظرفيت ولري .
دپوهني دوزير دڅرگندونو له مخي : هغو طالبانو ته چي دزده کړې په مقصد له لري واټنونو څخه دغو مدرسو ته ځی ليليه هم په پام كي نيول شوي ده .
اتمر زياته كړه : ددغو مدرسو دلوست دچارو دپرمخ بيولو لپاره زياتو عالمانو ته اړتیا ده .
ده دوام وركړ : مونږ د مصر د الازهر مدرسي اوولس تنه عالمان كابل ته رابللي دي چي په ديني برخه كي دغو مدرسوته نوي عالمان و روزي .
د اتمرد څرگندونو له مخي : مصري عالمان همدا اوس په كابل كي دغو مدرسو ته دديني استادانو په روزني بوخت دي .
په دغو مدرسو كي طالبانو ته په ديني مضمونونو برسيره دكمپيوتر دزده كړې لوست هم وركول کېږی .
د پوهني وزير وايي په همدي يونيم كال كي په پام كي لري د كمپيوتر دمضمون دلوست لپاره هم استادان وروزل شي .
دپوهني دوزير دڅرگندونو له مخي : ددغو مدرسو په جوړولو كي ستره ستونزه مالي مسئله ده .
دی وايي ددغومدرسو دجوړولولپاره مونږ يواځي دري مليونه ډالره په واك كي لرو. له دي امل هلې ځلې كوو اووه ويشت مليونه ډالره نورد هيواد دماليي وزارت له لاري اويا له مرستندويو هيوادونو او نړيوالو موسسو څخه تامين كړو.
اتمر زياته كړه همدا اوس په ټول هيواد كي دوه سوه پنځه اويا ديني رسمي مدرسي شته چي يوازي شپږ مدرسي يي وداني لري .
په پام كي دي دغه مدرسي دهغو نورو مدرسو ترڅنگ چي نوي جوړېږی بيا جوړې اوسمبالي كړو.
دپوهني وزيرچي امريكا اوكانادا ته دخپل وروستي سفر دارزښتونو يادونه هم وکړه زياته يي كړه په كانادا اوامريكا كي دولتي مقاماتو ، مدني ټولنو اودخصوصي سكتور موسسو هم په هيواد كي دديني مدرسو دجوړلو په باب دافغانستان ددولت داقدام هركلي وكړ.
دپوهني وزير په خپلوخبرو كي په پاكستان كي تروريستي مركزونو ته اشاره وكړه اوويي ويل په پاكستان كي دمدرسو په نامه ځینې ځايونه شته چي په هغو كي خپلو اولادونو اوزمونږ اولادونو ته تروريستي زده كړه وركوي اوهغه دتروريستي بريدونو دترسره كولو په خاطر افغانستان ته لېږی .
ده دوام وركړ : مونږ په پاكستان كي درښتينو ديني مدرسو مخالف نه يو خوپه څرګنده دهغو دوزخي تروريستي ددستگاو مخالف يو چي په هغو كي افراد دترهگر په توگه روزل کېږی چي په افغانستان كي په ناوړو پېښو لاس پوري كړي


pattang
05.10.2006

اتمر اغا!
داشيان دې په درد نخوري ، دکاسې لاندې ، نيم کاسه ولې پټه و ې ????????.
د افغانستان غميزه په دې پړ پړو نه حل کيږي .

دپښتنولي په مينه پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more