نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
یوه لار، درې واکمن حکومتونه (رحیم گل څاروان)
pattang
24.09.2006
یوه لار، درې واکمن حکومتونه (رحیم گل څاروان)
چاپي بڼه
رحيم ګل څاروان
تیره شپه یوه ټیلر چلونکي راته خپله وروستۍ سترگو لیدلې کیسه چې دهرات-کندهار په لویه لاره یې ددریو واکمنو حکومتونوله لوري لیدلې وه وکړه رښتیا هم سړي ته داسې مفکوره پیدا شي چې ددې هیواد راتلونکی په کوم لور ځغلي؟ ولې داسې کیږي؟ او په تیره بیا دا کړیدلي افغانان چې ددنیا په یوه هیواد کې هم ورته ابرو پت ندی پاتې او دا کلونه کلونه کیږي له کړاوونو، غمیزو او دردونو څخه پرته هیڅ خوښۍ یې له ژوند سره ملگرتیا نه کوي لا نور څومره دژوند سختې شپې تیرې کړي، حیران شي داد عقل او شعور خبره بیخي زمونږ افغانانو دسرله کوپړۍ دتل لپاره تللې.
داټیلرچلونکی ډېر بې وسه دی غریبۍ او خوارۍ ورسره تل پخه ملگرتیا کړې او ملگرتیا کې دومره ټینگ دي چې هیڅ یې نه پریږدي. ټیلر هم دبل چا دی.
ده راته ویل څه موده وړاندې له هرات نه یې څوموټرپه ټیلرکې رابار کړل او هرات نه تر کابله یې ددې موټرو رسول غوښتل ده ویل له هرات نه تر دبکوا دښتې پورې کومه ستونزه ورپیښه نه شوه تگ او مزل یې عادي وه.
دمازدیگر شپږ بجې کیدونکې وې چې دبکوا له دښتې راووت له ده سره درې نور ټیلر موټرهم گډ روان ول دمازدیگر دا وخت دماښام تیارو په غیږ کې نیولی وي تیارې دمازدیگر زیړۍ تور وي.
دبکوا دښته نور پای ته رسیدلې وه ده دا مهال دمازدیگر دلمانځه د ادا لپاره ټیلرموټر درولی وه لمونځ یې کاوه درې نور ټیلر موټر ترې په لار روان ول دی یې یوازې پرېښی وه.
ده راته ویل لمونځ مې ادا کړ دعا مې وکړه او دموټر دخوځیدوپه تکل موټر ته ور [color=brown:5fd06515b3]پورته شوم لا موټرمې نه وه چالان کړی چې دنهو وسلوالوغلو دودریدو غږ مې ترغوږو شو راغلل له موټر یې ښکته کړم ١٢ زره افغانۍ مې په جیب کې وې راڅخه وایې خیستې زما له بل ملگري سره هم دوه درې زره افغانۍ وې هغه یې هم ترې واخیستې دجیبونو تالاشي یې په ډاډه زړه وکړه دلاس ساعت، دموټرځینې اړین وسایل، دخوراک لپاره لوښي هر څه یې رانه واخیستل په پای کې یې په کلاشینکوف په سر ووهلم سریې راباندې مات کړ سرې وینې مې پرمخ راغلې راته یې وویل اوس دې په مخه ښه.[/color:5fd06515b3]
[color=white:5fd06515b3]دغلو له دې واکمنۍ څخه خالي جیب او سرماتی په لویه لار روان شوم، له مات سر څخه مې وینې لا روانې وې نیم ساعت مې لاره لنډه کړه یوځای ته ورسیدم بیا وسلوال په لویه لار ولاړ دی دوی دا ځل غله نه ول طالبان ول.
زما هغه نور درې موټرچلونکي ملگري چې زه یې غلو ته یوازې پریښی وم او دوی رانه مخکې تللي وه دلته دطالبانو ترښکار لاندې راغلي وه وسلوالو طالبانو لاس را کړ ما هم ورته موټر ودراوه یو طالب راغی دبارنامې غوښتنه یې رانه وکړه ما هم بار نامه ورښکاره کړه چې گوندې کوم بار چې ما موټر ته لوړ کړی د امریکایانو ندی دعادي خلکو موټر دي.
طالبانو سلوک ښه راسره وکړ ویل یې ځه، ما ورته وویل دا درې نور ټیلر مو ولې سوځولي؟
دی وایي طالبانو را ته وویل مونږ ورته دودریدو وویل خو دوی ونه دریدل او دتیښتې لار یې خپلوله مونږ په راکټونو وویشتل موټریې وسوځیدل ولې موټرچلونکي لا ژوندي دي دگریشک په بازار کې دي.
دی وایي زما هم نور ماغزه په خپل حال پاتې نه شول څه چې په خوله راتلل ورته مې وویل چې دوی خو مسلمانان ول بیا گناه یې څه وه مونږ څه پوهیږو چې ته طالب یې لویه لار ده وسلوال لار ته راووځي ډیری غله وي، زما دا سر وینې مات شوی سرې وینې تر روانې دي، طالب جانه ولې نه رانه پوښتې چې سر دې ولې مات شوی؟
طالبان ټول راټول شوي وه ويل یې ولې دې سر مات دی؟
دی وایي ما ورته وویل لږ وړاندې مې لمونځ وکړ غلو ونیولم هرڅه یې را نه غلا کړل سر یې هم راباندې مات کړ؟
طالبانو یو پر بل غږ کړ زر کوئ موټرگاټ درسره راوخلئ زه یې له ځان سره ملگری کړم راته یې وویل دغلو ځای راوښایه ما ورته دغلوځای وروښود غله لا پرځای ولاړ ول طالبان ترې چاپیره شول ډزې یې پرې پیل کړې نهه وسلوال غله یې ټول په یوه ځای ووژل طالبانو راته ویل داسلامي امارت دی دغلو سزا هم داده.
طالبانو زیاته بخښنه را نه وغوښته او راته یې دا هم وویل چې دملگروموټر دې هسې رانه ولگیدل اوو سوځیدل.
دملگرو له موټروبه مې سره لمبه پورته شوه او داسمان غیږ به پرې ډکه شوه زه یې رخصت کړم [/color:5fd06515b3]
[color=darkblue:5fd06515b3]پوره ساعت مزل وروسته یوه بازار ته ورسیدم دبازار په سر کې دکرزي خان دحکومت دپولیسو امنیتي پوسته وه وې درولم تلاشي یې وکړه دموټر اسناد یې رانه وغوښتل اسناد مې ورکړل پولیسو راته وویل استاده ستا لکه چي دا اول وار دی چې په دې لار راځې؟
دی وایي ما ورته وویل نه پخوا هم راغلی یم پولیسو راته وویل نه درواغ وایې دلته چې څوک راځي دموټر محصول ورکوي ستا له یاده وتی ما ورته وویل هیڅ نلرم پوهیږم چې محصول ستاسو حق دی په لار کې غلو وشکولم هرڅه یې رانه واخیستل پولیسو ونه منله ترسهاره یې په پوسته کې کښینولم تردې چې کلینر مې کندهار ته یوازې ولیږه پیسې یې راوړې پولیسو ته مو ورکړې بیا یې خوشې کړو.
داټیلر چلونکی اوس وایي بیا به موټرونه چلوم[/color:5fd06515b3]
رښتینی
26.09.2006
محترم پتنګ او نورو درنو وروڼو سلام او نيكى هيلى درډالۍ كوم
چى دا كيسى واورم نو عقل مى هغه دچا خبره پښوته ولا ړ شى خوامى شنه
او سربداله شم او له دى سپيره وطنه مى نور هم زړه تور شى يانى زړه خو مى ترى تور دى خو نور هم تور شى
مخكى مى يوځاى ليكلى و چى يارانو كه مو وسه كيږى له دى وطنه تښتئ
پريږدئ داد غرونو سركشه هيواد او دا په غمونو او ويرونو لړلى هيواد نور
دانسان له پاره غمكده ګرځيدلى دى
دلته دكونډو ، بورو ،ورارو او بيوزله يتيمانو داهونو وريځى ګرځى له دى سويو اهونو نه سره اورونه او درنى ټكى را اوريږي دلته دخير تمه مه لرئ
[color=red:1c98f6c9f0]اه مى لكه دود له خولى نه ووت
چترمى په سرشو سائبان راسره درومى[/color:1c98f6c9f0]
[color=darkred:1c98f6c9f0]دسحر باده درلنډ د ګام كړه
دمظلومانو روح په ارام كړه
دشهيدانو واړه زګيروي لا
ګرځى فضا كښى ورسره پام كړه [/color:1c98f6c9f0]
ددى بدمرغه هيواد په وير ويرجن انسان خو مى تر اوسه نه دى ليدلى
داسى انسان په دى ديرشو كلونو كى پيداشو چى ددى كړيدلى او ستړى
ولس درد ته يي په خپل زړه كى ځاى وركړى وى ؟؟؟
او يا يي ددى ستومانه ولس په كړاوونو اوښكى بهولى وى ؟؟؟
[color=black:1c98f6c9f0]زړه يي مه بوله تور كاڼى دسحرا دى
په ليدو د ټپى زړه چى ټپى نه شى [/color:1c98f6c9f0]
مونږ هم بس دا تور كاڼى په سينو كى ښوروو او دسويو او كړيدلو زړونو
له درده او كړاوه خبريدل مو نه دى زده نه به د چه په ښمر شو او نه يي په
ښمر شوى يو
هغه دحميد بابا په وينا ولا سړى ته له غمه خندا ورشى
[color=indigo:1c98f6c9f0]لكه سردپسه په اورغاښونه سپين كړى
هسى ما لره له غمه خندا را غله [/color:1c98f6c9f0]
دا دټيلر چلوونكى كيسى ته خو ځير شى چى څومره ككرى په كى
ماتى شوى او څومره خاورى شوى او څومره مال او شتمنى په كى
چور شوى او لوټ شوى ده ؟؟؟
او بل لورته د طالبانو تيروتنى ته هم ځير شئ چى په خپله دى تير
وتنه سره يي څو كورنى او څومره انسانان له يوى ګولى ډوډۍ نه
محروم كړل ؟؟؟
اللهم اهد قومى فانهم لا يعلمون
په درديدلى زړه
larghonay1
26.09.2006
كاشكې د پورتنۍ ليكنې څخه د كورنيو چارو وزير خبر شي ځكه چې بيګاه د كابل ټلويزيون څخه د كرزي صيب د كابينې رپورټ خپريدو نو د كورنيوچارو وزير ويلي وو چې اوس له پخوا څخه امنيت ښه شوى دى.
زه وېرېږم چې كرزى اوس ده ته هم د كوم چا په نامه مډال ورنه كړي.