د موضوعګانو سرپاڼه
وطن پال او نور ګټور شعرونه
وطنه
مازدیګر
22.09.2006
دباتورانو ننګیالو و طنه
دملالی او دنازو وطنه
دهسک پامیر لمنی بیا ډکی شوی
ستا دمینو له قیصو وطنه
بیا الواته کوی شاهین بچی دی
دجګو غرونو په سرو وطنه
ډیر سپیلنی به لا لوګی شی درته
دزرکو سترګو شنو خالو وطنه
تل په سیالانو کی سر لوړی اوسی
دی دستارونو دی شملو وطنه
رب دی زرغون کړه رژیدلی ګلشن
دصنوبر او چنارو وطنه
نورسعید