نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
څنګه زمانه شوه دا څنګه زمانه شوه!
Dr MPZ Safi
21.09.2006
څنګه زمانه شوه دا څنګه زمانه شوه!
دپښتو اؤ پښتنو دنوم نه په استعفادی سره اوس خو هر يو او دهری عقیدی څښتن غواړې چه نور بايد دهغه ټولی خبری ومنل شی،ځکه چه دا ویناوی او یا لیکنی په پښتوژبه دی٠ مګر په اوسنی وخت کی متاسفانه چه داسی هم نده٠ اوس خو معیار دادی چه څوک و بادار ته نږدی دی٠دمثال په ډول که کرزی اؤ يا اشرف غنی هر څه وائ نو هغه به ارو مرو دمنلو وړ وی٠مګر که چادامريکی دخوښی سر سمی ويناوي ونکړی نو هغه بيا ترورست،القايده،
طالب اويا کم تر کمه کمونست دی ٠دا ولی؟ دا ځکه چه په پښتون کی نه هغه غيرت او نه هغه مړانه پاته ده٠
د خدای لپاره نور خلک د احمد شا مسعود نه ،نږدی دی چه بالاتشبه پيغمبر جوړ کړي
مګرپښتانه د باچاخان،داکتر نجيب،حکمتيار او حتی د غازی امان الله خان ،
احمدشابابا ، ميرويس نيکه او د افغاني تاريخ د نورو سترو شخصيتونو،دنومونو
په يدولو شرمیږی٠داځکه چه دا شخصيتونه داستعمار او انګريز ضد وه٠
که دا حالت دوام ومومی نو ډيرنو دا به لری نوی چه د ايران کلتور،فرهنګ،لهجه او نور به زمونږ
دټولنيز ژوند په ټولو خواوو مسلط شي٠
چرا کاری کند عاقل که بار ارد پشيمانئ!
په درناوی٠
سپوژمئ
26.09.2006
ډاکتر صاحب سلامونه،
ستاسو نظر په ېقېني او قطعي صورت صحېح دى. افسوس دادئ چه زمونږ ده پښتنو ماغزه ده عرب، او ده پاکستانى(پنجابى) ده لاسه مېنځل شوى دى.
larghonay1
27.09.2006
لومړى خو بايد د مشر او خاين تر منځ توپير وشي .
ځكه تاسو مشران او خاينان دواړه يو ځاى ليست كړي دي.
باچاخان،ايمل خان، غازی امان الله خان ،احمدشابابا ، ميرويس نيکه او د افغاني تاريخ نور سترشخصيتونه،سمه ده خو دا نور دې هسې غله او خاينان راټول كړي دي او د دوى په اړه ډېر بحثونه شوي، خلكو ښه پېژندلي چې دلته پرې بحث كول د وخت ضياع ده.
خو زما په نظر مونږ بايد تل په تاريخ كې هم ونه اوسو او يوازې د تېر پسې ونه ګرځو، مونږ بايد د راتلونكې له پاره پلان ولرو او يو ريښتونى مشر ولرو.
په دې به مونږ څه ګټه وكړو كه ټوله ورځ پخواني مړي وژاړو.
البته دلته زما موخه دخپلو مشاهيرو سپكاوى نه دى. خو د دې پر ځاى چې مونږ تېر مړي ژاړو، بايد د اوس او راتلونكې له پاره سوچ وكړو .
مونږ لږ تر لږه د يوه قوم په توګه ملي مشر نه لرو چې ټول خو پرېږده چې اكثريت مو پرې راټول شي او يو څه د منلو وي.
په پاى كې د يوشاعر چې نوم يې هم نه راځي شعر په لږ تغير سره راوړم:
كه هر څو يې د نظر لمونځونه وكړل
دا ساده پښتانه اوس هم بې قبلې دي