د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د افغانستان وزير خارجه په نيويارک کښي د افغانانو سره وکتل


ع کريم حليمي
20.09.2006

درنو او محترمو افغانانو سلام بر شما !
ډير د خوشحالۍ ځای ؤ چه د وزير خارجه او وزير امور زنان سره مي ليده او 
کاته وسوه 
وزير خارجه د مجلس ګډون کوونکوته خپله وينا واورول
 اما پېغلي دکتور حُسن بانو غضنفر يوه  لنډه وینا هم ونه کړه !
داسي معلوميږي چه افغاني مېرمني او پېغلي که څه هم وزيراني سي 
په هغه اسلامي ،اخلاقي ، افغاني حياکښي پېچلي دي !
فکر کوم حيا غلبه پر کوي او خپلو کشرانو وړونو ته بيانيه نه اوروي 

او د خوندو سره بيا ښه په فصاحت ږغېږي ٠ زما د مېرمني (سعديه اڅکزي کريم ) په قول 
دکتور حُسن بانو غضنفر  په ادبياتو کښي ډاکتري اخستې ده 
د داود خان په عصر کښي امريکاته راغلې وه کله چه تره کي لالا راغلۍ 
نو حُسن بانو غضنفر ئې وغوښتل او ماسکو ته ئې واستول 

د وزير صاحب بيان !
وزير صاحب خپل ځان امانی معرفي کړي ، او وئې ويل چه په
 وزارت خارجه کښي 
زماپه اطاق کښي چه کوم عکسونه وه پر هغو مي دوه ور اضافه کړه يو 
د غازي امان الله خان او بل د محمود طرزي عکس ، او وئې ويل چه زه يو 
ډيمکرات سړی يم او په هيځ قوم اړه نه لرم او اولادونو ته مي خپل قوم ندۍ 
ورښوولي ،او الادونه مي نه پوهيږي چه په قوم څوک دي  ، افغان يم اوبس 

وئې ويل چه افغانستان کي ډير مشکلات سته ، افغانستان خلګ قومي خلک 
دي ، او ملت نه دي ځندي جوړ سوي ٠ او ملي عسکر او پوليس بيا ډېر 
ضعيفه دي يعني يو زوړ کلشنکوف لري ، مخالف طرف ډېره نوې اسلحه لري 

خو پاکستان هم ندي ملت اما قوي حکومت لري ٠ 
زموږ همسيه ګان هم دا مشکلات لري ، خکومتونه ئې قوي دي 
موږ تر اوسه اقوام يو او حکومت مو ډېر ضعيفه 
او نور مشکلات هم سته ! زموږ حکومت خطا کړې وه چه  افغانانوته ئې داسي وبرېښول چه 
افغانستان به په پنځه کاله کښي يورپ سي اما داسي نه ده 
دوی فکر کاوه چه دا د جهان کومکونه وي نو وطن به په پنځه کاله کښي اباد 
سي ٠ صحيح ده چه وافغانستان ته کومکونه راروان دي په مليونو 
اما هغه ټوله د خارجي قواوو مصرف دي و حکومت ته خېخي يو لږ اندازه 
رارسيږي ٠ دغه خبره ده چه د خلګو  توقع لرى چه ابادي چيري ده کومه ده ؟ 
افغانانو دافغانستان ابادي شل کاله غواړي ، حکومت عايدات نه لري 
طرياق کرل کيږي لويه سرمايه ده اما حکومت قانونا نه سي کولای چه 
غم پر حواله کړي ، او بل کوم داسي عايدات افغانستان نه لري 

او امنيت چه نسته موږ ٣٥٠٠٠ پوليس لرو ، په هره اولسوالي کښي تقريبا 
دوه روسي جپان موټر سته او تقريبا لس پوليس د يو څو زاړه کلشنکوفه 
نو کله چه ٢٠٠ طالبان حمله وکړي پر ولسوالي باندي نو خود ئې ډير چابک 
ونيسي ٠ 
وئې ويل چه ټوله عمر مي په مبارزه کښي تير کړي   ډېمکراس مي خوښه ده 
شخسي ملکيت مي نظر دی داسي لکه نوروې  او داسي نور ملکونه 

اوبل ئې وويل چه په وطن کښي تعليم يافته خلک نسته ، يو څه  شهيدان 
سوه او يوڅه د خپل عزت د ساتلو په خاطر له وطنه ووتل 
خو هغه چه په خارج کښي دي هغوی سفارتونه غواړي (په رمز کي وويل )
د رمز الفاظ ئې زما هېر دي 

د خواشينۍ خبره داده !!!!
چه په ټوله مجلس کښي درې پښتانه وه !
مرګ دي و هغو پښتنوته راسي چه ايمان  ،سياسي او ملي  شعور نه لري 
او چه ملي منافع نه پېژني ٠ امين يارب العلمين 
که په ميوند کښي شهيد نه شوې 
خدای ږو بينګۍ ته دي ساتمه 
پښتنو نوربه داسي وايو چه :

که سياسي شعور در پيدا نشو 
خدای ږو بېنګۍ ته دي ساتمه 


نقاد
22.09.2006

[quote:9f98402893]وزير صاحب خپل ځان امانی معرفي کړي ، او وئې ويل چه په وزارت خارجه کښي زماپه اطاق کښي چه کوم عکسونه وه پر هغو مي دوه ور اضافه کړه يو د غازي امان الله خان او بل د محمود طرزي عکس ، او وئې ويل چه زه يو ډيمکرات سړی يم او په هيځ قوم اړه نه لرم او اولادونو ته مي خپل قوم ندۍ ورښوولي ،او الادونه مي نه پوهيږي چه په قوم څوک دي ، افغان يم اوبس[/quote:9f98402893]
محترم استاد حليمي صاحب ته سلامونه !
کران لوستونکي پوهيږي چې : که وزير صاحب ځان آماني راپيژني ځان به پرې مترقي ښيي، خو مالومه کړې يې نه ده چې امانيتوب يې دبچۀ سقاو په اړه کومې نتيجې اوڅه ډول ارزونې ته رسولی دی . آيا امانيت يې ستمي متره نفې کړې که نه ؟ سربيره پر دې په هرات کې يو قوم دی چې نه تاجک او نه پښتانه دي اونه هم له نورو مالومو قومونو په ډله کې پيژندل شوي دي . که يو قام ډير کوچنی او کم شهرته هم وي، منسوبين يې بايد پرې وياړ وکړي او نوم يې په دې نامه پټ نکړي چې ګواکې د قومي معرفت هم مخالف دی . قومي هويت دايت شريف د حکم ( لِتَعارَفُوا ) سره سم يواځې د پيژندلوله پاره دي ، نه دامتياز ، اختلاف يا
دوښمنيو له پاره . او که اختلافات موجود وي د قامي نومونو پر محوه کولو هم له منځه نځي . که وزير صيب افغان ټولنه قومي بولي،څنګه بيا فکر کوي چې د قومي نوم په ريښودلو سره قوميتل ه منځه تلای او پر ځای يې ملت منځته راتلایشي؟ آيادا صرف د ذهنيت او ذهني غوښتنو پورې اړه لري ؟ نه دتکامل د يوې ټاکلې مادي او تاريخي پوړۍ پورې ؟ دآمان الله خان او داود خان تيروتنې هم د تاريخ زړه نه دي هيرې کړې . په درنښت ! .


Re: د افغانستان وزير خارجه په نيويارک کښي د افغانانو سره وکتل

pattang
23.09.2006

ک حليمي : درنو او محترمو افغانانو سلام بر شما !
ډير د خوشحالۍ ځای ؤ چه د وزير خارجه او وزير امور زنان سره مي ليده او 
کاته وسوه .
[color=darkred:f6e4ced557]دمشرانوسره کتنه زمونږ کلتور او ګټوره تماميږي [/color:f6e4ced557]

وزير خارجه د مجلس ګډون کوونکوته خپله وينا واورول.

 اما پېغلي دکتور حُسن بانو غضنفر يوه  لنډه وینا هم ونه کړه !
داسي معلوميږي چه افغاني مېرمني او پېغلي که څه هم وزيراني سي 
په هغه اسلامي ،اخلاقي ، افغاني حياکښي پېچلي دي !
فکر کوم حيا غلبه پر کوي او خپلو کشرانو وړونو ته بيانيه نه اوروي 

او د خوندو سره بيا ښه په فصاحت ږغېږي ٠ زما د مېرمني (سعديه اڅکزي کريم ) په قول 
دکتور حُسن بانو غضنفر  په ادبياتو کښي ډاکتري اخستې ده 
د داود خان په عصر کښي امريکاته راغلې وه کله چه تره کي لالا راغلۍ 
نو حُسن بانو غضنفر ئې وغوښتل او ماسکو ته ئې واستول .

[color=brown:f6e4ced557]حليمي صيب !
زه ګمان کوم چې دې بدبختې به څه شی زده نه وو او يا به يې تياري نلرله
خو د شرم او حيا خبره نده دا ځکه چې هغې تر امريکا او روسې پورې
خپل چکرونه وهلي دي ، خصوصا د ترکي اغا په دوره کې ٠[/color:f6e4ced557]

د وزير صاحب بيان !
وزير صاحب خپل ځان امانی معرفي کړي ، او وئې ويل چه په

[color=yellow:f6e4ced557]دايې هم وښودل چې د ١٨ کلني را پدېخوا د ما وو ئيست
( Maoist ) وو اوبيا دالمان د شنو دپارټۍ غړی شه او دالما دهغه وخت
دباندېنيو چارو وزير چې د شنو د پارټۍ غړی وو ، په مرستې
سره دکرزي در بارته ورسېده او که نه ??[/color:f6e4ced557] 
وزارت خارجه کښي زماپه اطاق کښي چه کوم عکسونه وه پر هغو مي دوه ور اضافه کړه يو د غازي امان الله خان او بل د محمود طرزي عکس ،

[color=brown:f6e4ced557]البته د مسعود پنجشېري د عکس له څنګ سره [/color:f6e4ced557]
 او وئې ويل چه زه يو ډيمکرات سړی يم او په هيځ قوم اړه نه لرم او اولادونو ته مي خپل قوم ندۍ ورښوولي ،او الادونه مي نه پوهيږي چه په قوم څوک دي  ، افغان يم اوبس 

[color=yellow:f6e4ced557]داسادو مداري له کرزي نه هم بد تردی ،دی په خپل قوم
شر مږي نو ځکه دا سې خبرې کوي٠ [/color:f6e4ced557]

وئې ويل چه افغانستان کي ډير مشکلات سته ، افغانستان خلګ قومي خلک 
دي ، او ملت نه دي ځندي جوړ سوي ٠ او ملي عسکر او پوليس بيا ډېر 
ضعيفه دي يعني يو زوړ کلشنکوف لري ، مخالف طرف ډېره نوې اسلحه لري 

[color=brown:f6e4ced557]دلته نوموړی په سپين سترګۍسره ټول دروغ ويلي
دي لکه دا نور بينا موسان يي :
- دوی تر اوسه پورې 0,01 فيصده کار هم ندی کړی چې ملت او نړۍ يې
تائيد کړي په ځای دد ې داولس اخلاق خرابوي ، قاچاقبري کوي ، رشوت
خوري او ټول ناروا کارونه کوي ٠ ددې شعله يې کافر دې مخ تور شي ددوی
پوليس موډرنه اصلحه لري او له څنګ سره يې د اشغالګرو قواوي ولاړې
دي که زړه اصلحه لري هغه خو نو طالب دی٠[/color:f6e4ced557]

خو پاکستان هم ندي ملت اما قوي حکومت لري ٠ 

[color=darkred:f6e4ced557] ولې ملت ندی ? ده خوپاليتولوګي لوستلې ده دا فرق
خويې بايد واضح کړی وی٠ [/color:f6e4ced557]

زموږ همسيه ګان هم دا مشکلات لري ، خکومتونه ئې قوي دي 
موږ تر اوسه اقوام يو او حکومت مو ډېر ضعيفه 
او نور مشکلات هم سته ! زموږ حکومت خطا کړې وه چه  افغانانوته ئې داسي وبرېښول چه 
افغانستان به په پنځه کاله کښي يورپ سي اما داسي نه ده 

[color=brown:f6e4ced557]يوروپ ته څه کوې چلاکه ! تا دکابل ړڼګې مردارې کو ځې
تر اوسه پاکې کړې ?? پنځه کاله دې تېر شول ٠ [/color:f6e4ced557]

دوی فکر کاوه چه دا د جهان کومکونه وي نو وطن به په پنځه کاله کښي اباد 
سي ٠ صحيح ده چه وافغانستان ته کومکونه راروان دي په مليونو 
اما هغه ټوله د خارجي قواوو مصرف دي و حکومت ته خېخي يو لږ اندازه 
رارسيږي ٠ دغه خبره ده چه د خلګو  توقع لرى چه ابادي چيري ده کومه ده ؟ 

[color=yellow:f6e4ced557]ته هغه خبرې پريږده ،هغه پيسې چې تا سو ته در کړل شوې
دهغو حساب راکړه ?? دا راته واضح کړه چې قانون ولې نه عملي کيږې دا
خو په ډالرو پورې مربوط ندی? مسئله دقضا ، او څارنوالي ده . [/color:f6e4ced557]

افغانانو دافغانستان ابادي شل کاله غواړي ، حکومت عايدات نه لري 
طرياق کرل کيږي لويه سرمايه ده اما حکومت قانونا نه سي کولای چه 
غم پر حواله کړي ، او بل کوم داسي عايدات افغانستان نه لري 

[color=brown:f6e4ced557]ستا غوندې کسان کله په سيستم جوړولو پو هيږي که
د وجدان لرلی نو لدې بيناموسانو سره به دې يو ځای کارنه کاوو٠[/color:f6e4ced557]

او امنيت چه نسته موږ ٣٥٠٠٠ پوليس لرو ، په هره اولسوالي کښي تقريبا 
دوه روسي جپان موټر سته او تقريبا لس پوليس د يو څو زاړه کلشنکوفه 
نو کله چه ٢٠٠ طالبان حمله وکړي پر ولسوالي باندي نو خود ئې ډير چابک 
ونيسي ٠ 

[color=brown:f6e4ced557]غداره او بي منطقه طالبان خو دامريکا د cia دلاسو اله وه
او اوس هم دي نو ته ولي استفا نه ورکوي او د يوه پوليتولوګ په دود خو
مخ کې تاته بايد حالات مالوم وي٠[/color:f6e4ced557]

وئې ويل چه ټوله عمر مي په مبارزه کښي تير کړي   ډېمکراس مي خوښه ده 
شخسي ملکيت مي نظر دی داسي لکه نوروې  او داسي نور ملکونه 
[color=brown:f6e4ced557]
ستا د مخ هم تور شي کوم سياست ?? ماوو ئيستي انقلاب ?? خو هغه
ستا د BAT2 دکارځای محدود وو، د شنو پارټۍ ته لاړې بيا دې په
اخن کې د شنو د پارټۍ لخوا ، ښاري پارلمان ته ځان کانديدکړ او هلته
هم نا کامه پاته شوی خو اخر دې کرزی اجڼټ پيدا کړ ٠ [/color:f6e4ced557]

[color=brown:f6e4ced557]حليمي صيب !
مونږ ډوډۍ خورو په دې خبرو مونږ څوک نشي غلته ولی [/color:f6e4ced557]

اوبل ئې وويل چه په وطن کښي تعليم يافته خلک نسته ، يو څه  شهيدان 
سوه او يوڅه د خپل عزت د ساتلو په خاطر له وطنه ووتل 
خو هغه چه په خارج کښي دي هغوی سفارتونه غواړي (په رمز کي وويل )
د رمز الفاظ ئې زما هېر دي
 
[color=darkblue:f6e4ced557]سفارتونه غواړي يا نغواړي تا کوم هغه نا پوه ستميان
له وزارت خارجې ځخه وئيستل کوم چې NA دخپل چور او چپاو په وخت
کې مقرر کړي دي ٠ ?? [/color:f6e4ced557]

د خواشينۍ خبره داده !!!!
چه په ټوله مجلس کښي درې پښتانه وه !
مرګ دي و هغو پښتنوته راسي چه ايمان  ،سياسي او ملي  شعور نه لري 
او چه ملي منافع نه پېژني ٠ 
امين يارب العلمين
[color=brown:f6e4ced557]پښتانه بايد هم ورنشي ،څه به ترې زده کړي [/color:f6e4ced557]٠ 

که په ميوند کښي شهيد نه شوې 
خدای ږو بينګۍ ته دي ساتمه 
پښتنو نوربه داسي وايو چه :

که سياسي شعور در پيدا نشو 
خدای ږو بېنګۍ ته دي ساتمه 

دپښتنولي په مينه پتنګ.


ghafar
23.09.2006

محترم حلیمی صاحب او نورو دوستانو سلام !
حلیمی صاحب تاسې لیکۍ:[quote:b1ba20a3e2] خواشينۍ خبره داده !!!!
چه په ټوله مجلس کښي درې پښتانه وه ! [/quote:b1ba20a3e2]
حلیمی صاحب دا نوې خبره نده چې پښتانه د پېښې میدان نورو ته پرېږدي بیا شکایت کوي، چې ولې هر څه د مونږ په خوښه نه کېږي! د بېلګې په توګه که
تاسې په انترنت کې دكليو د بيا رغاونې او پراختيا وزارت پاڼې ته لاړ شۍ، و به ګورۍ چې د دری ژبې برخې ته ۱۲۹۳۳ کسان ورغلي دي او د پښتو برخې ته یواځې ۹ کسان ورغلي دي ! http://www.mrrd.gov.af/
په درناوي


کشمالې
24.09.2006

دښاغلوپه مهموټکوباندي نظر:
__________________________________________________________

ماته پته نشته چې ښاغلی اسپنتا د امريکې په کوم ښار کې جلسې ته
حاضر شوی وو خو په ډير احتمال سره به په نيويارک کې ؤو .

* هرکله چې دافغانستان کوم رسمي چارواکې امريکا ته ځي ، ځانګړي افراداوډلې تری خبريږي اوبس
* لکه هندوان اوپاکستاني ، افغانان منظم اطلاعاتي وسائل نه لري اونه يومتحدفکراواتفاق شته لري

محترم حلیمی صاحب لیکلي :
خواشينۍ خبره داده !!!!
چه په ټوله مجلس کښي درې پښتانه وه !

داخورښتيا هم دخواشينۍ خبره ده !!!

پنځه کاله تېر شول ،په افغانستان کښي ولی ملت جوړنه شو؟
ديوه هيواداودولت لپاره ملت ضروروي خوچې وزيرصاحب وايي چې ملت نشته نوبيا دده وزارت ،افغان اوسنې دولت اوپارلمان له کومه شو؟؟؟

دآمان الله خان او داود خان تيروتنې هم د تاريخ زړه نه دي هيرې کړې .

:idea: دآمان الله خان او داود خان ترمنځ فرق شته زه په داؤدخان څه نه ليکم خودامان الله خان په هکله چوپه خوله پاتی کېدل هم ګناه ګڼم ٠
هغه څه ته چې ځينې متعصبه حلقې اومذهبي جاهلانوتېروتنه ويلې ، هغه دمهذبووترقي غوښتونکوشخصيتونو اوډلودتائيد وړدي اوهيڅکله به په راتلونکي کی هم تېروتنې ونه بلل شي ٠ دسقاؤ ځوی دخپلې پوهې اوسويې برابر دامان الله خان ريفورمونه ارزوول ، اوانګرېزانو دافغان اولس ارتقاع نه غوښته ځکه ارتقاع قووت ؤ اوبرتانوي هندته په څنګ کی يو ځواکمن افغان دولت د قبلوولووړنه ؤ٠
زه په دې پوهېږم چې امان الله خان دښځواودهغوی په تعليم اوتربيه کی توندي کووله خوکه هغه داهم نه وای کړي بيابه هم دانګرېززړه ورته نه ؤ سپين شوې او که هغه دا نه وای کړي افغانانوته به څوسوه کاله يوچا انتظارکاوه چې پرمختګ ته غاړه کيږدي ؟ همدا نن ورته هم نظروکړۍ !

هغه ملي کيفيت چې دغه افغان پاچا درلود ، ډېرونه درلود ، هغه يوخپلواک ، په خپل ټاټوبي مئين اوترقي غوښتونکې پاچا ؤ٠
امان الله خان نننې افغانستان په انګريزي استعمارګرودمټ په زورمنلې ، داهيواديې خپلواک کړې اوملي اوقانوني حيثيت يې ورکړې ، هغه افغانستان په خيرات ياتحفه کی نه دې ترلاسه کړې بلکه په خپل رهبري اوجنګي مهارت يې دهغه وخت په سوپرځواک منلې ، قاطعيت ، رهبريت ، جرات ، تکړه توب ، فکر، پوهه، عزم اوتصميم ددغه ځانګړي پښتون پاچا خاصيتونه اوصفتونه ؤ٠ کاش افغان اولس دانګرېز اومذهبي ايجنټانوپه شومونيتونونه غولېدای !

امان الله خان ريښتينې غازي ، وطنپرست ، ملي شخصيت ، عادل ، قاطع اوترقي غوښتونکې ؤ ، په عمل اوګفتارکی يورنګ ؤاوخپل اولس يې نه غولاوه ٠
که دهغه ريفورمونه عملي شوي وای ، بيابه چا جرات هم نه ؤ کړې چې افغانستان ته په سپکه سترګه وګوري ، خومتاسفانه چې ځينې متعصبين دتعليم باوجود طفلانه قضاوتونه کوي ، لکه دسقاودزوی په څېرمهذب `` اريايي نژاد`` ليکوالان
دامان الله خان شخصيت اوتهذيب هيڅکله اوپه هيڅ صورت ديومشکي سقاودپوهې اوتهذيب سره نشي پرتله کېدای ٠
اوزبک وي که تاجک ، هزاره وي که پښتون ، چې سالم دماغ ولري ، قضاوت اوترقي قبلوي ، بايددامان الله خان غوندی ملي شخصيت احترام وکړي اوپری ووياړي ٠

په پای کی دحليمي صاحب درافشانيوته پام :

ما فکرکاوه چې محترم حلیمی صاحب به دخپلی لوړې پوهې په کچه پراخ قضاوت کوولای شي خوکله چې می دهغه دا جمله چې `` مرګ دي و هغو پښتنوته راسي چه ايمان ،سياسي او ملي شعور نه لري او چه ملي منافع نه پېژني ٠ امين يارب العلمين ``
دومره دهغوی له شخصيته په شا وتمبوولم چې نوريې شايدپه دغه فاصله کی غږهم وانه ورم

ښاغلي حليمي صېب بايد داټکي هم په پام کی نيولي وای چې :
* په پښتنوپه تېروپنځوکلونوکی هررنګه تهمتونه لږول شوي ، دطالبانواوالقائدې په توروژل شوي ، کورونه يې وران شوي ، بچي يې وژل شوي ، ښځې يې وژل شوي ، کورونه اوکلي يې وران شوي ، دروازې يې په لغتووهل شوي ، په کورپردي ورختلي ، په خپله کوڅه کی دپردوټوپکيانولخوا تالاشي شوي ،ژوندي خوڅه کوې چې مړي يې هم بې عزته شوي ، ودونه يې په غمونوبدل شوي ، تړل شوي ، سکنجه شوي ، بنديان شوي اوداسې نورډېرمثالونه ، کوم افغان چارواکي له رئيس جمهوره نيولی تروزيرانو ، کوم يودپښتنوخبراخيستې ؟
يواځې په يوه دعوت په ٢٤ ساعتونوکی لکه جنرال مشرف ، له هرڅه واوښت اوديوسپنتا لپاره دټولوپښتنود مرګ دعاوې کوي او په بې ايمانۍ اوبې شعور ۍ يې تورنوي ٠

حليمي صاحب !
داځل دې کنډيباغي خوندنه درلود

په درنښت
کشمالې


larghonay1
25.09.2006

درنو لوستونكو !
ډاكټر رنګين دادفر سپانتا پتنګ صيب په پوره مانا پېژندلى دى .
خو اوس سپنتا ماونيست يا د شنو پارټۍ نه ، بلكې يو كلك ستمى دى.
لومړى چې كابل ته راغلى و نو د ميډيوتيك په نامه يوه اداره ده چې سپنتا به هره چارشنبه هلته لكچر وركولو او اكثره ستمي ځوانان به ورتلل.
كه څه هم ميډيوټيك هر چاته بلنه وركوله خو پښتانه به كه په لومړي ځل ورتګ غلط شول نو بيا به نه ورتلل.
زه هم يوه ورځ ورغلط شوى وم او د سپنتا څخه يو كس پوښتنه وكړه چې دا څنګه حكومت دى چې د مشرۍ رول پكې د پښتنو دى او ته ورته ډيموكراټ وايې؟
سپنتا ورته وويل :
دا ټول به ښه شي تاسو وګورئ يو وخت دلته ( افغانستان) د يوه قوم ژبې ته ملي ويل كيده او د يوه قوم قويت ته ملي هويت ويل كيدو خو اوس داسې نه دي.
سپنتا چې كله د كرزي مشاور وزير شو نو د هغه وخت قاضي القضات د سيما سمر كومه داسې دوسيه راسپړلې وه چې هغې د كفر خبرې كړې وې .
كله چې دغه دوسيه كرزي خان ته وړاندې شوه نو سپنتا په ډېره غوسه كرزي ته ويلي وو چې له دې دوسيې بايد تېر شي او په اړه يې څه ونه ويل شي.
نو كرزي هم همغه شان په هغه دوسيه سترګې پټې كړې .
له دې څو ورځې وروسته د طلوع ټلويزيون ته دستور وركړل شو او قاضى القضات ته يې هغه سپكې وركې وكړې چې د ژورناليزم له هيڅ اصولو سره نه وو برابر.
دوى يو اړخيز راپور جوړ كړى و چې د قاضي القضات له ډلې هيڅ څوك پكې نه وو او ټول يې مخالفان راټول كړي وو او په قاضى القضات يې ښه زړه يخ كړ.
البته دلته زما د قاضى القضات پلوي يا ملاتړ موخه نه ده ، نه بايد په دې موضوع كې مطرح شي . دا كيسه مې د سپنتا سره تړلې وه ځكه مې وليكله.
كله چې سپنتا د بهرنيو چارو وزير شوى نو له همغې ورځې يې خپل ستمي ملګري راوستي او په وزارت كې يې بانډه كړي دي.
ډاكټر مراديان چې د پښتنو سرسخت دښمن دى او تل په همدې اړه خبرې كوي چې دلته ملي هويت نشته، دا ملت نه دى، افغانستان يو تحميلي نوم دى، افغان د افغانستان هر اوسيدونكي ته نه وايي .
او سپنتا همدغه مراديان راوستى خپل مشاور يې مقرر كړى دى.
همدا راز يو هزاره دى چې حضرت وهرېز ورته وايي هغه هم د بهرنيو چارو وزارت كې تر وزير ډېر واك لري او دومره متعصب دى چې په اړه يې خبرې كول نه ښايي.
سپنتا يو قوي متعصب او هدف لرونكى سړى دى خو كرزى يو بوالهواس او لاوبالي سترګكمار دى چې كه همداسې پاتې شول نو له كرزي به ښې ګټې واخلي.
نور نو نه اماني دى او نه افغاني .
دا خبر يې هم د بې شعوره پښتنو د غولولو له پاره كړې
كه افغان واى نو د بهرنيو چارو وزارت مجله كې به يې يوه كرښه پښتو چاپ كړې واى.
همدا راز يو سفير هم پښتو نه وايي نو څنګه افغان وزير دى چې د يوې ډلې ژبه د ټولو افغانانو سمبول ګڼي.


ghafar
25.09.2006

ګرانو دوستانو سلامونه او نیکې هیلې !
زه نه غواړم د افغانستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي سپنتا پر شخصیت چې پلانکئ و او نور څه و، تبصره وکړم ، خو که یوه شیبه مونږ پخپله د تعصب جامې له ځانه لرې کړوو او په ریښتیا سره د ملت جوړولو له بهیر سره مرسته وکړوو، نو هرو مرو دې نتیجې رسېږوو چې زما په نظر ښاغلي سپنتا لږ تر لږه په یوه ځای کې چې وایي: [color=blue:9122c87f22]، افغان يم اوبس[/color:9122c87f22] ډېره مهمه خبره یې کړې ده . مهمه خبره ځکه چې د یوه شخص د پېژندنې لپاره ضرور ندئ چې په تذکرې کې د هغه د قام اړیتوب هم ولیکل شی ! مونږ ډېر ځلي دا تجربه کړې ده چې په تذکریکې د قام له پېژندنې څخه کله زمونږ په ګټه او کله زمونږ په زیان ناوړه استفاده شوې ده. زه به تاسو ته پدې هکله یوه لنډه کیسه وکړم:
په یوې دولتي ادارې کې زمونږ یو همکار غوښتل چې د یوه تلفون لین امر واخلی خو هر څه هلې ځلې یې وکړې بریالئ نشو. بالآخره زمونږ یو بل همکار چې په مخابراتو کې یې کوم صلاحیت لرونکئ مسئول پېژانده د هغه واسطه شو. مخابراتو کې هغه ته وویل شول چې عریضه د عارض له تذکرې سره یو ځای له ځانه سره راوړه. کله چې هغه عریضه یې وړاندې کړه ور ته وویل شول چې تذکره هم راکړه، کله رئیس د عارض تذکره یې ولیده نا څاپه د عارض پر واسطې باندې په غوسه شو او ویې ویل: ما سل ځلي درته وویل چې د دیګان واسطه مه کېږه ! عریضه یې بې د کوم امر ورته بېرته ورکړه ! زه دا منم چې داسې اعمال عام نه وو، خو ما پخپله ولیدل چې په تذکرې که د قام لیکل د ناوړې استفادې زمینه برابروی. که د چا پلار او نیکونو د هېواد لپاره کوم ارزښتمند کار کړئ وي هغه به د هېواد په تاریخ کې ثبت شی. زما په نظر په تذکرې کې د قوم په اړه هېڅ شئ ضرور ندئ چې ولکل شي، ځکه له هغه څخه د نژادي توپیر بوی را پورته کېږي .په تذکرې کې باید هغه شیان درج شی، چې د یوه حاضر انسان د پېژندلو لپاره ضرور دي. یواځې د بهرنیو لپاره باید په پاسپورت کې افغان ولیکل شي. پرته لدې پښتانه خو باید اصلاْ د هغه مخالف نه وي، ځکه دا نور خو هسې هم وای افغان او پښتون یو دئ.
په درناوي


pattang
25.09.2006

ځنې پښتانه نه پوهيږي چې څه ليکي ? او که ژور پام وکړو: څومر ه په خپل کلتوراوژبه شر ميږي او په هيڅ شي يې سرهم نه خلاصيږي٠

چې هر څو دې نيغه ومه نه نېغېږي
تا خوړلې دتاجک دکور ډوډۍ

ته په بل کلتور مين خوشې دَبلی يې
چې لوی شوی د پرديو په شړۍ

زه پتنګ به تاته څو ځله وصيت کړم
ښه مې اورې خو سر ټيټ کړې تر تڼـۍ

دپښتنولي په مينه پتنګ


نقاد
25.09.2006

درنو لوستونکو درناوی او سلامونه .
سپنتا يو روڼ انده سياستوال بريښي او ديموکراسي يي هم پر دغه اصل بنا ښکاري ، نه پر اصوليت او ددموکراسۍ پر قانونمندۍ ! څوک چې اصولي دموکرات وي، بي توپيره د ټولو اتنيکي ډلو دموکراتيک حقوق غواړي . [color=blue:b449ec2d0e]يوتاجګ پيګير دموکرات ښايي د پښتنو دموکراتيک حقوق، او يو پښتون پيګير ولسواک ښايي د تاجکو ، ازبکو او نورو د حقوقو د پلي کولو له پاره يو شان مبارزه وکړي ![/color:b449ec2d0e] که دغه معيار ومنو نو سپنتا صيب ته به ډيره ستونزمنه وي ثابته کړي چې د بهرنيوچارو په وزارت کې يې د پښتنو د فيصدۍ د خوندي کولو لپاره هم کومه مبارزه کړې وي ! برعکس نوموړي د پښتنو د حقوقو د پايمالولو پر بنسټ خپلو کسانوته په دغه وزارت کې زياتي چوکۍ ورکړي دي .دايا پښتون ولس ته په بده سترګه کتل دي او يا که تر نن پخوا د ځينو اتنيکونو دغه راز حقوق نه وي پلي شوي، نو دهغې دغچ اخيستلو بڼه يعنې [color=white:b449ec2d0e] ريوانشيزم دی ، نه ديموکراسي ! [/color:b449ec2d0e] نو دموکراسي د هيڅ يو توکم پر بي برخې کولو نشي پلي کيدای ، په تيره بيا له پښتنو پرته چې قاطع اکثريت لري ، دموکراسي پلې کول ناممکن بريښي . مونږ خو دا پر کراتومراتو ويلي دي، چې دپښتنو ګټه په دموکراسۍ کې ده، او د نورو ګټه د پښتنو سره په ورورۍ کې نغښتې ده . خو پښتانۀ بايد لومړی ځان وپيژني او بس ! آيا همداسې نه ده ؟

ښاغلي غفار ورور يو ښه ټکی په ګوته کړی، خــــوووو:
که مطلب يې د داود خان د وخت په څير قومي تخلصونه له منځه وړل وي نوهغه وه کورټ بيله او بله خبره وه، ګټه يې لرلی شوه، خو که تر هغې زيات د افغان پر نوم د تاجک، پښتون، ازبک او نورو هويت له منځه وړل وي ، تر وخت ډير دمخه کار دی اونورې لويې ستونزې رامنځته کولی شي . ستاسې اند په دې اړه څه دی ؟

والسلام


لرګبه
26.09.2006

[quote:5d1f94a8f7="نقاد"],,,,,,نو دموکراسي د هيڅ يو توکم پر بي برخې کولو نشي پلي کيدای ، په تيره بيا له پښتنو پرته چې قاطع اکثريت لري ، دموکراسي پلې کول ناممکن بريښي . ,,,,,. [[size=24:5d1f94a8f7]color=blue]خو پښتانۀ بايد لومړی ځان وپيژني او بس ![/color][/size:5d1f94a8f7] آيا همداسې نه ده ؟

[/quote:5d1f94a8f7]

محترم نقاد صېب او نورو ښاغلېو ته سلامونه او درناوۍ،

پر قلم مو برکت شه، بالکل همداسې ده، مونږ په رښتېا هم باېد خپل ځان وپېژنو،
خپلې ليرې او نيږدې ګتې ځانته واضحه کړو، خپل شا او خوا واقعيتونه هم جوت کړو، د وروستېو درېو لسيزو تاريخي او ټولنيزې تجربې سره وشنو، خپلې ملي ګټې (مشروعې ګټې ) خوندي کړو، لکه دا نور ئې چې کوي، د ښمنو هر راز توطئو ته د همدغو ګټو له دريځه بېداره او ؤښيار ان اوسو، خو تر ټولو دمخه خپل د وګړو په اصلي ارزښت پوه شو ا و دا ومنو چې زمونږ هغه روڼ اندي چې حد اقل لاسونه ئې د چا په وينو سره ندي او پر چا ئې ظلم تيرۍ ندی کړی ( پرته له هر نوع توپيره اوتعصبه - چې پخوا دې په کوم ګوند يا سياسي او ايديالوژيکي سيستم پورې اړه لرلې وي) او د هيواد د سياسي ټولنيزو چارو نه ترخې او خوږې تجربې لري او تر ټولو دمخه پر خپلو اشتباهاتو او غلطيود اعتراف شهامت ولري - زمونږ د ملت معنوي شته او سرمايه ده٠ له بلې خوا دوی له هم پکار دي چې زياتي نور نو لاس تر ځنې کښينني او د تحجر، پردي پالنې، او د ټولنې په مقابل کې د هر راز جرائمو د افشا او مخنيوي پخاطر دې د ملت په ژغورلو کې خپل لوۍ سهم واخلي٠ دا د اجنبي توطئو زړې ببو لالې د ی په زغرده او په ملي مسؤليت احساس په شاوتمبول شي، چې ګڼي فلانکی اخوانی ؤ، ها بل ته ګوره دی خلقی ؤ، دا بل ورکوه" مازې کمونيسټ" ؤ ، والله ګل بدينئ ده، نجيبئ ده او داسې نور٠ هغه څه ته بايدخپل پام وګرځوو کوم چې په رښتيا مو کور ورانوي : [color=yellow:5d1f94a8f7][size=18:5d1f94a8f7] که دا عربيزم-تروريزم ، پان ايرانيستي ضدافغاني سياسي - فرهنګي تيرۍ وي او يا هم د پنجابيانو افغان دوښمنه بيلتون اچوونکي توطئې وي٠[/size:5d1f94a8f7][/color:5d1f94a8f7] نور کترې او کنائې سره مه وائې، اخر پر افغان ېواځې د افغان زړه سيزي، نه د سعوديانو، پاکستانيانو ، ايرانيانو - روس او امريکه خو لا څه کوې٠
په مينه او درنښت


کشمالې
26.09.2006

دښاغلي رنګين دادفر سپنتادوزارت په وېبپاڼه کی په انګليسي ليکل شوي :

King Amanullah's efforts to modernize Afghan society created a backlash in society, leading to his overthrow and the short reign of Habibullah Kalakani, known as King Habibullah (who reigned from February1929 to
November 1929).
`` and the short reign of Habibullah Kalakani, known as King Habibullah
``
نورو خبروته يې نه يم متوجه خوداپورته انګليسي جمله که څه هم په ګرامري ميتودپرفېکټ ده خودمحتواله نظره شايدغلط شوې وي ځکه چې ترسقاوپخوا پاچا داميرحبيب الله خان په نوم مشهورؤ ٠ خېر، چې وزيرصاحب پری خوښيږي ، دايې دمشکي ځوی نه ، پاچا به يې وګڼوکه نورڅه نه وي په شاهي ارګ کی خويې ٩ مياشتې تېرې کړي ٠ اوس خودوستم اوحضرت علي هم ځانونه پاچاهان ګڼي ، چايې پرواوکړه ؟


نقاد
26.09.2006

دروند لرګبه صيب او قدرمنو لوستونکو سلام پر تاسې!
څه ښه او نيکه هيله مو څرګنده کړې ، چې البته د منځپانګې په توګه يوه ټاکلې ښکارنبڼه (شکل) هم غواړي .
له يوې ژورې څيړنې او شننې په نتيجه کې بايد خلق او پرچم
١ ـ په سياسي توګه له هغه مشرتابه نه ﻻس واخلي چې له سياسي دفتر نه تر مرکزي کميټې ، او کښته تر ښاري او وﻻيتي کميټو پورې رارسيدلې و .

٢ـ د نوموړي ګوند غولونکيسيسي مرامونه او کړنلارې دې په کلکه او بي امانه توګه وغندي او د تل له پاره دې دپخواني ګوندله مشرتابه او ګوندي مرامونو سره په نه پخلاکيدونکې توګه پر مخه ښه وکړي !

٣ـ ملي ، اسلامي اولسواکه ﻻردې خپله کړي ، يعنې د پرديو ﻻر به نيسي ، د او لسواک به هم مني او هم به يې د اولس له پاره غواړي او د اسلام پر سپيڅلي به عقيده ولري او له دې درې متحدو ﻻرو څخه دې د افغانستان د خلکو زړونه وګټي او پرځان دې راټول کړي !

دغه د يونوي پيل سياسي شرط دي چې ګونديان يې د يو کنفرانس په ترڅ کې هم ډير ښه پوره کولی او اعلامولی شي !
تر دې وروسته به د خپلو جنايتو پر اړه هر څوک پخپله ځوب وايي او دګوند له نامه سره به هيڅ کوم تړاو
ونه لري .
که دغو پورتنيو اصولي غوښتنو ته ګونديان تن کيږدي ، ډير ژر به د وطن رښتيني بچي و پيژندل شي او په نره توګه به خپلو ملي او ولسواکو مرامونو ته ملا وتړي او د خپلو خلکو ملاتړ به ژر خپل کړي !
زه وړانديز کوم چې بايد تر يوۀ بيل سرليک ﻻندې يو بحث پيل شي چې ګونديان (خلقيان ) ايا او څرنګه کولی شي رغنده رول په سياسي ډګر کې و لوبوي..

والسلام !


pattang
26.09.2006

عملي خواته به لاړ شو: څه چې نورو ليکلي دي تر يوې اندازې درست دي ٠
سياسي عقيده کله داسې کله هسې دشرائطو تابع ده اوبخشنه پکښې شته ،خوهغه
دپښتنولي بندونه چې (ځنې) خلقيانواوپرچميانو په خپل وخت کې مات کړي دي
دبخشنې وړ ندي او نه څوک ترې تېرېدی شي ٠ کله چې په خوب کې راشي نو راويښ
شم او ټوله شپه مې چرت خراب وي٠ دبل له لاسه که مړ شې خوپردی دی نوکله دې
چې خپل زوی نه پېژني او وژني دې نو هغه زوی بيا نشې خپل کيدی٠

د سپنتا مداري خبرې دستميانو په کور کې هغه خوساشوي غوښه ده چې له ٥٠ کالو
را پدې خواهر ستمي ساتلې او دپتنګ ترپوزې هر وخت دهغې مردار بوی را
رسيدلی دی ٠
سپنتا يو بل کار هم وکړ : د ستميانونورم شوې کلمه (امر صاحب ) يې د( پاچا )په
نوم بدله کړه٠
ولې به يې نکوې : تبرګې چې ونه پرې کوی لاسته يې دونې خپل ښاخ وي .
زمونږ پښتانه ، زمونږ تاريخ ،دخپلو پښتنو له خوا خرڅيږي٠.

دپښتنولي په مينه پتنګ٠

[quote:9d44fa37c3="کشمالې"]دښاغلي رنګين دادفر سپنتادوزارت په وېبپاڼه کی په انګليسي ليکل شوي :

King Amanullah's efforts to modernize Afghan society created a backlash in society, leading to his overthrow and the short reign of Habibullah Kalakani, known as King Habibullah (who reigned from February1929 to
November 1929).
`` and the short reign of Habibullah Kalakani, known as King Habibullah
``
نورو خبروته يې نه يم متوجه خوداپورته انګليسي جمله که څه هم په ګرامري ميتودپرفېکټ ده خودمحتواله نظره شايدغلط شوې وي ځکه چې ترسقاوپخوا پاچا داميرحبيب الله خان په نوم مشهورؤ ٠ خېر، چې وزيرصاحب پری خوښيږي ، دايې دمشکي ځوی نه ، پاچا به يې وګڼوکه نورڅه نه وي په شاهي ارګ کی خويې ٩ مياشتې تېرې کړي ٠ اوس خودوستم اوحضرت علي هم ځانونه پاچاهان ګڼي ، چايې پرواوکړه ؟[/quote:9d44fa37c3]



ع کريم حليمي
26.09.2006

محترم پتنګ صاحب له سلامونو او احترام ورسته 
هو ! حبيب الله جار وهلي ؤ چه امر يم 

Habibullah who had taken Kabul and the royal palace and ))
.......................................................................((.proclaimed himself Amee
يعني ارګ ئې نيولي ؤ ، او ځانته ئې امر ويل نه پاچا 
وزارت خارجه حق نه لري چه په تاريخ کښي لاسوهنه وکړي 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more