د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

خبرتيا:په افغانستان کي "دشل کلن کمونستی ناتار استازی" اؤس لا هم ګنګه دی،

Dr MPZ Safi
20.09.2006

خبرتيا:په افغانستان کي "دشل کلن کمونستی ناتار استازی" اؤس لا هم ګنګه دی،
 ددی مخ سر لوحه د شلو ورځو څخه هم زړه شوی?!?!?
محترم وطنمل:: هيله ده چه دا "خبرتياوي" د لمړی مخ د سرخط څخه لری کړی٠


Dr MPZ Safi
20.09.2006

محترم وطنمل:: هيله ده چه دا "خبرتياوي" د لمړی مخ د سرخط څخه لری کړی٠


Dr MPZ Safi
20.09.2006

هيله تکراريږی!


محترم وطنمل:: هيله ده چه دا "خبرتياوي" د لمړی مخ د سرخط څخه لری کړی٠

Dr MPZ Safi
21.09.2006

محترم وطنمل:: هيله ده چه دا "خبرتياوي" د لمړی مخ د سرخط څخه لری کړی٠


صافی
22.09.2006

ډاکتر صاحب!سلام:
وروره! ددې موضوع په هکله دا څنګه دومره تشویش درسره پیدا شوی ؟ اوولی غواړۍ چې دکور، ډوډۍ، او کالی او هورا ،شعارونه هیر، او دهغوتیرو ناخوالو د عبرته هیواد وال محرومه کړی؟خدای دې وکړی چې تاسودپورتنیو موادو په ویش کې برخه نوی اخیستی ! او یا داچې کوم بل دلیل لری چې مونږمو ترې بې خبره پریښی یو؟ لطفآ خپل نظر او دلیل روښانه کړی چې مونږ هم په مطلب سره پوه شو چې ستاسو جناب هدف څه دی. اوولې غواړي چې دا خبرتیا لری شی؟
زه فکرکوم چې دا زما او ستاسو لیکنې دې ړنګې شی او نه دا پورتنۍ خبرتیا.
په درناوي


Safi A.khaliq
11.10.2006

درنوافغانانودسلام اونيکوهيلوپه وړاندی کولو موهرکلې کوم ےهيله ده هوسا او بسا اوسی٠
زه دافغانستان دخلق دموکراتيک ګوند غړی وم اودا هم بايدووايم چه زماپه شان په
زرګونی نور د وخت ځلميان د دی ګوند غړی وه خو زمونږ هيله دا نه وه چه هيواد دی
وران ےولس دی قتل ےاو روسيی فاشستان دی په هيوادحکمرانی وکړی اويا هم دافغانی ضدو ستمی روسی جاسوسی شبکو سره دخنجان په شان ماهدی لاس ليک
کړو٠
زه نه پوهيږم چه داکترصاحب صافی څوک دی؟ او ولی ددی حزب دتاريخ دمحکومو
او روسی جاسوسان دڅيرو دبربنډيدو څخه ځان ته دا حق ورکوی چه دا ليکنه دی لری شی ٠ اوس داهغه وخت ندی چه دکارمل خاص مداح حبيب منګل به په حزبی سيمينارونو کی ويل_ کسيکه کارمل را در خواب بد ببيند خائين است ٠
زما هيله دصافی صاحب څخه داده چه ځان ددی تاريخی بدنامو څيروپه افشا کی دځوان نسل سره يو کړی نه دهغوی په دفاع کی٠
زه به ددی خائين باند په هکله په همدی پاڼه کی تر دی عنوان لاندی ليکنی وکړم ؛
کارمل او دهغه ناولی باند
کارمل دانشعاب عامل
کارمل اوروسان
کارمل دخنجانو دشرمونکی تړون رهبر
په درناوی


Re: خبرتيا:په افغانستان کي "دشل کلن کمونستی ناتار استازی" اؤس لا هم ګنګه دی،

ډاکتر وطنمل
11.10.2006

[quote:23afa9643d="Dr MPZ Safi"]خبرتيا:په افغانستان کي "دشل کلن کمونستی ناتار استازی" اؤس لا هم ګنګه دی،
سره ددی چه ددی مخ سر لوحه د شلو ورځو څخه هم زړه شوی?!?!?[color=white:23afa9643d][/color:23afa9643d][/quote:23afa9643d]
صافي صيب جوړتازه پخير !، خدای دې راوله ، ښه راغلې اوهرکله راشې !

پرهدف مو پوه نشوم چې ددغې موضوع د ليرې کولو له پاره څه دﻻيل په ذهن کې لرئ ، ځکه څه مو نه دي ليکلي . که دلايل لرئ او د ګرانو لوستونکو ته يې وړاندې کړئ، ښايي ، که دﻻيل مو رښتيا غښتلي وو، ډير لوستونکي ځان ته راواړوئ او خپلې دغې هيلې ته نږدې شئ . که ځان هم لوستونکو ته بشپړ معرفي کړئ ښايي
نوموړي هدف ته مو په رسيدو کې هم مرسته وکړي . والسلام .


ايره
12.10.2006

وطنمل صاحبه!
تاسو بهتره ده لږ شاني و خپلي شا ته هم که کتلای شئ و ګوری ، بيا وړاندي مخي ته هم وګورئ . و مخي ته پرتې نوي خبري ، نوي ﻻنجې او نوي ګواښونه هم په غبرګو سترګو ووينی . کومي خبري چې نن را رواني دي دا خوهمدا ستاسو مردارخورو مرداری دي چې نن يې ز موږ وطن په داسي لوی مصيبت کې را ښکېل کړی دی . هماغه چې تاسو يې کمونيستان بولی هغوی خو هيڅکله هم ځانته کمونيستان نه ويل دا خو تاسو واست چې په امريکايي ډالرو مو دهغوی سره جګړه نه داسلام په خاطر بلکه و امريکا او ای ايس ای ته د خدمت په نامه را شروع کړه او زموږ ښکلی وطن مورا برباد او دودسته مو دادی بيرته وانګرېزانو ته تسليم کړ . همدا چې تاسو يې کمونيستان بولی نو دا خو پرون هم د همدې تاسو مردار خورو او دو مخي دپاکستانيانو او انګرېزانو د نوکرانو سره جنګېدل او هغوی يې رسوا کول او نن هم خپله خبره په زغرده وايي . دا خو تاسو واست چې د شيطاني جهاد نارې مو د پاکستان او انګريزپه ګټه راپورته کولې او خپل افغانان مو وژل او اوس هم دادی پاکستاني شيطانانو ته مو موقع ورکړېده موږ ته راتلونکې و ټاکي .
وطنمل صاحبه لږ شرم خو ښه شی دی . تاسو چې ډاکټر نجيب الله د پاکستان په امر وځړاوه نو تاسو څه توره وکړه غير له دې نه چې د هغه نه مو د افغان ولس قهرمان جوړ کړ او ځان مو د پاکستانيانو غلامان . دا وطن مو اوس چيري را ورساوه او ددې باد هم چيري روان دی ؟ تاسو راشئ ددې ولس نه و پوښتۍ چې تاسو ته څه وايي ؟ ستاسو پر مخ ناړي در توکي او که د هغوی چې تاسو يې کمونيسټان بولی ؟ تاسو داسلامي جهاد په نامه څه بې ناموسۍ او څه مورداری هم نه وې چې و مو نکړي . زموږ په وطن کې مسلمانان په تاسو او په اسلام شرميږي ، افغانان په تاسوټولو شرميږي ،انسان او انسانيت په تاسو شرميږي . نن تاسوموږ ته او ستاسو په اصطلاح د ډاکټرنجيب الله د ګوند يو څوک را وښياست چې دبيت المال پيسې اوما ل يې خوړلی يا چور کړی وي، يا يې بلډينګونه او بانکي حسابونه لرلي وي خو ستاسو موردار خوره ږيرور دمجاهدو مشران و ګوری چې څه هم نلري . داټول يې د جهاد في سبيل الله په نامه راغونډ کړي دي او که د کونډي او ددې هيواد دملي شتمنيو د غلا او چور په نامه . تاسو زموږ دپلرو شړل سوي انګرېزان بېرته راوستل خو هماغه پروني کمونيستان ور سره جنګېدل. په دې لسو پنځلسو کالو کې دغه ستاسو د خرو بازۍ چې را رواني دي دا ستاسو لخوا دي او که د کمونيستانو لخوا . وطنمله تاسو چې دا پاڼه پرانيستې ده ، د خدای په لحاظ لږ شاني د خدايه او ددې مظلومو خلکو د اه و ثناه څخه و بېريږی او وشرمېږی . نور دغه د شيطنت او بېلتون چيغي مه وهی. هر څومره چې چيغي ووهي د خپلو مرداريو بوی مو را پورته کيږي .ټرروريسټان نن څوک دي؟ تاسو ياست اوکه ستاسو په اصطلا کمونيسټان ؟. القاعد څوک دي . مافيا څوک دي . د تارياکو قاچاقبرا څوک دي . ډالري وطنفروشان څوک دي ؟چا دغه انګرېزان او پردي دلته راته مېشته کړه . چا دا دومره لويه بدبختي دې وطن ته را وستله تاسو که کمونيستانو . تاسو خو د اسلام دعوه کوله خو اوس دا تاسو ياست چې په اسلامي افغانستان کې د سيمي فاحشه خانې راته جوړوی . دا ستاسو د جهاد برکت دي چې زموږ په هېواد کې د لومړي ځل لپاره ايدز پېژندل کيږي . ستاسو په اصطلاح د کمونيستانو د سپي بلا دي پر تاسو وګرځي .
تو لانت دي وي پر منافيقينو او اسلامي شيطانانو!
والسلام


pattang
12.10.2006

خدای پاک دې ټوله ايره په باد اېسي ، داڅه سپکې سپاندي ليکې او وطنمل صيب
خوکومه ګناه ندی کړې اونه يې کوم شی ليکلې تاخو وروه پښتانه وشرمول او څه حق لرې چې دغسي يوه خوله اچوې ٠
زړګيه شرم او حيا ورکه شوه خدای پاک دې زمونږ پښتنو ته شرم ، حيا او غېرت راکړي ٠


ډاکتر وطنمل
12.10.2006

ښاغلی ايره صيب ښې چارې !


ډاکتر وطنمل
13.10.2006

ښاغلی ايره صيب ښې چارې !

١ ـ ټول افغان يوه ملي اولسواکه اواسلامي بريښنا پاڼه ده ، تاسې له دې درې بنسټونو څخه د کوم يو
زغم او پلوې کولی شی ؟ د هر يوه پلوې چې کولی شئ ، وښاياسات چې په کومه برخه کې هغه اصل
له پامه غوځول شوی او څرګنده کړئ چې ستاسو پورتنۍ غوښتنه د نوموړي اصل سره څومره سمون او کوم تړاو لري ؟

٢ـ که نشئ کولی چې دټول افغان د ملي ولسواک او اسلامي اصولو پر ضد څه ثابت کړئ ا و بيا هم پر خپلو تورونو ټينګار کول غواړئ ، آيا همدا به ددې ثبوت نه وي چې تاسو يوه بله ، څلورمه ﻻر لرئ چې نه ملي ده، نه ولسواکه اونه اسلامي ؟

٣ ـ که ستاسوﻻر ملي نه وي ، نو انترناسيونالستي به ضرور وي او په انترناسيونالستي بڼه به ضد ملي ماهيت ولري . که ﻻر مو ولسواکيزه هم نه وي، نو ديکتاتوري ده، خو څنګه چې ديکتاتوري حتمأ يا مذهبي وي، يا فاشستي يا کمونستي او يا هم په ورته ډول پر کومه بله تنګ نظره ايديالوژۍ وﻻړه وي، په دې ټولو کې چې د خپلې ﻻرې له پاره په هرې يوې اعتراف کولی شئ هغه ستاسو کار دی ، خو ماته داسې بريښي چې د کمونستي ديکتاتورۍ ټيپ سره به مواند اړخ لګوي ( د کار ګرو، بزګرو ، زيار ايستونکواو چپو روشنفکرانو په تش نامه دديکتاتورۍ غوښتل د کمونستي ياپرولتاري ديکتاتورۍ په نامه ګڼل کيږي) ، ځکه خلقي او پر چمي کمونستانو
همدغه ستالېنستي ﻻر نيولې وه.
٤ـ داچې ما (وطنمل ) هڅه کړې، د طالب او تنظيمي مجاهدينو دديکتاتورۍ پر ضد د کمونستانو پرشمول هر څوک خپلې ليکنې او نظريې همدغسې آزادانه خپرې کړي لکه څنګه چې د کمونستانو دديکتاتورۍ پر ضد د طالب او مجاهدينو په شمول هر افغان ازادانه ليکنې کولی شي ، دغه بيطرفي ، آزادي او دموکراسي ددواړوديکتاتورمشربو ډلو په سترګو کې اغزی دی ، خو پر دې يوه خوا هم نه پوهيږي چې دواړه ډلې مسخ او مردودې او دافغانستان مظلوم ولس ته، تاريخ اودتاريخ جبر ته ، حق اوعدالت ته ، انسانيت او بشريت ته محکومې دي.
تاسو د خپلې ليکنې هدف ځکه خطا کړی چې وطنمل مو په غلطۍ سره د طالبانو او تنظيمي ډلو ټپلو استازی ګڼلی او د هغوی پر جناياتو مو نا حقه د يو ملي ولسواک اواسلامي دريځ خاوند ګرم کړی دی ، حال داچې ددغه دريځ خاوندان ټول همدغسې د هغوی د ورانکاريو غندنه هم کوي لکه څومره چې د شوروي د ګوډاګيو ملحدو کمونستانو د سياست ، فعاليت او هويت غند ل غواړي . دوی دواړه د ملي خپلواکۍ او دموکراسۍ
يو شان دوښمنان دي ، خو تر دې زياتي بيا يوه ډله ملحدان او بله خو شکر بيا هم مسلمانان دي !
خو ايره صيب زه نه غواړم پر دغو اصولي تنقيدونو شخصأ تاسو خاورې ايره کړم، بلکې تاسو او د ستاسو په څير د نورو ډيرو غوږ ته د دوه ګوندي ( خلق او پرچم) او طالب ا وتنظيمي ډلو د جناياتو په اړه د افغانستان د مظلوم ولس دوجدان کړيکه دعزراييل دچيغې په توګه ورورسوم .

د نورو درنو لوستونکو له نظر سره به که خدای کول هم مخامخ شئ . په درنښت !.


.


صافی
13.10.2006

محترمې ایرې ، او درنو دوستانو ! السلام علیکم ............:

محترمې!
ایره چون اسم مو نث غیر حققی ښکاری ،يعنې په دې مفهوم چې غیر ز ی روح نوم دی چې په مقابل کې نر نه لر ی ، داډول نومونه کله نا کله دمسما په تذکیر او تآنیث کې را ته شک پیدا کوي ، خو که شک هم راسره پیدا شی نو د پښتو ګرامر دقاعدې دچوکاټه عمدآ وتل را ته غلط ښکاری نو په همدې علت که نر هم یاست ښځینه خطاب مو ځان ته معطوف کړی.
اویا هم ښایی ددواړوترمنځ یاست چې په هغې صورت کې دخطاب مناسبه صیغه راته په پښتوکې نظرته نه راځی چې بین الابین ته وکارول شی. نو که چیری داسې وي نو معذرت مې ومنۍ او تقصیر به هم زما نوي.

چې دپورتنیو خبرو را تیرشم او دموضوع اصل ته راشم ، نو دښاغلی وطنمل په مشرح، منطقی،او علمی ځواب به زه څه ورزیات نشم کړی ، ځکه د هغوی ځواب نه تنها تاسو ته بلکې دلنینیزم او ستالینیزم د شڼیدلې مفکورې لوړپولو تیوریسنانو ته هم شاید کافی او شافی وي ، او که نه هسی دپخوانۍ انقلابی دکتاتورۍ هوا مو دعادت په شان په سر کې پاتې وی دا به یو زوړ خوب او خیال وي چې راویښیدل ترې د واقعی ژوند عمده اړه ده .
زما به اند نه یواځی راویښیدل ترې اړین دی بلکې غندل یې هم دسلیم روح او اوضمیر غوښتنه ده.او که نه نو لوی خدای مو مل شه.

په درناوي



ع کريم حليمي
13.10.2006

ايره صيب 
خدای دې خير کي څه ناخوښي او خپګان در پېش سويدی ؟؟؟ 
چه ټوله اخلاقي قواعد او دحقوقو بنسټ دي تر پښولاندي کړي  
اول اول تاسو ته بهتره ده لږ شاني و خپلي ليکني ته و ګورئ 
چه ستاسو په ليکنه کښي هيځ قسم ادب ،توازن قائم نه دی ، 
د ټول افغان په پاڼه کښي تاسو ١٣ ليکني کړي او په هره ليکنه کښي بېله 
پوچ او پاش بله څه نه ليدل کيږي ، نه پوهېږم چه ستاسو علاقه ،مينه او 
دلچسپي له څه سره لری ؟؟؟ 
ايا ستاسو د لغتونو په ذخيره کښي بېله سب, شتم ،تهمت او اتهام ، تجاوزاتو ،تحقيره بل څه سته ؟؟؟ 
وروره ! لږ څه خپل دعزت اوابروساتنه وکړه !!!!
وروره ! دا خپلي ليکني يو ځل ولوله  نه دليكونكي په صفت  د يوه لوستونکي
په صفت ، چه ايا ستاسو خوښيږي ؟؟؟؟ 

[quote:6429308083]که نشئ کولی چې دټول افغان د ملي ولسواک او اسلامي اصولو پر ضد څه ثابت کړئ ا و بيا هم پر خپلو تورونو ټينګار کول غواړئ ، آيا همدا به ددې ثبوت نه وي چې [color=white:6429308083]تاسو يوه بله ، څلورمه ﻻر لرئ چې نه ملي ده، نه ولسواکه اونه اسلامي [/color:6429308083]؟ [/quote:6429308083]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more