اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د مسواک مطلب خوله پاکول دي که لرګى وهل؟
اشفاق
19.09.2006
راته ګرانو ورونو سلامونه مې ومنئ
ما څوک په دې خبره پوهولى شي چې د مسواک وهلو څخه مطلب خوله پاکول دي که يو خاص لرګى په خوله کې وهل دي؟
مننه کور مو ودان
larghonay1
17.10.2006
وروره سلام دې وعليك.
ماته خو چې معلومه ده د مسواك په اړه رسول الله ص ويي دي :
لو لا ان اشق على امتي لامرتكم بسوك عند كل صلواة.
ژباړه يې دا ده چې رسول الله ص ويلي كه چېرته زما په امت درنه نه تماميدى يا ورته ډېره نه سختيدى نو د هر لمانځه له پاره به مې ورته د مسواك وهلو امر كړى وى.
دلته د(( كل صلواة)) څخه ځينې خلك د هر لمانځه له پاره اودس مفهوم اخلي او وايي چې په هر اوداسه كې مسواك سنت دى.
ځينې بيا(( كل صلواة)) هر لمونځ ښيي او كله چې په لمانځه اودرېږي نو مسواك وهي.
په هر صورت دواړه يې ښه دي او زما په نظر له مسواك څخه د خولې پاكوالى دى، نه كوم خاص لرګى.
ځكه دغه كوم لرګي چې اوس د مسواك په نامه خرڅېږي دا د عربستان څخه نه، بلكې د هند او پنجاب او نورو هيوادونو څخه راوړل كېږي.
زمونږ ملايانو به پخوا ويل چې د ماخۍ او خوږه ولې د وليو څخه بايد مسواك جوړ شي.
نو عقل هم همدا تقاضاكوي چې له مسواك څخه موخه د خولې پاكول دي او بله دا چې رسول الله ص په نظافت يا پاكوالي ډېر ټينګار كړى او دا يې هم ويلي چې كله مو هوږه خوړلې وي او له خولې مو بوى خېژي نو د مسلمانانو ډلې ته مه ورځئ چې هغوى له تاسو څخه په عذابېږي.
له همدې امله خوشبويي هم سنت ده او په ځانګړې توګه د جمعې په ورځ چې د جمعې لمانځه ته ځي.