د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

محترم عابد صاحب سلام

Dr MPZ Safi
19.09.2006

!محترم عابد صاحب سلام
وای چه یوه ورځ د کلي خان په خپله دیره کی دميلمنو سره په ګډه د نورو
 انګولو څنګته دبانجڼو ډيره ستاينه وکړه٠نوکر هم ور زیاته کړه چه بانجڼ خورا خوندره ،دويټامينو څخه ډک او د روغتيا
لپاره ډيه ګټور دي٠څو ګينټي روسته د خان صاحب په ګيډه درد شو او وويل
چه دا بانجڼ خو ډیر بد خواړه دي،زما په ګيډه کي خو درد پیدا شو٠نوکردواره  ورغږ کړو،هو صاحب دابانجڼ چه دی ډير بد خواړه دی،بادګينه او روغتیا ته ډير مضر دي٠
په دیره کی ناستو میلمنو د نوکر څخه و پوښتل چه دا څنګه ، ګينټه د مخه بانجڼ
تر ټولو ښه او اوس تر ټولو بد خواړه شوه؟٠ نوکر په خندا سره ځواب ورکړ او زیاته ئ کړه چه زه خو دخان نوکر یم نه چه د
بانجڼ،هر څه چه خان وای نو هغه به زه هم وايم٠

نو عرض داچه مونږ پښتنو خو په دا تيرو څو لسیزو کی يوخپلواکه لارښود ونه 
موند٠

کرزی خو هسي دانګريز او امريکی نوکر دي نو هر څه چه ور ته دهغه باداران وای دې به هسی کاندی٠تر هغی چه مونږ يو مستقل دموکرات او ملی رهبر ونه مومو ،زمونږه ژبه فرهنګ او عنعنات به د نورو خلکو دلاس اله او زمونږ د پرځولو وسيله وی٠

څوورځی دمخه می يوه دوست ته سلا ورکړه چه د ټول افغان د انتر نت سره همکاری وکړی٠هغه را ته ويل چه تر ډيرکوښښ روسته لا پدی ندی بريالی شوي  چه ودی سايټ ته د ور ننوتو اجازه ليک تر لاسه کړي٠ دا دی د پښتنوانټرنټ!
په در ناوی٠


larghonay1
21.09.2006

قدرمن وروDr MPZ Safi صيب سلام .
دا خبره نو په عابد صيب پورې څه اړه لري چې تاسو يوازې عابد صيب مخاطب كړى؟
څنګه چې تاسو پخپله وكولاى شول چې همدغه ليكنه مو ټول افغان كې خپره كړه ، نو ملګري ته دې هم همدا لاره وښيه.
او بله دا چې كه چېرته ستاسو ملګرى غواړي ټول افغان ته ليكنه ولېږي نو هغه دې ته هم اړتيا نه لري چې خپل نوم ثبت كړي، بلكې د ټول افغان ويب ماسټر په بريښناليك كولى شي خپلې ليكنې ولېږي چې مونږ ټول ترې ګټه واخلو.


اور- بل
19.10.2006

[quote:a94a7aeda8]څوورځی دمخه می يوه دوست ته سلا ورکړه چه د ټول افغان د انتر نت سره همکاری وکړی٠هغه را ته ويل چه تر ډيرکوښښ روسته لا پدی ندی بريالی شوي چه ودی سايټ ته د ور ننوتو اجازه ليک تر لاسه کړي٠ دا دی د پښتنوانټرنټ! [/quote:a94a7aeda8]

د ميلمه خبره سمه ده، په ټول افغان کې غړيتوب ډيرې ستونزې لري . داسې بريښي چې ويبماسټر يې د غړو د شمير ګڼوالی نه غواړي ، ځکه :
د بحثفورمونو لينک يې په داسې پټ ځای کې خوندي کړی چې په اسانۍ سره نه موندل يږي !
په دې برخه کې وتلو ليکونکو وړانديزونه هم وکړل خو ويبماسټر پرې خپل غوږونه کاڼه کړل اوتر نن ورځې پورې يې ځواب هم وړاندې نکړ..
په هر صورت د ټول افغان تر نامه ﻻندې په افقي پرته ليکه کې يو شمير لينکونه شته ، چې په منځنۍ برخه کې يې د بحثفورمونو يو لينک موندل کيږي او پر هغه بايد کليک وکړل شي. تر کليک وروسته د نو م ثبتولو پر لينک بايد کليک تکرار شي ، هلته له وضع شوې شرايطو تر منلو وروسته بايد په خپلې امضا سره خپل نوم ثبت او د ټول افغان وياړلې غړيتوب تر ﻻسه کړي . والسلام .


pattang
20.10.2006

غوټۍ ګلې سلام عليکم !
مونږ خو يې هيڅ ستونزې ندي ليدلې ،سوال دادی چې څوک له دې تخنيک سره
بلد دې او که نه او ايا څوک ژر يو شی درک کوې او که لږ څه سست او تيز ندی ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more