نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ايا مشرف رښتيا نه وايي؟
larghonay1
16.09.2006
كه څه هم دا ليكنه بايد ما د (( دا هماغه طالبان دي؟)). تر سرليك ځاى كړې واى چې په همدې فورم كې روان بحث دى خو دا بحث كه څه هم د طالبانو په اړه دى خو يو له هغې بلې موضوع سره يو څه توپير لري نو ځكه مې جلا بحث ته وړاندې كړو.
[color=red:0099dd5e9d]مشرف په بلجيم كې يو كنفرانس ته ويلي چې :طالبان پښتانه دي او كولى شي منځلاري پښتانه هم خپل پلويان كړي[/color:0099dd5e9d].
د مشرف د دې خبرې په غبرګون ډېرو افغانانو وروڼو خپل احساسات څرګند كړي، چا پرې احتجاجي ليكنې كړي، چا يې ځوابونه ليكلي او چا مشرف سپك كړى .
دا ټول يې ښه كړي ځكه مشرف پخپله ټروريست دى او طالبان روزي.
دا روښانه ده چې مشرف يو پاكستانى جنرال دى، د افغانستان دښمن دى او هيڅكله به هم د افغانستان يا پښتنو په اړه سم نظر ونه لري خو راځئ چې لږ خپلو ځانونو ته هم نظر وكړو او مشرف ته په احساساتو نه ، بلكې په شعوري توګه ځواب وركړو.
زه خو چې څومره خبر يم ملاعمر، داد الله ، مولوي حنيف ، مولانا فضل رحمان، سميع الحق ، بابر ، مولوي كبير، او ...................................ټول پښتانه دي ، اسامه هم له همدغو پښتنو سره و، او همدغه پښتانه طالبان وو چې له اسامه نه يې سر او مال خو لا پرېږده چې افغانستان هم قربانولو.
اوس يې هم ورانى په پښتني سيمو كې جوړ كړى دى چې اخوا په كوټه او وزيرستان كې بد امني ده او دلته هم په پښتنو ولايتونو كې ، نه په نورو ولايتونو كې.
ښوونځي دوى سوزوي او بندوي، ډاكټر او انجنير دوى وژني، روڼ اندى او مشر دوى وژني.
دا چې دا څوكاله د هلمند او ځينو نورو سيمو ځوانان له ښوونځي بې برخې شول خو خامخا به له پوهنتونه بې برخې كېږي او همدا راز به يې انجام دا وي چې زمونږ يو پوړ به له زده كړې او دولت بې برخې كېږي.
دا به ومنو چې پښتانه كرزي بې برخې كړي، له حكومته يې محروم كړي او بايد مبارزه وكړي خو دا لار چې طالبانو غوره كړې ، وړ لاره نه ده.
ځكه چې د طالبانو دغلطې لارې انجام اوس هم پښتانه په ګونډو كړي دي، او څو كاله وړاندې به هر سړى بيا پوه شي چې پښتانه د دولت ، سياست او واكمنۍ څومره استعدا لري او نور يې څومره لري.
هغه وخت كې به بيا د لايق د شعر دغه مسره ډېره ښه پر ځاى وي چې :
[color=red:0099dd5e9d]اوس نو د جومات حرامي دې انجام ته څه وايي؟[/color:0099dd5e9d]
Ajab
16.09.2006
ښاغلى لرغونى، خبره دې بېخي سمه ده. د کرزي په اداره کې ډېر کمى زياتى شته، خو دا خبره سل زره فيصده ښکاره ده چې د طالبانو موخه د پښتنو له منځه وړل دي ځکه خو بريدونه او چاودنې يواځې د پښتنو په سيمو کې کېږي او مشرف په خپلو دغو خبرو غواړي چې اوس پښتانه له ټولو خواوو ګېر او وټکوي. هغه داسې چې پښتانه يو خوا ته د طالبانو په چاودنو او بريدونو کې له منځه وړي او کوم چې د دوى نه پاتې کېږي نو هغه به مشرف په بهرنيو ځواکونو په دې خبره له منځه وړي چې دوى هم طالبان جوړېدلاى شي. بس پښتون د تباهۍ او بربادۍ په لور روان دى د طالبانو د لاسه. که پښتانه يو مخ د طالبانو په ضد پاڅون ونکړي او دا شرفساد له منځه يونسي نو ډېر ژر به پښتانه خپله ټولنيزه بربادي وويني.
د پښتنو د ستونځو حل په دغو څو خبرو کې پټ دى:
په لومړي قدم کې د طالبانو په ضد عمومي پاڅون کول او دا شر له منځه وړل.
په دوهم قدم کې د پاکستان په ضد عل الاعلان جهاد اعلانول.
په درېيم قدم کې د افغانستان په حکومت کې د جهاديانو او ملايانو رول ته د پاى ټکى ايښودل او مذهب له سياسته بېلول.
په څلورم قدم کې سياسي او جمهوري لارې خپلول او له دغې لارې خپل اهداف ترلاسه کول.
په پنځم قدم کې زده کړو ته تر هر څه زياته پاملرنه کول.
کشمالې
18.09.2006
دمشرف چوغلي
کشمالې
افغانستان
دپاکستان دولسمشرپروېزمشرف په بروکسل کې يادوونه کړې چې طالبان په افغانستان کی د القاعدې په پرتله زيات خطرناک دي ٠ د هغه په فکر، د القاعدې پر خلاف، طالبان په افغانستان کې د پښتنوعمومي ملاتړ له ځانه سره لري او کېدى شي چې يوې ملي شخړې ته لمن ووهي.
لومړې خودابايدوويل شي چې دپښتنواکثريت دطالبانواوالقائدې پلوي نه کوي خودجنرال صاحب خبره تريوه حده دغووروړهم ده ځکه چې دپښتنوځينې مذهبي ډلې دطالبانواوالقائده ملاتړي دي اوکه دغه مذهبي ډلې نه وای نه القائده ددې توان درلود چې تراوسه په دغوسيموکی فعاليت وکړي اونه طالبان ٠ يوبل نظرهم دادې چې طالبان اوالقائده دغربي لوبې مهرې هم دي اودغه لوبه څوک نه ختموي ٠
زه نه پوهېږم چې په اصطلاح غرب دوښمنه طالبان څنګه راځي شوي ؤچې دبي بي سي دکمرې مخې ته په هلمندکی دخپلووسلوسره اکتونه وکړي اوانګرېزکيمره مېن دې په دومره ډاډه زړه فلم واخلي ؟
خېر، عيان ته څه بيان ، هرڅوک بايداوس وپوهيږي چې څه چل دې ٠
په تېروپنځوکالوکی دپاکستان اولسمشراو دبهرنيوچارووزيرڅوځله مطبوعاتي کنفرانسونو ته وئيلي چې اسامه بن لادن په افغانستان کی دې ، ددوی په ويناپسې سم له واره افغان اولسمشراودبهرنيوچارووزيريې وئيلي چې اسامه بن لادن په پاکستان کی دې ٠ همدغه رازدامريکې اولسمشرښاغلي بوش هم دژورنالستانوپه ځواب کی يوځل وئيلي ؤ: ( ائ ډونټ کېئر، ويئرهي ايز) خويوې مذهبي ډلې هم ونه وئيل چې زمونږ يې پری څه ، بلکه دهغه ترنامه لاندې پښتانه ځوانان ګمراه کوي ٠
خوهغه پښتانه چې دطالبانو، القائده ،پاکستان ، افغانستان ، امريکا ، ايران ، ايساف ، غربي هيوادونواوناټوپه امبورکی ګيرشوي ، هيڅ بله چاره نه ويني پرته له دې چې دهرټوپکچي دماشينګړې ميل ته په دواړولاسوسلامي شي ٠
مونږددغوپښتنوپه دفاع کی هرجنرال اوټوپکچي ته په ځواب ورکوولومکلف يو٠
نودپښتون قام په هکله خوهسې هم نارواخبرې ډېرې دي خوبيا ځينې داسې سياسي مداريا ن وي چې هم لاندی خوښ وي هم باندې ، هره خبره يې دمنافقت وي ٠ په بروسل کی دپښتنوپه هکله د ښاغلي مشرف څرگندونې کومه نوې خبره نه وه اودکابل ته يې دوه ورځې مخکی سفر هم څه دايمي توپيرپه فکرکی نشوراوستلې ٠ دپاکستان سياست دانګرېزپه جاب ډسکرپشن کی ورته لکل شوې نوددغه هيواد چارواکي بله نشي کوولای ځکه خولکه غرب خپلې ګټې پېژني اوپه يوشواروزکی خواوې اونيتونه هم بدلوي ٠
که دمشرف ويناپه اروپاکی دهغه کوږنېت په ډاګه کړ اوپښتون قام ته يې په حقيره سترګه وکتل نوداکومه نوې خبره ده ؟ دالومړې ځل نه دې چې پاکستاني جنرالان دافغانانو اوپه ځانګړې توګه دپښتنوپرسرسياسي تجارت کوي اوبې اندازې پيسې ګټي ٠ له هغه وخته چې په افغانستان کی کړکېچ رامنځ ته شوې ، دپاکستاني چارواکوغواهم لنګه شوې اويوطلايي چانس په لاس ورغلې چې دسترګواغزې بايدله لارې لری کړي ٠ دوی د١٩٨٠ کال څخه تردانن پورې په دې تجارت کی له بل هرچامخکې اوځيرک دي ٠ پاکستاني چارواکو هغه موقع ډېره ښه پېژندلې چې کله اوڅنګه خپل حريف دډانګ اوپړانګ ترمنځ ګيرکړي اوورته ووايي چې اوس ډانګ ته ټينګېږې که پړانګ ته ٠ دوی په سياسي مداريتوب کی دومره تکړه دي چې دامريکې غوندې يوزبرځواک هم په منترونو ړندولای شي ، افغانستان خويوځپلې هيواددې ، دخپلوچارواکوپه غوبل کی هم دل شوې نوداسې سپېره هيواداونيمځانې اولس به لومړې دچااوڅنګه ځواب ووايي ؟
خوچاره څه ده ؟ هغه متل دې چې وايي : `` چې په تنګ شي نوپه جنګ شي `` نوداسې تحميلي جګړې ته به يوکيږو، ګنې ورکيږو٠ که داموونه کړل نورښتياچې نه ځان پېژنو اونه جهان ٠ ترڅوبه دبل لپاره پښتانه ځانونه وژني اوترڅوبه ددوی له ساده ګۍ نورخلک استفادې کوي ؟ که تجربې وي خوپښتنوپه تېرودېرشوکلونوکی ترلاسه کړې ،اوس خوبايدددوست اودوښمن توپيروکوولای شي !
پښتانه اوس مجبوردي چې دعملي سياست ډګرته ودانګي اوپه هرمقام اومحضرکی دخپلوحقوقوڅخه نېغ په نېغه دفاع وکړي ٠ نورهغه وختونه تللي چې دليک لپاره دبل کلي مېرزاته ورشوچې راته ويې ليکي ٠ پښتون قام مجبوردې چې بيدارشي اونړۍ ته لکه نورقومونه ځان وروپېژني ، دوی مجبوردي چې پخپلوګرېوانونوکی سرکښته کړي اوفکروکړي چې ولی ' تورې به لالاوهي اومړۍ به عبدالله ' ؟
دپاکستان فوځي ديکتاتوردپښتنوپه څېرغافل نه دې ، هغه پوهيږي چې څه بايدووايي ترڅومادي اوسياسي ګټې ترلاسه کړي ٠ دهغه تجربه دبګتي دوژلوسره هم زياته شوې اوغواړي داسې يوماحول اوفکرپه افغانستان کی دخارجي قواوپه ذهن کی رامنځ ته کړي چې هغوی په افغانستان کی پښتانه دطالبانوپه نوم وځپي اودې يې په پاکستان کی ٠ په دواړو خواوکی دپاکستاني فوځ ګټه ده ځکه چې تورې به لالاوهي اومړۍ به عبدالله ٠ پاکستاني پوځيانواوس خوندموندلې ځکه دجهادپه نوم غربي غنايم يې په برياليتوب ترلاسه کړل ، دافغانستان لوټ شوې دارايي اوشتمنۍ ددغوجنرالانو کورونوته وچلول شوې ، دطالبانواوالقائده پرسريې په ميليونونوډالره اوامتيازات ترلاسه کړل اواوس واردپښتون قام دې چې غواړې د طالبانواوتروريزم په نومونويې دغرب په فوځ وټکوي ٠ دغوشيطاني فوځيانوچې څومره پښتون قام په ټوله نړۍ کی وشرماوه اودترورست ، قاچاقبر، وحشي ، جګړه ماراوظالمانو په توګه يې نړيوالوته معرفي کړ ، دپښتنو په تاريخ کی سارې نه لري ٠ ټول دشرم اوضدانساني کارونه پاکستاني فوځ اودهغه خفيه اداروکړي اوکوي يې اونوم پری دپښتنو بدشو، ولی ؟ ځکه چې پښتانه خپلې ګټې نه پېژني، خپل کورورانوي اودبل ابادوي ، دګټې اوغورځنګ وخت هم نه پېژني ، بل يې پښې وهي اودې ورته وروروايي ، پښتانه دخپلومشرانوقدرنه پېژني ، اتفاق نه کوي ، چې يوپښتون پکی سرراجګ کړي هغه بل يې په سرووهي چې زه ولې نه يم ، قامي فکراواګاهي پکې نشته ٠
داددې معنا هم نه لري چې ګنې دپښتنوپه مېړانه کی څه شک شته ، نه په مېړانه کی هيڅ کمښت نه لري خودخپل ځان اوخپل راتلونکي لپاره مړني نه دي ، څه يې لاتراوسه نه دي کړي اومېړانه يې تل دبل په نوم پېژندل شوې ٠ پښتانه بايد پوه شي چې نننۍ نړۍ اوخلک سيالي غواړي اوچې په سيالۍ کی دچاسره برابرنه شۍ ، ستاسودژونداومرګ فيصلې به همدغسې پردي کوي ځکه چې تاسودسياسي بصيرت څخه محروم ياست ، تاسونشۍ کولای دخپلوحقوقوڅخه په بين المللي ډګرکی دفاع وکړۍ ٠
دپاکستان فوځي مشرهم ځای پېژني اوهم موقع ٠ وايي سل ګوزاره دزرګر خويوګوزارداهنګر، پروېزمشرف درباندې په داسې ځای کی خپل چال وهي چې پوهيږي چې ډاډمن تاثيرکوي نوبروسل هم دناتودقواومرکز دې اودهغه مطلب هم داؤ چې دناټومشران په افغانستان کی هم دپښتنوټکوولوته متوجه کړي ،هم ځان ته دپښتونخوادپښتنو په سرکوبوولوکی جوازترلاسه کړي اوهم غربيان په غوږووهي چې داکاردې کوولای شي خومصرف ته اړتيا لري٠ پروېز چې وويل چې طالبان په افغانستان کې د ولس عمومي ملاتړ له ځانه سره لري او کېدى شي چې يوې ملي شخړې ته لمن وهي. ، هغه ټول پښتانه ، که لردي اوکه بر، په طالب نوم پسې غوټه کړه کوم چې هيڅ حقيقت نه لري ٠ څوک په پښتنوکی شته چې له دغه پاکستاني جنرال څخه وپوښتي چې تاته څنګه څرګنده شوه او څه ثبوت لرې چې طالبان د ولس عمومي ملاتړ له ځانه سره لري ؟ څنګه مطمئن شوې چې القائده دومره خطرناکه نه ده لکه دطالبانو په نوم پښتانه ؟
پښتون قوم دخپل نوم سره دزرګونوکلونوتاريخ لري اوطالبان يوه ډله ده چې ستاسوپه لاس په ١٩٩٤ کی راپيداشوې اوښکاره مشران يې اوس په کابل کی ناست دي ٠ څنګه وايې چې طالبان دټولوپښتنوملاتړلري؟ څوورځې مخکې خوطالبانووتلي پښتانه په جنازې کی هم شهيدان کړه نوڅنګه يې ملاتړپيداشو؟
دحقيقت خبره داده چې افغان چارواکي ، په بهرنيوهيوادونوکی مېشت پښتانه بايد دامريکې ، اروپا اوپه ځانګړې توګه دناټومشرانوته داخبره ورسوي اوهغوی پوه کړي چې دخودغرضوپاکستانيوفوځيانوپه لارښوونه پښتانه ونه ځپي اوله سالم قضاوت څخه کارواخلي ٠ پښتانه دبل استازګرنې ته نورضرورت نه لري ، ناټوده که ايساف يا ملل متحد، بايددپښتنوسره مخامخ خبرې وکړي اودهغوی سره تفاهم ته ورسيږي اوڅه ته چې پښتانه په اوس وخت کی ضرورت لري اوددوی لپاره حياتي دي ، هغه خپل تشخص ، دخپلوحقوقومشروع غوښتنه اوسياسي پېژندنه ده٠ که داونه کړي هرڅوک به يې په هرنامه زوروي اوبدناموي به يې ٠
اوپه پای کی دپښتنوپه غياب کی مشرف صاحب اونوروداخلي اوخارجي ناخبروته داشعروړاندې کووم :
ټيټ می مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه
زه په دې افتادګۍ کی لوی ګهړنګ يم
پای