نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دواټيكان باباپه زړوخبرو شخوند وهى ..........
رښتینی
15.09.2006
[img:c05803ba59]http://www.h-alali.info/npage/photo/store/baba11.jpg[/img:c05803ba59]
درنووروڼو سلامونه او نيكى هيلى مى ومنى
لوى څښتن په خپل سپيڅلى كتاب كى وايي :
( وَيُنْذِرَ الَّذِينَ قَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ وَلاَ لآبَائِهِمْ [color=yellow:c05803ba59]كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ [/color:c05803ba59]إِنْ يَقُولُونَ إِلاََّ كَذِبًا) .
ژباړه :هغه خلك دى وويرول شى چى وايي الله پاك ځان ته زوى نيولى دى په دى نه دوى پوهيږى او نه يي پلرونه
پرى پوهيدل ، [color=white:c05803ba59]دا ډيره لويه خبره ده چى ددى له خولو وځى [/color:c05803ba59]دوى يومخ دروغ وايي
دواټيكان بابا بنديكټوس په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندى نيوكى كړى دى او ويلى يي دى چى
ده خلك جګړو او ترور ته رابلل او داسى نورى چى مونږله هغو نه ځكه ګام اړوو چى دا كومى نوى خبرى
نه دى بلكى دصليب كم عقل پيروان په دى پوچو اوتو بوتو له ډيرى اوږدى مودى راهيسى شخوند وهى
خو نن دده خبرى ځكه په نړى كى په زور او شور سره خپريږى چى نن د لويديځ سياسى او مذهبى قيادتونه
دواړه دى ته متوجه دى چى په هر ډول وى با يد د اسلام دپنځيز او فطرى دين مخه ونيول شى نو ځكه
لويديځوالى رسنى او ميډيا دا ډول په زهرو لړلى خبرى په ډير اب وتاب سره خپروى
عيسايان مسكينان چى نن كوم دين ته ګروهه لرى كه په دى موجودة جول او شكل كى حضرت عيسى
عليه السلام ته دادين وړاندى شى نو هغه به حتما له دى نه انكار وكړى او وه به وايي چى دا هغه دين
نه دى كوم چى ما تاسوته راوړى وكاشكى دومره وخت مو لرلاى چى دعيسايت په اړه په تفصيل سره
ګړيدلى واى دوى وايي چى عيسى عليه السلام نعوذبالله دخداى زوى دى بيا يهودو په صليب را وزړاوه
او وفات شو او له هغه وروسته خپل پلار (يعنى الله جل جلا له نعوذ بالله )اسمان ته وروغوشت
ايا خداى جل جلاله وس نه لاره چى خپل ګران زوى له يهوديانو نه وژغورى ؟؟؟
اوبيا بله نا دره خو دا ده چى عيسى عليه السلام يهودو په صليب يا دار باندى رازړولى دى
خو دا له عقله لرى خلك اوس دهغه صليب دنښى عبادت كوى !!!!!!!!
داد صليب نښه خو با يد چى چيرته ليدل كيدلى نو په اور سوځول يي مناسب و خو دوى هغه
د احترام وړ بولى !!!!!دايو عجيب منطق او نادر كار نه دى ؟؟؟!!!!!
مخكى مى يو ايت وژباړه نو موخه داده چى دوى خداى ته زوى پيدا كړى دى لوى څښتن وايي
چى دا ډيره لويه دجرم خبره ده چى ددوى له خولى ووځى او پاتى شوى دا نورى خبرى دا خو دوى
له ډير په خوا راهيسى كوى لكه لوى څښتن چى وايي :
يريدون ليطفؤا نورالله بافواهههم ويأبى الله الا ان يتم نوره ولو كره الكافرون
دوى ارادى لرى چى د الله نور (اسلام)دخولى په پوكى سره مړ كړى خو خداى
دا خبره ردوى او خپل نور به كمال ته ريوى
انشاء الله تعالى
[img:c05803ba59]http://www.aljazeera.net/mritems/images/2006/9/14/1_643407_1_34.jpg[/img:c05803ba59]
رښتینی
15.09.2006
شاغلى كوشان ته د عيسائيت استازيتوب نه شى كولى
نوځكه دځواب در كولو ته نه يم تيار اوبل هر ه ليكنه هم
بحث ته اړتيا نه لرى دامى يواځى دباپ خبرى غندلى دى
اوبس..................
اوبل په جرمنى كى خو دباپ خبرى دستاينى وړدى نو دومره
انګازه يي ځكه نه پورته كيږى په الله دسپارم
Ajab
15.09.2006
ښاغلى کوشان، زه ستاسې د خبرو سره سل په دوه سوو کې موافق يم.
زما په نظر د مذهبونو او دينونو په هکله ښه پاليسي دا ده چې هيڅوک بايد د بل دين او مذهب ته سپکاوى ونکړي او هر څوک چې په کوم مذهب او دين عقيده لري د هغه دپاره بس همهغه دين او مذهب ښه دى. که د کوم مذهب سپکاوى پوپ کوي هم د غندنې وړ ده او که کوم مسلمان مشر (اګر چې مسلمانان د پوپ پشان يو مشر نلري) يې کوي هم ښه نده. د مسلمانانو ستونځه دا ده چې د ځينو متعصبه ډلو کړنو په ګرده نړۍ کې مسلمانان د ترهګرو په توګه مشهور کړي دي او مسلمانان د خپلې کم علمۍ له خاطره د دغو ترهګرو څخه خپل ځانونه نشي جلا کولى. همدغه لا مل دى چې لويديځ کې په اسلام او مسلمانانو دغه ډول تنقيدونه او اعتراضونه کېږي چې زما په نظر دا ښه کار ندى خو ورسره بايد مسلمانان هم د دغې تنګ نظرۍ او ترهګرۍ نه راوځي چې وايي په دې دنيا کې يواځې مونږ ته د ژوند کولو حق دى او بل چاته نشته. په زور کلي نه کېږي، نه يې مسلمانان کولاى شي او نه عيسايان نه نور.
او د مذهبونو دينونو خبره چې ده نو په ټولو مذهبونو او دينونو کې اساسي خبرې يو شانې دي. بيا تعصب او کرکه څه مانا لري؟ بل دا چې څوک په سوچ او فکر مسلمان شوى دى؟ که دا حامد ورور په يوه هندو يا عيسوي کورنۍ کې زېږېدلى وى نو اوس به يې د هندو يا عيسوي مذهب لپاره تبليغ کاوه او مسلمانانو ته به يې بد ويل. هر څوک خپل مذهب او دين ته ښه او بل ته بد وايي. دليل هم د ټولو سره شته.
د پوپ دا خبره چې اسلام په زور خپور شوى دى يا راوړل شوى دى هم دومره ناسمه خو نده چې څومره دې خلکو ګڼلې ده. د اسلام د اولې ورځې څخه تر اوسه پورې جهاد د څه لپاره کېږي؟ د همدې لپاره کېږي چې خلک مسلمانان کړاى شي. او د يو مسلمان تن لپاره بيا دا هم ده چې هغه بېرته د اسلام څخه نشي اوښتلى. دا وخت په يو نامسلمانه هېواد کې دا قانون نشته چې د مذهب يا دين بدلول پکې جرم وي خو يو اسلامي هېواد داسې نشته چې په قانون کې د مذهب يا دين بدلولو لپاره سخته سزا ونلري. ايا دا وچ زور ندى؟
په هر حال زما خپل نظر دا دى چې که پوپ د اسلام سپکاوى کړى وي دا يې بد کړي دي او بايد چې غندنه يې وشي او ورسره که څوک د نورو مذهبونو او دينونو (که هر مذهب او دين وي) سپکاوى کوي نو دا هم د غندلو وړ کار دى. او که څوک وايي چې نه زه به خپل مذهب ته ښه او بل ته بد وايم نو بيا به خامخا مخالفه ډله د هغه مذهب ته بد او خپل ته ښه وايي او په دې توګه مذهبي تعصبات او کرکې نورې هم زياتېږي. نتيجه يې په نړۍ کې د مذهبي فساد رامنځته کېدل دي او ګټه يې هيڅ نشته.
رښتینی
15.09.2006
اجب خانه له ليكنى وروسته دى خپله ليكنه نه دا كتلى او دكوشان په تقليد كى هم تير وتلى يي
تا ليكلى
[code:1:575a86b266]او د مذهبونو دينونو خبره چې ده نو په ټولو مذهبونو او دينونو کې اساسي خبرې يو شانې دي. بيا[/code:1:575a86b266]
داسى نه ده وروره اسلام يو الهى دين دى او اساس يي په توحيد كيښودل شوى دى او دبيلګى په
توګه عيسائيت هم يو اسمانى دين و اساس يي توحيد وخو اوس دتوحيد هيڅ هم نه دى په كى پاتى
ځكه هغوى دتثليث عقيده غوره كړى ده له يوه خداى سره يي حضرت عيسى او مريم عليهما السلام
هم په خدا كى ور شريك كړى دى نو په دى سره يي دتوحيد اساس له بيخه ايستلى دى اوپه اسلام كى
غټ او اساسى ټكى توحيد دى نو څنګه په ټولو دينونو كى اساسى خبرى يوشانى شوى ؟
داراز دهندوانو مذهب ټول شركيات دى دغوا او غويي عبادت كوى نو هغه له اسلام سره په كوم
ټكى كى يوشانى كيدلى شى ؟؟؟
او ستا ددى خبرى له پاره له حليمى اويا طالب جان صيب نه هيله كوم چى ځواب ورته ووايي
[code:1:575a86b266]د پوپ دا خبره چې اسلام په زور خپور شوى دى يا راوړل شوى دى هم دومره ناسمه خو نده چې څومره دې خلکو ګڼلې ده. د اسلام د اولې ورځې څخه تر اوسه پورې جهاد د څه لپاره کېږي؟ د همدې لپاره کېږي چې خلک مسلمانان کړاى شي. او د يو مسلمان تن لپاره بيا دا هم ده چې هغه بېرته د اسلام څخه نشي اوښتلى. دا وخت په يو نامسلمانه هېواد کې دا قانون نشته چې د مذهب يا دين بدلول پکې جرم وي خو يو اسلامي هېواد داسې نشته چې په قانون کې د مذهب يا دين بدلولو لپاره سخته سزا ونلري. ايا دا وچ زور ندى؟ [/code:1:575a86b266]
او يبا دى دا خپل نظر ورپورى تړلى دى چى شكارة تضاد سره لرى
[code:1:575a86b266]په هر حال زما خپل نظر دا دى چې که پوپ د اسلام سپکاوى کړى وي دا يې بد کړي دي او بايد
چې غندنه يې وشي [/code:1:575a86b266]
محترمو يارانو ستاسو دنظر له مذهبى اړخ نه سياسى هغه پياوړى دى نو ځكه خو كوشان صيب وايي
چى مذهب بايد له سياسته بيل شى او دا خبره دى هرځاى كوى چى اصلا دا د سيكولرزم له تړاو نه سر
چينه اخلى يعنى تاسو دسيكولزم نظام ته وفادار ياست چى داد لويځ مخكينى فارمول دى او دا
نظام دګڼ مذهبيزه هيوادونو له پاره ډير ګټور او په زړه پورى دى لكه هندوستان اويا يو نيم بل هيواد
ځكه هورى يو مذهبى نظام دټولو مذهبونوپيروانو ته عدل او نياو نه شى رسولى اما ديوه داسى
هيواد له پاره چى دهغه 99% اوسيدونكى مسلمان وى او له اسلام سره مينه هم لرى لكه افغانستان
هورى بيادا نظام ريښي نه شى ټينګولى
او بل دمذهب او دين دبيلوالى په كار كى په عمومى توګه لويديځ كله ريشتونى دى ؟
داد اسرائيلو حكومت تقريبا يو مذهبى حكومت دى خو دلويديځ ستر ځواكونه يي تر
شا ولاړ دى او يواځى ددوى په مټ پائيږى
اوبل دمسلمانانو د جهاد له تورى سره لويديځ بيخى زيات حساسيت ښيي او دهمدى ټكى
په اساس نن مسلمانان ترورستان بلل كيږى لكه شاغلى اجب صيب هم چى دا مهربانى په
ډير جرئت !!سره کړى ده ولى مسټر بوش چى په افغانستان حمله كوله نو دكروسيډيز وار
ناره يي ولى اوچته كړه ؟؟
او په داروانو جګړو كى دصليب نښان د يوه جګړئيز نشان يه توګه كارول كيږى او دبوش
دكروسيډيزوار ناره كه هرڅو په غلطى او تيروتنه سره تعبيرشى خو په دى سره يوى خورا
اوږدى او خونړى ماضى ته يوه روښانه نغوته او اشاره بلل كيږى
نور هم ډيرڅه شته خو كه وخت وپه وخت سره به يي ووايو
larghonay1
16.09.2006
حامدصيب كور مو ودان علمي ليكنه مو كړې ده د ځواب او پوښتنې ځاى پكې نشته .
ما اوريدلي چې پاپان يا پوپان ودونه نه كوي ايا دوى انسانان نه دي او كه نرښځيان دي؟
بله مې هم اوريدلې چې اكثره پاپان په كليساوو كې له تنكيو هلكانو سره شرمېږي دا څومره حقيقت لري؟
له احساساتو او جذباتو پرته ځواب راكړئ!
مننه
Ajab
16.09.2006
ښاغلي حامد ليکلي
[quote:fe320eccc4]داسى نه ده وروره اسلام يو الهى دين دى او اساس يي په توحيد كيښودل شوى دى او دبيلګى په
توګه عيسائيت هم يو اسمانى دين و اساس يي توحيد وخو اوس دتوحيد هيڅ هم نه دى په كى پاتى
ځكه هغوى دتثليث عقيده غوره كړى ده له يوه خداى سره يي حضرت عيسى او مريم عليهما السلام
هم په خدا كى ور شريك كړى دى نو په دى سره يي دتوحيد اساس له بيخه ايستلى دى اوپه اسلام كى
غټ او اساسى ټكى توحيد دى نو څنګه په ټولو دينونو كى اساسى خبرى يوشانى شوى ؟
داراز دهندوانو مذهب ټول شركيات دى دغوا او غويي عبادت كوى نو هغه له اسلام سره په كوم
ټكى كى يوشانى كيدلى شى ؟؟؟ [/quote:fe320eccc4]
نو سمه ده دا خبره خو ته منې چې د عيسويت اساس په توحيد دى، وروسته چې خلکو ترې څه جوړ کړي نو وروسته خو خلکو په اسلام کې هم کومې کومې کيسې راويستلې دي؟ ايا په اصلي اسلام کې شيعه، سني، ديوبندي، وهابي، تبليغي، تورپټکي، سپين پټکي، سلفي او داسې نور شته؟ زما مطلب دا دى چې هر مذهب او دين په خپل اساس کې د توحيد، نېکۍ او بدۍ او حق او باطل خبرې يو شانې دي. وروسته که خلکو په نورو مذهبونو او دينونو کې فرقې جوړې کړې دي او اساسات يې پريښي دي نو دغه کار خو وروسته د اسلام سره هم شوى دى. په هر اسلامي هېواد کې خو لا څه چې په هر مسجد کې خلکو ځانله ځانله اسلام جوړ کړى دى او بس د همغه خپل اسلام پېروي کوي.
تر کومه چې د مذهب او سياست خبره ده نو دا زموږ په وړاندې يوه بريالۍ بېلګه ده چې کله اروپا کې سياست او رياست د مذهب تابع و نو ګردې اروپا د بدمرغۍ او وروسته پاتې حالت په فضا کې ژوند کاوه خو چې کله سياست او رياست له مذهب څخه ازاد شو نو هماغه يې پرمختګ دى چې ته يې هم وينې او زه هم.
زه درته بس يو څو واړه مثالونه په شرط سره درکوم:
لومړى: ټول اروپايي هېوادونه دې په شرط سره نن اعلان وکړي چې هر څوک اروپا ته بې له کومې وېزې او بندېزه راتللاى شي نو سبا ته ګوره په اسلامي هېوادونو کې به يو فيصد خلک هم نه وي پاتې.
دوهم: د ټولې اروپا د هېوادونو او د هغوى د پرمختګ او د خپلې اسلامي نړۍ د حالت يو تر بل سره وګورئ او بيا پرېکړه پخپله وکړئ چې موږ څومره په اوبو کې يو.
درېيم: زموږ مجاهدين (البته چې ځان ته پخپله مجاهدين وايي موږ خو ورته ندي ويلي) تر اوسه پورې په دې ندي توانېدلي چې خپل جنګ خپلو مخالفو هېوادونو ته يوسي، بلکې د مخالفو هېوادونو جنګونه يې خپلو هېوادونو ته راوړي دي، لکه چې په خپله يې ګورې په هر اسلامي هېواد کې دا مهال جګړه روانه ده، د دې لامل څه دى؟ بس دا دى چې موږ (مسلمانان) لا تر اوسه پورې خپله دفاع په دې توګه نشو کولاى چې خپل هېوادونه له زيان څخه وساتو بلکې زياتره مجاهدين خو د خپلو خلکو وژلو ته جهاد وايي. دا ټول په دې چې زموږ مذهبي خلکو خپله ځانله يوه دوکانداري جوړه کړې ده او ټول کار د دوى د لاسه خراب دى.
او اخري خبره دا چې که نن ټول اسلامي هېوادونه اعلان وکړي چې په هيچا د مذهب يا دين د بدلولو په لړ کې هيڅ بنديز نشته نو هله به سمه معلومه شي چې د خوښې مسلمانان څومره دي او د زور څومره.
رښتینی
16.09.2006
خوږو او درنو وروڼو سلام
اجب صيب ليكلى دى :
[code:1:7d0f41aa21]نو سمه ده دا خبره خو ته منې چې د عيسويت اساس په توحيد دى، وروسته چې خلکو ترې څه جوړ کړي نو وروسته خو خلکو په اسلام کې هم کومې کومې کيسې راويستلې دي؟ ايا په اصلي اسلام کې شيعه، سني، ديوبندي، وهابي، تبليغي، تورپټکي، سپين پټکي، سلفي او داسې نور شته؟ زما مطلب دا دى چې هر مذهب او دين په خپل اساس کې د توحيد، نېکۍ او بدۍ او حق او باطل خبرې يو شانې دي. وروسته که خلکو په نورو مذهبونو او دينونو کې فرقې جوړې کړې دي او اساسات يې پريښي دي نو دغه کار خو وروسته د اسلام سره هم شوى دى. په هر اسلامي هېواد کې خو لا څه چې په هر مسجد کې خلکو ځانله ځانله اسلام جوړ کړى دى او بس د همغه خپل اسلام پېروي کوي.[/code:1:7d0f41aa21]
محترم اجب صيب داسى هم نه ده دمسلمانانو داكومى ډلى چى تاسو يادى كړى دى ددوى اختلافات
كوچنى او فرعى دى په دى كى شك نشته چى ضرر يي زيات دى خو په اصولو كى ټول يوه خوله دى
چى هغه په توحيد رسالت او اخرت ايمان دى او داسى نور
ولى په عيسائيت كى اصول له منځه تللى دى هورى دمذهب سرټكۍ يعنى توحيد داسى متضرر شوى
چى بيخى اساس يي نړول شوى دى او دا تشى ادعاوى نه دى بلكى كره او سوچه حقائق دى
اجب صيب ليكى
[code:1:7d0f41aa21]تر کومه چې د مذهب او سياست خبره ده نو دا زموږ په وړاندې يوه بريالۍ بېلګه ده چې کله اروپا کې سياست او رياست د مذهب تابع و نو ګردې اروپا د بدمرغۍ او وروسته پاتې حالت په فضا کې ژوند کاوه خو چې کله سياست او رياست له مذهب څخه ازاد شو نو هماغه يې پرمختګ دى چې ته يې هم وينې او زه هم[/code:1:7d0f41aa21].
اجب صيب دا بيخى كره خبره ده چى كله اروپاله مذهبه ازاده شوه نو پرمختګ يي وكړ
خو دا يو ه خبره بايد له پامه ونه غورځووهغه دا چى هغه كوم مذهب و چى داروپا دپر
مختګ په وړاندى خنډ و؟
هغه خو همدا عيسائيت وچى داروپا دپرمختګ مخه يي ډب كړى وه عيسائت خو په خپل
پير كى داروپا ډير نوښت ګر او وتلى سائنسپوهان په دار زړولى دى او دكليسا له خوا ګڼ
شمير سائنسپوهان محكمه شوى دى دبيلګى په توګه دګليليو په نامه يو سائنسپوهه د
كليسا له خوا سخت زور ول شوى په داسى حال كى چى ګليليو په خپله يو مذهبى او په
مذهب مين انسان و
خو لامل يي دا وچى هورى دمذهب استازيتوب كليسا كاوه او په كليسا كى دعيسائيت
دمذهب اساسات يومخ له منځه تللى وبس تش په نامه مذهبى ډانچه وه او دڅو ګوتشميرو
زورواكو دګټو له پاره يي كار كاوه
نو اوس كه مونږ له هغه منحرف عيسائيت سره اسلام په يوه تله كى واچوو او ووايو چى
اسلام هم دترقى مخه نيولى ده دابه مو دومره ستره تير وتنه وى چى دهغى له پاره پټۍ
تړل به بيا دچا له وسه وتلى خبره وى
ځكه اسلام كله هم دپرمختګ مخه نه ده نيولى بلكى هر وخت انسانان هڅوى څو دخداى
په مخلوق كى غور وكړى او دكائناتو نوى حقائق كشف كړى او كه مونږ داسلامى اندلس
تاريخ ته ليږ تم شو نو وه به وينو چى هورى څومره سائنسى پرمختګونه شوى واو هغه مهال
اسلام داروپا په بيدارى كى څومره ونډه لرلى ده دهغه مهال اروپايي زده كوونكو دځان له
پاره ويا ړ باله څو دقرطبى او غرناطى په پوهنتونونوكى د داخلى چانس تر لاسه كړى
دازما خبرى دقران او حديثو داساسى لار شوونو په اساس ولاړى دى نه دموجوده اسلامى
ټولنى په روان لويدلى او وروسته پاته حالت ځكه مونږچو نن خپل مذهب ته شا كړى ده نو
نو هرڅه مو له لاسه وركړى دى كه نه دا مذهب خو مونږ له هيڅ ډول پرمختګ نه نه راګرځوى
دازمونږ په بد حالى او شاتګ كى اساسى لاملونه نور دى نه اسلام
اونور بيا
رښتینی
16.09.2006
ولا لرغونى صيب مونږ يي هم په دا رسنيو كى اورو چى پاپ صيبان كله كله
لمنى مرداروى او ځينى خو يي محكمو ته هم لكه چى ټيله شى اصلا خو ددوى
كلكه پرهيزګارى داده چى بايد ځان له دنيا نه بيخى ګوښه كړى اوپه واده سره
خو سړى حتما ددنيا كاروبار ته اړ كيږى نو دوى له واده نه ځانونه ژغورى
او دى ته رهبانيت ويل كيږى
او زمونږ په اسلام كى خو رهبانيت ناروا دى او دا راز وچ تزهد هم شه نه ده
خو دوى بيا ددى له فطرته خلاف عبادت له كبله كله كله په ماشومانو زړونه
تش كړى خو ګومان كوم په دى اړه به داد اروپا ميشتو وروڼو مالومات
ژور او شايد دلچسپ هم وى !!!!!!
بى ادبى مى وكړه خو اوس به بښنه هم راته كوى
په مينه
ع کريم حليمي
16.09.2006
درنو او محترمو وړونو ،دوستانو او وطندارانو سلام !
[quote:4d77fa38c9]او بل دا چې پاپ په خپل همدې لکچر کې چې د پوهنتون زده کوونکو ته يې ورکړی ، يو ځلي يې هم د تروريست او يا تروريزم نوم ندی اغستی . نو زه نه پوهېږم چې تاسي دا خبره په کوم ځای کې او يا له چا نه مو اورېدلی چې ګواکې پاپ دې زمونږ پيغمبر د تروريست په نوم ياد کړی وي ؟؟[/quote:4d77fa38c9]
هو ! خو اقتباس ئې کړي چه :
14th century Byzantine Emperor Manuel II Palaeologus, who said everything Mohammad brought was evil "such as his command to spread by the sword the faith he preached".
د١٤ سمي پېړۍ ديوه اېټالوي امپراتور له خولې اقتباس کوي
هر پېغام يا هر څه چه محمد راوړي وه evil (مضر،شريرانه ، زيانمن )
دغه فرمان يا دده فرمان دي چه اسلام ته د توري په زور وسعت او ښوونه ئې
عقيده د توري په زور
"jihad" and "holy war" in his lecture, added "violence is incompatible with the of God and the nature of the soul".
او جهاد ته ئې داسي اشاره کړې چه :
جهاد يو ناسازګاره خبره ده د خدای په ذات کښي
اوس د دې خبرو مفهوماو مانا دا سوه چه :
چه والصلاة والسلام على اشرف المرسلين نينا محمد يو شرير او درواغ ئې ويلی
په الله پوري !
يعني دئ (پاپ ) هم موافق دي د امپراتور سره نو دهغه خبره ئې اقتباس کړه
او هغه وحشت چه د اېټاليا امپراتوانو کاوه چه انسان به ئې د حيوان سره
په سټېډيم کښي جنګاوه ،هغه وحشت ته ئې ولي ګوته نه نيول
او يا د اېټاليا څخه به تلل او پر عربي او اسيايې خلګو به ئې حکومت کاوه
او خپلو عسکرو ته ئې فرمان ورکاوه چه ولاړ سۍ دومره ويني وبهوۍ
چه د اسونو تر ځنګنو پوري ويني درپورته سي ٠
او تر نن ورځي هغه تاريخ شروع دي ٠
او ولي ئې د نبي له احايثو څخه يو اقتباس نه کاوه ؟
که د نبي له احاديثو ئې اقتباس کړيوای نو بيابه خبره ټولوته معلومه سوې واي
پاپ (جان ) ريشياو يلي ٠ هغه امپراتور هم طرف درلودي لکه پاپ
مبارک دغه ايات شريف و هرکليس (Heraclius ) د اېټاليا امپراتورته ولېږۍ
بسمه تعالی : يَا أَهْلَ الْکِتَابِ لِمَ تُحَاجُّونَ فِي إِبْرَاهِيمَ وَمَا أُنْزِلَتِ التَّوْرَاةُ وَالْإِنْجِيلُ إِلَّا مِنْ بَعْدِهِ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ ﴿ 65 ﴾
بگو> :اى اهل کتاب ، بیایید بر سر سخنى که میان ما و شما یکسان است بایستیم که :جز خدا را نپرستیم و چیزى را شریک او نگردانیم ، و بعضى از ما بعضى دیگر را به جاى خدا به خدایى نگیرد <.پس اگر[ از این پیشنهاد ]اعراض کردند، بگویید> :شاهد باشید که ما مسلمانیم[ نه شما.]
يَا أَهْلَ الْکِتَابِ لِمَ تُحَاجُّونَ فِي إِبْرَاهِيمَ وَمَا أُنْزِلَتِ التَّوْرَاةُ وَالْإِنْجِيلُ إِلَّا مِنْ بَعْدِهِ أَفَلاَ تَعْقِلُونَ ﴿ 65 ﴾
اى اهل کتاب ، چرا در باره ابراهیم محاجه مى کنید با آنکه تورات و انجیل بعد از او نازل شده است ؟ آیا تعقل نمى کنید؟
هَاأَنْتُمْ هؤُلاَءِ حَاجَجْتُمْ فِيَما لَکُم بِهِ عِلْمٌ فَلِمَ تُحَاجُّونَ فِيَما لَيْسَ لَکُم بِهِ عِلْمٌ وَاللّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ ﴿ 66 ﴾ العمران
هان ، شما[ اهل کتاب ]همانان هستید که در باره آنچه نسبت به آن دانشى داشتید محاجه کردید، پس چرا در مورد چیزى که بدان دانشى ندارید محاجه مى کنید؟ با آنکه خدا مى داند و شما نمى دانید.
او پاپ نن زموږ سره غواړي چه بحث وکړي ٠ دا ئې مبتدا ده
چه په خبر کښي به څه راوړي
او تاسو نواوس فکر وکي چه هغه د نبي پېغام او دغه د پاپ خبر
رښتینی
16.09.2006
محترم حليمى صيب مننه او كورمو ودان
کشمالې
17.09.2006
ګرانووطنوالو !
په لاندی مطلبونوکی چې په بي بي سي پښتواودري وېبپاڼوکی خپرې شوي ، په ورته موضوع پورې تړلي دي نوځکه غواړم دخپل اندپه څرګندوولوکی يې خواپه خوا کړم ٠
خبره په دې راولاړه شوې چې ويل کيږي چې د عيسوي کاتوليکانو مذهبي لارښود اومشر پاپ بېنېډيکټ د اسلام په اړه تيره اوونۍ په جرمني کې د يوه لکچر په ترڅ کې د څوارلسمې پېړۍ د يوه مسيحي امپراتور خبري رانقل کړې وى چې گواکې د اسلام پيغمبر حضرت محمد "ص" نړې ته زيان او بې رحمى راوستى .
داسې زوروونکي اوخواشينوونکي خبرونه پخوادګوانتانمودغېرقانوني زندان دپنجروڅخه ووتل اوپه نړۍ کی دمسلمانانوغوږونوته ورسېدل چې پرضديې پراخې مظاهرې وشوې اودمرګ اوژوبلې سبب وګرځېدل ٠ همدغه رازپه عراق کی دابوغرېب غېرانساني اوشرموونکې زوروونې دونيا ولړزووله ٠ په دې پسې دډنمارک دکاريکاتوري سياست نتيجه هم دمسلمانانو دمرګ اوژوبلې سبب شول ٠ څه وخت مخکی ښاغلي بش اسلام له فاشيزم سره جوښت کړاواوس دادې يوجرمن نژادپاپ داسلام دپېغمبرپه هکله داسې څرګندوونې کوي ٠
اخر دايوپه بل پسې عيسوي اتهامات اوسپکاوي دڅه لپاره ؟
ايا عيسويان په تمامه معنا غلط اومسلمانان سل په سلوکی پرحقه دي ؟
که عيسويان اومسلمانان دواړه پرحقه وي نوڅوک به په نا حقه وي ؟
زه خوچې فکرکووم دې پوښتنوته بايد دواړه خواوې ترکتنې لاندی ونيول شي ٠
که رياکاري پکی ونه کړو، په هرمذهب دترور، قتل ، زوراوشراتهامات اومثالونه په تاريخ کی موندلای شو٠ لومړۍ دښځوپه هکله ، په پخوازمانوکی اويابه ووايودصنعتي انقلاب څخه پخواعيسويانواويهودانودښځوغوږونه ، ژبې پرېکوول اوپه تبۍ به يې تندي ورته سېزل ، په عربانوکی په لورشرمېدل اولورګانې به يې ژوندۍ ښخوولې ، هندوانوبه دمېړه دمرګ سره ښځه هم سوله اودژوندحق يې نه ورکاوه ، همدااوس په هندي اوپاکستاني رواجونوکی ښځې دملاماتوونکوجهېزونوقرباني کيږي ، په پښنوکی هم فاميلي اوقومي جبر دپښتونولۍ په نوم جاري دې ، صغيرې اوکبيرې ته څوک نه ګوري خوچې پيسې وي اويوه ملاهم په دې لاره کی داصلاح کوښښ ونه کړ، ډلې ډلې له کوره دتبليغ په نوم ووځي ، سترګې په رنجوتورې کړي اولونګۍ وتړي څه کړي چې اسلامي تبليغ کوي ٠ دوی ٩٨ فيصده مطلق بې سواده اوددين له حقيقي علمي تبليغه ناخبره خلک وي ٠ ددوی اصلي تبليغ داوي چې دادنياپاتې ده ، کاروباراوژوندهيڅ اهميت نه لري ، دوی جامعه دجهالت په لوررهبري کوي ٠
کله چې ميدان دسيالۍ راشي ، په هيڅ ډګرکی دسيالۍ جوګه نه وي اوپه دې توګه پرته له دې چې دنورودتمسخر، حملواوګوزارونوقرباني ته مجبوروي ، دمتقابلې سيالۍ اومقام جوګه نه وي ٠ له بله پلوه ددې سيارې پرمخ دوه هيوادونه دهندي خرافاتوښکارشوي اودغه خرافات يې په اسلام اوخپلورواجونوکی ګډکړي دي ٠
که سړې اسلامي هيوادونوته نظروکړي ، دطبيعي منابعواووګړنيزقووت له پلوه ډېربډای دي مګردوی يونظامي پکت يا ګډ فوځي طاقت نه لري ، ددوی هره اتحاديه دبې اتفاقۍ مرکزوي ، دوی يومشترک المنافع بنسټ نه لري ٠
په ٢٠٠١ ع کال کی دسپتمبرد١١ نېټې تروريستي حملو امريکا ته جوازورکړچې دتروريزم پرضد جګړه پېل کړي چې يواځې افغانستان اوعراق پکی ښکېل شول اودداسې تروريستانوپه نوم يې وګړي وژل کيږي چې دامريکا سي ، ائ ،اې زېږولي ٠ دې جګړې اود غربيانو خارجي پاليسۍ هرمسلمان دترورست په نوم مشهورکړ٠ ددوی اسلامي ضدپروپاګنډ په غربي ټولنوکی مسلمانان له تحقير، بدوېلو، توهين ، توپيراوبې انصافۍ سره مخ کړي ، داوسېدوله ځايه نيولې ترکار، کاروبار، روغتيااوپه هيواکی ترسفرونوپورې هرڅه دمسلمانانولپاره محدود شوي اوکله سړې دمسلمان په حيث ځان ته حېران شي چې ايا دازه هم دانسان ارزښت لرم ؟
خوداټول شيان يواځې دغربيانوله لاسه نه دي بلکه دهغومسلمانانوله لاسه هم دي چې اسلام اومسلمانان يې بدنام کړي اولا لګيادي دا کارکوي ٠ هرځل چې چېرې تروريستي خبرواورېدل شي ، سم له لاسه سړې مطمئن شي چې اوس به يوږيرورمسلمان دتلويزيون په پرده راوړي اوهمدغسې کيږي ٠ کله چې دغربي سياست ګراف لږراټيټ شي ، سم له لاسه دسهتر مجاهداويا ال ظاهري وېډيوکسټ هم دغربي تلويزيونونوپه پرده راښکاره شي اودکوم غارله خولې ګوتې وبرچوي ٠ کله چې دغربي پاليسۍ دمينې امپئربېرته لوړشي نوتربلې اړتيا ال ظاهري صېب هم چېرې نه ښکاري ٠
په هره توګه په نړۍ کی د هرمذهب په نوم سياسي لوبې روانې دي اودتروريزم جګړه خوهيڅکله پای نه لري خوپه سياست کی يې رول بريالې ؤنوځکه ځينې متقلدحکومتونه لکه دهند، ځان دراتلونکي سوپرپاورپه څېراحساسوي اودامريکې پېښې کوي ٠ هلته هم دمسلمانانو دزورولولپاره له هرې بهانې څخه کاراخلي اوان تردې چې دتش مسلمان نوم په سبب هم دافراطي هندوانودحملواوتوهين قرباني کيږي ٠ دهندخپل مطبوعات په دې اعتراف کوي چې حتا دهندمسلمان ستوري هم دهندوانوله کرکې په امن کی نه دي ٠
هرهندي فلم چې وګورۍ ، بدمعاش به يې يا مسلمان وي اويا پټان ، سړې په دې فکرکی واچوي چې دادشاديانو،مارانو،فيلانواوغواګانوبنده ګان نوپه کوم منطق کی له مسلمانانوفوقيت لري ؟
يهودانوڅه وخت مخکی بې ګناه لبناني ماشومان اوښځې قتل کړل ، غربيانوورته چکچکې وهلې اودتيلوشيخانوپه څپوټوکی مخونه نغښتي ؤځکه چې دوی هم په پوست پاک نه دي او دافغان ، پاکستاني ، هندي اوبنګله ديشي ماشومانوپه اخططاف تورن ؤ ٠ دانومسلماني شوه چې دغريبومسلمانانواولادونه دخپل ذوق ، ساعت تېرۍ اواوښ ځغلولولپاره دبې وجدانو تش په نوم مسلمانوپه لاس تښتول کيږي اودڅپوټوعربي نرانودغلامۍ لپاره دشرم صحراګانوته وړل کيږي ؟
دبي بي سي وېبپاڼې په دري برخه کی ليکل شوي :
`` افغانستان در صدر فهرست شش کشوری قرار دارد که ايالات متحده آمريکا، به تازگی نام آنها را به کشورهای آسيايی مخالف آزادی مذهب افزوده است.
برونئی، هند، لائوس، پاکستان و سريلانکا، پنج کشور ديگری هستند که به همراه افغانستان، به فهرست کشورهای مانع حق آزادی مذهب اضافه شده اند. ``
زه د افغانستان د اتهام سره توافق نه لرم ځکه چې پنځه کاله کيږي چې دافغانستان چارې په مستقيمه توګه دامريکا اوايساف لخوااداره کيږي ٠ که په دغه هيوادکی اوس هم ازادي نه وي ، مسؤ ليت يې ددوی په غاړه دې ٠
بله داچې داسې کتنې بايدپه امريکا کی هم ترغوورلاندې ونيسي ځکه چې هلته هم هرمسلمان تعقيبيږي اودتروريست په سترګه ورته کتل کيږي ٠
اوبرونۍ يوداسې اسلامي سلطنت دې چې مذهبي ازادي به پکی نه وي خوکله دمسلمانوشيخانواوشهزادګانوازادۍ اوکورنۍ ته هم بايدوکتل شي ٠ نيويارک پوست داګست په ٣١ مه پخپله يوه ګڼه کی کښلي چې دبرونای شهزاده ، عظيمي د څلوروميليونوډالروپه بيه ګاڼه دامريکا سندرغاړې ، مورايا کېري ته په يوه ځانګړې جيټ الوتکه کی لېږلې ، داديومسلمان هيواددپاچا ازادي اوعياشي ٠
مسلمان شيخان اوشهزادګان خپلو عياشيوته هم قانوني اوهم مذهبي جوازلري ، هلته اسلام ته هيڅ خطرنه وي مګرکه په افغانستان کی نجونې مکتب ته لاړې بيا غير ت ، ننګ اومذهب هرڅه دخطرسره مخ شي ، ولی ؟
داسې په زرګونوحقايق دي چې هم په عيسويانو، هم په يهودانو، هم په مسلمانانواوهم په هندوانوپورې تړلي ، خوڅوک يې وايي اوڅوک پری سترګې پټوي ٠
که چېرې د مذاهبوپه ازادۍ کی ارزښت وي نوبيا هردولت ته پکارده چې دخلکوعقايدوته ازادي ورکړي اوخلک پريږدي چې خپل عقيدوي منزل په خپله وټاکي ٠ همدغه رازدمذهبي شخړواومذهبي جبرونومخه ونيسي ٠ دنن اړتيا داده چې هرڅه تکامل کړې اودپوهې اوتحليل کچه هم بله اندازه لري نودهرمذهب اوعقيدې لارښود وجداني مسؤليت لري چې دمذاهبوتفاهم اوديوبل سره په څنګ کی په سلحه اومتقابل احترام ژوندباندی ټينګاروکړي او پخپلومواعظواومذهبي تبليغ کی فسادي ، پاروونکواوتبعيضي خبروڅخه ډډه وکړي ٠
زه دپاپ تنقيدځکه ردووم چې دې دخپل مذهب په دائره کی نني مشکلات نه ويني او پخوانيوانفرادي ويناؤ ته اهميت ورکوي ٠ دې بايديوځل بيا په دې غووروکړي چې که نن ترورستان مسلمانان وي ، ورسره اصلحې به يې عيسويانوجوړی کړې وي ٠
يوځل دعيسوي مذهبوهيوادونوداسلحودتوليداوامبارونوګودامانوته هم سرورښکاره کړه اوپوښتنه ترې وکړه چې دغه دومره اسلحې دڅه لپاره ؟
همدغه رازپه ږيرواوچړوپورې نښتوملايانوته وايم چې دايمان په سربه سره سرونه نه ماتوو ،او دعيسويانواويهودانوسره مو په توروبرچوولوڅه جوړنه کړل ، نورمسلمان امت په صحيح لاره ، دصلحې اوتفاهم په لاره ، دترقۍ اوامنيت په لاره رهنمايي کړۍ کنه نوربل وخت اونورې تقاضې دي چې که تاسويې غواړۍ اوکنه هغه ته به اړکيږ ۍ ٠
کشمالې
ع کريم حليمي
18.09.2006
درنو او محترمو وړونو سلام !
کوشان ليکلي چه :
[quote:0300734370]واتيکان خو په رسمي ډول اعلان وکړ چې پاپ له دې نه بښنه غواړي چې که چېرې يې په خپلو خبرو د مسلمانانو احساس زخمي کړی وي [/quote:0300734370]
هو ! بخښنه ئې غوښتې اما پاپ بياهم پر خپله خبره ولاړ دی
يعني مانا دا چه وبخښۍ چه د مسلمانانو احساس زخمي شو
دپاپ بخښنه به هغه وخت پذيرفته اومقبوله سي چه خپله خبره بيرته واخلي
او ورسته بخښنه وغواړي
ډير ښه ئې ويلي چه فسادي علم فساد عالم
رښتینی
19.09.2006
محترم حليمى صيب او نورو وروڼو سلام
ياره حليمى صيب داسور مخۍ ولا كه بيخى دبښلو وى
كه څوك ورته ووايي چى تادى نو خداى ووهى چى ته له دى خبرو مخكى په دى نه پوهيدى چى ستا په دى خبرو مسلمانان زوريږى او جذبات يي ټپي كيږى
نو حتما به څه نه په كى ووايي او سركوزى به شى ځكه لكه كشمالى صيب
چى اشاره ورته كړى دا زوروونكى پيښى داسى بريښى چى سم ترتيب شوى
پلانونه دى او هغه دكرش سويلايزيشن دى كه څه بلاده دګامونو په جول يي
مسلمانان تلقى كوى
او بل په دى زه ولا كه سم پوهيږم چى له دى بښنى نه هم دى فرنګيانو او
امريكيانو لكه چى يو پسخند او ريشخند جوړ كړى دى !!!!!!
په دى افغانستان او نورو ځايونو كى يي په ډلئيزه تو ګه خلګ سټ كړل او لا يي سټوى خو له دى ټولو مسئوليتونو او دى درنو جرمونو نه يواځى په بښنه
ځانونه خلاص كړى !!!
يو ځاى خو دخپلى تكنا لوژى دومره ستاينه كوى چى هغه دچا خبره ستن هم
نه ورنه خطا كيږى او بيا يي كه تير وتنو ته ځير شو نو له هدفه يي نا هدف (؟)ځايونه ډير په نښه كړى دى او كله كله خو هغه د پيشى كانه پرى وشى
چى خپل سرتيرى هم په نښه كى
خو له دى درنګى نه په يوه تشه پښيمانى او بښنه سره په پوره توګه
ځانونه خلاص كړى لكه داد پاپ چى هم په بښنه سره خپله غاړه خلا
صه بولى !!!
او دوى خو لا خير زمونږپه منځ كى هم مدافعين ولرى لكه
شاغلى ...... او شاغلى ......
لوى څښتن ته مو سپارم