د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دزړه نړی

منلی
14.09.2006

ټولو لوستونکو او کتونکو اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاتة.
انسان دعلم حاصلولو ذریعه څه شی ده ؟ اوله هغه ذریعونه چی کوم ډوله علم حاصلیږی دهغه حقیقت څه شی وی ؟
غواړم چی په دی هکله له تاسو څخه یوڅه زده کړم خوپه اول کښی به خپل معلومات ستاسو به خدمت کښی وړاندی کړم
مونږ ګورو چی میز سخت ده ،شربت خوږده ،ګلاب ښه بوی لری ، لال سورده ،دبلبل اواز ښه لږیږی
مونږله کومی زریعی نه دی نتیجی ته رسیدلی یو ؟
روښانه ده چی مونږ میز په لاس لمس کوو ، شربت په ژبه څکو دګلاب ګل بویه وو . لال ګورو ،دبلبل چغی اوسوری اورو لڼده داچی ددی شیانوپه باره کښي زمونږ دعلم زریعه زمونږ حواس دی .
دحواسوپه ذریعه مو چی کوم معلومات حاصل کړی هغه مدرکات یا percertions وائی لڼده دچی دخارجی دنیا په باره کښی زمونږ دعلم زریعه مدرکاتی یا perceptual دی
دمدرکاتی معلوماتو په باره کښی مونږ ته هیڅ شک اوشبه نه وی ددی لپاره چی مونږه هغه براه راست حاصله وو . دازمونږ دهری ورځی معمول ده . مګر دلږوخت لپاره که په دی معمول ژور فکر وکړو اوبیا وګورو چی زمونږ دادی معلومات حقیقت څه ده
شربت خوږ ده مګر داشربت په هغه وخت کښی وڅښو کله چی د صفرا تبی نه زمونږ دخولی مزه خرابه شوی وی همدا اشربت به لکه دحنظل غوندی تریخ وی .

ګلاب خوشبودارده مګرکه داګلاب دزکام په حالت کښی بوی کړ وبلکول دکاغذګل تری جوړیږی .
اوبه ګرمی دی . که خپل لاس په واوره کښی کیږدو بیایی په اوبوکښي واچوی اوبه به ګرمی وی
خو که همدغه لاس په اورګرم کړو اوبیایی په اوبوکښی واچوی همدغه اوبه به یخی شی
لڼده داچی اوبه نه ګرمی دی اونه یخی دازمونږ احساس ده چی ګرم یایخ راښئ

همدارنګه مونږ د اور مخی ته ولاړیو اود اور تودوخه محسوسه وو
مونږ وایی چی حرارت له اورڅخه پیداکیږی دلږ وخت لپاره که نزدی ورودریږو چی ترڅو زمونږ لاسو کښي دسوزیدو حالت پیداشی
له دی سوزیدو نه درد پیداکیږی سوال داده چی آیا دردهم په اورکښي وو. اوکه چیری دادردپه اورکښی نه وو اوزمونږ له احساس نه پیداشو
نو ددی څه ثبوت لرو چی تودوخه په اورکښي وه اوزمونږ له احساس څخه نه وه .

همداسی که مونږ دلاس په رغوی غیران (پیسه ) کیږدو مونږته ګرده ښګاری خوکه همدغه غیران په میز ګیږدی اوله یوخواورته وګوری غیران به بیضوی ښکاری مونږ به څنګه واویو چی داپیسه ګرده ده اوکه بیضوی .

له دی مثالونو نه مونږ ته معلومه شوه چی خارجی دنیا کښي شیان هغه څه جوړیږی کوم چی زمونږ زړه جوړه وی اومونږ ته یی ښی کله چی زړه په خپل خیالاتو کښي جذب وی بیانه میزسخت محسوس یږی نه لال سور ښکاری نه دبلبل اواز اوریدل کیږی اونه دګلاب خوشبو څه پته لګیږی

ددی تجربو په رڼاکښی معلومه شوه چی دخارجی دنیا په هکله مونږ ته چی کوم معلومات دحواسو په ‌ذریعه حاصلیږی ددی دارومدار اوټول کمال زمونږ نفس mind پوری ده
دادزړه دنیاده چی له دی نه دباندی کائینات ژوندی اومتحرک دی دزړه دنیا بدلیدو سره دبهر دنیا خودبخوده بدلیږی .
لڼده داچی وجودصرف زمونږ دزړه ده خارجی شیان په خپل ذات کښي موجود نه دی

خارجی دنیا په باره کښی زمونږ علم په حقیقت کښی خپل دکیفیاتو علم وی کوم ته چی تصورات ideas وایی
مطلب داچی په اصل کښی نه اور ګرم وی نه ګلاب سور ،نه شهدخواږه ،نه مالګه تروشه
تاسوپه دی هکله څه وایی ؟ وسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more