د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا هماغه طالبان دي؟

larghonay1
13.09.2006

په وفا، غيرت، د احسان په بدل، مينه او الفت باندې هم اسلام ټينګار كړى او هم پښتو.
خو نه پوهېږو چې طالبان مسلمانان او پښتانه دي او كنه ؟

ايا دا همغه طالبان دي چې څو تنه په كندهار كې د ملاعمر په مشرئ راپورته شول او پښتنو يې د غوايو او پسونو په حلالولو هركلى وكړ، مخې ته ورغلل او هيڅ خنډ يې ورته پېښ نه كړ، بلكې په نره يې ورپسې لښكر جوړ كړ او تر درې برخو زيات افغانستان يې د شمالي ټلوالې د غلو، پاټكيانو او لنډه غرانو څخه خلاص كړو .

داهمغه طالبان دي چې پښتنو يې د ملاتړ له پاره كوره سر سړى وركاوه تر څو د دوى مټ او ملا ورمضبوطه كړي؟

دا همغه طالبان دي چې پښتنو عوامو خو لا پرېږده ، چې پښتنو روڼ اندو، نيشنلستانو،مليونو، غرب غوښتونكو او شرق غوښتونكو، ټولو ورسره څڼلې وغورځولې او د دوى ډول ته د دې له پاره ونڅيدل چې ګوندې دوى د هيواد د روانې بدمرغې درمل شي ؟
خو ډېر زر يې ټول په خپلو ښو پښيمانه كړل، دوى هيڅ د هيواد جوړونې او هيواد پالنې سوچ نه درلود.
ډېر زر ټولو وپېژندل چې :
د بنګ بوټي دي خواري ورپورې مه كړه
كه هرڅوي چنار كوې چنار به نه شي.

هو!
دا همغه طالبان دي چې پښتنو يې ملاتړ وكړ خو ډېر ژر يې بېرته په پښتنو مشرانو او سپين ږيرو پسې كيبل راواخستو.
دا همغه طالبان دي چې پښتنو نجونو يې د ليليې دشتې د وژنې غبرګون په ساندو كې زمزمه كاوه، خو دوى به پښتو تر پښو لاندې كړه او پردۍ خور، لور به يې په كيبلو وهله او ټكوله، حتى د موټر له سيټ نه به يې باډۍ ته كوزوله او دوى به په سيټ كې كېنستل.
دا همغه طالبان دي چې د جيګو (ډبل) ډاټسنو ګردونو به يې د بې وزلو، پليو او بېچاره پښتنو سترګې له خاورو ډكې كړې خو هغوى به بيا هم د دوى د بري له پاره لاسونه لپه كړي وو!

دا همغه طالبان دي چې پښتانه يې د شمالي ټلوالې داړه مارانو ته په ميدان پرېښودل او دوى د پاكستان په يوه نري سترګك په يو وار پنځه او شپږ ولايتونه پرېښودل، د پاكستاني استخباراتو سره تړلي مشران يې په پاكستانيو الوتكو كې والوتل اوهغه طالبان چې په اسلامي سپېڅلي جذبه، په پاكو ولولواو په پښتني غيرت د دوى لښكر شوي وو هغوى يې بې خبره شمالي ټلوالې ته پرېښودل چې هغوى په ډېرو د فلمي وژنو اكټونه وكړل، او ځينې يې تر اوسه د ټلوالې د لنډه غرانو په شخصي زندانونو كې پراته دي.

دا همغه طالبان دي چې د شمالي سيمو مېشت پښتانه يې يو ځل په راتګ مړه او ولوټل شول او بيا يې تر تېښتې وروسته د ټلوالې لنډغرانو له لاسه بې عزتي، بې پتي او ځورول وليدل.
دوى خو خپلې پښې سپكې كړې او پښتانه يې په تش ميدان پرېښودل چې له ډول ډول بې پتيو سره سره يې ځينې اوس هم خپل كور كلي ته نه شي تلاى.

دا همغه طالبان دي چې كله يې د ځوانۍ دور و نو پښتانه يې تر سپوږمو راوستي وو او كله چې په شكيدلو جامواو سوړي سوړي پرتوګ كې تښتيدل نو پښتنو ورسره ژړل او د دوى په وحشي كړنو تر اوسه د القاعده تور ورپورې نښتى، او اوس هم د دوى د كړنو په اړه سر ټيټي او خجالت ښكاري!

دا همغه طالبان دي چې لومړى يې عمري عدالت غوښتو خو ډېر زر داسې ماده پرست شول چې د پېښور په كارخانو بازار كې يې هر يو نماينده ګي درلوده او د نورو اسعار پر ځاى يې ډالر غوښتل، لرغوني اثار يې خرڅول او حتى كله كله به يې سترګې د مادياتو په ګندګيو كې داسې ولړل شوې چې د ريښتوني قبر او لرغونيو اثارو توپير به يې هم نه شواى كولاى، سمدم مړى به يې ووېستو او بيا به يې له شرمه همغسې لوڅ پرېښودو او دوى به تللي وو!

دا هماغه طالبان دي چې يو ځل يې په خپله پنځكلنه دوره كې پوره پنځه كاله افغانان له زده كړې محروم كړل او اوس يې دا څلور كاله په هغو سيمو كې محروم كړي چې د دوى اغېز پكې زيات دى!

دا همغه طالبان دي چې د پاكستان او امريكا په اشاره همغه پښتانه وژني، په ګوليو يې ولي او په بمونو يې الوزي، په ګڼه ګوڼه كې يې ځانوژونكې حملې كوي ، نر ښځې او ماشومان يې وژني، ښوونځي يې تړي او سوزوي، سړك جوړوونكى انجنير يې وژني، كلينيكونه يې ورانوي، لڼده دا چې د هغو بې وزلو پښتنو سره داسې دښمني لري لكه د شيطان او مسلمان.
لامل يې يوازې دا دى چې پښتنو بدمرغو د دوى ملاتړ كړى او د دوى تر تېښتې وروسته يې د دوى مړي خښ كړي او جنازې يې پرې كړي، د دوى مېرمنو ته يې پنا وركړې،چاته يې نه دي ښودلي او دوى ته يې د تېښتې لاره او ګودر ښودلي دي.

اوس نو هغو كسانو ته چې ځانونه پښتانه او مسلمان بولي په كار ده چې د اوسني دولت سره د مبارزې يوه بله لاره غوره كړي نه دا چې د هيواد ، مشرانو، عوامو، روڼ اندو، عالمانو، ښوونځيو، پوهنځيو غټو او وړو دښمنانو سره يو ځاى شي او د قومي مشر، سپين ږيري،مخور، جرګه مار، روڼ اندي،د پوهنتون استاد، د ارواپوهنې ماسټر او مجاهد الحاج محمد حكيم تڼيوال د وژونكو، بې شعوره، پوډريانو سره يو ځاى شي.
په همدې هيله
ستاسو لاروى
تاسو په كې څه وايئ؟


Ajab
13.09.2006

هو، دا هماغه طالبان دي چې په افغانستان کې يې له خلکو څخه کېسټې ماتولې خو په خپله يې په پېښور کې په سېنماګانو د انګرېزانو لغړ فلمونه کتل.
هو، دا هماغه طالبان دي چې پاکستان او امريکا راپيدا کړل، وسلې او ډالرې يې ورکړې توت ته يې وخېژول او بيا يې ګوانتانامو ته بوتلل او هم په توت کې يې ورسره خپل اعمال ترسره کړل.
هو، دا هماغه طالبان دي چې بهرنيان افغانان وژني نو دوى ورته ظلم وايي خو چې پخپل بېګناه افغانان وژني نو دې ته جهاد وايي.
هو، دا هماغه طالبان دي چې د پاکستان په ښارونو کې تربيه کېږي، هلته د پنجابي پېغلو په پښو کې ناست وي خو چې افغانستان ته راشي نو ماشومه انجلۍ هم ښوونځي ته نه پرېږدي چې دا د اسلام په ضد کار دى.
هو، دا هماغه طالبان دي چې په افغانستان کې يې د وحشت او جهالت داسې دوره تېره کړې چې د تيږې د دور انسان به هم پناه ورڅخه وغواړي.
د دغو طالبانو له منځه وړل ډېر ګټې لري:
١: د پاکستان ملا به ورسره ماته شي، د پاکستان د ملا ماتېدل د شر او فساد د ملا ماتېدل دي.
٢: بهرنيانو سره به په افغانستان کې د پاتې کېدو بهانه له منځه لاړه شي او خپلو هېوادونو ته به ستانه شي.
٣: د هېواد سرکونه، ښوونځي، روغتونونه او لارې کوڅې به په امن شي.
٤: د پرمختګ ټولې لارې به پرانيستل شي.
٥: غله، ډاکوان، د مخدره موادو قاچاق وړونکي او ماشومان تښتوونکي (چې په اصل کې دوى هم طالبان دي) به ورک شي.
٦: پښتانه به د دوى د شر او فساد څخه خلاص او په امن شي.
٧: د پښتنو په سيمو کې به کارونه او عادي ژوند پېل شي.
٨: افغانان او په ځانګړې توګه پښتانه به د ترهګرۍ د ناولې نامې څخه خلاص شي.
٩: د تنګ نظرۍ، سخت دريځۍ، مذهبي کرکې او ناپوهۍ جرړې به غوڅې شي.
او داسې نورې هم ډېرې ګټې شته. ددې لپاره بايد افغانان راپاڅي، ملا وتړي، يو پاڅون وکړي او دا شر له منځه يوسي.


pattang
13.09.2006

Ajab
هو، دا هماغه طالبان دي چې په افغانستان کې يې له خلکو څخه کېسټې ماتولې خو په خپله يې په پېښور کې په سېنماګانو د انګرېزانو لغړ فلمونه کتل.
[color=brown:378634344e]کسېتې يې ماتولې خو لغړ فلمونه چې ته يې وايې مطلق دروغ او يوه نامردانه پرو پاګنده ده ، اکسريت يې د علم طرفدارن نه ول خو يو ډېر کلا سيک پښتني کلتور يې لاره ددوی سره د يوه شمير افغان ملتيانو جوړه نوه [/color:378634344e]٠

هو، دا هماغه طالبان دي چې پاکستان او امريکا راپيدا کړل، وسلې او ډالرې يې ورکړې توت ته يې وخېژول او بيا يې ګوانتانامو ته بوتلل او هم په توت کې يې ورسره خپل اعمال ترسره کړل.

[color=brown:378634344e]هو دا خبره دې درسته ه او لدې ځايه مونږ بايد فکر وکړو چې دا ولې داسې کيږي خو زمينه خو ستا اوسنيو ملګرو ! ورته برابره کړې وه چې په خرو به سپرېدل او هلکان يې په نکاح کول ، مېړوښه ښځې يې په نکاح کولې او افغانستان يې تقسيم کړی وو ، له چيټي دروغوبه لاس واخلو ٠[/color:378634344e]

هو، دا هماغه طالبان دي چې بهرنيان افغانان وژني نو دوى ورته ظلم وايي خو چې پخپل بېګناه افغانان وژني نو دې ته جهاد وايي.

[color=brown:378634344e]دلته هم روغ وايې دحکيم په مرګ او دنورو په مرګ زه ډير خپه يم طالبان بايد دافغان دملت له وژنې لاس واخلي او مونږ يې غندو داچې ته يې سر چپه کوې هغه ستا کار دی په درد نخوري٠ [/color:378634344e]

هو، دا هماغه طالبان دي چې د پاکستان په ښارونو کې تربيه کېږي، هلته د پنجابي پېغلو په پښو کې ناست وي خو چې افغانستان ته راشي نو ماشومه انجلۍ هم ښوونځي ته نه پرېږدي چې دا د اسلام په ضد کار دى.

[color=darkblue:378634344e]د مکتبونو سوځل خيانت دی خو ستا خبره هم ډير درواغ دی[/color:378634344e]:
[color=brown:378634344e](هلته د پنجابي پېغلو په پښو کې ناست وي )[/color:378634344e]

هو، دا هماغه طالبان دي چې په افغانستان کې يې د وحشت او جهالت داسې دوره تېره کړې چې د تيږې د دور انسان به هم پناه ورڅخه وغواړي.

[color=darkblue:378634344e]دلته دهم د تورې يو څه خريد کړی دی ،ډير طالبانو موبيلونه لرل او له تخنيک سره يې ډېره علا قه لرله زه يې شاهد يم[/color:378634344e]٠

د دغو طالبانو له منځه وړل ډېر ګټې لري:

[color=brown:378634344e]پر دې با يد خبرې وشي د يوه ملي هيواد پرسته حکومت بنسټ بايد کښودل شې ترڅو چې کرزي ، داؤد او نو ر قاچاقبران په قدرت کې وي ملت له دولت سره نه دريږي او طالب ته زمينه ډيره برابره ده ٠ [/color:378634344e]

١: د پاکستان ملا به ورسره ماته شي، د پاکستان د ملا ماتېدل د شر او فساد د ملا ماتېدل دي.

[color=darkblue:378634344e]پاکستان پوهيږي خپل کار يې مونږ بايد خپل ځان را ټول کړو[/color:378634344e]

٢: بهرنيانو سره به په افغانستان کې د پاتې کېدو بهانه له منځه لاړه شي او خپلو هېوادونو ته به ستانه شي.
[color=darkred:378634344e]بهرني نور مطلبونه لري هيڅ افغان هم په تاريخ کې بين الملي ترور ندی کړی او عرب هم اوس په افغانستان کې نه بلکې په پاکستان کې دې cia ښه خبره ده ولي دوي په تروريستانو پسې فيکالستان ته نه ځي ?? په افغانستان کې څه کو ي ?? سادګري بايد دپښتانه ميراث نوي ٠ دکاسې لاندې نيم کاسه هم شته [/color:378634344e]?

٣: د هېواد سرکونه، ښوونځي، روغتونونه او لارې کوڅې به په امن شي.

[color=darkblue:378634344e]تر څو چې رشوتخور، اجڼټ مذدور حکومت وي دا کارونه امکان کم لري کوم کار ونه چې کړ دي هغه پرديو خيريه موسسو کړې دي ، ستا کرزي خيل خپل جيبونه ډک کړل په ملياردو پيسې ورکې شوې درک يې نشته ٠[/color:378634344e]
٤: د پرمختګ ټولې لارې به پرانيستل شي.

[color=brown:378634344e]که سم حکومت راشي خو نه پنجشيريان او کرزي خيل ٠ [/color:378634344e]

٥: غله، ډاکوان، د مخدره موادو قاچاق وړونکي او ماشومان تښتوونکي (چې په اصل کې دوى هم طالبان دي) به ورک شي.
[color=darkblue:378634344e]دا داسي يو تهمت دی چې يوازي دkgb په مکتب کې لوستل کيږي خو انسانان ډوډۍ خوري دا حقيقت ټولو ته مالوم دی چې د طالب د وخت ارامي دافغانتان په تاريخ کې نوه٠ او مخدره مواد يې د ملګرو ملتو له تقا ضا سره سم ټول بند کړل او مګري ملتونه دا عمل دطالبانو هم ډېر ډېر تقديره وي ٠ کوم شی چې ته يې ليکې هغه ستا اڼډيوالان کوي ،ورشه ،ولونه ا ووګوره ، پوښتنه وکړه ٠[/color:378634344e]

٦: پښتانه به د دوى د شر او فساد څخه خلاص او په امن شي.

[color=brown:378634344e]پښتانه اوس دکرزي خيلو او پنجشيريانو په شر او فساد لګيا دي طالب يې هير دی٠ [/color:378634344e]

٧: د پښتنو په سيمو کې به کارونه او عادي ژوند پېل شي.

[color=darkblue:378634344e]که سم حکومت راشي نه قاچاقبران [/color:378634344e]

٨: افغانان او په ځانګړې توګه پښتانه به د ترهګرۍ د ناولې نامې څخه خلاص شي
.
[color=brown:378634344e]ددې لپاره ملي هيواد پرسته دولت او دخرجيانو وتل شرط دي[/color:378634344e]

٩: د تنګ نظرۍ، سخت دريځۍ، مذهبي کرکې او ناپوهۍ جرړې به غوڅې شي.
او داسې نورې هم ډېرې ګټې شته. ددې لپاره بايد افغانان راپاڅي، ملا وتړي، يو پاڅون وکړي او دا شر له منځه يوسي.

[color=red:378634344e]تر څو چې د کرزي رژيم وي دا کار امکان نلري اول شرط يې هيواد پرسته په کار پوهه پاک خلک دي .[/color:378634344e]

د پښتنولي په مينه پتنګ


کشمالې
13.09.2006

په دې کی شک نه شته چې دجهادپه نوم بې شمېره غله اوقماربازان قوماندانان شوي ؤ اوکله چې تنظيمونوقدرت ونيوهغوی ته يې دجنرالۍ اوځينوته دمارشالۍ رتبې ورکړې خوددې سره سره ډېر پاک اووطندوسته مجاهدين هم ؤ٠ دتنظيمي بې عدالتيو، غلا، قتلونو، زوراوظلم څخه بې وزله اوبې وسلې افغانان له حده ډېرتنګ شوي ؤنوهغوی يوبدلون ته سترګې په لارؤاودهغه چايې بې له شکه ملاتړکاوه چې ددغورسمي داړه مارانوڅخه يې ژغورل ٠ افغان اولس ته بې تفاوته وه چې څوک اوپه کوم نوم دې وي ، دهغوی لويه ارزوداوه چې ددوی کړېدلي زړونه په دغوبداخلاقواوظالموټوپکيانويخ کړي ٠ په دغسې حالت کی که هرچا اقدام کړې وې داولس ملاتړبه يې ترلاسه کړې وې ٠ طالبان هم په داسې موزون وخت کی راپيداشول نوځکه دپراخ هرکلي سره مخ شول٠
په پېل کی داسې فکرکېده چې ګنې طالبان يوغېرشعوري پاڅون ؤخووروسته شکونه هغه وخت رامنځ ته شول چې ملاعمردپردې ترشاغږېده ، مطبوعاتواوعکسونوته نه څرګندېده، مطبوعات اوتلوېزيون چې دټولنيزومعلوماتواصلي وسيلې وې،لمنځه يوړل شول ٠ ترټولوزيات شکونه هغه وخت رامنځ ته شول چې جنګي پيلوټان اوټانکستان يې هم راپيداکړه خوهيڅ چانه شوويلای چې دغه خلک څوک دي ٠ په هرصورت ،زما پرې هغه وخت شک ؤ چې په پاکستان کی اوپه خاصه توګه په پېښورکی دپخوانيوافغان تنظيمونودفترونه وتړل شول خودکچه ګړۍ څنګ ته يولوی دفترچې ددعوت تنظيم ؤکه بل څه خوجوړشواودغټې دروازې دواړوخواوته يې دسپينوغټوپټکيومسلح ګيروروځوانانوڅوکۍ کووله ٠ دهغوی دراپيداکېدوسره رنګارنګ ګونګوسي هم راپيداشوه اومهاجروبه ويل چې داعربان دي اودمهاجروسره مرسته کوي ٠ څه وخت وروسته دطالبانو ددفترپه نوم مشهورشو٠
په هره توګه دوی دافغانستان لويه برخه ونيوله اوافغانان يې دومره وډارول چې ديوبې سواده طالب سره دسوال اوجواب جرات يې نه شوکوولای ٠ هغوی محکمه نه درلوده ، هرطالب قاضي ؤ، که چابه په بل شکايت وکړ، هغه موضوع به يې نه څېړله ، ملزم به يې وارله واره دوهلولاندې نيوه ٠ دوی دشريعت اواسلام خبرې کوولې خوپخپله يې په معنا هم نه پوهېده ، طالبانو داسې زشته اووحشتناکه رويه درلوده چې داسلام په تاريخ اومحمدي سونتوکی نه موندل کېده ، دبېلګې په توګه دښځو، ماشومانو، سپين ږيرو، مريضانواوځوانانوتوپيريې نه کاوه ، دهغوی مجبوريتونه يې بې ارزښته ګڼل ، دمسلک په ماهيت نه پوهېده ، هغه يې دشريعت خلاف ګاڼه ، طالبانوته علم ، مسلک ، ډاکټر، انجينير، استاذ اوژورناليست هيڅ اهميت نه درلود٠ دوی دهلاکوغوندی وحشتناک ؤ، د لوړتعليم يافته سره هم دوحشت اوډار په سوټي غږېده ٠ دوی دلومړي ځل لپاره په لوګرکی په ډاکټرانولاسونه مات کړل ځکه چې هغوی ږيرې نه درلودې ، داکارپخوا تنظيمونوهم کاوه اوزه اوس هم داپوښتنه کووم چې دا خلک ږيرې ته ولی دومره اهميت ورکاوه ؟ که ږيره دخدای لپاره وي يااسلام يواځې په ږيره وي نوپوښتنه داده چې خدای ږيرې ته څه ضرورت لري ؟
يوډېرمعززسپين ږيري راته قيصه کووله چې دتالقانوولايت ته دخپل دولس کلن وراره سره دطالبانوپه دورکی تللې ؤ٠ لومړې خوپه ټانک سپروطالبانوسپين ږيرې رانيولېؤچې دښائسته هلک ورسره څه کوي خوهغه ورته قسمونه خوړلي ؤ چې وراره می دې مګرهغوی ويل چې نه داهلک به زمونږسره پرېږدې ،خلاصه چې ټوله ورځ يې پرې په زاريوتېره کړېوه اوبالاخره کوم طالب ملا راپيداشوې ؤ اوهلک يې ترې خلاص کړې ؤ٠
طالبانودخپل اقتدارپه وروستيوورځوکی هرڅه کوول ، غلا ، رشوت ، بچه بازي ، زنکه بازي اودښځودخرڅلاوکاروبارهم خوچاله ډاره غږنه شوکوولای ځکه چې پرته له مرګ اوژوبلې بله نتيجه يې نه درلوده ٠
ددوی لپاره علم ،عالم ، استاذ، ډاکټراوانجينيرهڅ حيثيت نه لري ، طالبان اخوندان دي ، پښتو اودپښتنوبچي ،اينده اودپښتنوژوندهم ورته هيڅ حيثيت نه لري٠


ghafar
13.09.2006

عزتمن ورور لرغونئ او نورو دوستانو ته سلامونه او نیکې هیلې!
که د په هېواد مین شخصیت حکیم تنیوال ترور د دې سبب شوئ وي، چې مونږ یو وار په ځان راشوو او پخپلو بحثونو کې اصلی موضوعګانې له فرعیو سره ګډې نکړوو، بیا هم د هغه د خلکو خدمتګار روح ته به مو یو څه کړي وي.[quote:2856b6d371]اوس نو هغو كسانو ته چې ځانونه پښتانه او مسلمان بولي په كار ده چې د اوسني دولت سره د مبارزې يوه بله لاره غوره كړي نه دا چې د هيواد ، مشرانو، عوامو، روڼ اندو، عالمانو، ښوونځيو، پوهنځيو غټو او وړو دښمنانو سره يو ځاى شي او د قومي مشر، سپين ږيري،مخور، جرګه مار، روڼ اندي،د پوهنتون استاد، د ارواپوهنې ماسټر او مجاهد الحاج محمد حكيم تڼيوال د وژونكو، بې شعوره، پوډريانو سره يو ځاى شي. [/quote:2856b6d371]
ګرانه لرغونیه وروره ډېره مهمه خبره مو کړې ده ! د مبارزې یواځنی او معقوله لار د ریښتینې دموکراسی د پلی کولو لاره ده او بس. زمونږ په هېواد کې لمړني دموکراتیک ګامونه پورته شوي دي: مونږ په اوس وخت الحمد الله که نیمګړتیاوې هم لری خو یو اساسی قانون لرو، چې د هغه دمخې د افغانستان د خلکو له خوا یو انتخابی جمهور رئیس او یوه انتخابی شورا ټاکلې شوې دي. که تېرې ټاکنې داسې چې هیله کیده تر سره نشوې، خو مونږ اوس دا امکانات لروو او مونږ پورې اړه لری، که مونږ به دې فکر یوو، چې د دولت په چارو کې ښه خلک ندي، نو کیدای شی چې راتلونکې ټاکنې په ښه توګه تر سره شي او هغه شخصیتونه وټاکوو، چې د مونږ د خوښې وي او د ټاکنې وړتیا ولري. مونږ اوس هم د موجودو قوانینو په چوکاټ کې کولای شوو په دولت او په ټولنه کې نیمګړتیاوې د ادب په چوکاټ کې په ګوته کړوو او که کولای شوو د هغه د اصلاح لپاره کارنده وړاندیزونه وکړوو. ن ه داسې کله چې له کومې نقیصې څخه مو یو څه واوریدل، نوسملاسی پر مسئولو چارواکو د غله ، جنایتکار، خاین او داسې نور نومونه پرېږدوو او د زړو کونډو په څېر ښېرا وکړوو!!. مونږ باید یو بل شئ هم مشق او تمرین کړوو، چې د حکم صادرولو دنده محکمو ته پرېږدوو. زما پورتني څرګندونې عمومی بټه لری او چاته متوجه ندي. مونږ باید دیته هم سوچ وکړوو، په ر دلیل چې وي که همدا دولت ړنګ شي بیا څّه؟ آیا د افغانستان ځوریدلي خلک د پتنګ په څېر واقعاْ هماغسې یو حکومت غواړي ، چې د هغو د رسوایی ډکې تېرې کارنامې تاسو او ګران ورور عجب په ګوته کړي دي ؟ په پیل کې طالبان هر څه چې وو، خو نني طالبان څرنګه چې لیدل کېږي د آی اس آی تر قوماندې لاندې او د القاعده په جامو کې د افغانستان تباهی ته ملا تړلې ده او د افغانستان د خلکو غوڅ اکثریت له دوی څخه کرکه لري
په درناوي


pattang
14.09.2006

[quote:a5fe75b5f3="کشمالې"]په
طالبانودخپل اقتدارپه وروستيوورځوکی هرڅه کوول ، غلا ، رشوت ، بچه بازي ، زنکه بازي اودښځودخرڅلاوکاروبارهم خوچاله ډاره غږنه شوکوولای ځکه چې پرته له مرګ اوژوبلې بله نتيجه يې نه درلوده ٠
ددوی لپاره علم ،عالم ، استاذ، ډاکټراوانجينيرهڅ حيثيت نه لري ، طالبان اخوندان دي ، پښتو اودپښتنوبچي ،اينده اودپښتنوژوندهم ورته هيڅ حيثيت نه لري٠[/quote:a5fe75b5f3]

نور شيان مې دې ړنګ کړل ځکه چې تر ډېر ځايه پورې يې حقيقت لاره خو په پښتو کې يو متل دی هغه وايې چې : ( که دښمن دې هم وې نو حق يې مه پټوه )
وروره طالبانو کې ښه خلک هم ول لکه : احسانالله احسان ، متوکل ، متقي ، ملا رباني ، عبدالرحمان او ډېر نور ٠
خپله واقعي طالبان ډير ښه خلک وو
خو مختلف خلک پکښې ورګډ شول خراب يې کړل او نوم بدي يې کړل٠ دوی سپين ساده پښتانه ول او دولتي تجربه يې نلرله ٠ ددوی په سر يو پټ مرموز ه طبقه وه چې لکه دليلت القدر ورځ هيچاته هم مالومه نوه چې څوک دي او څه غواړي٠
اوس به راشو مطلب ته :
طالب هلته هم او اوس هم پدې او په هغه سياست حکومت نشي کولی تر څو چې روڼډ اندي پکشې نوي او بين الملي نورمونه پوره نکړي٠
په ايران کې چې خومني راغی نو روڼ اندي ور سره يوځای ول د مسال په ډول بني صدر او طبا طبی چې ددولت خارجي سياست يې په غاړه اخيسی وو او تر اوسه ملايان هلته بيغمه پاته دي هغه دی اتوم بمب هم جوړوي٠
له بلې خوا دکرزي حکومت هم له طالبه کم نده او کرزي خيلو دا بله خوارا نيولې ده چې د افغاني هويت او پښتني افغاني کلچر ضد ده
حتا دطالب دسرکو قير ريزي د کرزي په قير رېزي ډيره ښه وه٠
خبرې ډېري دي خو ټولې تکراري دي

د پښتنولي په مينه پتنګ


Ajab
14.09.2006

[quote:5c73c5d8e7="pattang"]
خبرې ډېري دي خو ټولې تکراري دي

د پښتنولي په مينه پتنګ[/quote:5c73c5d8e7]
چې تکراري دي نو مه يې کوه کنه، بيا بيا درواغ ويلو ته څه اړتيا ده؟ ما خو چې څومره طالبان ليدلي ولا که يو هم پکې پښتون يا افغان و او ولا که يو هم پکې د انسانيت سره پنځلس سوه کيلو ميتره په خوا کې تېر شوى و. هو دا منم درسره چې کېداى شي طالبان په پاکستان کې انسان ډوله وه، هلته اوس هم سميع الحق او فضل الرحمان ځانونه د انسانانو په څېر ساتي خو همدغه خلک چې به افغانستان ته راواوختل نو وحشيان به شول، تا به ويل چې د وحشت پيچکارۍ يې ورته وهلې دي.
يوه خبره راته راياده شوه، د باميانو د بودا مجسمې په طالبانو باندې فضل الرحمان او سميع الحق ماتې کړلې. يوه ورځ بي بي سي د دوى څخه پوښتنه وکړه (په پاکستان کې خو هم بوتان شته تاسې هغه ولې نه ماتوئ؟) فضل الرحمان په ځواب کې ورته وويل: په پاکستان کې ايين ((اساسي قانون)) شته.
اوس نو دې بېوقوفانه ځواب ته سر ونيسه او غور پرې کوه


pattang
14.09.2006

کو شانه افرين !
لمر را وخت دا مضمون خودې ډير ښه ليکلی او حقيقت دې ويلی دی ٠
عجب صيب اوس تاسوته!
[quote:01205b9ca0]چې تکراري دي نو مه يې کوه کنه، بيا بيا درواغ ويلو ته څه اړتيا ده؟ [/quote:01205b9ca0]
وروره ما خو خپله خبره او دستر ګو ليدلی حال درته وليکه چې ته يې نه منې نو ستا خپل کار دی خو دروغ زه نوايم يا به دې خپله خبره بيرته اخلې او يا به هغه ځای راته په ګوته کوې چې مادروغ ويلي وي٠ زه په شخصي عقدوپه يوه ګروپ پسې پروپاګنده نکوم بلکې دواړه خواوې مې ټکولې دي .
دروغ وېيل له پښتنولي ځخه لرې دی اود سيال خواص ندي ٠
وروره ستا له خولې مې يوه خبره تر اوسه پورې ددې داړه مار دولت په خلا ف ندی
اورېدلې٠ تمامه ورځ په طالبانو پسې لګيا يې لکه د افغان ملتيانو يو خاص ګروپ چې بې د طالب له سپکاوي يې بل کار نلاره او اوس خدای په خپله سپک او پښتنو ته وشرمول ٠ هر څه چې وا ئي خو حقيقت وايه په طالبانو کې ډير کلک پښتانه وو
دساري په توګه قاري فضل ربي او يا حقمل صيب چې ان په هغه وخت کې يې د ښځوپه حقوقو کتابونه ليکلي دي نو ته ولې ټوله ته بد وايې ?? ماخو مخ کې درته ليکلي چې ددوی په لوړه شورا ځوک نپوهيدل چې څوک دي او څه غواړي ٠

دپښتنولي په مينه پتنګ


larghonay1
16.09.2006

پتنګه وروره نه پوهېږم چې د تيږې زړه لرې او كه د خپلو ليكنو سره ټوكې كوې؟
تاسو په دې بحث كې له پيل نه د طالبانو په ملاتړ ليكنې كوئ!
ايا په پښتنو سيموكې د ښوونځيو سوزول، د ښوونكو وژل، د سړك جوړوونكو انجنيرانو تښتول، د خلكو په كيبلونو وهل ، دا ټول تاسو ته انسانيت ښكاري؟
زه د هيچا سره د طالبانو پرتله نه كوم. اوسمهال د دوى اعمال يادووم او له تاسو درانه څخه پوښتم چې ايا دا انساني اعمال دي او كه ځنګلي او وحشي كارونه دي؟
دا لا كومه خبره ده چې په طالبانو كې پلانكى صيب ښه سړى و او بستانكى صيب د ښه سړي زوى و؟
كه په طالبانو كې ښه سړى واى نو څنګه ورسره تر پايه ولاړ و؟
ولې يې د طالبانو وحشت نه غندلو او له ډلې يې ولې نه وتلو؟
تاسو پوهېږئ چې په يوه ګوند كې څوك لوړې څوكۍ يا په اصطلاح رتبې ته څنګه رسېږي؟
دغه ښاغلي چې اوس يې خلك يادوي چې داسې ښه خلك وو او داسې روڼ اندي وو نو د طالبانو په پنځو كلونو كې دوى دومره شعور نه درلود چې د هغوى په كړنو او عقيدو پوه شوى واى او له ګونده يې استعفى وركړى واى؟
ګرانه بې ځايه دفاع هيڅكله نه ده په كار . مونږ د طالب په نامه ګوند يا ډله غندو نه هغه د جوماتونو چڼيان چې كوشان يې يادوي .
د طالبانو ګوند كې نيمايي هم طالبان نه وو ، همغه پاټكيانو تورې لونګۍ وتړلې او همغو خلقيانو برېت وخريېل او د پاكستانجوړ طالبانو سره مله شول.
مونږ بايد د دوى په واكمنۍ او كړنو قضاوت وكړو نه په دوى كې په اشخاصو!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more