د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

كرزي د بې وسۍ اعلان وكړو!

larghonay1
13.09.2006

هيڅ هيواد به په داسې حال كې چې له بېلابېلو ګواښونو، مخالفتونو او جګړو سره مخ وي ، سياستاً خپل ځان كمزورى ونه ښيي.
بلكې د خپلو قواوو د مورال پياوړتيا له پاره به خپل ځان پياوړى ښيي او دښمن به كزورى. خو د افغان دولت د ولسمشر وياند کريم رحيمي وايي: [color=red:e762c8dfde]په يوشمېر ولسواليو او په ځانګړي ډول په هغو سيمو کې چې له پولې سره نښتې دي ، د پوليسو او ملي اردو د نشتوالي ستونزه ده . [/color:e762c8dfde]

زه خو وايم د ګاونډيانو اوس هم كور اباد چې په پوله ورته نه ملي اردو شته او نه پوليس او دوى بيا هم صبر كوي.

دى بېچاره لكه څنګه چې له قوارې ساده باده ښكاري همداسې په ډاګه اعتراف كوي چې په دولت كې هيڅ متره نشته او د هيچا د ځواب هم نه دى . ځكه خو د ((هلمند د ګرمسير ، د زابل ارغنداب ولسوالۍ او د نيمروز دل ارام د طالبانو له خوا نيول كېږي او دې يې په اړه وايي:
(( [color=blue:e762c8dfde]دا په دې معنى نه ده چې دښمنان زيات قوت لري، په حقيقت کې هلته خو يا پوليس هيڅ نشته او يا ډيرکم دي . )) [/color:e762c8dfde]
نو اوس تاسو اټكل وكړئ چې يو دولت پخپله اعلان وكړي چې دښمن قوي نه دى ، بلكې مونږ كمزوري يو او د هيچا د ځواب نه يو نو دښمن به څومره زړور او غښتلى شي؟
خو رحيمي بېچاره هيڅ ګرم نه دى، ځكه چې هغه يو بې تجروبې ځوان دى . ګرم كرزى خان دى چې له ارګ څخه يې دېره جوړه كړې، يايې پكې د هيواد مل غوندې دبړه ماران راټول كړي او يا درحيمي غوندې بې تجروبې هلكان.
ځكه كه د دغو دبړه مارانو او هلكانو پر ځاى باكفايته خلك واى نو خامخا به يې كرزي ته مشوره وركړې وه چې له امريكايانو وپوښتي چې هغه ماشين مو څه شو چې غورې مو وهلې چې څلور اينچه شى هم ويني .
ايا طالبان له پاكستان څخه راوړيدونكي طالبان له څلور اينچه هم واړه دي؟
د انتحاري حملو مخنيوى خو به يو څه ناشونى وي نو دا چې په ډلو ډلو را اوړي ، يوه ولسوالي نيسي او دپاكستان بيرغونه پرې اودروي د دوى هغه بي دوه پنځوس څه شو؟
دوى كرزي ته مشوره ورنه كړه چې په هلمند كې پر انګريزي قواوو هيڅ حمله نه كېږي او ملي اردو او ملي پوليس په لمنو لمنو وژل كېږي دا ولې؟
دوى له ايتلافي ځواكونو ونه پوښتل چې د كابل كندهار لاره د درې درې ساعتونو له پاره بنده وي ولې دوى يو بندوبس نه كوي؟
خو :
هر سړى پوهېږي چې غواتورې ، پۍ يې سپينې
د رحيمي له خبرو معلومېږي چې كرزي د خپل وياند په خوله د بې وسۍ اعلان وكړ او دايې وښوده چې افغان حكومت كې خو هيڅ متره نشته، بلكې دا استعداد هم نه لري چې بهرنيانو ته سمه مشوره وركړي اويا ترې سمه دفاعيه غوښتنه وكړي.
دا يې لا څه كوئ د شرم خبره خو لا دا ده چې د شمالي ټلوالې لنډغر امان الله ګذر په څرګنده چيغې وهي چې :
((زه په هر ځاى کې دا اعتراف کوم چې زموږ پوليس مسلکي نه بلکې پوليسو ته ورته خلک دي ، هغه مسلکي معيارونه چې يو پوليس ته ضرور دي هغه موږ نه لرو)).
خو كرزى اوس هم د هوس خندا كوي او د خپله بې كفايتي په سترګكونو پټوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more