نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
وروڼو کرزی خو قاچاقبر هم را وخوت
pattang
12.09.2006
Afghanistans oberster Drogenbekämpfer dealt mit Heroin
په افغانستان کې هغه لوړ چارواکی چې دولت له خوا د مخدره موادو د منعه کولو او مجادلې لپاره غوره شوی دی په خپله مخدره مواد خرڅوي او لاسونه پکښې لري :
http://www.afghan-german.de/%7Eupload/news/NewsBoard/news.htm
( داد 12.92006 راپور او خبردی، چې لدي تاريخه وروسته يې تاسو دنوموړې پاڼې او يا نيغ دورځپاڼې په ار خيو/ار شيف ( ارشيپ ) کې پيدا کولی شۍ ) .
12.09.2006 Financial Times
( يوه امريکايې ډيره معتبره مجله ده چې په جرمني ژبه هم خپريږي )
(د ډېرې بيړې له لاسه سهوه راڅخه شوي وه ، خو له له صافي صيب څخه ډېره مننه خپل وار ي ړومبی که : دغه مجله امريکايې نه بلکې يوه معتبره انګليسي جريده ده چې داقتصادي مسائلو سره سر او کار لري او دنړۍ په 22 مختلفو ښارونو کې
چاپيږ ي او ډير خلک يې هم پيژني )
Skandal in Afghanistan: Der in der Regierung für den Kampf gegen Drogen zuständige Vize-Innenminister Mohammed Daud ist offenbar selbst in den Drogenhandel verstrickt. Deutsche Behörden sollen davon gewusst haben.
دوزارت داخلې مرستيال جنرال داؤد چې ددولت له خو ا څخه دمخدره موادو دبندولولپاره ټاکل شوی په خپله دمخدره موادو په خرڅولو لګيا ده چې دې کار يوه ډيره بده بويناکه نفرت کونکې فضا په افغانستان کې را منځ ته کړې ده٠ اوپه دغه بوي ناکه او نفرت کونکي عمل دالمان ددولت اړين کارکونکي هم خبردي٠
General Mohammed Daud ließ offenbar Drogen an die Kollegen verteilenWie das Hamburger Magazin "Stern" in seiner am Donnerstag erscheinenden Ausgabe berichtet, wurde bei Razzien sichergestelltes Heroin nach Angaben von Zeugen im Auftrag von General Daud systematisch weiterverkauft. Zudem belege ein Dokument, dass Daud einen Kommandeur im Norden Afghanistans handschriftlich angewiesen habe, sichergestellte Drogen "an die Kollegen" zu verteilen.
د چارشنبي د ورځې د شترن مجله چې دهامبورګ له ښار ه څخه خپريږي ،په خپله ګڼه کې ليکي چې جنرال داؤد هغه مخدره مواد چې دوی يې قاچاقي نيسي د سترګوليدلي حال له مخې يې بيرته په خپلو ملګرو وېشي ٠او بيايې پر له پسې په نورو بيرته خرڅوي٠ دغه عمل د هغه سند له مخې د منلو وړ دی کوم چې جنرال داؤد په خپل لاسليک يوه منصبدار ته په شمال د افغانستان کې امر ورکړی وو چې نيول شوي مخدره مواد په خپلو ملګرو ووېشي٠
Name von Liste gestrichen
نومونه له لست څخه ايستل شوي دي
Deutsche Sicherheitsbehörden seien über die Verwicklung des stellvertretenden Innenministers informiert, heißt es im "Stern". Der Plan, General Daud einen deutschen Berater an die Seite zu stellen, sei daher im Bundesinnenministerium als "politisch untragbar" abgelehnt worden.
د شترن مجله ليکي چې دالمان د دولت د ملت دساتنې (د پټې شبکې ) چارواکي پردي خبر وو چې دافغانستان دداخلې دوزارت مرستيال جنرال داود د مخدره موادو په خر څولولګيادی ٠ نو څکه يې دداؤد هغه پلان چې دالمان دولت به ده ته دمخدره موادو دبندولو او مجادلې لپاره يو مشاور ورکوي ، دالمان دکورنيوچارو وزارت لخوا ونه منل او رد شه ، دا څکه چې داسې يوکاردسياسي حوصېلې ځخه وتلی وونو څکه يې دداؤد پلان شنډ کړ او دهغه غوښتنه يې رده کړه ٠
Um Daud zu schützen, sei dessen Name Ende 2004 von "einer streng geheimen Liste mit den Namen der 14 größten Drogenbosse in Afghanistan" gestrichen worden, sagt ein Drogenexperte dem Magazin. Ebenfalls gestrichen sei der Name von Ahmed Wali Karsai, einem Bruder von Präsident Hamid Karsai. Diese Streichungen wurden dem Bericht zufolge in Abstimmung zwischen Präsident Karsai und der US-Regierung vorgenommen.
د مخدره موادو د يوه متخصص په وينا چې د شترن مجلې ته يې ويلي دي :
ددې لپاره چې داؤد بد نام نشي اووساتل شي د 2004 کال په اخرکي دهغې پټ مخصوص ليست څخه چې د ١٤ غټو افغاني قاچاقبرانو نومونه پکښې ليکل شوي وو دداؤد نوم ورځخه لرې شه او همداسي لکه دداؤد نوم چې له دغه پټ ليسته ځخه لري شه د کرزي د ورور نوم احمد ولي کرز ی هم له دغه ليست څخه لرې شه٠ راپور وايې چې دغه عمل د امريکا دحکومت او د اولسمشر کرزي په موافقه منځ ته راغلی دی٠
صافی
13.09.2006
12.09.2006 Financial Times
يوه امريکايې ډيره معتبره مجله ده چې په جرمني ژبه هم خپريږي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
Financial Times امریکایې مجله نه بلکې انګلیسی مشهوره اقتصادی جریده ده.
پتنګ صاحب !السلام علیکم:
وروره! په زړه پوری موضوع مو ژباړلی ده .
په داسې حال کې چې په هیواد کې د کوکنارو کر مخ په لوړه درمي طبعې ده چې حکومتی چارواکې دې په کې ښکیل وي ، زما په ګمان افغانی ګوډاګي خو پریږده حتی په خپله غربیان ،په شومول د جرمنانو په کې لاس لري . په داسې يو هیواد کې چې دیمکراسي دپاسه رامنځته کیږي او دچپړاسی نه تر اولس مشره ټول په رشوت او شکونو ژوند کوي څه غواړې؟ ایمانداری؟ دولس غم ؟ دهیواد ننګ او ناموس ؟ وروره مونږ او زمونږ ټاټوبی دواړه داوزلوبي ډګر یو. داسې ورځ نه ده چې خواشینی خبرونه نه اورو او نه یې لولو ، دحل لار څه ده ؟ داپوښتنې تل تاسو کوي نن به یې زه وکړم.
وروه !د الف نه دیا پوری ټول دورغ وایو، او يو هم دا تریخ واقعیت نه منو چې مونږ اصلا دیو خپلواکه هیوا د ادارې اهلیت او استعداد نه لرو . فقر، جهل، او بې وزلۍ دمره ځپلی یو چې حد یې نشته .
وروره خبرو په سې مه ګرځه دا ټول زمونږ دلاسه دي.
کشمالې
13.09.2006
پتنګ جانه سلام
که دې په يادوي ، دبون دغونډی نه وړاندې د ازادنظرپه نوم يوتحليلګردامتل ليکلې ؤ:
`` داوړۍ به شړۍ نشي ``
له هغه وخته ترننه پوری خوشړۍ لا څه کوې چې وړۍ لا تراوسه رېشل شوي هم نه دي اوزه درته پنځه کاله نورهم وعده درکووم چې هغه وړۍ به هم غلاشوي وي ٠
تاسوديوغېری مسلکي جنرال خبره راپورته کړې چې دبن دکنفرمېشن غونډې نه وروسته دجميعت په ستازيتوب دکندزوالي ؤ٠ دنوموړي ډېرې نيږدې اړيکې په شمال کی دجرمنيانوسره وې اوپه رسمي سفرالمان ته هم بلل شوې ؤ٠
نوداله ياده ونه باسې چې دغربيانودوستي اودومني څرګندنه وي ٠ ددوی په لاس روزل شووهغسې کارونه وکړل چې يواځې ددغه لانجمن هيواد تاوان سبب شول ٠
په دغه دمرداريوپه ډېران کی نه حد اونه سرحدپېژاندل کيږي ٠ له سياسته نيولې تراقتصاد، پوهې ،علم ، روغتيا، کلتوراومذهبه په خدای ،په رسول اوپه دېرش سې پارې قران که خوندلري ٠ دغه خلک څه بل رنګ خلک دي ، ماته خونه انس ښکاري ، نه UFO اونه جن خدای خبرچې دوی به له کومې سيارې په ځمکه راغورځېدلي وي ٠
بس نورڅه نه وايم ځکه چې نورخبره دشرم ده
کشمالې