نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
عاقبت به خپل ورغوی په لاس وخورې
Miwand Patang
11.09.2006
عاقبت به خپل ورغوى په لاس وخورې...
طالبانو پرون يوه داسې هستي له منځه ويوړه چې ، بيا زيږيدو ته به يې په دې قحط الرجال وطن کې وختونه انتظار په کار وي .
هغوى د يوه احساساتي ځوان د وژنې په بدل کې د پکتياوالي استاد محمد حکيم تڼيوال په سپينه ږيره له څو نورو کسانو سره په وينو ولړه او په دې توګه يې خپل وحشت په ثبوت ورساوه .
تڼيوال يو عالم و ، کار پوه او د يوه ستر قوم ( تڼيو ) مخکښ و .
حضرت ابوبکر صديق ( رض ) د جګړې پر مهال د سپين ږيرو وژنه منع کړې ده ، خو طالبان چې ځانونه د اسلام مدافعين بولي ، هغه يې د خپل کاري دفتر په مخکې په ډېره بې رحمۍ وواژه .
طالبانو، نه يواځې د تڼيوال په وژلو اسلام ضد عمل تر سره کړ بلکې په دې کار يې خپل حماقت هم په زبات ورساوه .
ځکه، هغه چا چې په زرګونو حافظانو ، قاريانو او علماوو يې د ليلي دښته ډکه کړه
( دوستم ، مالک او رباني ) هغوى اوس هم ژوندي ګرځي او باداري چلوي، خو تڼيوال چې ټول عمر يې د علم او خلکو په خدمت کې تېر کړى و ، هغه وژل کېږي .
څوک چې له ځانه تېر شي او انتحاري بريد ته ځان چمتو کړي هغه هرڅوک وژلى او هر کار کولى شي ، خو طالبانو دغه قيمتي وسله هم ډېره بې ځايه و کاروله .
طالبانو ، څخه هغه ورځې هېرې دي چې کله شمالي ټلوالې او د شمال پهلوانانو د خپلو امريکايي بادارانو په مرسته پسې واخيستل او لارې کوڅې يې دهغوى په مړو ډکې کړې ، همدې د تڼيو په څېر پښتنو او ددې قوم استازو ورته غېږه پرانيسته او وې ساتل .
خو اوس په پښتني سيمو کې ددوى وژنې داښيي چې دوى خپل قوم پسې راخيستې ده او په خپله خپلې پښې وهي .
افسوس !
طالبان تراوسه په دې نه پوهيږي چې ددوى دوژلو لپاره امريکايي خونخوارو الوتکو ته څوک ادرسونه ورکوي ؟ څوک ورته د ښايسته کندهار او هلمند د لمبه کولو مشوره ورکوي ؟ او څوک … ؟؟؟
قاري يوسف احمدي ! تا ته وايم ، ځواب دې څه دى ؟ څه فکر کوې د طالبانو په نوم د پښتنو وژلو پسې حکيم تڼيوال راخيستې وه او که ؟؟؟
تڼيوال که څه هم په جغرافيوي لحاظ له ماسره اوږد واټن درلود خو ديوه پښتون او عالم په صفت را ته له سترګو هم نږدې و .
زه ټولو طالبانو ته ديوه کشر ورو په توګه خواست کوم چې له دغې منفورې ډلې لاس واخلي او نور خپل قوم سره دومره ستره جفا ونه کړي .
زه نه وايم چې کرزى دبنګو بوټى دى او يا امريکايان زموږ غمخوا ران دي .
زه طالبانو ته له دوى سره د يوځاى کولو بلنه ، نه ورکوم خو لږ تر لږه دومره ورته وايم چې له دغې خونخوارې او ظالمې ډلې ځانونه را بيل کړي .
د تڼيوال وژنه طالبانو ته په ښکاره داپيغام لري چې :
عاقبت به خپل ورغوى په لاس وخورې غوښې مه خوره د خپل قام لکه کرګس
اسماعيل خيل ، کابل
له ټول افغان څخه په مننې سره
له ټولو هیواد پالو او په هیواد مینو افغان لیکوالو څخه هیله کوم چې د طالبانو د دې نه بخښونکي جنایت او د خپل ګران او خدای بخښلي استاد او د افغانستان د علمي سټې ښاغلي عبدالحکیم تڼیوال د مظلومانه شهادت په اړه پراخې لیکنې وکړي. څو د دین، هیواد او د افغانستان د خلکو ازلي غلیمان او د هغه ناوړه اعمال و غندل سي او خپلو نه بخښونکو جنایتونو ته متوجه سي.
په مینه
میوند پتنګ
کشمالې
11.09.2006
دشهيداستاذاودپکتياوالي خدای بخښلي محمدحکيم تڼيوال دناځوانمردانه قتل خبريوغمګين خبرؤ چې زمونږ په زړه کی يې دپښتنودمشرانواوپوهانودژوندپه هکله اندېښنه واچووله ٠ اوس مجبوريوچې دجهالت اوعلميت ترمنځ په توپيرځان پوه کړو٠
انسان خوهسې هم مري خوځينې مرګ په مرګ نه حسابيږي ځکه چې دځينوشخصيتونودومره زورور تاثيروي چې مرګ ته په مرګ هم نه تسليميږي ٠ ارواښادحکيم تڼيوال ته دې لوی خدای جنتونه نصيب کړي اووارثانواوخپلوانوته دې خدای جميل صبراوددې غم په عوض کی ښادي ورکړي ٠ امين
زه داسې وحشتناک قتلونه په کلکه غندم اوداسې بې ايمانه اوبې پښتوحملې دپښتنوله دود، دستوراواسلام څخه لرې ګڼم چې په جنازه کی يې هم بمونه وچوول شول اوشپږنورپښتانه يې هم شهيدان کړه ٠
دپکتيا دادوهم والي دې چې قتل کيږي اوطالبان يې دقتل مسؤليت په غاړه اخلي ٠ دوی تراوسه يواځې پښتانه ديني عالمان ،استاذان ، شاګردان ، ډاکټران ، انجينران اودخيريه مؤسساتوکارکوونکي قتل کړي ، تراوسه يې دپښتنودبچو٢٠٠ مکتبونه لمنځه وړي اودرې لکه پښتانه بچيان يې دعلم له نعمته محروم کړي ٠ دوی ددغه فلاکتباره ګدايګرهيواد عام المنفعه تاسيسات ويجاړکړي ٠
کومې غيرتي مسلماني ډلې تراوسه په هيوادکی کومه عام المنفعه مؤسسه جوړه کړې ؟
ځه ، دايې طالبان بيا په قدرت راغلي ، څوک به يې په رسميت وپېژني ؟ بيابه هم هماغسې اخ اوډب نه وي ؟
ايا په قتلونو، ويجاړتيااوزوربه مسله حل شي ؟
افغان اولس ولی دبمونواوټوپک په زور دهرې ډلې عقيدې ته مجبوريږي ؟
دې مسايلوته سالم اوعلمي ځوابونه پکاردي ٠
کشمالې