د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پښتو يون په لوړه کچه


10.09.2006

محترم ولسمشر کرزي صاحب د مسعود په اړه په خپله وينا کې وويل :
مسعود هغه کس و چې هم يې پر ژوند د وطن ساتنه [color=white:0807fbd72d]کول[/color:0807fbd72d] او هم يې په خپل مرګ ترې دفاع وکړه .
زما موخه دلته مسعود اونا مسعود نۀ، بلکې د ولسمشر ګرامري تيروتنې دي چې په خپلې مورنۍ ژبې کې يې کوي : په پورتنۍ جملې کې ددې تيروتنې بيلګه د (کول) ټکی دی چې د ساتنې سره په تړاوغلط ويل کيږي:
ساتنه مفرده ده خو کول د جمع سره راځي، ساتنه مؤنثه ده، خو کول د مذکر سره راځي، د ساري په توګه که کرزي صيب ويلي وای : مسعود هم پر ژوند ګواښونه کول او قسمونه يې خوړل چې د وطن ساتنه به کوم ،خو له شورويانو څخه يې نه پر ژوند ساتنه وکړه او نه يې پر مرګ د وطن دفاع ! نو سمه وه .
همدغه تيروتنې په بي بي سي کې د پښتو ځينې خبريالان لکه نجيبه ليمه ، سعيده محمود او نور ورته نطاقان تل تکراروي .
د ساري په توګه دوی دا سمه ګڼي چې ووايي : ميلمه له کوربه سره ډوډۍ [color=white:0807fbd72d]خوړل[/color:0807fbd72d]، د هغه دميلمه پالنې څخه يې مننه کول او په پاې کې يې ترې اجازه [color=blue:0807fbd72d]واخيستل[/color:0807fbd72d] او کور ته ستون شو!
د خواشينۍ ځای دی چې ځينې کسان ، له بيسواد څخه نيولې دادبياتو د لسانسې پورې او له چپړاسي څخه تر ولسمشره پورې په خپلې مورنۍ ژبې کې سيستماتيکې تيروتنې تکراروي . آيا همداسې نه ده ؟ ستاسې نظر څه دی؟


رښتینی
10.09.2006

محترمو وروڼو او شاغلى ځواكمن صيب سلام او نيكى هيلى مى ومنئ
شاغى ځواكمن صيب زموږفارسى ژبى وروڼه چى پښتو وا يي نو ډيرى تير وتنى يي د مذكر او
مؤنث او يا جمعى او افراد په بر خو كى وى ګوما ن كوم د كرزى صيب پښتو هم په دى څه دپاسه
څلورو كلونو كى يوڅه پيكه شوى ده او په ډيره فارسى ژوونه يي خوله اوشتى نو چى پښتو ته
كله اراده وكړى هماغه دفارسيوانو له ستونزى سره مخ شى

او س كه كرزى صيب دا يو لفظى تيروتنه لرلى خو بښلى به مو و خو زمونږ له توره بخته چى له
دى لفظى نه يي هغه معنوى تير وتنه لىيه او درنه ده او شاغلى ځواكن صيب تاسو ته دى خداى
خير دركړى چى هغه مو هم ښه په ګوته كړى ده

[quote:0ce1db4327]مسعود هغه کس و چې هم يې پر ژوند د وطن ساتنه کول او هم يې په خپل مرګ ترې دفاع وکړه[/quote:0ce1db4327]

د كرزي صيب دى خبري ته دسړى نرى خندا په شونډو خپره شى او هغه ځكه چى
كه دده يوه مخلص او خواخوږى له دى خبرى څه ځنډ وروسته كرزى ته ځولى غو
ړولى وى چى ياره حامدجانه ته او خداى دمسعود په اړه دى خپل نظر راته ووايه
نو ده به حتما داد ځواكمن صيب جمله ورته تكراروله چى :

[code:1:0ce1db4327]مسعود هم پر ژوند ګواښونه کول(ه) او قسمونه يې خوړل(ه) چې د وطن ساتنه به کوم ،خو له شورويانو څخه يې نه پر ژوند ساتنه وکړ (ه)او نه يې پر مرګ د وطن دفاع ![/code:1:0ce1db4327]

البته دا څو ها ء ګانى به يي د پښتو ته رسيدلى زيان په اساس زياتى كړى وى

په مينه او خندا


صافی
11.09.2006

محترم استاذ ځواکمن صاحب ،او درنو دوستانو ته سلامونه:
دحامد ورور دخبرو په تآید ،زه فکر کوم دمسعود او نا مسعود دستاینې په حال کې دښاغلی کرزی لغوی او ګرامری تیر وتنې ښایی دومره دپام وړ نه وي لکه څومره چې دموضوع محتوی دتوجه وړده . په دې کې شک نشته چې د پنځه ویشتو میلونو وګړو داولس مشرمقام ته به په ټیټه کتل وي ،چې اقلآ دخپلې ملی او مورنۍ ژبې په قواعدو کې دې هم ښاغلئ کرزی دنورو حیاتی مسایلو تر څنکه د نیوکو لاندی راشی .زه فکر کوم چې جناب ریس صاحب جمهور دلته هم دښاغلی بوش نه تقلید کوي . ویل کیږی چې بوش دڅلورو جملو دویلو په لړ کې يوه جمله سرچپه او دری کلمې دځانه اختراع کوي .
که دښاغلي کرزي دګرامری اخطا و نه تیر شو دنامسعود په ستاینې او مدحه کې دښاغلی جمهور ریس اخلاقی او سیاسی تیروتنو ته به څوک ځواب ورکړی ؟
دلته هم لغوی مفاهیم ځما په ګمان سرچپه تعبیر شوی .
محترمو ورنو ! ځما نه خو داتل او ملی قهرمان تعریف بیخی ګډوډ شوی که څوک مهربانی وکړی قهرمان او دقهرمان اوصاف او دهغوی شته والی په مسعود ،عبدالحق،مزاری او نوروکې راته تشریح کړی ترې به ډیر خوشحاله شم .
که په دې پورتنیو نوموړو کې داتلولۍ صفات وي، اوکنه په اصلی موضوع نظر ورکړۍ .
په درناوي


Helmand.M
11.09.2006

ويارانوته سلامونه اوښي چاري.
ښاغلی ځواکمن صاحب , تاسو ويوي داسې خبري ته ګوته نيولي ده چي له بده مرغه دپښتو ژبي په کندهارۍ لهجه کي چي زما لهجه هم ده,شته اوزما په اند ترهغه وخته پوري به موجوده وي تر څو دپښتو ژبي دزده کړي يومنل سوی دود اودستور نه وي رامنځ ته سوی.
زموږ هغه زده کړه والاياران چي په بل ولايت کي ئي زدهکړي کړيو ي, پدي ډګرکي لږي ستونزي لري.
خوله بده مرغه ځيني ياران بياغواړي چي زموږ په لهجه باندي هسي ډرۍ ووهي اوکله ناکله دهغوستميانو اوجمعيتيانو په شان چي دټولو پښتنو څخه کرکه لري,خپل لاس پخله په تبروهي.
لنډه دا چي زه خپله, پخله لهجه کي تيروتني وينم , دهغوي وسمولوته چمتو يم ولي
بيا هم هغه دسر دسترګو په شان راباندي ګرانه ده.
که پښتانه وخپلو کوچينيانو(ماشومانو)ته پښتو ښوونځئ جوړي اودهغوي لپاره
زدهکړه په مورنۍ ژبه سي نو بيا به داډول ستونزي ډيري لږي سي.
خوکه داسي وي لکه زه چه زدهکړي ئي په فارسي او بيا په بهرکي په بهرنۍ ژبه تر سره کړيوي نوبيابه خودهمداډول ګوډه اوماته پښتو وايي.
په درناوي.
ميوند*هلمند*.



11.09.2006

دروند ورور هلمند صاحب سلامونه !
ستاسوخبره سمه ده چې د مهاجرت په موده کې د وطن ډير بچې له هغې پښتو څخه بي برخې پاتې شول چې په وروستۍ نيمې پيړۍ کې ميعاري شکل ته د ملي ژبي په توګه رسيدلې وه. نو بدمرغي داده چې د بي بي سي تعليميافته کارکونکي او ځينې آن دا چې دپښتو د ادبياتو په څانګې کې لسانس لري، بيا هم په سيمه ييزې لهجه مقاومت کوي .او شعورأ معياري پښتو تر پښوﻻندې کول غواړي او پرې سترګې پټوي . دوې خو په دې چلند سره د ملت پر سطحه دپښتو د غوړيدا مخه نيسي . په بيبي سي راديو کې د ګرامري تيروتنو او سيمه ييزې لهجی تعيمول نه يواځې د ودې يوځې مخه نيسي بلکې ترسره شوی پرمختګ هم بيرته په شا تمبول دي! تر سيمه ييزې لهجې بايد سړي ته معياري پښتو د ملت له خاطره او د پښتو د پرمختګ له پاره ګرانه وي .په تيره بيا دغه مينه بايد په ټول افغان کې د معياري پښتو سره وښودل شي او په دې برخې کې هيڅډول انار شيزم ته چانس ورنکړل شي . په درنښت !. .


صافی
12.09.2006

((همدغه تيروتنې په بي بي سي کې د پښتو ځينې خبريالان لکه نجيبه ليمه ، سعيده محمود او نور ورته نطاقان تل تکراروي .))

محترم ځواکمن صاحب! دسلام او احترام روسته:
باید په عرض ورسوم چې دغه دوه خبریالانې چې تاسو یادې کړی ، یعنې دښاغلی صالح محمد زیری لور نجیبه لیمه ،او سیده محمود دواړه دبی بی سی رادیو له خوا دلیاقت او تعلیمی امتیاز پر بنسټ نه دي استخدام شوي. چې ګواکې دوی به په پښتوکې ماسترې وي او یا هم په انګریزۍ کې، نه بلکې دوی يواځي ښځې وي او په هغه وخت کې چې دوی ته وظیفه ورکړل شوي وه ښځینه نطاقانو ته بی بی سی اشد ضرورت درلود اوبس . په پیل کې دواړو دنورو لیکنې . لکه د نبی مصداق، کمال بهزادي، ګوهرالرحمان ګوهر، مرحوم یعقوب کاکړ او داسې نورو کسانو لیکنې لوستلې او نشر ته سپارلی . نجیبه لیمه تر یو حد خپلې ژباړې روسته د۱۵ کلو اوس په خپله کوي ولی سیده محمودګمان نه کوم چې اوس دې هم په خپله لیکنې وکړي، او دبل چا له خوا برابر شوی مواد نشر ته سپاري.
بر عکس ددې دواړو صفیه حلیم دپوهې او استعداد پر مټ مقرره شوی وه .
نو په دې توګه ددې دوه کسانو نه ګيله نه ده په کار. چې دوي ولې سمه پښتو نه وایې.
که څه هم ددوی دا غلطه پښتو په افغانستان او بهر کې ډیر اوریدونکی لري ، ولې زما په ګمان ټول پښتانه اوریدونکي ددوی تیروتنو ته متوجه دي او په غلطیو او نا مروجه پښتو یې ښه پوهیږي .
بل داچې دبی بی سی رادیو خبریالان د انګر یزانو د رادیو مامورین دي ، نه دپښتو ټولنې او یا د علومو اکاډمۍ غړي چې دپښتو ژبې دغمه مړه وي او یا د پښتو ژبې چوپړ ته ګمارل شوي وي، اکثرآ خپلې شپې تیروي او خپلې روزۍګټي .
او پرته دڅو کسانو نه نور يو هم مسلکی خبریال او یا ادیب او یا ژبپوه ندی چې پرې حساب شي .

په درناوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more