نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پردی غلام او په موږ حکمراني ؟؟؟
طالب جان
23.07.2003
[color=blue:82473678f8]ګرانو ورڼو او محترمو خويندو السلام عليكم
په دي وروستيو شپو ورځو كي په كابل كي مامورينو د تنخوا دنه وركولو له امله كاربندي كړيوه دوي ته كرزي وويل چي زه به خپلو بادارانو (( امريكايانو )) ته ووايم چي تاسي ته پيسي منظوري كړي او ستاسي كار وچلوي نو اوس دلته دا سوال راپيداکيږي چي داسي سړی چي په خپلو افغانانو دومره بي باوره وي چي پيره داران يا ساتونكي يي پردي وي او همدا راز د خپل ځان دساتلو لپاره (( سپي )) دڅا رونكو په توګه ګرځوي او حتي د حكومت د كولو لپاره دبل چا لخوا ټاكل شوي وي او دخپلو مامورينو لپاره د تنخوا په وركولو قادر نه وي بلكه دبل چا محتاج وي نو آيا داسي شخص په ګران هيواد باندي دحكمرانۍ حق لري ؟؟؟؟؟ فقط د موضوع په كتلو اكتفا مه كوۍ بلكه خپل نظرونه هم وليكۍ . ډيره ډيره مننه[/color:82473678f8]
نقاد
23.07.2003
قدرمنو ورونو ، که سړی په مرګ ونه نيول شي درد ته به غاړه هيڅوخت کيـنـږدي . کرزی صيب چې په شمالي اتلاف باور نشي کوﻻی حق لري ، او د شمالي اتلاف پرته بله يوه اردولا نشته چې کرزی پرې هم ځان وساتي اوهم پرې ملي امنيت اوځمکنۍ بشپړتيا وساتي . نو تر هغې به مجبور وي چې له شمالي اتلاف څخه يې امريکا يي سرتيري ساتنه وکړي . د اتلاف او کرزي مثال ددوه بنو دی چې د شريک ميړه لپاره سره په يو کور کې اوسيږي او يوه د بل څخه ځان د ميړه پواسطه ساتي . که ديموکراتيک او ملي قوتونه سره را ټول شي او د ټولنې او ټولنيز حرکت په په رأس کې ځای ونيسي ، نو د اوسني حکومت په وړاندې بدلمن (بديل) يا الټرناتيف کيدلی شي ، هغه بيا ويلی شي چې دا حکومت ﻻسپوڅی او د منلو وړ نه دی،خو افراطي سختدريزه ځواکونه يو د بل زيږنده وي ، په ديموکراسۍ کې دومره چانس نه ويني ، نو په احساساتو وﻻړې ايديالوژيوته ﻻس اچوي ،ولې نور خلکو پيژندلي دي او نور له بد نه د بدتر اوله بدتر نه د بدترين رژيم له پاره سړی څوک نشي را بللای او د درد پر ځای څوک مرګ نشي منلای . د کرزي رژيم په ذکر شويو دليلونو بد دی ، خو له يوې ډلې څخه هم بدتر
نه دی . که يوه ديموکراتيکه جبهه جوړه شي چې هم ملي وي هم اسلامي ، او يايي څوک غواړي ، نو هغه
حق لري چې د کرزي حکمرانۍ ته بد او نا مشروع واکمني ووايي ، لکه څنګه چې کرزی حق لري تيرو ديکتاتوري رژيمونو ته بدتر او بد ترين ووايي . نو خدای (ج) په پښتنو کې دديموکراسۍ لوښه هم پيدا کړي چې د وطن د نجات له پاره مټې او پينڅې دواړه رابډ وهي او ټول ورونه قومونه پر ځان راټول کړي ، برني ځواکونه د کرزي مرزي او نورو وسله والو ډلو سره له ډګر نه وباسي . امين ثم امين .والسلام .
طالب جان
25.07.2003
[color=indigo:f37321dec5]که يوه ديموکراتيکه جبهه جوړه شي چې هم ملي وي هم اسلامي ،[/color:f37321dec5]
ګرانه وروره پاڅون صيب له نظره دي مننه وروره څرګنده ده چي تاسي هم دحالاتو بدلون غواړي اولار يي دديموکراسي په نتيجه کي جوړ اتحاد بولۍ نو وروره دحالاتو انقلاب سر ښندنه غواړي انقلاب هيڅکله هم په تشو خبرو نه را منځته کيږي هر څوک خپل تحريک او خپلي نظريي ته وده دخپلو قربانيو په نتيجه کي ورکوي خوحالات داسي ښکارندويي کوي چي ديموکرات صيبان دومره په احساس کمتري کي واقع دي چي خپلي نظر يي ته هم مخ په وړاندي بيولو کي پاتي راغلي داعليحضرت په شتوالي کي دکرزي پاچا کيدل ددي ژوندی مثال دۍ همدا رازکله چي په هيواد سخته ورځ راشي نو دټولو هير وي او فقط له خارجه يي په راديو گانو کي په مرکو اکتفا کړيوي مگر کله چي کوم غورځنگ دعوامو په تاييد او دخپلو مټو په زور په هيواد کي امن او خوښي راولي نو دغه ديموکرات صيبان دمنفي گرايانو بڼه غوره کړي او له عادي خبرو څخه داسي غرونه جوړکړي چي په سريي هيڅ لاره نه وي
نقاد
25.07.2003
قدر منه وروره منلی طالب جانه ،لومړی سلامونه او بيا مو له نظر څرګندونې څخه مننه !
ديموکراسي د واکمنۍ يواځينی مشروع ، مترقي او د اولس پر واک او اراده ولاړ شکل دی ، نو هيڅکله په يوه ګروپ ، يا څو تنو افرادو او اشخاصو پورې نشي محدود کيدای ، په تيره بيا هغه کسان چې صرف خبرې کوي ښاي ځان به پخپله ديموکرات وګڼي خلک يا اولس چې ديموکراسي و پورې اړه لري ، هغه ته په تش خبرو ديموکرات ونه وايې . البته ديموکراسي د فکر او بيان ازادي غواړي او دا ازادي يې ﻻينفک شرط دی ، خو يواځې دې ازادۍ ته ديموکراسي نه وايي او نه د بيان د ازادۍ په تش غوښتنه سړی ديموکرات کيدای شي .
زما په اند او باور ديموکراسي د سياست په کچه د هر انسان عميقأ بشري حق دی څو د خپل سرنوشت په ټاکلو کې يي ﻻس ازاد اوسي او په خپل فکر سره سم د نورو سره په ګډه په ټولنه کې د واکمنۍ د اخيستلو مسووليت ته او صلاحيت له پاره چمتو شي . سر بيره پر دې ديموکراسي انسان ته د انسان په سترګه کتل او د نسان رزښت ته قائل کيدل دي.او د انسان د اندون ( تفکر) او مسووليت د حساس راپارول او انسان په خپلو پښو درول دي .
له دې کبله د اولس رسيدل ، پخلی ، بکر او نوښتګري په کې منځته راځي غو د سياسي پوهې او شعور، حرکت او فعاليت درجه يې لوړيږي او د هيوا او ملت ،اولس او پرګنو د سياسي سرنوشت په ټاکلو کې د سهوې ، غلطۍ او لاسوهنو مخه نيول کيږي. د فرد فرد او ټول اولس په غاړه مسووليت لويږي چې څوک يې ټاکلی ، ولې او د څه له پاره يې ټاکلی دی . که ځينو جزياتو کې تيروتنې هم وشي ژر يې تلافي کيږي، خو په په ټوليزه توګه (مجموع ) کې په کې هيڅ تيروتنه نه رامنځته کيږي . دا چې استازي د اولس اراده پلي کوي اود اسلام او ملي ګټو ساتنه د اولس غوښتنه او اراده ده ، نودواړه ګټې په ديموکراسۍ کې ت ټولو ښې ساتل کيدای او خوندي کيدلی شي .
داد دسرونو قرباني هم نه غواړي ،ځکه تل يوه فکري او عقلاني مبارزه ده ، نو په سوله ييزه او ورورګلويزه توګه مخکې ځی ش ، خو که يو نيم څوک د تبليغ په ترڅ کې شهيد شي نو دا بيا د شهادت ډيره لوړه درجه هم ده ،
ځکه تبليغ اولس ته د ښوونې يو عمل دی ، چې اولس پکې يقينأ ښه زدکړه کوي . و السلام
ديموکراسي
م ن غروال
15.08.2003
درنو او عزتمندو خويندو او وروڼو
ديموکراسي هم ننۍ د مسلمانو ډيره لويه سياسي او ټولنيزه ستونزه ده، چه مسلمانان ورسره لاس په ګرېوان دي٠ زه له تبصرې ډډه کوم اما دا په ډاګه کوم چه ديموکراسي که ، لکه څنګه چه ښاغلي پاڅون صاحب ئی تعريف کړئ دی، وي، نو د اسلام څخه پورته ديموکراسي نه وجود لري ، نه وجود درلود، او نه به هم وجود ولري٠ نه دا چه زه مسلمان يم دا ليکم بلکه داسلام قوانين د دټولنې د رهبرئ له کړکۍ که وليدل شي دانکار حالت د انسان عقلي نيمګړتيا اود مسئلې غير علمي تحليل ښکارندو دي ٠ په درناوې ٠ م٠ ن ٠ غروال
نقاد
04.09.2003
غروال صاحب ډيره مننه . رښتيا هم د اسلام سپېڅلی دين په تيؤري( اند کوت) کې دډيرې لوړې لوښې او سترې پانګې هاوند دی ، خو د خواشينۍ ځای دادی چې زمونږ ملايان صاحبان د ژوندانه د جدي ستونځو د حل له پاره نه له دې پانګې څخه کار اخلي او نه ځانونه په مطرحواو ځنډ نه منونکو پوبلمونو پوهوي ، بلې ددې پر ځای له ستونځو څخه تښتي او د اخرت او عباداتو له غمه پرته نور د ژوندانه په برخه کې پخپله ګيچ او ګول پاتې دي .
حال داچې د يوه دينې ، يا غير ديني اندکوت وال سيستم ژوند د عملي کارولو له پاره د هغه لوښه ده چې دژوند څومره و تر کومه پورې پرې د ژوند مسلې او ستونځې حل کيدﻻی شي . د ساري په توګه د بيعت اسلامي اصل زما پ اند د عصري ديموکراسي يد غښتلی صل او بنسټ دی ، په دې شرط چې دبيعت کولو حق دهر مسلمان او مسلمانې ښځې ازاد حق و اوسي اود د څو تنو اهل حل و عقد د خاوندانو پورې محدود ونه ګڼل شي . وسلام