د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

که زه ولسمشر شم

Miwand Patang
10.09.2006

ګرانو لیکوالو وروڼو!
راځئ چې یوې مهمې موضوع ته مخه کړو هغه دا چې موږ د ولسمشر په ځای شو او یا خپله دغه دنده را ته وسپارل شي د خپل ځوریدلي ولس د رفاه لپاره څه ډول تګلاره او کړنلاره باید ولرو؟
که زه ولسمشر شوم نو د خپل ملت خدمت به کوم، د ښوونیزو بنسټونو او په ټولنه کې د قانون د پلي کولو په لاره کې به سختې هلې ځلې کوم، عدالت به چلوم، د هیواد د اقتصاد د سمسورتیا په لاره کې به ګټور ګامونه اخلم، فقر، غربت او مسکیني به ختموم،د خائنانو لاسونه به د ملت له شتمنیو او خیانتونو لنډوم، خپل هیواد به له وسلو، جګړه مارو او خونړیو وسلو خلاصوم، سوله به ټینګوم، د هیواد په کورنیو چارو کې به د باندنیو هیوادونو د هر راز لاسوهنو مخنیوی کوم، هیواد، ولس، خلکو او ټول اسلامي امت ته به د ویاړ سبب ګرزم، له ګاونډیو، اسلامي او د نړۍ له ټولو هیوادونو سره به د دوه اړخیزو ګټو په بنسټ ښې اړیکې ساتم او له اړوندو اړخونو سره به ښو اړیکو ته پراختیا ورکوم.
که ته ولسمشر شې او یا د ولسمشر پر ځای شې نو څه به کوې او څه ډول کارونه به اجراکوې؟
په مینه
میوند پتنګ


Re: که زه ولسمشر شم

pattang
10.09.2006

dream on !
رشوت به خورم، قاچاقبري به کوم ،اول به تا بندي کوم هغه کار به نکوم کوم چې نور يې کوي ،جيبونه به ډکوم او بيا چې تنګه راغله تښتم به ٠
miwand اغا ډير ساده سړی يې .

دپښتنولي په مينه پتنګ

[quote:3475d854c7="Miwand Patang"]ګرانو لیکوالو وروڼو!
راځئ چې یوې مهمې موضوع ته مخه کړو هغه دا چې موږ د ولسمشر په ځای شو او یا خپله دغه دنده را ته وسپارل شي د خپل ځوریدلي ولس د رفاه لپاره څه ډول تګلاره او کړنلاره باید ولرو؟
که زه ولسمشر شوم نو د خپل ملت خدمت به کوم، د ښوونیزو بنسټونو او په ټولنه کې د قانون د پلي کولو په لاره کې به سختې هلې ځلې کوم، عدالت به چلوم، د هیواد د اقتصاد د سمسورتیا په لاره کې به ګټور ګامونه اخلم، فقر، غربت او مسکیني به ختموم،د خائنانو لاسونه به د ملت له شتمنیو او خیانتونو لنډوم، خپل هیواد به له وسلو، جګړه مارو او خونړیو وسلو خلاصوم، سوله به ټینګوم، د هیواد په کورنیو چارو کې به د باندنیو هیوادونو د هر راز لاسوهنو مخنیوی کوم، هیواد، ولس، خلکو او ټول اسلامي امت ته به د ویاړ سبب ګرزم، له ګاونډیو، اسلامي او د نړۍ له ټولو هیوادونو سره به د دوه اړخیزو ګټو په بنسټ ښې اړیکې ساتم او له اړوندو اړخونو سره به ښو اړیکو ته پراختیا ورکوم.
که ته ولسمشر شې او یا د ولسمشر پر ځای شې نو څه به کوې او څه ډول کارونه به اجراکوې؟
په مینه
میوند پتنګ[/quote:3475d854c7]


کشمالې
10.09.2006

کشمالي ګله باران وريږي >;} * {;< چې راته وران نه کړي ديارشينکي خالونه
باران وريږي

==========================================================

که ته ولسمشر شوې :roll:

کله چې ته ولسمشر شې ، کشمالي به خزان وهلي وي :)

هسې خوهرڅوک دا وايي اودوستم هم دګوند مشردې ،

خوکه زه کشمالې وم اوته دپرځای رئيسی جمهورشوې او د خپل ملت خدمت دې ونه کړ، د ښوونیزو بنسټونو او په ټولنه کې د قانون د پلي کولو په لاره کې دې سختې هلې ځلې ونه کړې ، عدالت دې ونه چلاوه ، د هیواد د اقتصاد د سمسورتیا په لاره کې دې ګټور ګامونه وانه خيستل ، فقر، غربت او مسکیني دې ختمه نه کړه ،د خائنانو لاسونه دې د ملت له شتمنیو او خیانتونو لنډنه کړه ، خپل هیواد دې له وسلو، جګړه مارو او خونړیو وسلو خلاص نه کړ، سوله دې ټینګه نه کړه ، د هیواد په کورنیو چارو کې دې د باندنیو هیوادونو د هر راز لاسوهنو مخنیوی ونه کړ، هیواد، ولس، خلکو او ټول اسلامي امت ته د د ویاړ سبب نه شوې ، له ګاونډیو، اسلامي او د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د دوه اړخیزو ګټو په بنسټ ښې اړیکې ونه ساتې ،له اړوندو اړخونو سره ښو اړیکو ته پراختیا ورنه کړې اودپښتونستان په چوک کی زوړندوې نودنن ورځ اوتاريخ په يادکی وساته چې زه به هم دنندارچيانوپه دايره کی ولاړيم اوددوعاپه ځای به درته وايم .

مادرته نه وېل ډارېدمه
اوس دې سرکښته پښې پورته خوندکووينه

اوددې پوښتنې چې خدای مه کړه که زه ولسمشر شم او یا دد ولسمشر پر ځای شم نو څه به کوم ، وايم :

ياالله ته ماله داسې شرم اوغمه وساتې

اوبيابه دا مناجات ووايم :

خاونده ما سرمايه دارکړې
چې په کابل کی ځانله جوړکړم بلډينګونه

اوپه پای کی يودوه بې طرفه لنډۍ :

په خدای که يوه ورځ يې پرسرکړم
دې دخانګل له سره څه جوړکړي دينه

داستا څوکۍ به صندلۍ کړم
خورې تڼۍ به پکی پښې وغزوومه

کشمالې


ديوه جمهور ریس او يا هم د بی بی سی په خله ولسمشر

Dr MPZ Safi
13.09.2006

ديوه منتخب،دموکرات مشر تر ټولو ستره،بيا هم تکراروم ډيره ستره دنده داده چه کار و اهل کار ته 
وسپاري٠ددولتي/حکومتی مقاماتو په ويش کی تر ټولو ستر معیار بايد دکانديد
توانمندي مسلکی، اداري ، او سازماندهی په نظر کي وي .دقوانينو رعايت ملي او جهانی فکتورونه بيا روسته پسی رازي٠
کله چه پکار پوه شخص د اداري په راس کی وی دا نور کارونه نسبتا په سادګۍ سره اداره کيداي شې.


Ajab
14.09.2006

که زه ولسمشر شم نو دوه لارې دي:
يوه دا چې که زه يو کمزورى ولسمشر يم نو د هېواد ټولې وسيلې تر هر څه د مخه په زده کړو او هرې سيمې ته د برېښنا په رسولو لګوم ځکه چې زده کړه د انسان لپاره پوره ژوند او برېښنا په نننۍ نړۍ کې د انسان لپاره نيم ژوند دى.
او که زه چرې يو ځواکمن ولسمشر شم چې خپل پوځ او مادرن وسايل ولرم نو د تر هر څه د مخه د پاکستان د له منځه وړلو پلان جوړوم ځکه چې پاکستان د ګردې نړۍ د شر او فساد مرکز دى او په افغانستان او ګرده نړۍ کې روانې ورانکارۍ د همدې مرکز څخه اداره کېږي.


pattang
14.09.2006

ځيني بي منطقي او سادګي چې وينم نو زړه مې درد راکړي ، که دغه هلکان زما شاګردان وی قسم په خدای دوی به مې په يوه پښه درول:
که زه اولسمشرسم زه به هغه وعدې له سره ،کوم چې ملت ته مې په انتخاباتو کې ورکړې وي او دټولنې اخلاقي او قانوني وضعه شوي قواعداو قيمتونه ( اساسي قانون ) به ټکې په ټکې عملي کوم اوکه مې دا کار ونشوی کوی نو خپله شړۍ به ټولوم ٠ نور داخلي د خپل زړه کارونه به له ملت سره ظلم بولم په کومو کې چې دملت رضا نوي٠

دکرزي دمحاکمې په هيله
پتنګ ٠


Re: که زه ولسمشر شم

Miwand Patang
18.09.2006

پتنګ صاحب سلامونه!
ته هم عجیب سړی یې په یوه لنډ مهال کې دومره لوی بدلون او ستا ضد او نقیض خبرې تا په خپل لومړي ځواب کې ویلي دي:
[quote="pattang"]dream on !
[color=red:5192f46ac0]رشوت به خورم، قاچاقبري به کوم ،اول به تا بندي کوم هغه کار به نکوم کوم چې نور يې کوي ،جيبونه به ډکوم او بيا چې تنګه راغله تښتم به ٠
miwand اغا ډير ساده سړی يې .[/color:5192f46ac0]
دپښتنولي په مينه پتنګ

خو په خپل وروستي پیغام کې وایې چې که چیرې ولسمشر شې د هیواد اساسي قانون به ګام په ګام او ټکی په ټکی پلی کوې او دهغه مطابق عمل به کوې څومره لوی بدلون .ماشاالله

]میوند پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more