د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د اساسي قانون مسودې ته تنقيدي کتنه وکړئ !


21.07.2003

..................................................مسوده قانون اساسی

مقدمه

بمنظورتامين صلح دايمی، آزادی، دموکراسی، زيست درسايه قانون، وحدت ملی وهمبستگی اجتماعی،

بمنظور حمايت از تماميت ارضی، حاکميت ملی و استقلال سياسی افغانستان،

بمنظور انتفای ظلم، استبداد، خشونت و تروريزم از عرصه حيات ملی و روابط بين المللی مطابق با اصول زيست باهمی صلح آميز،

بمنظورتامين عدالت ، مساوات درمقابل قانون و برمبنای اصل کرامت انسانی و حقوق بشر،

بمنظور تامين عدالت، مساوات درمقابل قانون و برمبنای اصل کرامت انسانی وحقوق بشر ،

بمنظور ( تحکيم) و انسجام بنياد دفاعی، علمی، تاکنالوژی ، فرهنگی و اجتماعی افغانستان مستقل و ..

.....................................................فصل اول ـ دولت

ماده اول: افغانستان يک دولت اسلامی، جمهوری ، دموکراتيک، مستقل، واحد غير قابل تجزيه است .

ملت افغانستان عبارت است ازتمام افرادی که تابعيت افغانستان را مطابق به احکام قانون درا باشند. برهرفرد از افراد مذکور کلمه افغان اطلاق ميشود.

ماده دوم : دين افغانستان دين مقدس اسلام است، شعاير دينی از طرف دولت مطابق به احکام مذهبی اجراميگردد.

ماده سوم : آن افراد ملت که پيروان دين مبين اسلام نيستند، در اجرای مراسم دين خود آزاد ميباشند.

ماده چهارم : ازجمله زبانهای افغانستان پشتو و دری زبانهای رسمی ميباشند.

ماده پنجم : پايتخت افغانستان شهر کابل است ، و درحالت حرب يا خطر ملی موقتا بجای ديگری درکشور انتقال يافته ميتواند.

......................................................فصل دوم ـ رئيس دولت

ماده ششم : درافغانستان رئيس دولت حاکميت ملی را تمثيل ميکند، ولی مافوق از قانون نيست.

ماده هفتم : رئيس جمهورحامی اساسات دين مقدس اسلام ؛ حافظ استقلال سياسی ، تماميت ارضی، حاکميت ملی، نگهبان قانون اساسی ووحدت ملی افغانستان ميباشد.

ماده هشتم : رئيس جمهوربايد واجد شرايط ذيل باشد : تبعه افغانستان ومسلمان و باسواد ـ منزه از سوابق و شهرت جرمی ـ منزه از تعصبات دينی، مذهبی ، قومی، لسانی، سمتی و جنسی ـ منزه از تخطی ازحقوق بشر.

ماده نهم : رئيس جمهور حين اجرای وظايف خويش رئيس يا عضو لويه جرگه، مشرانوجرگه، ولسی جرگه، جرگه ولايتی و محلی جرگه بوده نميتواند اما ميتواند که عضويت يا رهبری يک حزب را بعده داشته باشد.

ماده دهم : رئيس جمهور ازمصئونيت قانونی برخوردار است، مگراينکه عمدا از مندرجات قانون اساسی وساير قانون تخطی ورزيده، ويا ديگران را به همچو تخطی ماموريا ترغيب نمايد. درصورت تخطی ، ديوان عالی قانون اساسی مطابق ماده ... وی را محاکمه و عزل می نمايد.

رئيس جمهور بايد قبل از کانديد شدن همه دارايی منقول و غير منقول ( خود ) را کتبا نشر نمايد. وی درحين احراز کرسی رياست جمهوری اعمال ذيل را انجام داده نميتواند :

اجرای معاملات انتفاعی و تجارتی با موسسات دولتی و افراد وموسسات غير دولتی بصورت مستقيم ويا از طريق اعضای فاميل، خويشاوندان، دوستان و اعضای حزبی.

فروختن ويا اهداکردن ملکيت های دولتی ، مگر اينکه مطابق مواد ... اين قانون باشد.

مداخله نامشروع در جريان قضايی.

ماده يازدهم : رئيس جمهور برای مدت پنج سال توسط رای عمومی، آزاد و سری بصورت مستقيم ويا غير مستقيم ازجمله ساير کانيدان انتخاب ميگردد. هر افغانی که حد اقل چهل سال داشته باشد حق انتخاب شدن را دارد. يک شخص نميتواند که بيشتر از دو دوره بحيث رئيس جمهور انتخاب گردد.

ماده دوازدهم : رئيس جمهور دو معاون داشته می باشد، که اولی درامورملکی و دومی در امور نظامی و امنيتی او را معاونت می نمايند. درصورت وفات ، استعفا ويا معذوريت وی، فقط معاون در امور ملکی عهده رياست جمهوری را فقط برای مدت سه ماه بعهده ميگيرد. درظرف اين سه ماه وی قانونا مکلف است که زمينه انتخابات جديد را آماده ساخته وبگذارد که رئيس منتخب احراز کرسی رياست جمهوری نمايد.

ازطرف معاونين هرگونه سهل النگاری و ايجاد موانع دراين پروسه حالت جرمی پنداشته شده و برای ديوان عالی قانون اساسی مجال مداخله رامهيا ميسازد. معاونين رئيس جمهور ميتوانند که دريک دوره بعدی خود را برای احراز کرسی رياست جمهوری کانديد نمايند.

معاونين رئيس جمهور درصورت تخلف از مندرجات قانون اساسی، ساير قوانين ازطرف رئيس جمهور و ديوان عالی قانون اساسی مطابق به ماده ... عزل می گردند.

درصورتيکه ديوان عالی قانون اساسی معتقد شودکه رئيس دولت مرتکب تعرض عمدی به قانون اساسی وساير قوانين گرديده، وی را از وظايفش برکنار اعلام می نمايد.

ماده سيزدهم : رئيس جمهور دارای صلاحيتها ووظايف آتی ميباشد :

يک ـ قيادت اعلای اردوی افغانستان.

دو ـ اعلان حرب و متارکه.

سه ـ داير کردن و افتتاح لويه جرگه.

چهار ـ افتتاح اجلاس عادی شورا.

پنج ـ داير نمودن و افتتاح اجلاس فوق العاده شورا.

شش ـ منحل ساختن شورا و اصدار فرمان انتخابات مجدد. انتخابات مجدد درخلال مدت سه ماه ازتاريخ انحلال شورا انجام می يابد.

هفت ـ توشيح قوانين و اعلام انفاذ آنها.

هشت ـ اصدار فرامين تقنينی.

نه ـ اعطای اعتبارنامه بغرض عقد معاهدات بين الدول مطابق احکام قانون.

ده ـ توشيح معاهدات بين الدول.

يازده ـ تعيين معاونين رياست جمهوری، وزرا و قبول استعفای آنها.

دوازده ـ تعيين اعضای غير انتخابی مشرانوجرگه و تعيين رئيس جرگه مذکور ازجمله اعضای آن.

سيزده ـ تعيين قاضی القضات ورئيس ستره محکمه ( ديوان عالی کشور ).

چهارده ـ تعيين و تقاعد قضات و تعيين و تقاعد مامورين و صاحبمنصبان عاليرتبه مطابق به احکام قانون.

پانزده ـ تعيين افسران نمايندگی های سياسی افغانستان نزد دول خارجی، تعيين نمايندگان دايمی افغانستان نزد موسسات بين المللی و قبول اعتماد نامه های نمايندگان سياسی خارجی.

شانزده ـ مطلع ساختن مردم از يک حالت اضطراری و خاتمه دادن به آن

هفده ـ تخفيف و عفو مجازات.

ماده چهاردهم : سکه بنام ابدات تاريخی ضرب ميشود.

ماده پانزدهم : نشان از طرف رئيس جمهور مطابق به احکام قانون اعطا ميگردد.

ماده شانزدهم : اعطای نشان متضمن هيچ نوع امتياز مادی نمی باشد.

ماده هفدهم : استفاده از صلاحيت های مندرج اين فصل درداخل حدودی صورت ميگيرد که احکام اين قانون اساسی تعيين نموده است.

ماده هژدهم : هرگاه رئيس جمهور اراده استعفا نمايد به مجلس مرکب از معاونين رياست جمهوری، رئيس ولسی جرگه ( شورای ملی ) رئيس مشرانوجرگه ( مجلس اعيان )، قاضی القضات ووزرای مشاور اطلاع داده بعد در خلال مدت هفت روز به جلسه مشترک مجلس رفته و استعفای خود را شخصا ويا توسط يکی از مشاورين خود به جلسه مذکور ابلاغ می نمايد. درصورتيکه آنها تصديق نمايند که استعفا از ارادهء رئيس جمهور نشات نموده ، ازتاريخ تصديق آن استعفای رئيس جمهور نافذ شمرده ميشود.

ماده نزدهم : درموقع استعفا يا وفات رئيس جمهور، معاونين رئيس جمهور درامور ملکی از وی وکالت می نمايد.

ماده بيستم : رئيس جمهور بعد از انتخابش سوگند آتی را بجا می آورد:

بنام خداوند سوگند ياد ميکنم که در کافه اعمال خود خداوند ( ج ) راحاضر دانسته ، اساسات دين مقدس اسلام را حمايت، قانون اساسی را حراست ، استقلال وطن ، تماميت ساحه ، قوانين دولت وحقوق مردم را حفاظت کنم. با استعانت ازبارگاه پروردگار برطبق احکام قانون اساسی افغانستان رياست نمايم و مساعی خود را در راه سعادت و ترقی ملت افغانستان بکار برم.

..............................................فصل سوم ـ حقوق ووظايف اساسی مردم

بحث ته اړ او د بحث وړ مو ضاعات په پورتنۍ برخه کې ډير ليدل کيږي . له نظر څرګندونو او خبرو اترو څخه به وروسته پاتې برخه هم وړاندې شي . [size=18:4ed7a3b922][/size:4ed7a3b922]


مسوده د نيوکاند زربين ﻻندې

نقاد
21.07.2003

........................................ د قانون مسوده د نيوکو د زربين لاندې..........................
[color=darkblue:c545a05c34]
ماده اول: افغانستان يک دولت اسلامی، جمهوری ، دموکراتيک، مستقل، واحد غير قابل تجزيه است .

تبصره : الف : افغانستان خو يو هيواد، او يو مملکت (کشور) دی ، نه دولت (!) ، خو دو لت لري . دولتونه تغير خوري ، بد ليږي او ړنګيږي ، بي له دې چې هغه هيواد هم بدل او يا ړنګ شي . افغانستان په وروستيو ديرشو کالو کي ددولتونو د تغير ونو ، بدليدنو او ړنګيدنلو سره سره د افغانانو هيواد پاتې شوي او دهيواد په توګه يې هيڅ بدلون يا ړنګيدل نه ليدلي او نه يې منلي دي .
ب : په دې ډول جمهوري او دموکراتيک دلته د دولت بيلګې دي ، خو اسلامي ، مستقل او واحد غير قابل تجزيه د هيواد بيلګې دي او بس ، نو خدای مکړه که هيواد ازاد او مستقل نه وي نوبيا به يې دولت څنګه مستقل واوسي؟ يا يو ښکيل شوي دولت ته صرف له ې کبله ازاد او مستقل دولت ويلي شو چې په يو استعماري قانون کې مثلأ هغه ته مستقل ويل شوی وي ؟ خو بر عکس که هيواد ازاد او مستقل وي ، دولت يې اتوماتيک ورسره سياسي استقلالري او ويلو ته يې بيا حاجت نشته ، ولې په هغه صورت کې دولت مستقل نه وي چې هيواد پخپله د نوي استعمارﻻ ندې ښکيل وي .دولت ړنګ او منحل کيږي خو په څو بر خو تجزيه کيږي نه ! بر عکس هيواد په دوه يا څو برخو تجزيه کيدای شي .

دا ﻻندې برخه بي له کوم ضروري او منطقي تړاو څخه د پاسنۍ لومړۍ مادې سره ګنډل شوې ده . لومړی له هيواد څخه دولت ته يو دبل پر ځای خيز وهل شوی او بيا له دواړو نه بې تړاوه ملت ته ټوپ وهل شوی . که ذکرول يي ضرور وي ، نو بيا بايد په بيله ماده کې بيله بيان شي :

ملت افغانستان عبارت است ازتمام افرادی که تابعيت افغانستان را مطابق به احکام قانون درا باشند. برهرفرد از افراد مذکور کلمه افغان اطلاق ميشود.

عجيب او غريبه جمله بندي ده ( ! ) ، نه پو هيږم اقايون په څه او کومه انګيزه کې نښتي دي ؟ اول ( ملت افغانستان ) يعنې څه ؟ ايراني ، روسي الماني انګليسي او فرانسوي ملتونه شته ، خو د روسيې ، انګلستان ،
المان يا فرانسې په نامه ملت نشته ، دا دهيوادونو نومونه دي ، نه د ملتونو . او بيا چې په اخر کې هر فرد ته افغان ويل کيږي ، چون ((برهر فرد از فراد مذکور کلمۀ افغان طلاق ميشود ))، نو ملت يې څه ګناه کړې چې افغان ملت يې نه بولي ؟
ايا دا حساسيت نه دی چې ملت بايد د افغان په نامه ياد نشي ، خو هر فرد دې افغان اوسي .او که دا يوه ﻻماهره دسيسه ده ،څو پاکستان ته يو دليل د خپل اساسي قانون له مخې په ﻻس ورکړي چې افغان او افغاني خاوره او افغان ملت تر اباسينه پورې نه ، بلکې د ډورن د منخوسې کرښې پورې دي او بس !
اوکه څنګه ګرا نو لوستونکو ؟ هيله ده قضاوت وکړئ ![/color:c545a05c34]


Re: د اساسي قانون مسودې ته تنقيدي کتنه وکړئ !

خاټول
24.07.2003

زه اوله پوښتنه دا لرم چی ولي نوي اساسی قانون ته اړه پيښه شوه دظاهرشاه خان د دوری اساسی قانون څه نيمګړتياوی درلودی چی دهغه پرځای بل اساسی قانون تدوين شو؟
ولي ده نوې اساسي قانون پر ځاي دانيمګړتياوي نه سميِ دي ؟
ايا دزاړه قانون ملي اعتبار به زيات وي چی په ازاده،ملي او ديموکراتيکه فضاکي تدوين شوي وو اوکه اوسنې چي دامريکي ښکيلاک تر سيوري لاندي دمتعصبوستميانو د پراخي اغيزي نه اغيزمن ليکل شوي اساسي قانون؟
امريکايان او دهغوي لاس پوڅي داساسي قانون په تدوين کي ولي دومره بيړندويه دي ولي دامرحله دانتخاباتو نه وروسته يو منتخب حکومت ته نه سپارل کيده ؟
مقدمه

بمنظورتامين صلح دايمی، آزادی، دموکراسی، زيست درسايه قانون، وحدت ملی وهمبستگی اجتماعی،

بمنظور حمايت از تماميت ارضی، حاکميت ملی و استقلال سياسی افغانستان،
دمقدمی دابرخه خوماته دخندا ښکاری دايمی سوله خو پرپښتنونه ،آزادی خود مسلمان دپاره نه،دموکراسی خو که دي دامريکې ښکيلاک اودهغوي دګوډاګيانو پر خلاف څه وويل بيانو ته د القاعدي او دطالبانو دتحريک غړې او سرنوشت دی دګونټانامو بد نامه نازي جزيره(حاجی نعيم کوچې ئ ژوندي مثال ).
زيست درسايه قانون، :P :P :P لکه دوستم شمالي ټلواله او دننګرهار شاړي چي په خپلو کړو وړوکي د قانون ،او انساني کرامت ښه خيال ساتي،وحدت ملی وهمبستگی اجتماعی،ياني داوزبکوتاجکو او هزارګانو ملي وحدت او همبستګي ځکه دحکومت ټول حياتی پوسټونه خو له دوي سره دی، [color=orange:2a9e60e02a]بمنظور حمايت از تماميت ارضی، [/color:2a9e60e02a]راځې چی ټول په ګډه واخاندو واي نيم پټې ئ وخوړ دوي لا مږه بولي، پرنګيان موپه ازادي ځمکه ناموس بلوسيدلي په زرګونو يي دمررګ خولي ته ورټيل وهلي او بيانو ددوي په غوښتنه ددوي تر سيوري لاندی داساسي قانون تدوين [color=brown:2a9e60e02a]بمنظور حمايت از تماميت ارضی،[/color:2a9e60e02a] باين عقلت ببايدگريست٠

بمنظور انتفای ظلم، استبداد، خشونت و تروريزم از عرصه حيات ملی و روابط بين المللی مطابق با اصول زيست باهمی صلح آميز
دليلی دښتی جنايتونه په شبرغان کي په کانټينرونو کي دزرګونو انسانانو بي رحمانه وژنه هم [color=darkblue:2a9e60e02a]بمنظور انتفای ظلم، استبداد، خشونت و تروريزم از عرصه حيات ملی و روابط بين المللی مطابق با اصول زيست باهمی صلح آميز[/color:2a9e60e02a]تر سره شوي وو٠
بمنظورتامين عدالت ، مساوات درمقابل قانون و برمبنای اصل کرامت انسانی و حقوق بشر،
کوم عدالت کوم مساوات اوکوم انساني کرامت دامريکي طيارو تر سيوري لاندي چی کابل ته ننوتي هغه جنايتونه او عدالت مو اوهغه پياوړي انساني کرامت او د بشري حقوقو مراعات مو ټولو انسانانوپه مطبوعاتي وسائلو کی ښه وليدل
.[img:2a9e60e02a]http://drs.yahoo.com/S=96062883/K=kabul/v=2/l=IVI/*-http://home.planet.nl/~gulbi000/images/kabul.jpg[/img:2a9e60e02a]
[img:2a9e60e02a]http://home.planet.nl/~gulbi000/images/kabul2.jpg[/img:2a9e60e02a]

[color=blue:2a9e60e02a]له ښاغلې شيرزاد صيب او نورو دوستانو نه دتصويرونو په نشر بښنه غواړم[/color:2a9e60e02a]٠
بمنظور ( تحکيم) و انسجام بنياد دفاعی، علمی، تاکنالوژی ، فرهنگی و اجتماعی افغانستان مستقل و ..
دفاعي بنيادونه خومو والله ډير راټينګ کړي B-52 اپاچي، چينوک او نوريډول ډول الوتکي او چورلکي مرګوني وسلي لايزرګايډډميزايل اوبمونه ،يورانيمي ا و کيميايي بمونه موږ په خپلو سترګو وينو چي په پښتني سيموي دالقاعدي او طالبانوپه بهانه استعامالو ي٠
علمي کلتوري اودټکنالوجي د استحکام هڅي مو هم په سترګو وينودپوهنتون دشاګردانووژل اود کابل دطب دپوهنځې دپښتنو زدکونکووسره موپه ازموينو کي خاينانه سلوک ،او دلوړو زدکړو دپاره له خارج نه راليږل شوي بورصونوکی دنياو او عدالت ويش،درقص او موسيقي مرکزونواو دشراب خانو او فاحشه خانو پيل په خپلو سترګو وينو ړانده خو نه يو٠
نوربيا که خدای کول


خاټول
24.07.2003

تکرار ؤ ، ړنګ شو !


نقاد
25.07.2003

پخلا شوې خورکۍ منلې خاټول جان د خدای رحمت شه پر تا ، افرين ستا په ليکنو او شاباس ستا په پوښتنو ، په تيره بيا دا پوښتنه مو يوه رښتنې او ډيره پر ځای پوښتنه ده چې :

((زه اوله پوښتنه دا لرم چی ولي نوي اساسی قانون ته اړه پيښه شوه دظاهرشاه خان د دوری اساسی قانون څه نيمګړتياوی درلودی چی دهغه پرځای بل اساسی قانون تدوين شو؟ ))

دظاهر خان د وخت اساسي قانون له منځه وړل له خيانت کولو پرته بل هدف نه درلود . پښتو د ملي ژبې په توګه له منځه وړل او پدې توګه په غير مستقيم ډول د ملي ژبې رول دري ته ورکول ، د پښتنو غوڅ او مطلق ډېره کی په لږکي اړول او د هغوي اړونده سياسي او کلتوري حقوق تر ښپو ﻻندې کول، نوم او تايخي حيْثيت بې ارزښته کول او داسې نور .



طالب جان
25.07.2003

ګرانو وروڼو او خويندو السلام عليکم
که څه هم زموږ دژوندانه په کړو وړوکي قر أنکريم بهترين قانون دی چي دژوند په هره شعبه کي يي په احکامو باندي عمل کول په هر انسان فرض دي مګر بيا هم که دکارونو د ښه انسجام لپاره کوم داسي قانون جوړ شي چي هغه د قرأنکريم له مبارکو حکمونو سره ټکر ونه خوري کومه بده خبره نه ده په همدي بنياد زه په پورتني قانون باندي لاندي نيوکي لرم (( ديادولو وړ ده چي زما له نيوکو څخه دي دا ونه پاميږي چي ګواکي زه له دي قانون سره له دي يوڅو نيوکو ماسيوا موافق يم بلکه زه هغه وخت ددي قانون موافق کيداي شم چي دا قانون شرعي ماهرين وگوري ويي ليکي او مکمل تاييد يي وکړي ))
اول .د قانون تطبيق د ازادي په صورت کي ممکن دی اود ګران هيواد اوسنی حالت دازادي نفي کوي ځکه چي امريکايي درندې هر څه او هر چيري يي چي وغواړي کوي يي او هيڅوک يي نشي منع کولاي .
دوهم . په مقدمه کي تر دوهم منظور لاندي ليکلي چي دولت بايد د ترورزم ضد اقدامات وکړي ...... دلته پوښتنه داده چي دترورزم مانا څه ده؟ تر اوسه چي دترورستانو په نامه څوک نيول شوي او يا نيول کيږي اود گونټانامو بد نام بند ته رسول شوي اويا رسول کيږي هغه ټول مسلمانان اوزموږ مجا هدين وروڼه دي نو دا څنګه قانون ده چي له يوه (( مسلمان )) څخه دبل مسلمان ورور په ضد داقداماتو غوښتنه کيږي او حتي چي ژمنه ور څخه اخيستل کيږي نوأيا داسي قانون به په پت مينومجاهدو افغانانو ته څنګه دمنلو وړ وي ؟؟؟
دريم . د مقدمي په څلورم منظور کي د بشرد حقوقو ذکر شوېدی دي خبري ته هم ښايي چي لږ وضاحت ورکړل شي چي د بشر له حقوقوڅخه د انگريزانو د بشر حقوق مراد دي که د مسلمانانو ؟ ځکه چي ډير داسي څه شته چي انگريزان يي د بشر حقوق بولي ولي په اسلام او مسلمانانو کي بيا هغه په بي حيايي تعبيريږي کتل دا په کار دي چي چيري د انگريزانو (( انساني )) حقوق خو په مسلمانانو نه تپل کيږي ؟ که چيري داسي وي او همداسي ده نو بيا دا قانونو هم په باشرفه او له حياډکو افغانانو کي هيڅکله د قبول وړ نه دی
څلورم .د مقدمې په پنځم منظور کي د ټکنا لوژي خبر شوي ده نو دا خبره خو أن له اوسه لا ښکاره ده چي د قانون په دي شق سره هسي افغانان غولول کيږي ځکه چي د لوړي ټکنالوژي پاي په ايټم بم تماميږي نو په امريکي قانون کي خو د مسلمانانو لپاره ايټم جوړول يو نه معاف کيدونکی جرم دې او که د وړي سطحي ټکنا لوژي ورڅخه مراد وي نو بيا خو سر له ننه بايد وپو هيږو چي امريکا يا هم ددي قانون جوړونکي او عملي کونکي د گران هيواد پر مختګ نه غواړي نو که دوي د هيواد پر مختگ نه غواړي نو غيرتمند افغانان بيا دوي نه غوا ړي
پنځم . په اول فصل کي ليکلي چي افغانستان بايد يو اسلامي جمهوري ديموکراتک دولت وي دلته که څه هم اول خو داسلام نوم ذکر دی مگر په وروستو ټکو سره يي په ډير مهارت سره بيرته د اسلام نفي کړيده ځکه چي که يو وار افغانستان واقعي اسلامي وي نو بيا جمهوري او ديموکراتک څه مانا ؟؟؟ ځکه چي دا اضداد دي او اضداد هيڅکله نه سره جمع کيږي اسلام يو الهي مذهب دی او جمهوريت يا ديموکراتيکيـت دا دانسانانو وضع شوي شيان دي چي هيڅ مانا او مفهوم نلري .
شپږم . په دريمه ماده کي ليکلي چي غير مسلمانان به د خپلو مذهبي رسوماتو په ادا کولو کي ازاد وي : غير مسلم هم بايد دومره ازاد نه وي چي په يوه اسلامي معاشره کي که هر څه وغواړي نو کوي دي بلکه دا ماده بايد داسي شي چي (( غير مسلم دخپلو مذهبي رسوماتو په اداکولو کي له اسلامي چو کاټ سره سم بايد ازاد وي )) دا ځکه چي اسلام د غير مسلمو دازادي لپاره خپل خاص قوانين لري چي په غير مسلمو باندي يي له ازادي سره سره پابندي لازمه ده
اووم . په دوهم فصل کي ويل شوي دي چي :رئس جمهور بايد داسلام د اساساتو حامي وي دا جمله هو غو ليدونکي ده ځکه چي افغانان مسلمانان دي هغه داسي رئس غواړي چي اسلامي اساسات يآ قوانين بايد پلي کړي ځکه چي د قوانينو حمايه يوه مانا لري او پلي کيدل يي بله مانا لري نو ځکه افغانان داسي څوک نشي منلاي چي هغه د اسلامي قوانينو په پلي کيدا قادر نه وي بلکه صرف په حمايه يي اکتفا کړيوي
اتم . په اتمه ماده کي د رئس جمهور داهيت شرطونه ذکر دي چي هغه بايد مسلمان وي باسواده وي ........ دلته بايد يو بل شرط هم زيات شي او هغه دا چي رئس جمهور بايديو ازاد او خپلواک سړی وي نه دا چي د پردو گوډاگې او غلام ځکه چي افغانان ازاد او په ازادي مين خلک دي نو ځکه ازاد او خپلواک خلک په ځان منلاي شي نه غلامان بلکه افغانان خو غلام واکمنان يا په دار کوي لکه نجيب يايي له وطنه پسي اخلي لکه ببرک او هغه چا چي دهيوادوالو په زړونو حکومت کړی هغه شازلمي نن هم افغانانو په خپلو سرونو مالونواو نا موسونو باندي ساتلي دي او ساتي به يي په افغانستان باندي دپاچا هي کولو لپاره بايد تير تاريخ حرف په حرف وکتل شي بيا بايد د حکمراني خوبونه وليدل شي
نهم . په يولسمه ماده کي ليکل شوي دي چي : رئس جمهور له دوو وارو څخه زيات رايو ته نه شي دريدلاي داشق هم محل د نظر دی ځکه چي يو وار چي د افغانانو په طبيعت څوک برابر وي نو ولي بايد هغه په دريم او څلورم وار منتخب نه شي ؟ بلکه د عدم انتخاب شرط بايد له فتور دي عقل سره ملحق کړل شي ياني يو سړی بايد هغه وخت کانديد نه شي چي زايل شي يا د کشرتوب له امله يا د سپينږير توب له امله يا هم دي بلي کومي عقلي يا عصبي ناروغۍ له امله
لسم . همدا راز په سوگند کي هم بايد له رئس جمهور څخه د اسلامي حکمونو د تنفيذ قسم واخيستل شي نه د اسلامي احکامو د حمايت ځکه چي داسلامي هيواد د اسلامي رئيس دنده يواځي د اسلامي احکامو حمايت نه بلکه دژوند په ټولو اړخونو کي دهغوي نافذول او پلي کول هم دي .


اساسي قانون؟؟؟

N. M. Karaw
26.07.2003

کله چې اوسنۍ ډله چې ځان ته د افغانستان حکومت وايي د اساسي قانون په اړه خبرې کوي، سړي ته د لويې جګړې چې دوی ورته لويه جرګه ويله، برخليک سترګو ته درېږي.
د اوسني قانون د کميسيون غړو په کندهار کې دا وکړل، چې بر هر چا يې خپل نظرونه ورتپل، دوی هلته له خلکو پوښتنې نه کولې، بلکې خپلې رايې يې وړاندې کولې، د ساري په توګه اغلې پروين مجروغ او ښاغلي موسی معروفي په زياتو ناستو کې دا خبره کوله:
ملي ژبه بايد دري وي، ځکه چې اسانه ده، په پښتو کې زهر ګډ دي، دري شير و شکر ژبه ده، خو پښتو د خره ګوز ده. بخښنه غواړم، چې دا تريخ حقيقت دلته ليکم، په کار خو دا وه، چې ما له ځانه سره دا خبرې ساتلې وای، خو موږ به تر کومه د خپلو دوستانو له خوا ځپل کېږو، سپک کېږو او له منځه ځو؟
په دغه ولايت کې د کميسيون غړو، يوازې له دولتي چارواکو سره ليدنې کتنې کولې خو د ټول ملت په کچه به يې له يوه چارواکي څخه نظرونه غوښتل، حال دا چې دوی بايد سيمو ته سفرونه کولای، د عامو خلکو نظرونه يې غوښتلای او ...
په وروستيو ورځو کې چې ځينو فرهنګي ځوانانو له دغو استازيو سره ليدنه کتنه درلوده، نو پر ځينو ملي مسايلو خبره ياده شوه، ښاغلي معروفي خو يو ساعت دغو فرهنګيانو ته خپل انګرېزي شعرونه ولوستل، بيا يې ترجمه کول، وروسته چې اصلي خبره رامخې ته شوه، نو معروفي بيا هم د ژبو په برخه کې خپله پورتنۍ رايه څرګنده کړه او په ډېره وياړ؟؟! سره يې هغه خبرې تکرار کړې.
په بله غونډه کې يې بيا يادونه کړې وه:
پرون داسې متعصبه ځوانان ما ته راغلي وو، چې وسلې ورسره وې، نژدې وو ما ووژني؟!!! :?
له بده مرغه چې د افغانستان برخلک د افغانانو په لاس کې نه دی، ډول يو څوک وهي، څڼې ورته نور خلک اچوي، که چېرې موږ په خپله د خپل هېواد په باره کې قضاوت کولای شوای، خو د اساسي قانون يوه ماده داسې ده، چې هيڅ افغان هم د محکمې لپاره بل هېواد ته نه شي وړل کېدای، اوسنۍ ډله د چا لپاره اساسي قانون جوړوي او په چا يې جوړوي؟.
د خبرونو له مخې ښاغلي شهراني هم باميان ته د ټولپوښتنې اته زره کاپۍ لېږلې دي، په دغو ټولپوښتنو کې شعيه مذهب د افغانستان رسمي مذهب غوښتل شوی، ملي سرود همدا اوسنی، د رباني د وخت سرود، ملي ژبه پارسي او د ملي خاينانو لپاره هم برايت ورکړل شوی.
بلې خوا د ښاغلي شهراني ورور په شمال کې د فډرالي حکومت چغې وهي، دا اوسنۍ مسوده چې دلته ايښوول شوې، د هرې اوونۍ په تېرېدو سره بدلون مومي. ښايي په پای کې له دې مستو څخه نور کوچ راووځي.
چېرته چې د اوښکو، خولو، وينو حساب نه کېږي
هلته د لمونځونو او نفلونو ثواب نه کېږي


پښتون ځلمی
08.08.2003

سلامونه او نېکې هيلې مې و منئ محترمو ورونو او خويندو
زه خو نه د نوي اساسي قانون د مسودې نه خبر يم، نه په دې پوهېږم چې عملي شوى دى که نه او که نه نو کله عملي کېږي، او نه مې په دې خبرو سر خلاصېږي. خو بس دغه چرت را ته راغى چې ولې، دا مسوده په پښتو بېخي نه ده ليکل شوې او که څنګه :?: لکه چې ټوله پاړسو پاړسو شوه په وطن کې. راځئ چې کالي ټول کړو او کډې بارې کړو له خيره. که څنګه؟ هسې که ريښتيا هم په پښتو نه وي ليکل شوې، ژباړل شوې هم نه ده؟
زما خو پښتو دغسې بې لاسه بې پښو ده خو لوى خداى پاړسو هم نه ده را زده کړې. شکر وباسم او که وژاړم. زه وايم چې دواړه به وکړم : )
بښنه غواړم، نه غواړم چې موضوع بلې خوا ته يوسم. يوازې دا مې پوښتل چې دا مسوده په پښتو ژباړه موندل کېږي او که نه، چې و ېې لولم.

په مينه او درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more