د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

انټرنيټ د لارې پښتو ښوونه / زده کړه ....؟

پښتون ځلمی
13.07.2003

سلامونه ګرانو ورونو او خويندو
دا خبره ما مخکې هم يو بل ځاى کې ياده کړې وه او اوس ېې تاسو ته هم وړاندې کوم چې کېداى شي موږ د انټرنيټ د لارې د پښتو ژبې يو کورس يا ټولګى مخ په وړاندې کړو؟ تاسو ته خو به هم معلومه وي چې په زياتره هېوادونو کې د زده کوونکو او بيا په خاصه توګه ده ښونځيو زده کوونکو رخصتيانې دي، نو ولې هغوي په دې وخت کې د خپلې ژبې زده کړه ونکړي؟ دا هم ريښتيا ده چې په ډېرو ځايونو کې اوونيز افغاني ښونځي شته دى خو ما ته ښکاري تر څو چې په يو ځاى کې د پښتنو شاګردانو شمېره د فارسيوانو نه يو په لس او شل چنده زياته نه وي، هلته به د پښتو تدريس يا خو بېخي نه وي او يا به سم نه وي. بې له دې هم، آيا دا به يوه ښه خبره نه وي چې د نړئ ګوټ ګوټ نه پښتانه ماشومان او غټان د خپلې ژبې د زده کړې له پاره سره را ټول شي؟ دا به د هغو ماشومانو او غټانو د پاره چې مور او پلار ېې يا وخت نه لري او يا ېې د لاسه نه کېږي چې دوي ته د خپلې ژبې ليک او لوست ور زده کړي، يو ستر خدمت وي.

د دې کار د پاره که څه تعليمي پوستکالي پيدا کېږي، هغه نه کولاى شو کار واخلو. که نه نو د غږ د پاره ډېر د خبرو(chat) پوستکالي شته. نوم به ېې نه اخلم خو تاسو کېداى شي د يو نامتو چاټ پروګرام نه خبر ېئ چې ډېر افغانان هم هلته ورځي. زه خو بېخي وېرىږم چې که دا کار موږ پيل کړو او که چېرته د نوموړي پروګرام نه کار واخلو نو خداى مه که نوي ماشومان / ځوانان پرې بېخي اموخته نه شي او د نورو کارونو نه پرې و نه اوځي. :roll:
د ليک او انځورونو د پاره زما په نظر د مايکروسوفټ نيټ ميتنګ (netmeeting) نه کولاى شو کار واخلو. په هغه کې سړى کولاى شې ګروپ کانفرانس وکړي او يوه سپينه تخته د ليکلو او انځوري فايلونو يا د هر ډول نورو کړکيو، چې د يو سړي په کمپيوټر کې پرانيستلې وي، د ښکاره کولو د پاره و کاروي.

ستاسو څه نظر دى؟ دلته څوک شته چې د استاد په حيث موږ سره مرسته وکړي؟ زه به مو اولنى شاګرد يم : ) درسي موادو په هکله کومو سرچينو درک؟ مرسته؟ د تخنيکي ستونزو د اسانتيا دپاره څه نظر؟ کومه بله لار؟
ستاسو د نظرياتو او ځوابونو په طمعه
که شونې وي خو که څومره چټک کېږي هومره زغر(ځغر؟) دې دا کار پيل کړاى شي.
په درنښت


جلالزی
08.10.2003

سلام گرانه وروره :
ستاسو دير ښه نظر دی نو زه ستاسو سره څه مرسته کولای شم؟؟؟ :lol:


پيوستون
18.10.2003

سلامونه مې و منئ
وروره اوس خو وخت تېر دى، خو بيا هم دا را ته و واياست چې تاسو څرنګه مرسته کولاى شئ؟


انځورګر
06.11.2003

سلامونه ګرانو وړونواو خوندو !


پښتون ځلمی
06.11.2003

سلامونه او نېکې هيلې
هادي وروره، زۀ ستاسو پۀ خبره سم پوه نۀ شوم. هو، لکه څنګه چې ګورئ، دا ليکنه ما ان د اوړي پۀ رخصتيانو کې کړې وه او غوښتل مې چې پۀ هغۀ وخت کې دا کار پيل شي، کۀ کېداى شو، او د "مهم ليک" پۀ توګه مې ليکلى و خو هسې ځاى يې نيولى و، پۀ دومره وخت کې د ايله ٢ ځوابونو نه لږ څۀ څرګندېږي چې ګنې دا کار ناشونى دى، او زۀ هم پۀ خپلو کړو پښېمانه يم. :oops:
ها ها وبخښئ وبخښئ، اول مې چې ستاسو ليک و لوست نو مې فکر کول چې تاسو [color=red:3b8b5bfe21]"دوطن پال شعرونو فورم کې..."[/color:3b8b5bfe21] د شعر او شاعرۍ د لارې د پښتو ښوونه غواړئ. همغسې خبره شوه چې چا ته وايې "پاڅه مۀ کېنه" خو پۀ مخصوص ساز او وقفې سره يې و نۀ وايې، نو نۀ معلومېږي چې د پاڅېدو امر دى او د کېناستو نهي او کۀ برعکس. ما ويل چې دا سړى څۀ کوي، پۀ شعرونو راته اوس "الف بې تې" را زده کوي؟ :)

ستاسو نظر ډېر ښۀ نظر دى، خو دا کار يواځې هغه ورونه او خويندې کولاى شي چې د ليک او لوست سره يو څۀ اندازه بلد وي، پۀ تلفظ کې ډېر مشکل و نۀ لري، او دې فورم کې ليکنه هم وکړاى شي. زما ړومبى هدف هغه کوچنيان او لويان و چې بېخي پۀ الف بې تې هم نۀ پوهېږي او يا هم ډېر لږ پوهېږي. خو پۀ هر صورت، کۀ د دې فورم د لارې هم زما پۀ څېر خلکو سره د ليک او ګرامر لۀ پلوه مرسته وکړاى شي، دا به ډېر پۀ زړه پورې کار وي. ما مخکې هم يو څو پوښتنې (پۀ ادبي فورم کې) د ليکدود پۀ اړه کړې دي او نورې به هم کوم انشاء لله. زۀ به مو د خيره پۀ ډېرو پوښتنو د دوو پر ځاى شپږو سوږمو (سپوږمو / پوزو) ته را ولم :) .
پۀ اسلامي او پښتنه مينه


انځورګر
06.11.2003

درند وروره سلام دي وعليکم ښې چاري ولرئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more