اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
سود دى كه سوداګري؟
larghonay1
29.08.2006
نن سبا په افغانستان كې د خصوصي پانګې اچونې په لړ كې يو هم كابل بانك او عزيزي هوتك بانكونه دي چې د بخت يا قسمت په نامه حساب پرانيزي.
دغه حساب لږ تر لږه پنځه زره افغانۍ يا سل ډالرو باندې پرانستل كېږي.
په مياشت كې يو ځل لاتري راووزي او له پنځو سوو تر يو مليون پورې افغانۍ لاتري خېژي.
د حساب پرانيستونكي پنځه زره افغانۍ د امانت په شكل كېښودل كېږي چې تاوان نه لري او ګټه يې د قسمت كار دى.
ايا دا په قمار كې شمېرل كېږي او كنه ؟
او بله دا چې دلته خلك يو كور په لس لكه افغانۍ يا دوه لكه افغانۍ ګرو نيسي او په كور كې تر هغې پورې اوسي چې ده ته يې د يو كال قرارداد پوره كيدو وروسته هغه لس وركړل شوې پيسې نه وي وركړي.
ايا دا سود دى او كه جايز كار دى.
ع کريم حليمي
30.08.2006
محترم لرغوني وروره سلامونه اونيکي هيلي په عرض رسوم
[quote:7ee4a6b9bc]د حساب پرانيستونكي پنځه زره افغانۍ د امانت په شكل كېښودل كېږي چې تاوان نه لري او ګټه يې د قسمت كار دى. [/quote:7ee4a6b9bc]
کله چه ګټه په قسمت سوه ! نو ربا نه ورته ويل کيږي !
مبارک عليه السلام يو وخت له چاڅخه پيسې په پور اخستي وې
نو کله چه ئې د پور پيسې برته ور کولې نو تر اصلی پيسو ئې څه بلابود
ورکړي ٠
که څوک له چاڅخه پور اخلي او اول ئې ورسره معلومه کړي چه يوه افغانۍ
به اضافه راکوې يعني لس پور او ته به يوولس (١١ ) افغانۍ راکوې
دې ته ربا ويل کيږي ٠
[quote:7ee4a6b9bc]او بله دا چې دلته خلك يو كور په لس لكه افغانۍ يا دوه لكه افغانۍ ګرو نيسي او په كور كې تر هغې پورې اوسي چې ده ته يې د يو كال قرارداد پوره كيدو وروسته هغه لس وركړل شوې پيسې نه وي وركړي.
ايا دا سود دى او كه جايز كار دى.[/quote:7ee4a6b9bc]
هو ! دغه د بخارا د علماوو فتوا ده او زمانه ئې رانه هيره ده چه د چا عصر وو
او اسلامي نړۍ دا فتوا ورسره منلې ده ٠ چه شرعي نوم بيع وفا ده
بيع د شرعي له نظره صحيح ده
او پر وفا به ورسره دريږي نه ده ضرور چه وخت معلوم وي
وفا که يو کال وي که لس کاله پروا نه لري
خو ! د کور خاوند شرعا نه سي کولاي چه په کور کښي واوسيږي
ګرويدار حق لري چه په کور کښي و اوسيږي او يا ګرويدار ئې په کراهه ورکړي
زر په زرو رانيول ربا ده ، خرما په خرما رانيول او خرڅول ربا ده
يعنی معنا دا چه دلس افغانيو نټ په يوولس افغانيو رانيول يا خرڅول ربا ده
چه په پښتو کښي دې ته شنې په شنې ويل کيږي (ربا )
چه جنس فرق و لري نو ربا نه ورته ويل کيږي٠ سپين زر په سرو زرو رانيول
يا ډالر په افغانۍ رانيول روا دي چه يو ډالر څوک په پنځه څلوېښت رانسي
larghonay1
11.09.2006
حليمي صاحب سلام عليكم.
مننه چې معلومات مو راكړل.
ښاغليه كابل بانك له خلكو څخه پيسې اخلي او هغه بيا په نورو لوړو بانكونو كې په سود وركوي.
د بېلګې په توګه په كابل كې له سل كسانو څخه سل سل ډالره اخلي چې لس زره شوې .
دغه لس زره په نورو غټو بانكونو كې په سود وركوي چې دوى د مياشتې فرضاً زر ډالره ګټه كوي. له دغو زرو ډالرو څخه دوى خپله برخه اخلي او يو څه يې دغو سلو كسانوته د قرعې يا بخت په توګه وركوي يانې چې د هر چا را ووتې هغه ته يې د انعام په توګه وركوي.
كه په دې اړه معلومات راكړئ تر څو مو تشويش رفع شي.
مننه
ع کريم حليمي
11.09.2006
ډېر محترم لرغوني صاحب سلام !
د اقتصاد يا بېنکدارۍ اصول داسي پراخ دي لکه د طب علم !
ربا او شرعي تجارت دمره سره نيژدې دي چه د يوه لفظ په استعمال سره
شرعي تجارت په ربا بدل کيږي اوپه يوه بل لفظ د ربا څخه مشروع کار او
بار جوړيږي ٠ له بېنک څخه پيسې په مورګېچ اخستل تقريبا سل صفحې
قرارداد خط لري ٠ که څوک هغه سل صفحې قرارداد ونه لولي او ووايي
چه فلان بېنک په ربا اخته دی ٠
ښه پوهېږم چه دا بد کار او کلام دی ،داسي نه ده چه نن تجارتي رقابت
پېداسوي بلکي له خوا څخه د تجارتي مؤسسو تر منځ رقابت وو او وي به
تجارتي رقابت خپل قانون لري چه څه شکل رقابت مشروع او کوم شکل
نامشروع ٠
که تاسو د بېنک نوم نه وای ليکلی نو ماته حق وو چه يو څه مي تاسو ته
ليکلي وای ، اما چون چه نن ازاد مارکېټ او ازاد شخصي بېنکونه سته
نه غواړم چه کابل بېنک د پښو واچوم او رقيبان ئې ګټه پورته کړي !
دا ماته نه ملوميږي اوممکن ده چه پوښتنه کوونکي به په بل بېنک کښي
د لوړ سهم خاوند وي ٠
په احترام
larghonay1
12.09.2006
مننه حليمي صيب !
ما د كابل بانك نوم د بېلګې په توګه اخيستى و نه داسې چې يوازې كابل بانك دا كار كوي.
دا كار د نړۍ په ټولو تجارتي بانكونو كې معمول دى. خو دا چې سود ورته ويلى شو او كنه .
ځكه د دې بانكونو په هغو فورمو كې چې يو څوك ځانته دغه د قسمت اكاونټ پرانيزي داسې كومه خبره نه وي چې دوى په دې پيسو څه كوي. ايادوى يې چېرته كوم بل لوى بانك ته په سود وركوي او كه بل كوم تجارت پرې كوي.
ما غوښتل ستاسو د علم په بركت خپل تشويش رفع كړم او ګډونوالو ته خبره روښانه كړم.