اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ختنه د ابراهيم عليه السلام د وخته سنت عمل دی تر يوم القامه پوري
ع کريم حليمي
26.08.2006
درنو او مکرمو وړونو او خوندو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته
د نارينوو ختنه ابراهيمي او نبوي سنت عمل دی
او د ابراهيم عليه السلام د عصر نېټه او تاريخ صحيح معلوم نه دی
اما ختنه ٥ زره کاله تاريخ لري ،
چه له اسرائلو رانيولې بيا د افريقا او اسيا پوري ٠
ښخوختنه د يهودو کاراو عمل دی ، يهودو او عيسايانو همېشه لاس
وهنه کړې په اسماني کتابونو کښي او هم ئې نوي لاري را استلي په دين کښي
چه د هغو له جملې څخه هم د ښځو ختنه ده او رواج ئې ورکړي په ټوله نړۍ کښي
او بل ئې ښځه د شيطان له نسله ګڼلې ده او خبره ئې هم په جهان کښي خپره
کړېده
خو کله چه د اسلام دين د ځمکي مخ ونيولی نو عيسايانو داسي خبري له
بايبله خارج کړي ٠ کله چه په جرمني کښي د لمړي څل له پاره بايبل چاپ
کېدلي نو داسي خبري ئې ځيني خارج کړې ٠
داسي پېښه ده چه غرب څو واره ( روم ) لاس وهنه کړې
هر ظلم چه ئې پرښځو کړي او کاوه ئې او کوي ئې ، چه ښه مثال ئې يهودي
ښځي دي ، چه په ښځو سرونه خروي او پر سر ئې مصنوعي ورېښتان ورايږدي
او ختنه کوي ئې ٠ خو هيځ ټولنه دې عملونوته ګوته نه نيسي
او ټوله کفار نعرې وهي چه په ښځو ظلم کيږي
د ښځو ختنه هيځ وخت اسلامي عمل نه ؤ اونه دی
هو داچه د يهودو له خوا و عربو او افريقا ته دغه عمل ورغلي ٥ زره کاله کيږي
چون چه په يهودو کښي د ښځو ختنه معروف عمل وو ٠ نو په اسلامي
اصولو کښي د ممانعت څه نه دي راغلي ،
[color=white:4a80af3e74]فاما الختان فواجب على الرجال [/color:4a80af3e74]( يوازي پر نارنه واجب )
او اما داسي راغلي د ښځو په باب چه : في حق النساء, وليس بواجب عليهن هذا قول كثير من اهل العلم (ختنه کول نه دی واجب پر ښځي )
دغه د ښځو د ختنې عمل د ايران تر سرحداتو را رسيدلی اما افغانستان ته
فکر نه کوم چه رارسېدلی دی ؤ
په يهودو کښي د ښځو سرخريل او ختنه يو مذهبي عمل دی