د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د سیاسي لنډیو مسابقه

Miwand Patang
15.08.2006

رباني ته:
خدای دې دوزخ ته ور خطا کړه چې شیطاني لنګۍ دې ړنګه بنګه شینه
طالبان ولاړل ډلې ډلې د ملا عمر ډله ورستۍ ده ورک به شینه
ستاسو د خوږو او مادارو لنډیو په هیله


mahboob
15.08.2006

کرزي او اندوالانوته يي ;
افغانه ياره دينداري دي ډيره وکړه
اوس ديمکراسي شوه کونه لوڅه کړه مينه


Miwand Patang
16.08.2006

محبوب جانه ستا څخه د خپلې لنډۍ د لومړي بیت سیلابونه زیات شوي دي چې نه دې زده هو څه له ځان ته تکلیف ورکوې. ستا د ښکنځلو د لنډۍ لومړۍ بیت دیارلس سیلابه دی چې د لندۍ لومړی بیت باید نهه سیلابه وي او ستا د لندۍ دوهم بیت څوارلس سیلابه دی او د اصلي لندۍ دوهم بیت بایددیارلس سیلابه وي. بل دا چې خوار شویه تا ټول افغان ملت ته د داسې یوه لفظ استعال کړی دی چې د روغ ضمیر خاوند یې په لیکو شرمیږي. لږ خو د قلم عفت و ساته.
محبوب جان ته:
محبوبه یاره خدای دې خوار کړه
افغان ولس ته مه کړه بد بد نسبتونه

کرزی صیب ته:
کرزیه بس ټلواله پریږده
تا د ملت خونخوار ته ورکړه لقبونه
امریکا ته:
که دې لاس و نه نیو جابره
د روس په څیر دې زه ټوټې ټوټې وینمه
طالبانو ته:
د خدای لپاره وژل بس کړئ
د پاکستان په نقشه مه ږدی قدمونه
د خپل افغان ملت زامن شئ
دا القایده مو د دوزخ لوري ته وړینه


اشفاق
16.08.2006

طالبانو ته

د پاکستان لښکري راغلي
ملا يي تړلي ده وطن به ورانوينه

په پاکستان کي پنجابيان وي
افغانستان ته چي راځي طالبان شينه


Miwand Patang
16.08.2006

تا ښوونځۍ وسوې ظالمه
افغان ولس دې لاس تر زنې کړ بې دینه
وطن به بیا د علم کور سي
خدای به خپله پنجابیان و شرموینه
د خدای قرآن ته سپکاوی کړي
په هر مکتب کې په سلګونو سوزوینه
د آی ایس آی په لومو بندو
وحشي عرب مو د تورتم تیارو ته وړینه
د اکوړې په دال مینو
پاکستان کله د اسلام په لاره ځینه
سینماګانو ته یې پام کړئ
چې لوڅ لغړ فلمونه شپه ورځ چلوینه
ستا امارت یې وو جوړ کړی
تا به همیش پرې د ښه دوست کول خیالونه
ستا امارت یې در ټوټې کړ
تا ته یې راوستل د غرب بې شمیر فوځونه


pattang
16.08.2006

ملګرو!
زه خو اديب نيم خو توکل په خدای ، خپل ګوډ خر په دې مسابقه کې در سره زغله ومه او خدای دې وکړي چې خوښ مو شي ٠

[color=red:6302186d58]طالبه کله به ملا شې
د isi په تور دې زه رنځوره کړمه [/color:6302186d58]

دغلو دې کور ګډ شي خاونده
دوی خپله غلا کړي مخ دنورو توره وينه

په غوڼډۍ ناست رشوت خوړلی
دخوار طالب په نوم خپل عيب پټه وينه

د cia په کور کې لوی شوې
اوس راته راغلې خپل هيواد اباده وېنه

ظالمه څومره ګناه ګار يې
ځان خو د خرڅ کړ اوس هيواد هم خر څه وېنه

دځان خرڅ کړي دې کور ګډ شي
سترګې يې ټيټې د تاجک مذدوري کړينه

د جاسوسي په کرسۍ ناسته
چپن دې لرې که زما واخله عرضونه

د مداريانو ډله راغله
دکرزي ګل ډله روستۍ ده را بشينه

چې دخپل قوم محبت نکړې
په اوزبکي چپن دې اور ولګومه

مرګ ته مې مه راځه غداره
دغلامي په طوق دې مړ شرمنده کړمه

لونګۍ دې پرېښوده خائن شوې
قره قلي دې دپرديو وياړ کوينه

[color=brown:6302186d58]که دې له لاسه نور څه نشي
اواز دې دجګ کړه چې ملت پرې خبر شينه [/color:6302186d58]

پتنګ لمسی د خوشال خان دی
دپښتون قوم ته خپله وينه ور کوينه

زما ژوندون پښتنولۍ ده
تر څو به سر پرې ورکوم چې ژوندی يمه

دپښتنولي په مينه پتنګ


اختر
17.08.2006

ګرانو که سمووني ته اړتيا لري نو سمه يې کړی !

د انګرېز او امريکايانوبه څه ګيله کړم
ماته خپل چپن پوشان بلا سوي دينه!


Ajab
18.08.2006

فضل الرحمانه خېټوره
ځانله ډالرې خوښوې مونږ له جنګونه

سيافه لاړې دوزخي شوې
په دې دنيا دې حورې واخيستې مئينه

اسامه خداى دې په لاس راکه
دا افغانان به په تا سر وچورلوينه

د مشرف دي دوه مخونه
په يو ملا خوري په بل غرب دوکه کوينه

امريکايان که طالبان دي
دواړه ياران دي نور يې مه کوئ غمونه


داود فايز
19.08.2006

داهم در واخلي

طالبان ډلي ډلي راغلل
اوس به انګريز په ټټر ولي ورك بي كړينه
وطن ته ډير مشران راغلي
ملا عمر غوندي رانغي څه به كړمه
امريكايان كه انګريزان دي
دوي د وطن دشمنان د ي ورك به يي كړينه
طالب ته مه وايه چي ورك شي
طالب وطن ازاد وي ځان مړ كوينه
سيافه ورك شي خداي د مړ كړه
چي درنه خلاص شي دوطن مظلوم ولسونه
كرزيه دا ته مي اميد و
خبره نه وم چي انګريز دي بادار ديه
كرزيه دا ته مي اميد و
چي وخت دي راغي په پردو دي خرڅه كړمه
تبي را واخلي مخ مي تور كړي
ما په كرزي باور كاوه خرڅه يي كړمه
طالبه دومره درته وايم
چي مدرسي مه ورانوه بدنام به شينه
عالمه ولي مو بد نام كړم
زه د جانان په غيږ چا ليدلي يمه
رباني غبرګ زامن دي مړه شه
چي يو ښخيږي بل سلګي درته وهينه

دومره بس ده
والسلام


اشفاق
19.08.2006

ملاعمره ګوډ شيطانه
د مشرف په کور کي ناست وي کړي جنګونه

په پښو ګوډ په سترګو ړوند دي
په غوږو کوڼ دي خداي دي دا وشرموينه

هيواد يي ورانه کنډواله کړو
دا د پنجاب نه په يرغل راغلي دينه

ملا عمره که افغان يي
د پنجابي په غيږ کي مه وهه ټوپونه

دا جهاديان که ملايان دي
غله دي ډاکوان دي هسي مونږه شرموينه

د اسلام نوم يي ښه بدنام کړ
دا طالبان خو دي د سپو د خوراک شينه

مجددي که حکمتيار دي
هسي لنګ مار دي افغانان تباه کوينه


Miwand Patang
20.08.2006

کمونیستان دې خدای مردار کړي
دوی خو اساس د بربادۍ کیښود مینه
دغه خلقیان که پرچمیان دي
ټول ګوډاګیان جګړه ماران دي ورک دې شینه
هر یو غدار یې مسلح کړ
د دوی له لاسه هیواد خاورې خاورې شونه
دلته بې شمیره وسلې راغلې
ټوپک، کارتوس او بې حسابه راکټونه
د هیواد سمه غر چټل شول
چې انفجار یې افغانان تبا کوینه
د دوی له لاسه په هیواد کې
جوړ سول د غلو او د لوټمارو کتارونه
شمال یاغي سو تر پامیره
نظار فرصت د لوټمارۍ واخیست مینه
د سقاو یاد یې بیا تازه کړ
ښکلی کابل یې ړنګ، بنګ، کنډواله کړونه
کمونیستانو ظلم وکړ
په شوریانو یې وطن خرڅ کړو مینه
دا نن چې دلته ثبات نشته
غوایه غوبل کړه زموږ ګرد پرمختګونه
کور خو دې وران د کودتا شي
په دې وطن یې کړه را مات بې شمیر فوځونه
د کمونیزم بغاوت وو
هیواد یې خرڅ کړ په پردو پردو ملکونه


Miwand Patang
20.08.2006

جنګي طالب د خدای دښمن دی
مومنان کله داسې چارې کړي مینه
ملا عمره خدای دې خوار کړه
که جنت غواړې نو ډګر ته شه ډارنه
دا بې خبره ناپوهان دي
چې د پنجاب په کومانده ځان مړ کوینه


larghonay1
20.08.2006

[color=red:49ac098647]كه دووسان درته په شمار كړم
[color=blue]يو هيوادمل دى سل به نور در وښيمه[/color:49ac098647]
[color=blue:49ac098647]هيوادمل شين په خندا راغى
كرزي په غټه خوله دووس بللى ونه [/color:49ac098647]
[color=darkblue:49ac098647]يو خوګوجر دى بل چاپړوس دى
د ننګ غيرت تمه ترې مه كوئ مينه[/color:49ac098647]
كرزى د اصله مداري دى
دا هيوادمل يې جمبورى دى ورك دي شينه [/color]


Miwand Patang
20.08.2006

ستا سترګې جار شمه لرغونیه
چې دې رسوا کړه هیوادغل شیطانتونه


Miwand Patang
20.08.2006

کرزی د اصله پنشیری دی
پښتانه هسې پرې د ناز غوټې کوینه
کرزی چې هره پلا را وزی
شمالي وال ته دوه لاسي سلام کوینه
چې یوه خبره په پښتو کړي
ورسره سل خو په پاړسي حتما کوینه
کرزي تباه کړه زموږ ژبه
شاوخوا ګوري لعنتي مصلحتونه
چې یو وار ارګ ته ور نږدې شي
پښتو ترې کډه په پاړسي سر ورکوینه


Miwand Patang
20.08.2006

کوشان صیب سلامونه!
مهرباني وکړئ ستاسو لنډۍ د سیلابونو له مشکل سره مخ دي خو که هڅه وکړی او ښه ځیر شئ نورې لنډۍ ښې په غور مطالعه کړئ نو شاید چې له تاسو سره د نورو لنډیو په جوړولو کې مرسته وکړي. باید وویل شي چې د پښتو لنډۍ لومړی بیت نهه سیلابه او دوهم بیت یې دیارلس سیلابه وي.
دغه څو لنډۍ هم وګوره:

عربان نه دي ګیدړان دي
یوه اسرائیل په ګونډو کړي دي مینه
که القایده رشتیا نران وي
د اسرائیل وحشت دې وتړی مینه
یو سل پنځوس میلون عرب دي
د درې میلیونه اسرائیلو ښځې دینه
اسرائیل دومره سخت کافر دی
چې پر مخ وینی ورانوي کلي کورونه
عربان دومره شرمیدلي
چې اسرائیل ته دوه لاسي سلام کوینه


Miwand Patang
20.08.2006

ملا عمر په غار کې پټ دی
د اسامه غار پټ غار ته کله کله ځینه
ملا عمر لاړو په تیښته
په تیښته تللي ملان چا لیدلي دینه


Miwand Patang
21.08.2006

ملا عمر ته:
خدای دې پخپله نور هلاک کړه
چې درنه خلاص شي افغانان زیړي ګلونه
ته د تریاکو سوداګر یې
تا را خواره کړه د کوکنارو ښامارونه
خدای دې خونخواره لولپه کړه
چې در مالوم شي د مظلوم ملت آهونه
ملا عمر په غار کې پټ دی
سره جهنم ته نور نږدې ورغلی دینه
عمره غبرګ زامن دې ومره
تا ځوانیمرګ کړه افغانانو امیدونه
ملا عمر په غار کې پټ دی
په غار کې پټ موږک د ځمکې زړه ته ځینه
دا اسامه دې خدای هلاک کړي
چې ځینې خلاص شي افغانان سپیره کورونه
د پاسه دوې جنازې راغلې
ملا عمر بل اسامه دوزخ ته ځینه
څوک چې خپل ځان افغانان وژني
مسلمان نه دی نه کفار داسې کوینه
دعلم خونې دې کړې ړنګې
ظالم، جاهل، خونکاره مه کړه نور ظلمونه
د افغان ولس غلیم یې
د آی ایس آی په فتوی غورځوې بمونه
بیا د وحشت لښکرې راغلې
تور پنجابیان، سپږنې څڼې ،واسکټونه
د ترور وحشت لویه ښاماره
خدای دې په توره فتوی درکړي دوزخونه
ملا عمر په غار کې پټ دی
په غار کې پټه موږک میدان ته نه راځینه


Miwand Patang
21.08.2006

ګلبدین حکمتیار ته:
ای حکمتیاره، داړه ماره
په جنګ کې لوی، په جنګ کې زوړ شوې کړې جنګونه
ای په جګړو باندې مینه
کابل دې وران کړ په بې شمیره راکټونه
ای د راکټ د مینې یاره
د خدای حضور کې به دې څه وي ځوابونه
د حکومت د مینې یاره
تر تیغ دې تیر کړه افغانانو ډیر سرونه
د حکومت د مینې یاره
ګور ته به یوسې د سرو وینو ارمانونه
غداره بس کړه وژل پریږده
تا لولپه کړه هیوادوال سپیره کورونه
په کنډوالو دې وربدل کړه
لا خښوې په سمه غرونو کې بمونه
کله به یار د رباني سوې
کله به وار کړه تا یوه ورځ رز راکټونه
یوه ورځ به ضد د ملیشو سوې
بله به ورکړه تا دوستم ته غبرګ لاسونه
آزمویل سوي دې خبر وي
د تورتم توره شپه تاریخ نه هیروینه
څو چې ژوندی وي دغه نسل
خطا بې نه کړي د لوټمارو پیغامونه


Miwand Patang
21.08.2006

چې مې د سولې ورته ووې
یو یې راکټ او دوه یې توپه وویستمه
د هیواد زړه کې به نارې کړم
ما ته د سولې لیلا خوله نه را کوینه
که چا ویل چې سوله راغله
ډیوه د پوهې به زه زیری ورکومه
په ړانده ترخې زرغونې شوې
ساده طالب یې لا د ژوند تمه کوینه
اسامه ناست په واشنټن دی
ساده طالب وایي په غرو کې دی مینه
طالبه سولې خوا ته لاړ شه
ورانول پریږده درد دې نه دوا کوینه
دا خو محال چې بیا پاچا شې
ستا پاچاهي شوه تل تر تله سرنګونه


Miwand Patang
21.08.2006

عبدالرب رسول سیاف ته:
د القایدې اساس خو ته وې
چې دې هیواد د عربانو ځاله کړونه
ستا چل ول ته حیراني ده
تا غولولي د عرب عجم ملکونه
ستا د نفاق درجه پورته
تا جنګولي دي بې شمیره ډیر ګوندونه
تا د پنشیر ګیدړه ښکار کړه
ستا په تخرګ کې ابلیسان پټ شوي دینه
چې ستا نفاق یې دی لیدلی
هر جادوګر در ته بای بای له لرې کړینه
ږیره یې سپینه موزې لویې
لکه شیطان چې د نفاق په لوري ځینه
ته خو رښتیا د امریکا وې
عرب او روس در پسې ډیر کړي افسوسونه


سوال او ِځواب.

Mohammad Hassan
24.08.2006

ټولو وروڼو ته سلامونه او احترامونه!
ما دا ډيره موده د ټول افغان په زړه پورې پاڼه لوسته خو ځان مې نه ؤ راجستر کړی. خو دا سياسی لنډۍ مې چې وليدې، په شوق يې راوستم. دا دی زه به هم ستاسې په اجازه يو څو لنډۍ د ستاسې درانه حضور ته وړاندې کړم، خدای وکړی چې که مو خوښې نه شی، خسته کنې هم درته نه وی.
سوال او ِځواب.
شمعه.
طالبان ډلې، ډلې راغلل
راکټ په غاړه مکتبونه ورانوينه
له خدا يه وډار شه طالب
د خپل افغان په وينه مه لړه لاسونه
پتنګ.
چې د کرزی ته طمعه وکړه
ساده پټانه اوس به ګالې ډير غمونه
کرزی چې ځان په پردو خرڅ کړ
نو د وطن د ناموس څه پروا ساتينه
شمعه.
په وطن ډير مشران تير شوی
خو د عمر په څير ړانده نه ؤ مينه
ماته ساده ښکارې افغانه
چې له طالب د آبادۍ هيله کوېنه
پتنګ.
دا د سياف جهاد ته ګوره
چې د انګريز کافرو پښې مچو کوينه
مخ د هغو د تورېدو دئ
چې د کرزی په دام کې بند راغلی وينه


اشفاق
25.08.2006

شاغلي کوشان ته

ګيله له نورو پکار نده
پشتانه خپل ځان کي لري ډير پساتونه

که حکمتيار د سړي زوي واي
د رباني په لاس به ولي مړه کيدونه

ملا عمر هم ډير دله دي
په کندهار او په هلمند چاودني کړينه

د سياپ لويه ږيره ورک کړه
پشتني شځي په عربو خرڅوينه

مجددي خو لا اجنټ دي
پلار او نيکه يي د انګريز کړل خدمتونه

د کرزي نوم راته وانخلي
په نوم پشتون دي نور يي مه کوه پوشتنه

که دغه ټول دله ګان سم وي
نه به دوستم وي نه مسعود نه يي کارونه


larghonay1
26.08.2006

يه وروڼو تاسو ولې ځانونه ليوني كړي دي؟
لنډۍ خو دې ته نه وايي چې هر څه چې په خوله درغلل نو په پاى كې يې (يمه يا وينه ورزيات كړه نو لنډۍ شوې.
زما په نظر تاسو يوازې اوريدلي چې على اباد ښار دى.
لنډۍ خپل قانون او جوړښت لري او بله دا چې لنډۍ د پښتو ولسي ادب هغه پياوړى او په زړه پورې ژانر دى چې بل هيڅ ژانر ورته نه په قوت كې او نه په ښكلا كې رسيدلى شي.
د بدو خلكو د غندلو له پاره ډېرې لارې چارې دي خو كه څوك د لنډۍ سپكاوى كوي او بد خلك غندي نو دا هغه د پاړسيوانانو خبره (( عذر از ګوناه بد تر )).
زه په دې وروستيو لنډيو كې د محمد حسن صيب لنډيو ته يو څه په قانون برابرې وايم.
كوشان صيب خو د پوره يوه پروګراف په پاى كې يوازې يمه يا وينه ورزيات كړي او سياسي لنډيو په فورم كې يې وليكي؟!
كيدى شي زه وليكم چې :
.....مل خان ته داسې وايه
د رسول امين تخرګونه بيا ببر شوي دينه .
د دې لنډۍ په پاى كې هم دينه شته خو بې وزنه لنډۍ ده.
هيله ده چې نور نو د لنډيو سپكاوى ونه كړو.
او بله دا چې يو قوم بايد څوك من حيث قوم بد ياد نه كړي، بلكې بدې كړنې او بدې څيرې يې وغندي نه په ټوليزه توګه يوقوم.
كه يو څوك يو قوم منحيث قوم بد ګڼي دا تېروتنه ده.


اشفاق
27.08.2006

[quote:b32828476b="larghonay1"]يه وروڼو تاسو ولې ځانونه ليوني كړي دي؟
لنډۍ خو دې ته نه وايي چې هر څه چې په خوله درغلل نو په پاى كې يې (يمه يا وينه ورزيات كړه نو لنډۍ شوې.
زما په نظر تاسو يوازې اوريدلي چې على اباد ښار دى.
لنډۍ خپل قانون او جوړښت لري او بله دا چې لنډۍ د پښتو ولسي ادب هغه پياوړى او په زړه پورې ژانر دى چې بل هيڅ ژانر ورته نه په قوت كې او نه په ښكلا كې رسيدلى شي.
د بدو خلكو د غندلو له پاره ډېرې لارې چارې دي خو كه څوك د لنډۍ سپكاوى كوي او بد خلك غندي نو دا هغه د پاړسيوانانو خبره (( عذر از ګوناه بد تر )).
زه په دې وروستيو لنډيو كې د محمد حسن صيب لنډيو ته يو څه په قانون برابرې وايم.
كوشان صيب خو د پوره يوه پروګراف په پاى كې يوازې يمه يا وينه ورزيات كړي او سياسي لنډيو په فورم كې يې وليكي؟!
كيدى شي زه وليكم چې :
.....مل خان ته داسې وايه
د رسول امين تخرګونه بيا ببر شوي دينه .
د دې لنډۍ په پاى كې هم دينه شته خو بې وزنه لنډۍ ده.
هيله ده چې نور نو د لنډيو سپكاوى ونه كړو.
او بله دا چې يو قوم بايد څوك من حيث قوم بد ياد نه كړي، بلكې بدې كړنې او بدې څيرې يې وغندي نه په ټوليزه توګه يوقوم.
كه يو څوك يو قوم منحيث قوم بد ګڼي دا تېروتنه ده.[/quote:b32828476b]

زامنو شچاري
ولا په دا ټولافغان کي مي عجب خلک او عجبي خبري ولوستي چي يو يي هم د شاغلي لرغوني دا پبولالي دي
وه زويه د عقل په سترګو ړوند او کوڼ شي ګوري نه چي دا سياسي لنډئ دي او سياسي لنډئ خو داسي نشي ويلي چي ځما لالي چنار دي نارنجه ولي ولي خو خامخا به سياسي خلک پکي يادوي. بل دا چي موژ دلته د لنډيو کتاب خو نه جوړوو يو ګپ شپ مو روان کړي دي نو ته دومره عقل نلري چي په ګپ شپ او سمو کارونو کي توپير وکړي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more