اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
سورة العصر
منلی
09.08.2006
((په زمانه می قسم ، انسان په حقیقت کی ډیرپه خساره کی ده ، بغیردهغه خلکونه چی ایمان راوړی اونیک عملونه وکوی اویوبل ته دحق نصیحت اودصبرتلقین کوی ))ـ ع
په دی سورة کښی په زمانه قسم ددی لپاره خوړل شوی چی انسان ډیر په خساره کښی ده ،ددی خساری نه هغه خلک ځان
ساتلی شی چی داڅلورصفتونه ولری ۱ ایمان ۲ نیک عمل ۳ یوبل ته دحق نصیحت کول ۴ یوبل ته دصبر تلقین کول ــ
اوس په دی هریوجزباندی جدا جدا فکراوغورکول پکاردی چی مطلب یی روښانه شی ـ
اول باید داخبره روښانه شی چی الله پاک دڅه لپاره په یومخلوق قسم خوری ددی حکمت څه دی ؟ مونږچی کله قسم خورو
په یوعظیم اولوی شی یی خورو لکه په الله قسم په قرآنکریم قسم خوکله چی الله پاک په مخلوق قسم خوری هغه ددی لپاره
نه وی چی هغه لوی شی ده یاپه هغه شی کښی کوم غټ کمال ده ،بلکی په دی وجه پری قسم خوړلی چی هغه شی په هغه
خبره دلالت کوی دکومی خبری ثابتول چی مقصودوی ـ
نودلته دالله پاک په زمانه باندی دقسم خوړلو مطلب داده چی زمانه په دی حقیقت باندی شاهده ده چی انسان په غټه خساره
کښی ده خوبغیردهغه خلکونه چی داڅلور صفته ولری ـ
دزمانی لفظ دتیری شوی زمانی لپاره هم استعمالیږی ، اوکومه زمانه چی تیریږی دهغی لپاره هم چی حال پکښی په حقیقت کښي
دڅه اوږدی زمانی نوم نه ده ـ هروخت تیریږی اوماضی یعنی تیره شوی زمانه تری جوړیږی ،اوهروخت چی راشی نودمستقبل نه
حال شی اوچی تیره شی نوماضی شی ـ چون دلته په مطلقه زمانه قسم خوړل شوی ده ،په دی وجه ددی نه دادواړوزمانومرادده
په تیره زمانه باندی دقسم خوړلو مطلب داده چی انسانی تاریخ په دی خبره شاهدده چی کومو خلکوکښی داڅلورصفتونه نه وه اخر
هغه خلک په خساری کښی وغورزیدل ـ اوپه تیریدونکی زمانه دقسم خوړلو مطلب باندی ځان په دی خبره پوه کول پکاردی چی اوس کومه زمانه تیریږی داپه حقیقت کښی هغه وخت دی چی یویوسړی اویایویوقوم ته په دنیا کی دکارکولولپاره ورکول
شوی دی ددی مثال دهغه وخت په شان ده چی په امتحان کښی طالب علم ته دپرچی دحل کولو لپاره ورکول کیږی ـ داوخت چی څومره
په تیزی سره تیریږی ددی اندازه سړی ته هغه وخت معلومیدی شی چی سړی دلږوخت لپاره دخپل ساعت ثانیه ګرته وګوری چی په
څومره تیزی سره تیریږی ـ یوه ثانیه دوخت غټ مقدارده ـ په دی یوه ثانیه کښی نور۱۸۶۰۰۰ یولک شپږاتیازره میله لاروهی ، او
همداسی کیدی شی دخدای په خدایئی کی ډیر داسی شیان وی چی رفتاریی ددی نه هم زیات وی خوتراوسه پوری به دهغی علم مونږ
ته نه وی راسیدلی ـ بیاهم که چیری دوخت دتیریدلو رفتار هم دغه وګڼوکوم چی مونږته دساعت دثانیه ګردګرځیدونه ښکاری ،اوپه دی
خبره باندی غوراوکړوچی مونږه هرڅه ښه یاخراب کارکوؤ اوپه کوموکارونوکښي چی مونږ مصروف یو، داټول هرڅه دعمر په هغه
محدوده موده کښی کیږی چه په دنیا کښي مونږته دکارکولو لپاره راکول شوی دی ، نومونږته به معلومه شی چی زمونږه اصلی سرمایه
خوهمداوخت ده چی په تیزی سره تیریږی ـ امام رازی دیوبزرګ قول نقل کړی دی چی مادسورة عصر مطلب دواوری خرڅونکی سړی نه
زده کړی دی چه په بازارکښی یی آوازکووچه رحم اوکړی په هغه سړی باندی چی سرمایه یی ویلی کیږی ، رحم وکړی په هغه سړی
باندی چی سرمایه یی ویلی کیږی ـ دهغه داخبره چه می واوریده نوما اووئیل چی داده دوالعصراِن الانسان لفی خسرمطلب ده دعمر کومه موده
چی انسان ته ورکول شوی هغه دواوری په شان په تیزی سره تیریږی ـ داچی ضایع شی اویاپه غلطوکارونو کښي مصرف شی نوداده دانسان
خساره ـ
نوربیا
منلی
09.08.2006
پرله پسی
نوپه تیری شوی زمانه باندی دقسم خوړلوسره چه کومه خبره په دی سورة کښی شوی ده
دهغی مطلب داده چی داتیزرفتاره زمانه شاهیدی ورکوی چی ددی څلوروصفتونونه بغیرانسان په کوموکارونوکښی دخپل عمروخت مصرف کوی هغه ټول دخساری سوداده .
په نفع کښی صرف هغه خلک دی چی ددی څلورو صفتونوسره په دنیا کښي کارکوی
داداسی خبره ده لکه چی یوطالب علم دامتحان په مقرروخت کښي دخپلی پرچی د حل کولو په ځای په بل کار تیراوی .اوښوونکی په کوټه کښی لګیدلی ساعت ته اشاره
وکړی اوورته ووائی چی داتیریدونکی وخت دی داوائی چی ته خپل نقصان کوی ،په کټه کښی صرف هغه طالب علم ده چی ددی وخت هر ساعت دخپلی پرچی په
حل کولوتیر کړی .
دانسان لفظ اګرچی واحد ده ،لیکن په ورستنی فقره کښی ددی نه هغه خلک بیل کړی دی چی د دی څلورصفتونوخاوندان وی .
نوددی وجی نه دابه خامخا سړی منی چی دلته لفظ انسان داسم جنس په طوراستعمال شوی ده
اوددی اِطلاق په افرادو،ډلو،قومونواو ټولوانسانانو باندی یوشان کیږی .
پس داحکم چی داڅلورصفتونه په چاکښی نه وی هغه په خساره کښی ده ، داپه هرحالت کښي ثابتیږی ،خواه که داصفتونه په یوسړی کښ نه وی ،که په یوقوم کښي نه وی ، یاکه دټولی دنیاپه انسانانوکښی نه وی .
داخبره بلکول داسی ده لکه چی مونږ چیرته داحکم اوکړوچی زهردانسان لپاره دهلاکت سبب دی نوددی په دامطلب وی چی زهر په هرحال کښی هلاکونکی شی ده
خواه که یوسړی یی وخوری ،یایوقوم یی وخوری یادټولی دنیاانسانان یی وخوری .
دزهروخاصیت په خپل ځای مضبوط دی ،په دی خاصیت کښي په دی لحاظ سره هیڅ فرق نه راځی چی دایوسړی خوړلی دی یایوقوم ددی دخوړلو فیصله کړی ده ،یادټولی دنیا انسانانوپه دی خبره باندی اتفاق کړی ده چی زهرخوړل پکاردی . بلکول همدغسی داخبره په خپل ځای مضبوطه ده چی ددی څلورصفتونونه خالی کیدل
دانسان لپاره دخساری سبب دی .
په دی قاعده کښی دی خبری سره هیڅ فرق نه راځی چی که یوسړی ددی صفتونونه خالی دی،یایوقوم ،یادټولی دنیاانسانان په کفر ،بدعملی ،یایوبل ته په باطل باندی دترغیب ورکولواودنفس په بندګی کولواتفاق کړی دی .
نوربیا
منلی
09.08.2006
پرله پسی
اوس دااوګوری چی دخسار ی لفظ قرآنکریم په کومه معنی کښی استعمالوی .
دلغت په عتبارسره خساره دنفعی ضدده ، اوپه تجارت کښی ددی لفظ استعمال په هغه حالت کښی هم کیږی کله چی په یوه سوداکښی نقصان اوشی ،
اوپه هغه حالت کښی هم کیږی کله چی ټول کاروبارپه نقصان کښي روان وی ، دالفظ دقرآنکریم خاص اصطلاح ده اودفلاح په مقابله کښي یی استعمالوی ، اولکه څنګه چی دقرآنکریم دفلاح تصوریوازی ددنیا خوشحالی نه ده بلکی ددنیا نه واخله تراخرت پوری دانسان حقیقی کامیابی پکښی شامله ده ،
همدغسی دقرآنکریم خساری تصورهم یوازی ددنیاناکامی اوبدحالی نه ده بلکی ددونیا نه واخله تراخرت پوری دانسان حقیقی ناکامی اونامرادی پکښی شامله ده .
دی سره په دی خبره هم ځان ښه پوهه کول پکاردی چی دقرآنکریم په نزد حقیقی فلاح په اخرت کښی دانسان کامیابی ده ، اوحقیقی خساره په اخرت کښی دانسان نامامی ده ،
لیکن په دی دنیا کښی هم چی کوم شیانوته خلک فلاح وائی هغه په اصل کښی فلاح نه ده بلکی دهغی انجام پخپله په دی دنیا خساره دی ،اوکوم شیانوچی خلک خساره
ګڼی هغه په اصل کښی خساره نه بلکی په دی دنیا کښي هم دغه دفلاح ذریعه ده .
داحقیقت دقرآنکریم په ډیروځایونوکښي بیان شوی ده.
په همدی ډول کله چی قرآنکریم په قطعی ډول سره وایی چی انسان په لویه خساره کښی ده .
نوددی مطلب ددنیا اوداخرت دواړوخساره ده ،
اوهرکله چی قرآنکریم داوائی چی ددی خساری نه صرف هغه خلک ژغورل شوی دی چی په هغوی کښي لاندینی څلورصفتونه وی ،
نوددی مطلب په داوړوجهانونوکښي دخساری نه ژغورل اوفلاح موندل دی .
اوس مونږ ته پکار دی چی هغه څلور صفتونه اوګورو چی دهغی په وجی ددی سورة په رڼاکښي انسان دخساری نه محفوظ پاتی کیږی .
نوربیا
منلی
10.08.2006
پرله پسی
له هغوټولونه لومړی ایمان .
داټکی په یقینی ډول سره دقرآنکریم په ځنی ځایونوکښی یوازی دزبانی ایمان په معنی استعمال شوی .لکه سورة النساآیت ۱۳۷، المائده آیت ۵۴،الانفال ۲۰-۲۷ ، التوبه آیات ۳۸، اوپه الصف سورة آیات دوهم کښی .لیکن ددی اصلی استعمال له زړه نه منل اویقین کول دی .
په عربی ژبه کښی ددی ټکی همداسی معنی ده . په لغت کښی داَمَنَ لَه معنی صَدَّقَه وَاِعتَمَدَ عَلَیهِ( دهغه تصدیق یی اوکړ اوپه هغه باندی اعتماداوکړ)ده اودا امَنَ بهِ معنی اَیقَنَ بهِ ( په هغه باندی یی یقین ووکړ) ده .
په قرآنکریم کښی چی کوم ایمان ته حقیقی ایمان ویل سوی هغه په دی آیتونوکښی په ښه ډول سره واضح شوی ده.
۱ - مومنان خوپه حقیقت کښی هغه خلک دی چی په الله اودهغه په رسول ایمان راوړی اوبیاپه شک کښی لاړنشی .الحجرات - ۱۵
۲ - کوموخلکوچی وویل زمونږ رب الله (ج) ده اوبیا په هغی باندی ټنګ پاتی شول .سورة حم السجده - ۳۰.
۳ -مومنان خوپه حقیقت کښی هغه دی چی کله دالله (ج) ذکروشی نودهغوی زړونه رپیږی . سورة الانفال - ۲۰
۴ - اوکوموخلکوچی ایمان راوړی هغوی له ټولو نه زیاته مینه الله (ج) سره لری .البقرة ـ ۱۶۵
۵ - پس [ای نبی (ص)] ستاپه رب می دی قسم وی هغوی هرګزمومنان نه دی ترڅوچی هغوی په خپلواختلافاتو کښی تافیصله کونکی ونه منی ، بیاچی ته څه فیصله وکړی په هغه باندی دهغوی زړونه تنګ نه شی بلکی پوره پوره یی ومنی سورة النساء ـ ۶۵ .
۶ - ای مومنانو، ایمان راوړی په الله (ج)اودهغه په رسول باند.
النسآء- ۱۳۶
اوس راځودی خبری ته چی ایمان راوړلونه مرادپه کوموشیانوایمان راوړل دی .
داخبره هم په قرآنکریم کښی په ښه شان سره واضع شوی ده چی اول دالله (ج) منل دی اوداسی یی منل چی هغه یوده شریک اوساری نه لری ،هغه ددی حقدارده چی انسان یی عبادت وکړی ،بندګی اواطاعت یی وکړی . هغه دقسمتونوښه کونکی اوخراب کونکی ده ، بنده بایددهغه نه دعاوغواړی اوپه هغه توکل وکړی .هغه حکم کونکی اومنع کونکی ده ،دبنده فرض دی چی دهغه حکم ومنی اوچی دکوم شی نه یی منع کړی دهغه نه ځان وساتی ،هغه دهرڅه لیدونکی اواوریدونکی ده ، دهغه نه دمخلوق فعل اوکارخوڅه کړی چی نیت اومقصد یی هم پټ نه ده .
دوهم درسول منل :په دی حیثیت سره چی هغه دالله (ج) مامورشوی لارښوونکی اورهنماه ده .اودکوم شیانو تعلیم چی هغه ورکړی هغه حق دی دالله (ج) له طرفه دی اومنل یی واجب دی ، په دی ایمان بالرسالت کښی فرښتی ،پیغبران ،آسمانی کتابونوباندی ایمان راوړل شامل دی ، ځکه چی داهغه تعلیمات دی کوم چی دالله (ج) رسول ښودلی دی .
دریم اخرت منل : په دی حیثیت سره چی دانسان اوسنی ژوندلومړی اوآخری ژوندنه ده .بلکی دمرګ نه ورسته به انسان ددوهم ځل لپاره ژوندی کیږی ،په دنیا کښی چی څرنګه عملونه کړی همغسی به الله پاک ورسره حساب کوی کوم چی دالله پاک په نزد دښه عمل خاوندوی هغه ته به جزائی خیرورکول شی اوهمدارنګه ددی برعکس بدانوته به دخپل عمل په وجه بده سزاورکول شی .
نوداسی ایمان داخلاقواوګردارلپاره یومضبوط بنیادږدی چی په هغه بنیادباندی دیوپاک ژوندعمارت قائیمدی شی .اوپه کوم ځای کښی چی داسی ایمان نه وی هلته دانسان ژوندکه هرڅومره ښه وی خودهغه حال دبی لنګره کشتی غوندی وی چی ددریاب چپوسره ښکته راونه وی اوپه هیڅ ځای کښی ودریدی نشی .
نوربیا
منلی
12.08.2006
پرله پسی
په همدی ډول دایمان نه ورسته دویم صفت چی انسان له ورکی یاخساری نه ساتی هغه په صالحاتو(نیکوکارونو) عمل کول دی .
صالحاتو ټکی د واړه ښه کارونولپاره یو پراخ سپڼ ده .
په دی کښی هر رنګه ښه والی ځای شوی .خودومره ده چی دقرآن مجید په رڼا کښی ټول کړه وړه ترهغه پوری عمل صالح نشی کیدی ترڅوچی دهغه په بیخ کښی ایمان موجودنه وی .
اوهغه دهغه برابر ونه کړی شی کوم چی څښتن تعالی (ج) اودهغه لارښوونکی (رسول ) کړی وی .داوجه ده چی د قرآن مجید په هرځای کښی دعمل صالح نه مخکښی دایمان ذکر شوی ده .
په همدی سورة کښی هم ایمان مخکی له عمل صالح نه راغلی . په هیڅ ځای کښی دقرآن مجید بی له ایمانه یوعمل ته صالح نه دی ویلی .
اونه بی له ایمانه داجرورکولو تمه ورکول شوی .بل خوا داهم یوحقیقت ده چی ایمان هغه وخت داعتباروړده چی درښتین واله ثبوت یی انسان په خپل عمل سره وړاندی کړی .ولی چی ایمان بی له عمل صالح نه هسی یوه دعوه ده چی تردید یی سړی پخپله کوی .
دایمان اوعملِ صالح اړیکی په مثال دتخم اوونی ده .ترڅوچی تخم په ځمکه کښی نه وی ونه نه شی پیداکیدی . خوکه چیری تخم په ځمکه کښی وی اوونه نه پیدا کیږی نوددی مطلب به داوی چی تخم په ځمکه کښی خښ پاتی شو.
په دی وجه په قرآن مجید کښی هغه خلکو ته زیری ورکول شوی ده چی هغوی دایمان راوړلونه ورسته عملِ صالح کوی .
ددی خبری عملی کول په دی سورة کښی هم شوی ده. چی پس له ایمانه هغه نیک عمل (صالح عمل ) ده چی انسان له خساری نه ساتی .یاپه بله معنی دعمل صالح نه بغیر یوازی ایمان سړی له خساری نشی ژغورلی .
نوربیا
منلی
12.08.2006
پرله پسی
په همدی ډول دایمان نه ورسته دویم صفت چی انسان له ورکی یاخساری نه ساتی هغه په صالحاتو(نیکوکارونو) عمل کول دی .
صالحاتو ټکی د واړه ښه کارونولپاره یو پراخ سپڼ ده .
په دی کښی هر رنګه ښه والی ځای شوی .خودومره ده چی دقرآن مجید په رڼا کښی ټول کړه وړه ترهغه پوری عمل صالح نشی کیدی ترڅوچی دهغه په بیخ کښی ایمان موجودنه وی .
اوهغه دهغه برابر ونه کړی شی کوم چی څښتن تعالی (ج) اودهغه لارښوونکی رسول (ص) ښودلی وی .داوجه ده چی د قرآن مجید په هرځای کښی دعمل صالح نه مخکښی دایمان ذکر شوی .
په همدی سورة کښی هم ایمان مخکی له عمل صالح نه راغلی . په هیڅ ځای کښی دقرآن مجید بی له ایمانه یوعمل ته صالح نه دی ویلی .
اونه بی له ایمانه داجرورکولو تمه ورکول شوی .بل خوا داهم یوحقیقت ده چی ایمان هغه وخت داعتباروړده چی درښتین واله ثبوت یی انسان په خپل عمل سره وړاندی کړی .ولی چی ایمان بی له عمل صالح نه هسی یوه دعوه ده چی تردید یی سړی پخپله کوی .
دایمان اوعملِ صالح اړیکی په مثال دتخم اوونی ده .ترڅوچی تخم په ځمکه کښی نه وی ونه نه شی پیداکیدی . خوکه چیری تخم په ځمکه کښی وی اوونه نه پیدا کیږی نوددی مطلب به داوی چی تخم په ځمکه کښی خښ پاتی شو.
په دی وجه په قرآن مجید کښی هغه خلکو ته زیری ورکول شوی ده چی هغوی دایمان راوړلونه ورسته عملِ صالح کوی .
ددی خبری عملی کول په دی سورة کښی هم شوی . چی پس له ایمانه هغه نیک عمل (صالح عمل ) ده چی انسان له خساری نه ساتی .یاپه بله معنی دعمل صالح نه بغیر یوازی ایمان سړی له خساری نشی ژغورلی .
نوربیا
منلی
13.08.2006
پرله پسی
داپورته دوه صفتونه بایدپه هریوه نفرکښی ځان ځان ته وی .
دی نه ورسته داسورة دوه نور صفتونه بیانوی چی دخساری نه دځان ساتلولپاره ضروری دی .هغه دادی چی ایمان لرونکی اونیک خلک دی یوبل ته دحق نصیحت کوی اوهمداسی یوبل ته دی دصبرتلقین ورکوی .
ددی جوهرداده چی اول خوایماندار اونیک عمله خلکو ته نه ښائی چی تن تن اووسیږی .همدارنګه هریوته پکاردی چی خپل مسئولیت وپیژنی اوچاپیریال خراب نه کړی ،په همدی وجه دمعاشری په هرنفر لازم ده چی یوبل ته دحق اوصبر تلقین وکړی .
دحق ټکی دباطل ضدده اوپه عام ډول سره په دوه معنو کښی استعمالیږی .
لومړی ، صحیح اورښتیا، په عدل اوانصاف برابر اود حق خبره کول ، که هغه دعقیدی اوایمان سره اړیکه لری اویاکه دنړی ونج وپال سره وی .
دویم، هغه حق چی بشپړول یی په انسان باندی واجب دی ، که هغه دخدای (ج) حق وی که دبندګانوحق وی یاپه خپله دخپل نفس حق وی . له دی امله یوبل ته دحق نصیحت کولو مطلب داده چی دمومنانومعاشره دی داسی مړه معاشره نه وی چی په هغه کښی دباطل سرلوړاودحق مخالف کارونه کیږی ، اوخلک دی په پټه خوله دهغه ننداره کوی ،
بلکی په دی اولس کښی دی داسی روح جاری اوساری وی چی هرکله باطل سراوچت کړی نودحق کلمه ویونکی دی په هغه معاشری کښی پاڅون وکړی .
د ولس هرسړی دی یوازی پخپله حق پرستی اواستبازی باندی صبرنه کوی اوپه همدی ډول یوازی دی په دی خبره صبرنه کوی چی زه په عدل اوانصاف باندی ولاړیم اودحقدارانوحق اداکوم .بلکی نوروته دی هم دهمداسی عمل نصیحت کوی .
داهغه شیان دی چی معاشره داخلاقی زوال یعنی دبداخلاقی نه خوندی ساتی .
که داسی روح په معاشره کښی موجودنه وی نو...................
نوربیا
منلی
14.08.2006
پرله پسی
که چیری داروح په معاشره کښی پاتی نشی نوهغه معاشره ویجاړه اوبې جمیعته پاتی کیږی اوپه همدی ډول بیاپه دی خساره یعنی تاوان کښی هغه خلک هم راځی چی پخپله خوپه خق ولاړوی خو په خپله معاشره کښی وینی چی حق دپښولاندی کیږی اودی ورته ګوری .
همدغه خبره په سورة مائده کښی داسی فرمائیل شوی ده چی په بنی اسرائیلوباندی دحضرت داود(ع) اودحضرت عیسی ابن مریم په ژبه لعنت وشوددی لعنت وجه داوه چی دهغوی په معاشره کښی ګناهونه اوظلمونه عام کیدل اوخلکوبه یوبل دخرابوکارونونه منع کول اوهمداسی پریښی وو(آیاتونه ۷۸-۷۹)بیاهمدغه خبره په سورة اعراف کښی په دی ډول بیان شوی چی بنی اسرائیلوکله په ښکارباندی د(سَبت) دی حکمونوخلاف ورزی وکړه اوماهیان نیول یی شروع کړل نوپه هغوی باندی عذاب نازل شواوددغی عذاب نه صرف هغه خلک وساتل شوچی هغوی ددی ګناه نه دمنع کولو کوشش کاوه (ایتونه ۱۶۳-۱۶۶)اوداخبره په سورة انفال کښی داسی بیان شوی ده چی ځان ساتی دهغه فتنی نه چی دهغه سزا به یوازی په هغه خلکوپوری خاص نه وی چاچی په تاسوکښی ګناه کړی وی (آیت ۲۵) داوجه ده چی امربالمعروف اونهی عن المنکر دمسلمان امت فریضه ګرځول شوی ده (آلعمران ۱۰۴) .اوهغه امت ته بهترین امت ویلی شوی ده چی دافریضه اداکوی )العمران ۱۱۰).
دحق نصیحت سره چی دویم شی ضروری ګرځول شوی ده چی مومنان اودمومنانومعاشره دخساری نه وساتی هغه داده چی ددی معاشری خلک دی یوبل ته دصبر تلقین کوی .
اوپه دی لارکښی چی کوم تکلیفونه ،کومی سختی ،کوم مصیبتونه اوکوم تاوان انسان ته پیښیږی دهغه په مقابله کښی دی هغوی یوبل ته دټینګ دریدو تلقین کوی . د هغوی هر سړی دی دبل حوصله لوړه وی چی داحالات په صبر سره برداشت کړی .
نوربیا
منلی
14.08.2006
پرله پسی
که چیری داروح په معاشره کښی پاتی نشی نوهغه معاشره ویجاړه اوبې جمیعته پاتی کیږی اوپه همدی ډول بیاپه دی خساره یعنی تاوان کښی هغه خلک هم راځی چی پخپله خوپه حق ولاړوی خو په خپله معاشره کښی وینی چی حق دپښولاندی کیږی اودی ورته ګوری .
همدغه خبره په سورة مائده کښی داسی فرمائیل شوی ده چی په بنی اسرائیلوباندی دحضرت داود(ع) اودحضرت عیسی ابن مریم په ژبه لعنت وشوددی لعنت وجه داوه چی دهغوی په معاشره کښی ګناهونه اوظلمونه عام کیدل اوخلکوبه یوبل دخرابوکارونونه نه منع کول اوهمداسی یی پریښی وو(آیاتونه ۷۸-۷۹)بیاهمدغه خبره په سورة اعراف کښی په دی ډول بیان شوی چی بنی اسرائیلوکله په ښکارباندی د(سَبت) دی حکمونوخلاف ورزی وکړه اوماهیان نیول یی شروع کړل نوپه هغوی باندی عذاب نازل شواوددغی عذاب نه صرف هغه خلک وساتل شوچی هغوی ددی ګناه نه دمنع کولو کوشش کاوه (ایتونه ۱۶۳-۱۶۶)اوداخبره په سورة انفال کښی داسی بیان شوی ده چی ځان ساتی دهغه فتنی نه چی دهغه سزا به یوازی په هغه خلکوپوری خاص نه وی چاچی په تاسوکښی ګناه کړی وی (آیت ۲۵) داوجه ده چی امربالمعروف اونهی عن المنکر دمسلمان امت فریضه ګرځول شوی ده (آلعمران ۱۰۴) .اوهغه امت ته بهترین امت ویلی شوی ده چی دافریضه اداکوی )العمران ۱۱۰).
دحق نصیحت سره چی دویم شی ضروری ګرځول شوی ده چی مومنان اودمومنانومعاشره دخساری نه وساتی هغه داده چی ددی معاشری خلک دی یوبل ته دصبر تلقین کوی .
اوپه دی لارکښی چی کوم تکلیفونه ،کومی سختی ،کوم مصیبتونه اوکوم تاوان انسان ته پیښیږی دهغه په مقابله کښی دی هغوی یوبل ته دټینګ دریدو تلقین کوی . د هغوی هر سړی دی دبل حوصله لوړه وی چی داحالات په صبر سره برداشت کړی .
نوربیا
منلی
14.08.2006
پرله پسی
سورة الدهرپه۱۲آیات کښی صبر ته ډیر لوی ارزښت ورکول شوی ده ،بلکی په حقیقت کښی دنیک مومنانوددنیا ټول ژوندته صبرژوندوئیل شوی ده .
دځلمیتوب نه ورسته یادایمان راوړلونه وروسته دمرګه پوری دخپل نارواغوښتنو ممانیعت کول ،دالله (ج) په حدونوټینګ دریدل .،دالله (ج) فرض پوره کول ، دالله (ج) درضالپاره خپل وخت ،خپله شتمنی ،خپل زیار،خپل قوت اواستعداد،تردی پوری چی دضرورت په وخت کښی خپل سر جارول .هرهغه سراښتوب اوهیله پریښودل چی دالله (ج) په لارکښی مخی ته خڼډیږی ، هرهغه تکلیف اومشقت ګالل چی دالله په لارکښی راځی ،هرهغه فائیده اوخوندپریښودل کوم چی په حراموطریقوسره حاصلیږی ، هرهغه تاوان اوخفګان تیرول چی دحق پرستی په وجه سړی ته رسیږی اوداټول هرڅه په دی یقین سره کول چی ددی نیکوکارونو فایده به په دنیا کښی نه بلکی دمرګ نه پس دآخرت په زندګی کښی حاصلیږی . دا ډول عمل داسی عمل ده چی دیومومن دټول ژوندنه دصبرژوندجوړه وی .
دادهروخت صبرده ،همیشه صبرده ،سراسرصبرده اوټول عمر صبرده .
په اخر کښی زماد څښتن تعالی نه دعاده چی داتوفیق هرچاته ورکړی چی داڅلورصفتونه په ځان اوچاپیریال کښی تطبیق کړی آمین
وسلام