د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د جُمعې دلمانځۀ پۀ باب يو پوښتننه

کټوازی
06.08.2006

داسلام د خونې محترمو پالونکو ،
اسلام عليکم ورحمتۀ الله و برکاتۀ !
خدای دې و کړي چې روغ جوړ او خوشاله به ياست !
تر دې وروسته ::
زموږ د سيمې ( پکتيکا_ کټواز ) زياتره ملايان او عام و ګړي چې د لې پاکستان ته راشي نو د جُمعې لمونځ نه کوي ، دوئ وايي پۀ هغه هيواد کې چې شرعي قانون حاکميت و نه لري د جُمعې لمونځ نه پۀ کې صحيح کېږي !
خو هر ځل چې مې هغه کتابي سرچينې ځنې غوښتې چې د دوئ دا پاس ادعا پخوي ، نو جواب يې هروخت د عامو وګړو له خوا دا چې داد ملايانو کار دی ، او د ملايانو له خوا دا چې دا پۀ تا پورې اړه نه لري !
نو ځکه مې و غوښتل چې دا پوښتنه له افغاني ديني عالمانو سره شريکه کړم !
پۀ درنښت :
ستاسې د جواب او رهنمايي پۀ تمه !



ع کريم حليمي
07.08.2006

و ماته ګران خوږ وروره صميم کټوازی صاحب او درنو او اغليو لوستونکو 
السلام عليکم و حمه الله وبرکاته !
ګرانه وروره !
داسي څه ليکم چه ممکن ده چه ډير دوستان به راسره موافق نه سي 
زه چه څه ليکم فتوا نه ده 
[color=cyan:d4e541bda8]او مسؤل يم په دې ايات شريف سره و الخالق ته [/color:d4e541bda8]

إن الحمد لله نحمده ونستعينه نستغفره ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد الا اله الا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله أرسله الله تعالى بين يدي الساعة بشيرا ونذيرا وداعيا إلى الله بإذنه وسراجا منيرا فبلغ الرسالة وأدى الأمانة ونصح الأمة وجاهد في الله حق جهاده وترك أمته على بيضاء نقية لا يزيغ عنها الا هالك فصلوات الله وسلامه عليه وعلى آله وأصحابه ومن تبعهم بإحسان إلى يوم الدين
أما بعد

(فيا أيها الذين آمنوا اتقوا الله حق تقاته ولا تموتن الا وأنتم مسلمون) ( ويا أيها الناس اتقوا ربكم الذي خلقكم من نفس واحدة وخلق منها زوجها وبث منهما رجالا كثيرا ونساء واتقوا الله الذي تساءلون به والأرحام إن الله كان عليكم رقيبا[color=cyan:d4e541bda8])( ويا أيها الذين آمنوا اتقوا الله وقولوا قولا سديدا يصلح لكم أعمالكم ويغفر لكم ذنوبكم ومن يطع الله ورسوله فقد فاز فوزا عظيما)- سوره احزاب [/color:d4e541bda8]
[color=cyan:d4e541bda8]ژباړنه - اې هغو کسانو چه ايمان ئې راوړی دی ووېرېږئ له عذابه د الله او
ووايئ خبره سمه محکمه رشتيا چه نېک صالح کړي (الله ) تاسي ته
عملونه ستاسي او وبخښي الله تاسي ته ګناهونه ستاسي او هر چا چه اطاعت
وکړ د الله او د رسول د دغه (الله ) پس په تحقيق بريالی سوه په بري ډېر
لوی سره [/color:d4e541bda8]

هو ! د فقهي په کتابو نو کښي داسي راغلي چه د جمعې لمونځ په مصر (ښار )
اوهم د قاضي ياحکومت په اجازه !
او هم د  امام اعظم اوبوحنيفه (رح)د مذهب فتوى ده !
دا د هغه وخت فتوا ده چه د ښارونو د باندي کلی نه وه يعني ټوله سحرا ئې 
خلک مالدار وه او کډه په شا او مقيم ژوند ئې نه درلود ( يعني کوچان )
او اسلامي پوهه به ممکن ډېر کمه وه ٠ تاسو خپل قياس وکړي چه نن ورځ پسله 
١٥٠٠ کاله ، چه کتابونه او سواد هم ډېر سوې  دی چه دڅومره سحرائې خلکو 
په فقهه او شرعه سر خلاص دې ٠ نو ايا زر کاله پخوابه نو اسلامي علمی 
پوهه څومره وه 

دجـمـعـى دورځـى لـمـونـځ په قران سره ثابت دی 
لِقَوْلِ اللَّهِ تَعَالَى - ‏إِذَا نُودِيَ لِلصَّلاَةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ‏

‏عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ ـ رضى الله عنه ـ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ ‏"‏ غُسْلُ يَوْمِ الْجُمُعَةِ وَاجِبٌ عَلَى كُلِّ مُحْتَلِمٍ ‏"‏‏.‏
اودجُمُعَې  غسل هم واجب دی پر هم مُحْتَلِمٍ (بالغ ) باندي 
او د عربو په سحرا کښي اوبه پيدا کول هم د اسمان ختل وه 
 
او بل بيا د جُمُعَې تر لمانځه دمخه دوې خطبې لازمي دي 
او خطابه اورول هم يو ساده او اسانه کارنه دي 
ايه شريف - ‏فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ‏ 
 ژباړنه _نو ځغلۍ منډي وهئ طرف د ذکر د الله ( يعني و خطبې ته )
په منډه تګ يوازي يوازي د جُمُعَې  و لمانځه ته روااو لازمي دی 
نورو لمنځو ته منډه ممنوع ده !

او بل بيامنبر هم لازم دی  ولي چه مبارک بېله منبر خطابه نه ده ويلې 

حَدَّثَنَا مُعَاذُ بْنُ فَضَالَةَ، قَالَ حَدَّثَنَا هِشَامٌ، عَنْ يَحْيَى، عَنْ هِلاَلِ بْنِ اَبِي مَيْمُونَةَ، حَدَّثَنَا عَطَاءُ بْنُ يَسَارٍ، اَنَّهُ سَمِعَ اَبَا سَعِيدٍ الْخُدْرِيَّ، قَالَ اِنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم [color=white:d4e541bda8]جَلَسَ ذَاتَ يَوْمٍ عَلَى الْمِنْبَرِ وَجَلَسْنَا حَوْلَهُ‏.‏ [/color:d4e541bda8]

اوبل بيله امام څخه هم داد جُمُعَې  نه ادا کيږي !
ولي چه مبارک د زمان د نن او سبا پېغمبر او هم امام 
او د الله احکام به ئې د جُمُعَې په ورځ اورول 
يعني لازمه ده چه د جُمُعَې په ورځ امام احکام شرعي ووائې 
 دغه شرطونه نه پوره کيدل نو زموږ  امام اعظم اوبوحنيفه د  جُمُعَې لمونځ 
په مصر (ښار) کښي فرض ګڼلې وو ٠ چه په ښارونو کښي دا شرطونه پر ځای وه 

دا چه نن ورځ سياسي نظامونه سته او هره اولسوالي يو قاضي لري يعني 
حکومت ، او قاضي د اولسوالۍ مذهبي امام هم دی 
پر الهي احکامو سربيره په نوي روزمره مدني قانون هم هره ورځ خبر دی 
نو په نن عصر کښي په هري اولسولۍ ، کلي پر خلګو د جُمُعَې لمونځ لازم دی 
او حکومت ته بايد خبر ورکول سي چه د جامع اجازه ورکړي الهي احکام له 
قرانه واوروي او هم نوي مدني حکومتي قوانين په خطابه کښي وواېې 
چه ملت هره هفته د حکومت په قانون خبر وي ولي چه اطاعت د امر واجب دی 
يـَأَيـهـَا الَّذِينَ ءَامَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَ أَطِيعُوا الرَّسولَ وَ أُولى الاَمْرِ مِنكمْ فَإِن تَنَزَعْتُمْ فى شىْءٍ فَرُدُّوهُ إِلى اللَّهِ وَ الرَّسولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَ الْيَوْمِ الاَخِرِ ذَلِك خَيرٌ وَ أَحْسنُ تَأْوِيلاً

 دغه زماخپل فردي اجماع ، قياس دي 
اوس راځم ستاسو و پوښتني ته 
[quote:d4e541bda8]زموږ د سيمې ( پکتيکا_ کټواز ) زياتره ملايان او عام و ګړي چې د لې پاکستان ته راشي نو د جُمعې لمونځ نه کوي ، دوئ وايي پۀ هغه هيواد کې چې شرعي قانون حاکميت و نه لري د جُمعې لمونځ نه پۀ کې صحيح کېږي ! [/quote:d4e541bda8]
داخبري زما له نظر هيڅ اساس شرعي نه لري ډېر داسي روايتونه سته 
د اعتبار وړنه دي 
څوک داسي وايي او څوک هاسي وايي 
څوک وايي چه خطبه بايد پر امام وويل سي ٠ 
داټوله شرعي ريښه نه لري 
دا داسي فتوا وي دي چه د جهان ټولو علمانواو مفتيانو دافتواوي نه دي منلي 
او اصلا فتوا د علماوو کار هم نه دی فتوا د مفتي په صلاحيت کښي ده 
اود مفتيانو په منځ کښي بايداختلاف هم نه وي 
نو کله چه د مفتيانو په منځ کښي اختلاف وي ٠ نو هغه فتوا ضعيفه وي 


کټوازی
08.08.2006

درونداومحترم استاد مولوي صاحب عبدالکريم حليمي ،
وعليکم السلام ورحمتۀ الله وبرکاتۀ !
ستاسې له ښې او بشپړ رهنمايي څخه پۀ بيا بيا منندوی يم پۀ تېره بيا ستاسې له اجماع څخه ډېر خوښ شوم څښتن جلجلالۀ دې يي پۀ دنيا او هم اخرت کامل اجر درپۀ برخه کړي آمين ثم آمين !
هيله من يو چې هر وخت به د دې سپېڅلې او ياړلې پاڼې _ فورم له لارې د لوستونکو شرعي پوښتنو ته همداسې پروخت جواب واياست !
بيا هم ستاسې د سلامتيا او روغتيا پۀ هيله ،
کشری ورورمو صميم


pattang
08.08.2006

گرانو محترمو مکرمواوعزتمنو وروڼو او خویندو :
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ددی ښکلي پاڼي له ټولو ليکونکو ، کتونکو ، ويونکو او پوښتونکو وروڼو او خويندو څخه احترامانه هيله لرم ترڅو په راتلونکي کي دټول افغان دښکلي پاڼي داسلام په څانګه کي يوه اوبل ته له هرډول ژبني اوقومي ګوت څنډلو نه په کلکه ډډه وکړي ،دټوکوټکالو لپاره تاسي اړوندي خوني ته تلاي شي .
دپورتنيونيمګړتياوو ددرلودو له امله مو دمحترمو وروڼو صميم صېب او قدرمن ورور پتنګ صېب ځيني ليکني ړنګي کړې هيله من يم چي ورباندي خپه شوي به نه وي . په درناوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more