اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
آيا دا اسلامي سپيڅلتياؤ ته سپکاوی ندی؟
م ن غروال
04.08.2006
درنو او محترمو لوستونکو السلام عليکم!
ملا دي که اخوند، شيخ دي که حجه،مولوي دي که امام، دا ټول هغه متبرکې نامې دي چې د اسلام مقدس دين د علم په درلودلو د ټولنو او علمي مؤسسو لخوا ورکول کيږي٠ علما د اسلام دا دنده لري چې يا به قاضي وي او يا به څارنوال،يا به خطيب وي او يا به وکيل، او يا نورې داسي دندې چې د اسلامي چارو او کړو او وړو پورې اړه پيدا کوي، کولاي شي ولري٠
افغاني ټولنه کي او يا نور وروسته پاتې هېوادو کي کله به چې چا د اسلامي ښوونه وکړه او يو څه به يې د اسلام له علمه زده کړل نو دنده به يې په جومات کي ملايي شوه٠
خو له نيکه مرغه اوس په جوماتو کي هغه علمأ د دين حضور لري چې د شرعياتو له پوهنځيو څخه خلاص شوي وي٠ دا ما پخپله هم په عمان کي او هم په عربي متحده اماراتو کي وليدل٠ او همدا ډول په افغانستان کي حتی د په ګرديز کي مولوي برکت الله (چې د اوومې په کودتا کيدو سره د خلقيانو لخوا ونيول شو او شهادت جام يې وڅښه ـــ الله تعای دي يې جنتونه په نصيب کړي ــ ) هم چې شريعات يې لوستي ؤ او داسي نور زه پيژنم چې په د ملا دندې يې درلودې٠
اوس راځم اصلې خبرې ته! په افغانستان کي تقريباً اکثره علمأ، ملايان ؤ! او چا به چې په عادي بحثو کي د اسلام په هکله دا وښودل چې يو څه له اسلامه خبر لري نو ورته به يې ويل چې : وه هکله ته خو ولا سم صحيح ملا يې! ولې؟ ځکه چې دا علما ؤو چې ملايان ؤو٠ او علما دي چې ملايان دي٠ څوک به داسي سړی را په ګوته کړي چې په اسلامي علم په ټکي هم نه وي خبر، او په جومات کي د ملايی دنده لرلي وي؟ او که احياناً لرلي يې وي نو حتی په فيصدي کي هم نه راځي٠
هر څوک چې په هر عنوان چې ملا، او يوازي ملا، پرته لدې چې د ملا له نامې سره څه مل کړي، څه سپکه سپوره او ټيټه جګه او د تحقير او يا د توهين څه ووايي مطاقاً يې د يوه اسلامي عالم سپکاوی کړی دي٠ نه يوازې په ملايانو کي او نه يوازې په علمأؤ کي بلکه په هره انساني ټولنه کي ښه او بد شته! خو بعضې وختونه ښه او بد چې له بعضو اسلامي اوصافو سره مل شي له مسلمان څخه هغه توصيف حذف کيږي٠ د مثال په ډول :
مجاهد! مسلمان تر هغه وخته مجاهد دي چې مبارزه يې خاص د الله تعالی د امر په اساس وي او هدف او مرام يې د الله تعالی رضايت وي٠ نه دا چې مرام يې ګټل وي٠ ګټل او ورکول او برياليتوب د هغه پاک سبحانه تعالی کار دي ٠ يوازې جهاد به وسيله وي او بس! خو هر کله يې چې مبارزه کي زور زياتی، کبرو غرور، د څوکۍ او مقام خوبونه په ککرۍ کي چکر وواه، بيا نو هغه ــــ خراب مجاهد ـــ نه، بلکه هغه بيا اصلا ً مجاهد ندي٠
ملا هم همدا ډول ! ملا توب او ملا کيدل دا هسې د ټوکو کار نه هم ؤ او نه هم دي٠ دلته د ملا څخه هماغه امام منظور دي چې په پوره پيمانه اسلام پرې غږيدلی دي٠ دا هماغه کس دي چې دنده يې يوازې تعليم د دين نه، بلکه د اولس رهبري يې ورپه غاړه ده٠ د ايران واکمنان څوک دي؟ که د نجيب راپريزيدلو وروسته کورنۍ جګړه نه واي شوي د ټولنې رهبران به څوک واي؟ مولوي يونس خالص د جومات ملا ؤ! مولوي محمد نبي محمدي د جومات ملا ؤ! محمد عمر د جومات ملا ؤ٠
کله چې داسي وي دا په اثبات رسيږي چې ملا زمونږ په ټولنه کي يعنې عالم د دين!
چا ويلي دي چې زه هغه ملا يادوم چې د دين عالم نه وي؟
دا څوک وايي چې په اسلام کي د ملا لپاره نه په قرأن کي څه شته او نه په هم حديث کي؟ ولې دا هماغه کسان ندي چې علما دي؟ ولې دا هماغه کسان ندي چې امامان دي٠ دا هماغه اخوندان ندي؟ دا هماغه کسان ندي چې شيخان دي؟ دا هماغه کسان ندي مولانا به يې ورته ويل؟ دلته چې ملا او ملا وايو، څوک يادؤ؟
بلي! هر هغه څوک په اسلامي کړنلاره نه وي روان او د نقاد صاحب په خبره چې : [quote:13dbb0236d]او چې اسلامي هيوادونه تر نوروډير وروسته پاتې دي ، نو ددغې ځايناستې په رسالت کې ملا صاحبانو څرګنده ماتې خوړلې ده . والسلام![/quote:13dbb0236d]
اودا واقعيت دي٠ اما معنی داسي نشوه چې ملا کوم نوی وييز او يا لغت دي چې بايد په قرأن او حديث کي ولټول شي٠ دا چې زمونږه مسلمانان د دغې لويي او خورا ارزښتمن او له مسئوليت څخه ډکه دنده په وجهې احسن نده اجرأ کړې، دا هسې په نوم ملا شو نه دا چې زه او يا بل څوک داسو خلکو ته د ملا خطاب وکړو! ملا به هماغه وي چې د حضرت نبي کريم ص رسالت يې نه يوازې علماً بلکه عملاَ هم پلۍ کړی وي٠
نو دا هيڅ وخت دليل نشي کيداي چې ګواکي په اسلام کي ملا نشته اما علما شته! څوک چې په سپکو الفاظو ملا يادوي هغه هماغه عالم څخه منظور وي کوم چې د علماؤ عزت او حق په شريعت کي له ورايه روښانه دي٠ اومونږه غوندې خلک به يې د پښو خاورو ته هم ونه رسيږي٠
زما لپاره ډير د افسوس ځاي دي او واقعاً د زړه له کومې خواشينی يم چې ملا يې حتی د ډم سره په يوه تله کي وتلل او ډيرو ورته غټ غټ وکتل!
الهم ربنا اهدنا الصراط المستقيم *
و من الله توفيق *
په درناوې
mahboob
05.08.2006
salamoona
yara gharwal sab pa hagha plardi la affarinoona sha pa dasi shkoli likana pa gwato di barakat sha za ham stasi taeed kawam pa har cha ki hsa aw bad shta tolo ta pa ywa staga katal na insafi da
aaya da os yi na weno chi deer molayan kafiran shwal no monz kho tolo ta kaferanna sho wayalai
صافی
05.08.2006
محترم غروال صاحب ! او درنو لوستونکو، السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته :
غروال صاحب! په قلم مو برکت شه په داښکولې لیکنې !
زه ستاسو ټولې خبرې په کلکه تایدوم دتورت او صادق احساس غږمو په لوړه او رم تر کومه حد چې ستاسو نظر تایدوم تر هغه حد دتور اوسپین تر منځه دا نا معقوله پر تله غندم. ولې که دواقعیت نه لری لاړ نه شم نو دسکې بل اړخ را ته همغوره تور او مکدوره ښکاری په کوم حد چې تاسو او زه اونوریې دبل اړخ په په سپیڅلتیا او او سپیناوی ویاړو. ولې دا په دې معنې نه ده چې په اصل کې علت دی علت په ضعیف النفسه انسانانو کې دی.
غروال صاحب! ښه مې یادیږی چې داتش په نا مه علما و چې دببرک کارغل په صفت به نه مړیدل او ان تر پل خیشتې جوما ته به یې دهغه ملعون وطن پرستی او اسلامیت په مقدسه ایاتو او احادیثو غوښتل په اثبات ورسوی.دا هغه لڼد پاری او اپرچونستان و چې پرته د خپلې خیټې او تر هغې ښکته یې بل څه نه لیدل.
چون اوس دهغې بې ځایه پرتلې نه را ووتلو دا تریخ واقعیت هم باید دیاده ونه باسو چې مونږ اوس هم په هیواد کې د واقعې او عذ تمنه علماو تر څنګه په عین پیما نه که لا زیات نه وی رټلې اوتش په نامه ملایان هم لرو چې تاسواو زه یې پیژنو.عوام یې اوس هم نه پیږنی او ترې پیروی کوی. او دا ټول دتیرو دیرشو کلو دغمیزې اغیز دی چې دینی علم هم تری په امان نه دی پاتی. سره له دې چې د کوشان صاحب جماعی پرتله رد وم بیا هم ترې مننه کوم
چې ددې بحث موقعی یې را منځته کړه.
نور بیا
په درناوی
صافي
م ن غروال
05.08.2006
ښاغلی صافي ورور سلامونه ومنئ!
د مننې په وړاندې کولو غواړم عرض وکړم چې ما څو ځلې او هر چيرته او لا هم پخوا او په همدې ټول افغان کي دا په ډاګه کړې ده چې ټول هغه خلک چې د اسلام له مقدساتو ناوړې ګټې پورته کوي هغه د دوئ شخصي کار دي په اسلام او يا هم په ملا مجاهد طالب اړه نلري٠
دا د لويديځي نړۍ هغه منفوره او له کرکې ډکه پروپاګنده ده چې غواړي اسلام په شکل داشکالو داسي بد نامه کړي چې خپله مسلمانان د اسلام په نوم اخيستو وشرميږي٠
دا دومره ليري هم نده، ځکه اوس که تاسو د طالب او مجاهد نوم واخيست په لويديځه نړۍ کي د يوه شرير متجاوز او قاتل نوم ته مو اشاره وکړه٠
زه نه يوازې له تاسو سره بلکه له ټولو هغو خويندو او وروڼو سره پدې موافق يم چې په ولسو او ټولنو کي به ښه او بد وي اما په اسلام کي مونږ نشو کولاي چې يو قاتل او جاني او غارتګر ته مجاهد ووايو ولو که مستقيماً او مخامخ يې له روسانو سره وسله واله جګړه کړي هم وي٠ يعني نشو کولاي خراب مجاهد ورته ووايو٠ يا به مجاهد وي او يا به مجاهد نه وي٠ مجاهد هم لکه د نورو مسلمانانو غوندې د جهاد درجې به لري چې فيوضات او برکات يې په توپير کي دي اما نه خپله مجاهد! د خراب مجاهد تعريف که چا په حديث او آيت وليکل نو وبه منم چې تېر وتلی يم همدا ډَول د ملا په هکله! يعنې هغه کس ته چې د اسلامي فقهې څه په ککرۍ کي ولري او يوازې يې د تجارت او نورو منفورو ګټو په غرض کارولي وي او يا يې کاروي لکه رسول سياف، او برهاندالدين رباني او ستاسو په تأئيد لکه په پل خشتي جومات کي ، چې حتی زه خپله ددې صحنې شاهد يم چې پر مجاهدينو به يې د اشرارو او دوزخيانو ټاپې ووهلې او نجيب به يې يو مصلح انسان او دده واکمني به يې هم په حقه داسي بيان کړله چې قدم په قدم به يې آيات شريف او حديث شريف هم تير کړ،نو دا خلک بيا د اسلامي شريعت له مخي عالمان هم ندي او ملايان هم ندي٠ په څيره د ملا او په څيره د ديني عالم کي دي او بس! او يا بلکه د عولومو په شا وړونکي دي٠
ښاغلی صافي صاحب! ملا؟چيرته داسي ملا تاسو ليدلی دي چې په ټکي هم نه وي خبر، د ملا دنده يې سرته رسولي وي؟ څوک چې ملا ته په سپکه ګوري د هغه خبره (خود آګاه ويا خود ناآګاه) توهين يې يوه عالم ته رسيږي٠
بيا چيرته دي هغه کلمې چې چا ويلي وي چې هغه ملايان چې د خپلو دغو متبرکو دندو دغه او دغه ناوړې ګټه پورته کوي او په زور نکاح تړي او نه پوهيږم نور داسي پرپړې، بس ملا، داسي دي او ملا پلانی دي او ملا په قرأن کي نشته او ملا او ډم يو شی دي او٠٠٠٠ ختي ملا نور انساني کرامت څخه هم ليري شو ( استغفرالله) کرامت د انسان تر ورذ تر قيامته هم له منذه نځي او هلته نور زه بيا نه پوهيږم اما کرامت په اسلام کي عيناً لکه انسان چې اشرف د مخلوق دي همدا ډول انسان به انساني کرامت ولري٠ دلته د کرامت ويز هغه لغوي ترجمه نلري چا چې چيرته د احترام په معنی ښودلې ده٠
زه هغو ته لا عقله يم واقعاً نشم کولاي ووايم چې آياملا هغو څو ک ندې چې د خداي په کور کي هغه دنده سرته رسوي کوم چې شخص حضرت محمد رسول الله ص سرته رسوله؟ دا هماغه امام ندي چې زمونږ ټولنه کي ورته ملا، څوک ورته شيخ څوک ورته حجه څوک ورته مولانا څوک ورته اخوند وايي؟ دا ټول پدې وجه ندي چې د دين علمأ دي؟ که دکوشان د کلي له ډمانو څخه دي؟ نو که د ملا ټکی په قرأن کي نشته نو الوتکې ټکی چيرته په قرأن کي شته چې مونږه تر ې ګټه اخلو؟
ملا مجاهد طالب آيا د نامې د اسلامې کړنلارو او عقائېدو زيږنده دي او که د کلتور او فرهنګ؟
پدغه شکل چې تاسو څه ليکئ هاغه هيڅ څوک نشي کولاي رد کړي٠
په درناوې
ع کريم حليمي
07.08.2006
ډېر محترم او ښاغلي ورور غروال صاحب او درنو د بحث ملګرو او لوستونکو
السلام عليکم ورحمه الله و برکاته !
محترما ! (غروال صاحب )
تر هر څه له مخه په ډېر احترام عرض کوم !
په خپل سر کښي هيڅ داسي فکر نه لرم چه د علماوو يا ملايانو عزت النفس
ته په ټيټه سترګه وګورم ، او بلخصوص بيا ستاسو او ستاسوپه
مثل ليکوالوته خدای شاهد دی !
غروال صاحب !
کله چه موږ د ملانوم اورو نو د خدای کور يعني مسجد مو سم سترګو ته دريږي
تاسو ته معلومه ده چه په سه سلو کښي يو د مسجد ملا هم داسي کارونه نه
دي کړي چه سړی ګوته وته ونيسي ٠
اما په مقابل کښي ډير داسي خلک سته چه د ملا په نامه ئې داسي اعمال کړي
چه نه په خدای روا او نه په رسول
حضرت ګل پاچا الف داسي وايي چه :
چه جنون د چا کامل سي داد عقل پختګي ده
............................................بيا وحشت له روغو نه کا چه سودا په ډېرېدوسي
سياست اسلامي ندی چه اسلام وي سياسي
...........................................سياست د دين خدمت کي سياست وي اسلامي
محترما!
تاسوته به معلومه وي چه د مساجدو ملايانو افغانستان نه دې خراب کړي
هغو خلګو خراب او تراب کړي چه يو هم د مسجد امام يا ملا نه وو
ټولو وختي لا لاس اخستی وو له ملايي څخه او يا له سره ئې د خدای په
کور (مسجد ) کي يوه شپه هم نه وه تيره کړي ٠
نو ٩٩ في صده ملايان ټوله سياسي ملايان وه اودي ، په اعمالو او عباداتو
کښي يې اخلاص نه ليدل کيږي ٠ ولي چه الصديقين مخليصين ناکامي نه
لري او الله ئې مل وي ٠
نن چه ورته ګورم هره ورځ چه تېريږي د ملا په نامه راپورته کيږي
او ورځ په ورځ زموږ سياسي او اقتصادي او مذهبي حيثيت ته ضربې
ورکوي ٠
نو راسي چه د پېش امام او ملا سره جلا کړو
کوم خلک چه په مساجدو کښي ملايي او امامت پر غاره لري ملاامام په نامه
ئې ليکو او يادوو او کومو خلګ چه د مسجدو امامان نه وي
او په دولتي سياست کښي لاس وهنه کوي ښه لاس او يا بد لاس نو سياسي
ملايان ، سياسي طالب بي ئې ليکو او ياد کړو ٠
هم به پښتو ژبه په وسع سي نو بيابه ستاسو محترمو ليکوالو ترمنځ افهام او
تفهيم وسيله سي
او زما په شان د خلګو او د زرين خطو ليکوالو تر منځ به سوئتفاهم هم
نه پيداکيږي او نه به هم د پېش امامانو اههانت کيږي
اونه به مذهبي ، شونات اخلاقي خرابيږي ، او بعضي هغه وړونه چه په څو
جلا جلا نومونو ليکني کوي نو به ونه کولی سي چه ٠٠٠٠٠
په ډير احترام او مينه
م ن غروال
07.08.2006
محترم حليمي صاحب د زړه له کومي احترامات او سلامونه ومنئ!
زه انسان يم بيا مسلمان يم او په دستر خوان ډوډۍ خورم او سترګې او سواد هم دومره لرم چې لوستل او ليکل پرې کولاي شم نو داسي چې ده ستاسو د مرحمت د لطف او مهربانيو او شفقت لاس په ما تل تل راکښل شوی دي او ټول افغان پدې شاهدي ورکوي٠ دا خو نهايت د ناز او تشويق باران دي ستاسو لخوا چې ماته دانشمندخطاب کړئ زه او دانشمند؟ زه خو د لوړو زدکړو څښتن هم نه يم بس هماغه د لاروي خبره چې [quote:275e82cdf0]غروال اخوند خو باور وكړه كه په دې بحث كې يوه منطقي او پخه خبره هم كړې وي .
هسې تاوېلې ماوېلې يې راخيستي دي. [/quote:275e82cdf0] فکر کوم تر ډيره حده حق په جانب دي ځکه تاسو داسي فتوی ورکړه : [quote:275e82cdf0]د ملا په کرامت کښي زه شک لرم
که څوک د ملا کرامت په حديث او ايات شريف سره اثباط کړي
زه به ئې دلاس انتزام کوم [/quote:275e82cdf0] محترم حليمي صاحب!
په ټول افغانستان کي نه، بلکه ټول افغانان په ټوله نړۍ کي هغه عالم ددين ته چې مسجد امامت ورکوي په کوم نوم يادوي؟ ډير کم اتفاق لويږي چې خطيب صاحب او يا هم امام صاحب يې وبولي٠ نو ټوله مطلب بيرته هماغه کس ته راځي چې هم امام دي او هم عالم! او هغه چا چې ملا د ډم سره په يوه تله کي وتله دا دليل راوړي :[quote:275e82cdf0]حليمي صيب ما هم پخپله ليكنه كې ملا ياد كړى نه عالم[/quote:275e82cdf0]وګورئ حليمي صاحب چې څومره خلک ناوړې ګټې پورته کوي! اما اوس مو وفرمايل : [quote:275e82cdf0]کله چه موږ د ملانوم اورو نو د خدای کور يعني مسجد مو سم سترګو ته دريږي
تاسو ته معلومه ده چه په سه سلو کښي يو د مسجد ملا هم داسي کارونه نه
دي کړي چه سړی ګوته وته ونيسي ٠ [/quote:275e82cdf0]
وګورئ حليمي صاحب دلته ښاغلی نقاد ورور چه ليکي : [quote:275e82cdf0]ملاصيب د ټولنې د رهبر اوترټولو اګاه ترين انسان په توګه بايد تر ټولوړ سياسي او اجتماعي پياوړی شخصيت ولري [/quote:275e82cdf0] [quote:275e82cdf0]هغه اړتيا چې ملا يې رفع کوي د هغې اړتيا سره ډير زيات توپير لري چې ډم يې رفع کوي او يوه له بلې سره نشي پرتله کيدای [/quote:275e82cdf0][quote:275e82cdf0] ولې ډم که هر څومره زنا کار او بدفعله شي ستا سرخريلي شي ، خو ملاله ناپاکۍ سره جمع نشي ورکولی . نود ملا امام ځای او مقام د ډم له ځای سره يواځې په دې پلمه نشي مقايسه کيدلی چې ده ته هم خلک احتياج لري او هغه ته هم . احتياج خلک خرکار ته هم لري ، [/quote:275e82cdf0]
خير حليمي صاحب يوازې تاسو واست چې د ډمانو او ملايانو په يوه تله کي تَلونکو ته مو برأت ورکړ٠ نور که څوک ځانته ميړني وايي او د دؤو درو خبرو په مزاحمت [quote:275e82cdf0]زه بيا هم وايم چې دا وطن د غروال غوندې اخوندانو لوټې لوټې كړ [/quote:275e82cdf0] غواړي مونږ له ډګره وباسي؟
نه حليمي صاحب! د ملا او ډم تر منځ په توپير خو مو لايد سر خلاص وي٠ دا خو کومه سياسي موضوع نده چې ترې تېر شم دا خو اسلام دي اسلام!
مګر خورا ډير په افسوس او واقعاً خواشينی يم ملا کرامت نلري او ډم يې لري٠ نعوذ باالله![quote:275e82cdf0] خو که داسي : اما په مقابل کښي ډير داسي خلک سته چه د ملا په نامه ئې داسي اعمال کړي
چه نه په خدای روا او نه په رسول [/quote:275e82cdf0] ويلي واي نو دا ډمانو يارانو به ولې په ملا پسي مسخرې کولې٠ اوس يې زه ستاسو ليکنو ته رابولم هر څه چې منطق او عقل کي را ډګر ته دې شي٠
ښاغلی طالب جان ولې سر نه راښکاره کوي؟ ځکه چې ماته يوازې د ملا له دفاع څخه داسي وليکي [quote:275e82cdf0]دا وطن د غروال غوندې اخوندانو لوټې لوټې كړ [/quote:275e82cdf0] نو څه فکر کوئ چې په هغه به کومه ټاپه ولګوي؟
او زما په هغه ليکنو کي چې کوشان او لاروي په وړاندې ليکل شويدي هغه غيري اسلامي او غيرې حقوقي او د چوکاټه او د قلم د ادبه وتلې کلمه راوښاياست؟
اما تاسو چپ پاتې شوئ!
نور بيا
په درناوې
islam dost
07.08.2006
درنولوستونکو
السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
غروال صيب باور وکړه ستاسو په ليکنو وياړم اوهمدا ستاسو ليکنوبرکت دی چي کله کله
ټول افغان ته سر راښکاره کړم کنه نورنو په ټول افغان کښي ليکل څه چي لوستل هم خوند نه
راکوي ، دځيني ليکوالوليکنې خو دسړي زړه له لوستلو هم ورتورکړي ،که يی نه منی نودا
لاندي ليکنه خوهم لږه وګوری چي دکم عقلی انتهايی د نوم څخه له ورايه بريښي اوخپل ځان
ته پلاروايی ،دی دښځو حقوق په برخه کښي ليکي چي : ښه ده چي پښتنه ښځه نه يم او که
پښتنه ښځه وی نو دغرب په څيربه ازاده او خپلواک نه وی ،ديومسلمان اوپښتون دومره
لوی جرئت ؟؟ ؟
ښاي ځان ته دپلار ويونکي به ښځه ،خويندې اوميندې وي اوماته هغوی سترګوته ودريدي
خو خدای د نه کړي چي دده خويندې اوميندې اويا ښځه په پښتونوالي پت اوعزت پيښيمانه
وي ٠
پاتي شودادملايانوخبره نوقدرمن ورورغروال صيب دملايانوسپکاوي اوپه ټولنه کښي
ددوی رول راکمول ديومنظم پلان له مخي پرمخ بيول کيږي چي دادی بوی ترټول افغان هم
راورسيدنورنو له حليمي صيب څخه هم مه ګيلمن کيږي هغه ډيرکله بي سوچه ليکنې کوي او
ځيني وخت په موضوع کښي نه پوهيدو له امله ستونځه لري چي ديوسپين ږيري اومشرپه
توګه راباندي حق لري مونږاوتاسويی له تيروتنې تيرشو ٠
والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته .
07.08.2006
سلامونه پر تاسې،بيا درناوی او نېګې هيلې وړاندې کوم او بيا :
د محترم حليمي صاحب او ښاغلي غروال صاحب د خبرو له تاييد او تفکيک څخه وروسته زياتوم چې
ملايان د ټولنې او سياست په رهبرۍکې له ١٤ سوو څخه نږدې ١٣ سوه کاله پاتې راغلي او ورځ په ورځ پاتې کيږي او د پرمختګ اوتکامل د رسالت پر ځای دهغې خنډ او سکندري سد ګرځي ! دوی کولیشي چې ديني دندو مشري کړي ،خو د ټولنې هبري اوسياسي چارو د مشرۍ وړاو جوګه نه دي !
هو، ملا امام خپله ديني دنده سرته رسوي او تر څو چې نور ديني عالمان هم پر سياست غرض نه وهي او هڅه يې نه لري ، ديني دندې سرته رسوي ددرناوي او قدر وړ دي ، خو کله چې نه پر ملا امامت بسيا کوي او نه د ديني عالم په توګه د سياسي قدرت څخه ليرې ګرځي ، دقدرت خوبونه اوجالونه غځوي او د قدرت له پاره دټولنيز پرمختګ، علم تخنيک ، بشري حقونو ،انساني ازادۍ او ملي اولسواکۍ پر ضد راګرځي ، نو بيا دغروال صيب په وينا پر هماغسې نيمګړي ملا بدليږي چې نه دټولنې، نه اسلام او نه هم په خپل واقعي خير او معنوي ګټه خبر ، اړ او بندو واز وي ، مسلمان پر مسمان وژني ، کورنۍ جګړو ته لمن وهي، د آی اس آی نوکري او غلامي قبلوي ، د اسلام په نامه خپل شخصي انتقامونه اخلي ، د يوه چاپلوسي کوي او پر بل توره راباسي ، د څو پيسو ، چوکۍ او قدرت له پاره هيواد ، ملي ناموس ، آزادي او خپلواکي پر پرديو پلوري ، افراطيت او ترهګرۍ ته ﻻس اچوي او د بشريت پر ستر دوښمن اوړي او په هر وډ کې د خپل ملت کوسۍ وباسي او له سترو ناکاميو او رسواييو ، بدبختيو او غميزو سره يې مخامخ کوي ! تنظيمي مشران ا و طالب غورځنګ ددې حقيقت ژوندي تاريخي مثالونه اوشاهدان دي ! کاشکې چې دوی صر ف جهاد کړی وای او هغه يې د سياسي قدرت غوښتنې په ناولتياو نه وای ککړ کړی نو د ملا اوتنظيمي مجاهد نوم به نه دومره تور اونه دومره رسوا شوی وای . ددې ټولو پړه د ډالرو ، کالدارو، ريال اودرهمو پر بوجيو او د ملااو تنظيمي مجاهد پر سترو خيټو اوتنګنظره سياست پرته ده ! د محترم حليمي صاحب د اند سره په ملتيا د مسجد ملا امام او غير سياسي اسلامي عالمان له دغې بدنامۍ او تورمخۍ څخه مبرا او خدای ساتلي دي او د ټول افغان ملت په غيږ کې د درناوۍ اواحترام لوړ مقام څخه برخمن دي او وي به . والسلام
hewad
08.08.2006
ګرانو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ!
د علما درناوی د نړۍ پۀ هر ګوټ کې کېږي او موږ هم د خپلې روزنې سره سم دعلما درناوی کوو اوپۀ درڼه سترګه ورته
ګورو٠ زما هدف يوازي ديني عالم نۀ دی ټول هغه عالمان چې زموږ ولس،زموږ هېواد او زموږ دين ته خدمت کوي
او ټولو ته سمه لار ښوونه کوي د دوی پۀ درناوي موږ مکلف يو٠ ديني علما خو د دين ستنې دي او پۀ ټولنه کې يې تل
درناوی شويدی او کېږي٠
د تاريخ پۀ اوږدو کې د اسلام لۀ نامۀ ،د ديني عالم لۀ رول څخه پۀ يوۀ او بل ډول ناولې ګټه پورته شوې او پورته کېږي او همدا علت دی چې د يو شمېر ديني علما پۀ حقانيت شک پيدا کېږي ،بل دا چې د يوې موضوع پۀ هکله د علما مختلف نظرونه دا اندېښنه پيدا کوي چې د کوم يوۀ خبره سمه ده ؟ د بېلګې پۀ توګه اوس يوشمېر علما د امريکې پۀ ضد جهاد فرض ګني او بله ډله يې ردوي ،نو اوس څوک پۀ دې پوه شي چې کوم يو سم وايي ؟
د قران شريف لومړی نازل شوی ايت شريف امر کوي پۀ لوستلو همدا ځېل ګڼ شمېر احاديث شريف هم شته چې پۀ
هرمسلم او مسلمې د علم د زده کړې سپارښتنه کوي خو بيا هم دعلم د زده کړې مسئله د ديني علما تر منځ
د اختلاف لۀ کبله تر اوسه لانجمنه پاتې ده ، پۀ دې اړه هم د ديني علما دريځ د پوښتنې لاندې دی چې ولې تر اوسه
پر دې نۀ دي توانېدلي چې ټول ولس د علم پۀ ګاڼه سنبال کړي او يا يې ولې مخنيوی کوي ؟
يو شمېر خلکو خپل اولاد ښوونځيو ته نۀ پرېښود چې لاړ شي ويل يې کافر کېږي ،دا خبره دوی ته چا کړې وه ؟
ولې ديني علما ولس نۀ پوهوي چې ښوونځي ته پر تګ څوک نۀ کافر کېږي او د اسلام لۀ ارشاداتو سره سم
علم فرض دئ٠
يو شمېر نور خلک د سيد ، حضرت ،پير ،قلندر،ملنګ ،طريقت ، تعويذګر او نورو ډول ډول نومونو پۀ کارولو سره
خلک لوټوي ، پيسې ترې اخلي او د مقاصدو لاس ته راوړلو پۀ خاطر هغوی د جهالت پۀ تورو تيارو کې ساتي ،
ښوونځي ته تګ ورته کفر ښيي ددې لپاره چې ګټې يې لۀ ګواښ سره مخ نۀ شي٠ ولې ديني علما د دې خلکو پۀ
مقابل کې غلي او چوپه خولۀ پاتي دي ؟ د داسې اعمالو لۀ منځه وړلو لپاره ولس ولې نۀ ويښوي ؟
دا چې علما کرام خپله دنده پۀ ښه توګه نده ترسره کړې يو شمېر لنډ اندو ته يې دا موقع پۀ لاس ورکړې چې دسيسې
جوړې کړي د علماکرام او نورو سپېڅلتياو سپکاوی وکړي٠
د نړۍ پۀ ګوټ ،ګوټ کې د مختلفو اديانو پلويان مذهبي سياسي ګوندونه لري او د دوی روحانيون پۀ کې بشپړه ونډه اخلي چې اوس هم د ډېرو هېوادونو پۀ پارلمان کې يې څوکۍ تر لاسه کړې دي ،زموږ ديني علما هم کولای شي چې سياستوال شي ،سياسي ګوند ولري تر څو ټولنې لپاره د لا ښۀ خدمت مصدر وګرځي ،البته زورواکي بۀ نۀ کوي
د ولس د باور رايه دې تر لاسه کړي ،پارلمان ته دې لار ومومي او پۀ مشروع توګه دې پۀ سياسي واک او ځواک کې
ونډه واخلي٠ د دين سياسي کول زما پۀ اند سره لوی خيانت دی٠
پۀ درنښت هېواد
09.08.2006
سلامونه او درناوی !!!
ښاغلی هيواد تاسو څومره ښه او په زړه پورې نتيجه وړاندې کړې چې :
[quote:b858fc522f]زموږ ديني علما هم کولای شي چې سياستوال شي ،سياسي ګوند ولري تر څو ټولنې لپاره د لا ښۀ خدمت مصدر وګرځي [color=white:b858fc522f]،البته زورواکي بۀ نۀ کوي [/color:b858fc522f]د ولس د باور رايه دې تر لاسه کړي ،پارلمان ته دې لار ومومي او پۀ مشروع توګه دې پۀ سياسي واک او ځواک کې ونډه واخلي٠ د دين سياسي کول زما پۀ اند سره لوی خيانت دی٠ [/quote:b858fc522f]
دا اولسواکي ده او نفې کولو ته يې زورواکي وايي ، د زور واکۍ نفې کول بيرته اولسواکي ده او ددې نفې غوښتنه تاسو پاس له ملايانو څخه کړې ده . خو داچې ملا اولسواکۍ ته تن ايښودلی شي او ددې لوښه لري چې د اولس واک او دين دواړه ومني، او له د بنسټپالنې او القاعدې د زورزياتي او ترهګريو له فساد څخه مسلمانان وژغوري ؟ ايا زمونږ ملا صيب دا ايمان او جرئت لري چې د اسراييلو د غندلو تر څنګ د لبنان د منتخب پارلمان او حکومت له پريکړې پرته له اسراييلو سره د حزب الله جګړه پيلول اوپه دې توګه د لبنان د مظلوم اولس ، نر او ښځو وړو او زړو ژوند مال او سر د جګړې په اور سيزل هم وغندي ؟ هغه ملا چې تر اوسه پورې يې په خپل وطن کې د طالب په ﻻس د القاعدې له پاره د جګړې اور بلول او تر ټولو د مخه پښتون اولس په کې سيزل يې نه دي غندلي او نور هم پښتانه د طالبانو د بل شوي اور په لمبو کې سيزل روا بولي ، دغسې ملا که مولوي هم شي تراوسه ﻻ سړی نه بلل کيږي او د انسانيت پوړۍ ته نه دی رسيدلی . له هيواد څخه د امريکايانو ويستل د اولس حق دی، نه د ملا او نه دکمونيست، او هغه لومړی د عدم تشدد اوږده پراخه سراسري ملي مبارزه اوپه هغې کې د ملا صيب ګډون هم غواړي او که بيا هم ونشوه هله بيا سراسري ملي پاڅون غواړيچې ملا صاحب به طبعأ بيا هلته خپل زړه يخوي . واسلام .
mahboob
09.08.2006
assalamo alikom
zwakman sab dwa khabari di nadi sara barabari halta wayast chi da mla aw syasat yi sara sa aw halta ye bya parliman ta ra ghwari khalak chi pa mlayano bad wayi hagha kho hamda parlimani mlayan di chi da samo mlayano rang yi bad karhy khalak geela la parlimani mlayano kawi ka na we noor no mlayan tool sha khalak di zamoz sar aw stargi di hagha sook chi ghyr parlimani mlayano ta bad wayi kholi di mati shi khana di kharaba shi aw la sara di la khpalo shazoo sara nikah wakri agar ka hagha halimi ghondi dimokrata mlayan ham we
pattang
09.08.2006
هلکه ته ولې په پښتو خپلې ليکنې نکوې ???????
که تخنيکي مشکلات لرې زه / مونږ مرسته در سره کوو٠ اوکه غلته يې ليکې پروا نلري ، ليکل به زده کړې دا خو څه دشرم ځاي ندی ٠ دشرم خاي ارام او تمبل کښېناستل دي ٠
pattang
[quote:be30b93421="mahboob"]assalamo alikom
zwakman sab dwa khabari di nadi sara barabari halta wayast chi da mla aw syasat yi sara sa aw halta ye bya parliman ta ra ghwari khalak chi pa mlayano bad wayi hagha kho hamda parlimani mlayan di chi da samo mlayano rang yi bad karhy khalak geela la parlimani mlayano kawi ka na we noor no mlayan tool sha khalak di zamoz sar aw stargi di hagha sook chi ghyr parlimani mlayano ta bad wayi kholi di mati shi khana di kharaba shi aw la sara di la khpalo shazoo sara nikah wakri agar ka hagha halimi ghondi dimokrata mlayan ham we[/quote:be30b93421]
09.08.2006
محبوب خانه سلام ،
ستا سې پوښتنه مې په ﻻتيني تورو د ليک له کبله نږدې له پامه غورځولې او نالوستې پرېيښی وه ، حال داچې ښه پوښتنه مو کړې ده :
وروره که د محترم استاد حليمي صاحب غوندې عالمان شخصيتونه مو په پارلمان کې درلودای، د ملايانو نوم به يې ډير ښه کړی واي، مولوي محمدنبي محمدي چې په کله پارلمان کې و، نو هم خلک وايي چې د ملايانو نوم يې نه وبد کړی، وروسته دجهاد په وخت کې چې هرڅنګه شوي و، وۀ به ، زه ترې نه يم خبر! نو د ملا دخپل شخصيت پورې اړه لري نه د پارلمان پورې ، د پارلمان پورې ښايي همدومره اړه ولري چې د او س پارلماني ملايانو په څير .خراب ملايان په کی ژرتر ژره رسوا کيږي اوخلکو زړونه ترېتوريږي ، دوی ښايي په خلکو کې بيا .د وکالت د ګڼلو چانس ونه لري ! نو دا پارلمان نه دی چې دوی (ملايان) يې خراب کړي بلکې ټيک برعکس : دا خراب ملايان دي چې پارلمان يې شرمولی دی ! بيا هم ښه ده چې په پارلمان کې ددوی د ملا اومجاهد نقاب له مخه پريوت ، ددوی تنګنظرونه او لويې خيټې ، شومه اروا او پر اسلام سوداګري خلکو ته په ډاګه ، په تول وتلل او په غلاکې ونيول شول نود بيا ټاکلو چانس نور نه لري . والسلام .
hewad
09.08.2006
قدرمنو هېوادوالو سلامونه مې ومنئ!
غروال صاحب تاسو خو خپلې ګيلې لۀ حليمي صاحب څخه وکړې اونور بحث مو پرېښود٠
ښاغلی ځواکمن صاحب!
څۀ چې ما ليکلي هغه زما نظر دی نۀ لۀ ملاصاحبانو څخه کومه غوښتنه٠ کۀ چېرې ملا سياستوال شي کومو
موضوعاتو ته چې تاسو ګوته نيولې ده هغه بۀ پۀ سياسي درايت او پوهې حل کوي او خپل نظر بۀ وړاندې کوي٠
د جرئت او ايمان خبره خو پۀ شخص پورې اړه لري نۀ پۀ کسب ،رشتې او زده کړه پورې٠
بله خبره دا چې ايا ملايان د ولسواکۍ منلو ته چمتو دي او کنه ؟ دې پوښتنې ته دې خپله ملايان ځواب ووايي اما
زما پوښتنه دا ده چې پرته لۀ ملايانو نور افغانان د ولسواکۍ نورمونه منلي او پۀ ځان يې تطبيق کړي دي ؟
افغانستان کې سياسي کلتور دې حد ته رسېدلی دئ چې ريښتنې ولسواکي يې ايجاب کوي ؟
دښاغلي داود خان حکومت خو د ملايانو نۀ ؤ خو پۀ زورواکي يې حکومت چلولو،کمونستان خو د ملايان ضد ؤ
خو پۀ زورواکي چلېدل ،د نظار شورا پرته لۀ رباني يو هم ملا نۀ ؤ اما پۀ زورواکي يې حکومت کولو د اسلامي حزب
مشران هم ملايان نۀ ؤ اما خپله خبره يې پۀ زور پۀ نورو منله٠ زما هدف دا دی چې پرته لۀ ملايانو نور افغانان هم
د ولسواکۍ پۀ اصولو کار نۀ کوي نو پۀ دا ټولو کې ولې يوازي ملايان ګرم دي ؟
طالبانو هم زورواکي کوله چې زۀ ورسره پۀ هېڅ ډول موافق نۀ يم اما د نورو پۀ پرتله يې ښېګڼې زياتې دي ٠
کۀ چېرې د افغانستان ٩٢-٩٤ کال پورې د طالبانو لۀ واکمني سره پرتله شي دا بۀ جوته شي چې طالبانو خدمت کړی
او کۀ خيانت٠پۀ زړۀ پورې خو لا دا ده هغه چا چې پرون يې طالب ستايۀ او د هېواد د تجزې ژغورونکی يې بالۀ نن ورته خاين وايي٠
زموږ پر ګران هېواد د شوروي يرغل او امريکې يرغل يو شانته دی، دواړو زموږ پر هېواد يرغل کړيدی او بې وزلی
ولس مو کړوي ،بمونه پر اوروي ،بې ګناه يې محبسونو کې اچوي٠ جهاد د ولس حق دی اما شرعي اړخ يې
ديني عالمان روښان او څرګندولی شي ٠ دا چې ځواکمن صاحب وايي جهادد کمونستانو او ملايانو کار نۀ دی پۀ موخه يې
سم پوه نۀ شوم ،ملايان خو موضوع سره تړاو لري اما د کمونستانو يادونه دلته څۀ لپاره شوېده ؟
پۀ درنښت هېواد
م ن غروال
09.08.2006
هېواد ورور تر سلامو وروسته!
هغه کس ته چې زه ملا وايم او ټول افغان ولس او نړۍ چې ملا په نوم څوک يادوې هغه هماغه خلک دي چې په جومات کي امامت ورکوي او خورا لوړه دنده او ستر اسلامي مسئوليت په اوږو لري٠
ما ملا تعريف کړی دي او که څوک يې رد کولاي شي مهرباني! او که بيا هم چا د ملا څخه د خپل کلي ډم منظور وي هغه نو بې له شکه چې زه مې خداي ج ترې پناه غواړم او بس!
او هر څوک چې ملا او ملا يادوي او سياسي عالم او با ملا او ياغيرې سياسي عالم او يا ملا ، دا لويه تېروتنه ده٠ دا په اسلام ملنډې وهل دي٠
ما له پيله دا عرض کړی دي چې هر هغه مسلمان او او يا انسان چې جومات ته ننوځې او خلکو ته جماعت ورکوي او د اسلام هم پوره پوهه ورسره وي او نور يې د انصاف او شريعت او نور اسلامي لارښوونو او او يا د نقاد ورور په خبره چې محمدي ص رسالت يې سم لکه څنګه چې بايد وي سرته ندې رسولې او دا لاره يې درسته نده تعقيبه کړې او دا نيوکي چې اوسمهال ښاغلي ځواکمن ورور کړيدي او داسي نور او يا حليمي صاحب ياد کړي دي،
دا ځل د آخري ځل لپاره لبکم لطفاً او هيله کوم چې پرې پوه شئ :
دا ملابان ندب بلکه د ملا په نامه د عالم د فقهي په نامه د امام، حجه، الشيخ، خطيب په نامه يعنې هسې تش د دغو متبرکو په نامه دي او نور داسو خلکو ته ملا ويل امام ويل او با حتی عالم ويل ګناه لري ګناه!!!
تاسو که غواړئ واقعاً د ملا په مفهوم او ترجمه او اصليت ځان پوه کړئ هيله کوم د کوشان (ډم او ملا) اختراع سرليک لاندې چې اوس د [quote:5ea339c2cc]ايا د انسانانو په انساني کرامت کې هم توپير شته ؟؟[/quote:5ea339c2cc] سر ليک باندې تبديل کړ په لاندنې : http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=2366 پته باندې د زحمت په قيلبدو په پوره حوصله ولولئ نو معلومه به شي چې ولې دومره په ملا بحث اوږد شو٠ خو بيا يې وايم که ښاغلي حليمي صاحب داجمله :
[color=white:5ea339c2cc]کله چه موږ د ملانوم اورو نو د خدای کور يعني مسجد مو سم سترګو ته دريږي
تاسو ته معلومه ده چه په سه سلو کښي يو د مسجد ملا هم داسي کارونه نه
دي کړي چه سړی ګوته وته ونيسي ٠
اما په مقابل کښي ډير داسي خلک سته چه د ملا په نامه ئې داسي اعمال کړي
چه نه په خدای روا او نه په رسول [/color:5ea339c2cc] چې ډير په خواشينۍ سره ډير وروسته چې له ورخه نورې اوبه اوښتې وې وليکله نو دا ډيره غني معنی د ملا ده او بس!
زه که ستاسو په ځاي واي ما داسي ويل :
هغه خلکو چې د ملا نوم يې پر ځان ايښی دي او د حضرت محمد رسول الله صلعم رسالت يې ندي پرځاي کړی او د پيسو لپاره اسلامي مقررات (شريعت او يا فقهه) د پښو لاندې کوي او نور ورته ټولې هاغه نيوکې چې تاسو يې لرئ، د اسلام لپاره با د مسلمان ولس ته د خدمت مصدر ندي ګرځيدلي نو نه پارلمان ته الر لري او نه هم مسجد ته!
خو داسي نه چې ملا فلانی دي او ملا بسمدانی دي ملا په زور نکاح تړي کنه نو نور څه کار لري او ملا خلکو ته لمونځ ورکوي او ډم خلک ګډوي او داسي نور بې منطقه او بې عقله او غيرې اسلامي او غيرې افغاني او غيرې پښتونولي سپکې سپورې چې د يوه مسلمان روڼ انده سره زيب خو څه چې ډير او خورا زيات دشرم ځاي دي وليکي!
ملايان د دين ډېوې دي...................نصيحت نه کوي
هيچ چاته منت نه کوي ..................... کار د شريعت نه کوي
همدا تېرې تکراري خبرې دي چې ښه شکل د اشکالو بيانيږي خو سره لدې نپوهيږم چې ولې مو سر نه خلاصيږي٠
په درناوې
م ن غروال
09.08.2006
د بخښنې په غوښتو که د ګوتو خطأ دلته اصلاح کړئ :
دا ملا[color=white:0ccd5a7252]ي[/color:0ccd5a7252]ان ند[color=white:0ccd5a7252]ي[/color:0ccd5a7252] بلکه د ملا په نامه د عالم د فقهي په نامه د امام، حجه، الشيخ، خطيب په نامه يعنې هسې تش د دغو متبرکو په نامه دي او نور داسو خلکو ته ملا ويل امام ويل او [color=white:0ccd5a7252]ي[/color:0ccd5a7252]ا حتی عالم ويل ګناه لري ګناه!!!
[color=#444444:0ccd5a7252][/color:0ccd5a7252][color=#444444:0ccd5a7252][/color:0ccd5a7252]مننه
صافی
10.08.2006
درنو اومحترمو ورنو! ټولو ته يو ځل بیا خپل سلامو نه وړاندکوم:
جز تابع دکل وی هم ددیموکراسۍ د داکترین او اصول پر بنسټ اوهم داسلام ددین له نظره .په یو ه سیمه کې چې دسمیی وګړی سره يوځای په مجموعی ډول ټول ملآ او جولا ،کلال او بقال، ديو مستبد غیر اسلامی، او غیر انسانی نظام دفشار او ویرې لاندې شپې تیروي ، کوم سیاسی نظام چې دسیاسی حاکمه حلقی دمنافعو دخوندی ساتلو پرته د بل هیڅ اخلاقی بندوبار تابع نوی . اویا هغه مطلق العنانه سیاسی نظام چې دخپل واک دبقا دپاره فرمایشی دینی اشخاص په زور وي او که په رضا ،دحاکم او دحاکمې ډلې دمدحې او هغې ته د تبلیغ دپاره روزی، او دحاکمه طبقی يواځینی هدف ځواک وي.
نو ایا، هغوی به د دین په تحریف کې خڼډووینی اویا ومنی؟ ځما په نظر: نه،بلکې هغوی دینې او مروجه تولنیز اخلاق اودودونه دخپل منفعت دپاره په خپله خوښه تعبیروی او ناخواله دودونه ته هم دخپلې ګټې دپاره وده ورکوی . نو په دې اساس د خلفآ راشیدینو دخلافت دعصر څخه روسته په اسلامی نړی کې هیڅکله هم دینی علمآو دواک چارې په لاس کې نه دې نیولی ، او نه هم د امت په اجماع کوم واکمن ټاکل شوی دی .
مونږ او تاسو ټولو ته څرګنده ده چې داولسواکه او اتوکراته ریژیمونو تر منځه تو پیر ددری قوو مقننه،قضایه،او تنفیذیه په ځانګړتیا او ازادی او دهغې په عکس کې دی . ولی دواړه سیستمونه دخپلې سیاسی بقا دپاره په شکل داشکالو دې درې قوو ته اړدی . په استبدادی ریژیموکې ددې دریو قوو دموجودیت بر سیره روستۍ پریکړې تل د حاکم او حاکمې حلقې په په لاس کې وی ،او په خپلو کړووړ کې دوی هیڅ قانون ته ځواب ګو نه وی.په دې توګه د پرمختګ اساسې خڼډ دینی علما نه بلکې بلکې مستبده حکام و.
داسلام سترو علماو په شومول د امام صاحب ابو حنیفه رح ددې راز بې انصافه حکومتو دسوری لاندیې دقضا دندې ته غاړه نه ایښوده.په دې توګه دینی علما هم تابع اوجزدهمدې لوی محکوم کل و.زما په نظر دینی علماپه خپلو اجتماعی مسولیتو کې پاتې نه دې راغلی او دهمدې دینی علماو په برکت وسیله مونږ نن اسلام او اسلامی اصول پیژنو. دبیرته پاتوالی علت دینې علما او دینی علم نه بلکې ناکامه سیاسی استبدادی ریژیمونه و.او هغو بې عمل علماو چې ددین نه ځانته حرفه جوړه کړی وه هغه کسان دډم دډم سره هم پرتله کیدی شی.
نور بیا
په درناوی
صافی
م ن غروال
11.08.2006
محترم صافی صاحب!
ستاسو د ډير ښکلي د ليک محتوأ زيات خوښ کړم او د زړه له کومې مننه کوم٠
که دا ډول : [quote:a6269112b1] دهمدې دینی علماو په برکت وسیله مونږ نن اسلام او اسلامی اصول پیژنو. دبیرته پاتوالی علت دینې علما او دینی علم نه بلکې ناکامه سیاسی استبدادی ریژیمونه و.او هغو بې عمل علماو چې ددین نه ځانته حرفه جوړه کړی وه[/quote:a6269112b1] د ډم علاقه مندانو او مدافع وکيلانو ويلي واي نو زما دې خداي ج بيا زړه چاود کړی واي که د دغې جملې : [quote:a6269112b1]هغه کسان دډم دډم سره هم پرتله کیدی شی. [/quote:a6269112b1] په وړاندې ما کلمه هم ليکلې واي٠ خو :
په تأسف وليکل شول چې ډم خلک ګډوي نو د ډم څه ګناه ده او ملا خلکو ته لمونځ ورکوي نو د ډم او ملا توپير په څه کي دي٠ ډيره خواشيوونکې خو لا دا ده چې د ټول افغان د يوه فورم چلوونکی هم دي٠ او د خبرو ليکل يې لکه کوڅه کي چې په بنډار ناست وي٠ زه داسي خبرې چيرته چاته بخښم او زه چيرته داسي خلک بيا په کرار پريږدم٠ سر مې هسې د دؤو توتو په بيه دي ورڅخه ځار خو چې سل ځله هم شي بيا به هم لږ وي٠ غروال په ــــ غروال اخوند ګله ــــ نومول کيږي خو ودې نومول شي که نه!
دداسو خلکو ګيله به له کور کلي جوماته وکړو٠
هيلمن يم چې خداي نخواسته تاسو مې خوابدي کړي نه واست٠
په درناوې
ع کريم حليمي
12.08.2006
دروند او محترم غروال صاحب او صافي صاحب !
د ايمان سلامتي مو په برخه !
صافي صاحب ليکي چه :
[quote:212d188701]جز تابع دکل وی هم ددیموکراسۍ د داکترین او اصول پر بنسټ اوهم داسلام ددین له نظره .په یو ه سیمه کې چې دسمیی وګړی سره يوځای په مجموعی ډول ټول ملآ او جولا ،کلال او بقال، ديو مستبد غیر اسلامی، او غیر انسانی نظام دفشار او ویرې لاندې شپې تیروي [/quote:212d188701]
ډېر ښه سو چه ملا موپه هغه اصلي او صحيح شکل (ملآ يا مَلَّأَ ) وليکۍ
ملآ يا مَلَّأَ يعني جُمْهُور او يا ډک يعني په علم ډک چه موږ علما کرام ورته وايو
پاک الله علم غيب لري او خبر ئې راکړي چه :
بسمه تعالي إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلَئكَةُ ظالِمِى أَنفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنتُمْ قَالُوا كُنَّا مُستَضعَفِينَ فى الاَرْضِ قَالُوا أَ لَمْ تَكُنْ أَرْض اللَّهِ وَسِعَةً فَتهَاجِرُوا فِيهَا فَأُولَئك مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَ ساءَت مَصِيراً(97) نسا
ژباړه : بيشکه هغه کسان چه وفات کړي وي دوی لره ملائکو (دمرګ ) په
داسي حال کښي چه وي دوي ظلم کوونکي په ځانونو خپلو وايي ورته (ملائکي )
په کوم حال کښي وئ تاسي [color=blue:212d188701](په خپلو ديني چارو کښي ؟ )[/color:212d188701]
وايي ودی چه وو ضعيفان کړي شوي په مځکه کښي کښي (د کفارو په لاس
بيا ملائکي ورته ) وايي ايا نه وه مځکه د الله ارته پس هجرت کړی وای تاسي
په دې (ځمکه کښي ) نو دا (تارکان د هجرت ) ځای د دوی دوزخ دی او ناکاره
ځای د ورتلو
هو ! بيانو پاک رب داسي فرمايي چه :
إِلا الْمُستَضعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَ النِّساءِ وَ الْوِلْدَنِ لا يَستَطِيعُونَ حِيلَةً وَ لا يهْتَدُونَ سبِيلاً(98)النسا
مګر (نه به عذابيږي ) هغه په رشتيا سره ضعيفان ..................................................
...............................الله ښه عفوه کوونکی (د معذورانو )
تاسو ډيره درنه او سياسي ليکنه کړې اما داسي نه ده
چه ټوله مسؤليت د حکومتونو پر غاړه علما کرام د لوړ مسؤليت خاوندان دي
وه او وي به ! او هغه دې ډېر ښه مثال لرو لکه امام صاحب ابو حنیفه رح
او لکه عبدالواسع اخونذاده (ژوندۍ کتاب خانه ، فاضل قندهاري )
چه بچه سقاو ته ئې وويل چه فقه وائې ته کافر يې کله چه سقاو داسي واوريدل
نو سقاو ويل چه (درفقه شاش مې کنم ) نو بيا فاضل قندهاري ورته وويل !
اوس زه وايم چه کافر يي ٠ نو سقاو په توپ کښي په هواکړي ٠ روح دې ښاد وي
هر عالم چه پټه خوله ونيسي د کمزورۍ له امله او د دين خبري نسي کولی
مځکه د پاک خدای خو پراخه ده هجرت بايد وکړي او يا لکه امام صاحب ابو حنیفه رح و زندان ته خو ولاړ سي ٠
وروره !
غله او قاتلان هم په دې پوهېدل ! کله چه به چا قتل وکړي په وطن کښي
نو فرار به سوه وپاکستان يا ايران يا هندوستان ته
ايا علماکرام په دې نه وه خبر چه اوس نو هجرت فرض سوو !
هو دا څرنګه ملايان وه چه د د غدارانو پاچهانو په عصر کښي ئې هجرت نه کاوه
او کله چه ئې واوريدل چه په پاکستان کښي راشن ورکوي ټولو ملاامامانو
په مساجدو کښي اذانونه کول
اما هغه ملايان چه سياسي خلګ وه ټولو ور وځغسل په منډه چه راشن شروع دي
هم ئې راشن خوړۍ او اولادونه ئې وکاناډا، لندن ، امريکا ته واستول
او چه طالبان يي جوړ کړه دوی فرار سوه او ورغله وخپلو اولادوته
حتی تر ملاسياسي (صبغه الله ) پير سياسي (ګېلاني )
اما بېچاره ملا سياسي (پروپېسر رباني ) بيا په پنج ش ي ر کښي پنځو ٠٠٠
ترګرېوان نيولې وو
دغسي سياسي ملايان نو بيا علما کرام نه دي
نو هغه د استاد ځواکمن صاحب خبره چه :
د مسجد ملا امام او غير سياسي اسلامي عالمان له دغې بدنامۍ او تورمخۍ څخه مبرا او خدای ساتلي دي او د ټول افغان ملت په غيږ کې د درناوۍ اواحترام لوړ مقام څخه برخمن دي او وي به .
او په اخر کښي دا خبره سپينه وم چه :
[quote:212d188701]او زما په هغه ليکنو کي چې کوشان او لاروي په وړاندې ليکل شويدي هغه غيري اسلامي او غيرې حقوقي او د چوکاټه او د قلم د ادبه وتلې کلمه راوښاياست؟
اما تاسو چپ پاتې شوئ! [/quote:212d188701]
دانشمند غروال صاحب !
چون صافي صاحب خبره تصفيه کړې نو ما ضرورت نه ليدلی نو چپ پاته سوم
[quote:212d188701]همغوره تور او مکدوره ښکاری په کوم حد چې تاسو او زه اونوریې دبل اړخ په په سپیڅلتیا او او سپیناوی ویاړو. ولې دا په دې معنې نه ده چې په اصل کې علت دی علت په ضعیف النفسه انسانانو کې دی.[/quote:212d188701]
نو داچه زموږ او ستاسو ترمنځ يو سوئتفاهوم راغلۍ
نو ستاسو څه د بخښني هيله او تمنا لرم
mahboob
12.08.2006
سلامونه ; خورا شه بحث روان دی ، جناب حليمي صاحب ته ځان ته ملا وايي که نه داځواب راکړه چي اوس له خيره سره په دوو ليکو کي خبره سره سپينه شي.
شاغلی غروال زه په پورتنو ټولو ليکنو کي ستاسي تاييد کوم په قلم موبرکت شه ، اوس به نو ګورو چي جناب حليمي زما پوشتني ته څه ځواب راکوي خو جناب ځواب قاطع غواړم يا ووايه هو ملا يم يا ووايه نه يم په ګول مول ځواب به ځان اونورهسي نه سره ځوروو.
ع کريم حليمي
12.08.2006
محترم mahboob صاحب !
د ژوند په اخره کي دي د ايمان زېری دربانو وسي
[quote:357563dc03]سلامونه ; خورا شه بحث روان دی ، جناب حليمي صاحب ته ځان ته ملا وايي که نه داځواب راکړه چي اوس له خيره سره په دوو ليکو کي خبره سره سپينه شي.
شاغلی غروال زه په پورتنو ټولو ليکنو کي ستاسي تاييد کوم په قلم موبرکت شه ، اوس به نو ګورو چي جناب حليمي زما پوشتني ته څه ځواب راکوي خو جناب ځواب قاطع غواړم يا ووايه هو ملا يم يا ووايه نه يم په ګول مول ځواب به ځان اونورهسي نه سره ځوروو.[/quote:357563dc03]
زه د ازمويني په ډګر کښي ولاړ يم ٠ هره لحظه ګواښ سره مخ يم
د دښمن تر سخت فشار لاندي يم ،د خپل رب مرستي ته سترګي په لار يم
په دې دنياکښي ستاسومؤمنانو ښه قضاوت ته سترګي په لاريم
ستاسو په قضاوت کښي خپله اېنده وينم لاس پورته کوم چه يا الله پسله
مرګه څلويښت دوستان راکړي چه دعا وکړي زما په باب
اوهم په اخرت کښي د سردار عالم د شفاعت او د ذالجلال ولاکرام د مهربانۍ
په امېد شپې او ورځي تېره وم !
پوهه مي نيمګړې ده ، په مال زړه نسم تړلی ،په کل کښي ضعيفه يم
هُوَ السَّمِيعُ العَلِيمُ (الله ) ،مال او اولاد مي الله عطا ده ، قوي رب دی
نو د داسي فقير ، عاجوز ، او نسبتی ناپوه څخه تاسو څرنګه داپوښتنه کوي
که کورنۍ په درد خوړلای او په قيامت د کورنۍ پوښتنه کيدای
موږ او تاسو يوازي او يوازي د الله ذالجلال ولاکرام په مهرباني جنت ته ځوو
نه په علم نه په نسب
او بيا هم حمد دالله ايم چه د قاتلانو او رهزنانو په کورنۍ کښي ئې نيم
پېداکړي ،
اووه نسله د د راسخو علماوو اولاديم ٠ د دږوب د ميختر سنځرخيل يم
مور مي د قاضي عبدالصمد کاکړ ويښځلمي لور ده او ماماګنۍئې
د فاضل کندهاري کورنۍ ده
ټولو علماوو ته احترام لرم که اعلی دي که اوسط دي که ادنا
او د راسخو علماوو د پښو خاوري يم
[quote:357563dc03]په ګول مول ځواب به ځان اونورهسي نه سره ځوروو.[/quote:357563dc03]
ترکومه حده چه زه خبر يم تاسو صاحب دوو ماسټر ډيګرۍ ياست
يعني لږ کم صاحب د phd ياست
پښتنه : ايا دغه الظاظ د ګول مول (٠٠٠٠ ) ستاسو سره لايق ګڼۍ
هو ! ټوکي ټاکي ښه دي خو په هغه خپل مکان کي
او بل پوره پوهه لرۍ په اخلاقياتو ، نو د اخلاقي خلکو يو اصل
داوي چه[color=cyan:357563dc03] همېشه ثالث بالخير وي [/color:357563dc03]اما تاسو له ليکني دا قياس کوم چه :
زما او د محترم غروال صاحب تر منځ شرته لمن وهۍ ؟؟ که څرنګه
زه بيا هم له خپل دروند ورور غروال صاحب نه خواهش کوم چه عفوه وکړي
زماپه کومو ليکنو چه غروال صاحب ته عزيت رسېدلی ، زه بخښنه غواړم
لرغونى لاروى
larghonay1
13.08.2006
قدرمن حليمي صيب او د فورم نورو لوستونكو ته سلام وايم.
ګران حليمي صيب ستاسو ليكنې چې هر وخت ما لوستي نو په رښتيا چې په پوره حكمت سره تاسو علمي ځواب ويلى دى.
لكه څنګه چې وايي (( يؤتى الحكمة..)) نو تاسو ته خداى ج حكمت دركړى چې مونږ درباندې وياړو.
تاسو هيڅكله هم د چا په ګيلو مانو د هغه د بې ځايه احساساتي خبرو پلوي نه ده كړې ، بلكې د دين په رڼا كې ځواب مو وركړى دى.
د دې بحث نه مادا پايله واخيسته چې په ټوليزه توګه هيڅكله مونږ پرته له انبياوو او صحابانو دا نه شو ويلى چې پلانۍ ډله يا خلك په مجموع كې ښه دي او يا بد دي.
په هر چا كې ښه او بد شته .
نو هغه باعمله ملايان يا ديني عالمان چې د رسول الله ص پر ګدۍ ناست دي او خداى د خپل كتاب او احاديثو د پوهې لورينه پرې كړې ده ، ټولو مسلمانانو ته د منلو او درناوي وړ دي .
او هغه چې نه يې علم كړى او نه چندان ښه عمل لري، يوازې د شكرانې، سرسايې او نورې دنياوي متاع له پاره يې پګړۍ وهلې، د پيسو خرڅې شوې ، په بدو كې وركړى شوې او په زور بيول شوې نجلۍ نكاح تړي. دقاتل، كمونست، فاسد او فاسق ستاينې كوي او جنازې يې كوي او د ملا نوم يې پر ځان ايښى هغه ستاسو د وينا سره سم ملايان نه ، بلكې كاسبان دي.
مونږ هيڅكله بايد كوښښ ونه كړو چې چا فقط د ملا نوم واخيست نو مونږ پرې د كفر ټاپه ولګوو.
مونږ بايد د چا د نامه پر ځاى د هغه په عمل قضاوت وكړو. ځكه چې شرع ظاهر ته ګوري. تل له تشو احساساتو كار اخيستل سړى ګمراه كوي.
حليمي صيب تاسو د ملا ښكلې توجه كړي خو ماته هم د دې بحث په ترڅ كې د ملا يوه بله توجه راياده شوه . نه پوهېږم چې څومره به سمه وي. خو زما په اند د دې حديث سره چې ((العماء ورثة الانبياء )) سمون خوري.
چې ملا له (ملاح ) نه اخيستل شوى او ملاح بيړۍ وان يا كشتي بان ته وايي.
نو ملاح هم د خپل قوم كشتي بان دى او كولى شي چې دغه بيړۍ هر لوري ته بوځي.
خو له بده مرغه چې زمونږ ځينې ملاحان د حكومتونو په ستاينو كې نښتي او ځينې په اسرايلياتو يا ناروا كلتور او دودونو كې.
او ډېر كم يې له قران او حديثو خبره دي چې خداى دې د هغو شمېره ډېره كړي.
په همدې هيله
ستاسو لاروى
لرغونى لاروى
larghonay1
13.08.2006
قدرمن حليمي صيب او د فورم نورو لوستونكو ته سلام وايم.
ګران حليمي صيب ستاسو ليكنې چې هر وخت ما لوستي نو په رښتيا چې په پوره حكمت سره تاسو علمي ځواب ويلى دى.
لكه څنګه چې وايي (( يؤتى الحكمة..)) نو تاسو ته خداى ج حكمت دركړى چې مونږ درباندې وياړو.
تاسو هيڅكله هم د چا په ګيلو مانو د هغه د بې ځايه احساساتي خبرو پلوي نه ده كړې ، بلكې د دين په رڼا كې ځواب مو وركړى دى.
د دې بحث نه مادا پايله واخيسته چې په ټوليزه توګه هيڅكله مونږ پرته له انبياوو او صحابانو دا نه شو ويلى چې پلانۍ ډله يا خلك په مجموع كې ښه دي او يا بد دي.
په هر چا كې ښه او بد شته .
نو هغه باعمله ملايان يا ديني عالمان چې د رسول الله ص پر ګدۍ ناست دي او خداى د خپل كتاب او احاديثو د پوهې لورينه پرې كړې ده ، ټولو مسلمانانو ته د منلو او درناوي وړ دي .
[color=red:3977da860c]او هغه چې نه يې علم كړى او نه چندان ښه عمل لري، يوازې د شكرانې، سرسايې او نورې دنياوي متاع له پاره يې پګړۍ وهلې او د جومات كونج يې نيولى، مبتدعين دي ، د پيسو خرڅې شوې ، په بدو كې وركړى شوې او په زور بيول شوې نجلۍ نكاح تړي. دقاتل، كمونست، فاسد او فاسق ستاينې كوي او جنازې يې كوي او د ملا نوم يې پر ځان ايښى هغه ستاسو د وينا سره سم ملايان نه ، بلكې كاسبان دي. [/color:3977da860c]
مونږ هيڅكله بايد كوښښ ونه كړو چې چا فقط د ملا نوم واخيست نو مونږ پرې د كفر ټاپه ولګوو.
مونږ بايد د چا د نامه پر ځاى د هغه په عمل قضاوت وكړو. ځكه چې شرع ظاهر ته ګوري. تل له تشو احساساتو كار اخيستل سړى ګمراه كوي.
او ځينې ملايان يا ديني عالمان چې علم هم لري او عمل نه لري نو په قران كې واضع حكم دى چې دلته عربي سمه نه ليكل كېږي نو مفهوم يې دى چې د خداى په نزد د بې عملو ملايانو ډېره ستخته سزا وي.
او يوه پښتو لنډۍ هم ده چې وايي:
علم كوه عمل پرې وكړه
دبې عمله ملا سخت دي عذابونه.
يو حديث دى كيدى شي حليمي صيب يې بشپړ كړي چې وايي: (( العلم علمان ...)).
نو مونږ هيڅكله يو كاسب يوازې په دې چې د غلې دانې له پاره يې امامت نيولى عالم او محترم نه شو بلل.
حليمي صيب تاسو د ملا ښكلې توجه كړي خو ماته هم د دې بحث په ترڅ كې د ملا يوه بله توجه راياده شوه . نه پوهېږم چې څومره به سمه وي. خو زما په اند د دې حديث سره چې ((العماء ورثة الانبياء )) سمون خوري.
چې ملا له (ملاح ) نه اخيستل شوى او ملاح بيړۍ وان يا كشتي بان ته وايي.
نو ملاح هم د خپل قوم كشتي بان دى او كولى شي چې دغه بيړۍ هر لوري ته بوځي.
خو له بده مرغه چې زمونږ ځينې ملاحان د حكومتونو په ستاينو كې نښتي او ځينې په اسرايلياتو يا ناروا كلتور او دودونو كې.
او ډېر كم يې له قران او حديثو خبر دي چې خداى دې د هغو شمېره ډېره كړي.
امين
په همدې هيله
ستاسو لاروى
mahboob
13.08.2006
ټولو دوستانوته سلامونه ; شاغلي حليمي صاحب تاسي ليکلي; [quote:bfd95baa4d] هره لحظه ګواښ سره مخ يم
د دښمن تر سخت فشار لاندي يم ،د خپل رب مرستي ته سترګي په لار يم
په دې دنياکښي ستاسومؤمنانو ښه قضاوت ته سترګي په لاريم [/quote:bfd95baa4d]
نوچي ستاسي په وينا ددښمن تر فشارلاندي ياست چي غالب مرادمو کفاردي نو بيا خو په تيرو ليکنو کي ستاسي له لوري دليکل شوي ايت له مخي درباندي هجرت فرض دی .
دکفارو فشار نه شايي سړې باطلو ليکنوته اړ کړي .بيا په ټول افغان کي خو پشتو سره ليکودلته انګرېز کافر دشمن څه غواړي؟؟
تاسي ليکلي ;
[quote:bfd95baa4d]پښتنه : ايا دغه الظاظ د ګول مول (٠٠٠٠ ) ستاسو سره لايق ګڼۍ
هو ! ټوکي ټاکي ښه دي خو په هغه خپل مکان کي[/quote:bfd95baa4d]
که په پورته الفاظوځوريدلي ياست بخشنه غواړم . خو وروسته يي تاسي هم پدې تورو کي بدله را څه اخستي ده ;
[quote:bfd95baa4d]اما تاسو له ليکني دا قياس کوم چه :
زما او د محترم غروال صاحب تر منځ شرته لمن وهۍ ؟؟ [/quote:bfd95baa4d]
شاغليه حليمي صاحب ; زه نه شري يم نه شرته لمن وهم خو داخبره په ډاګه وايم چي په غروال صاحب ور ملامت شوي ياستۍ نور مو خوشه خپله .
غروال نه اخونددی نه دملايانو مدافع وکيل هغه يو ريشتوني مسلمان پشتون ليکوال او مبصردی ليکني يي زموژ خوشي دي په پورتنو الفاظو سره توهينول يي موژ دخپل ځان توهين بولو .
په پورتنۍ موضوع کي دخبرو لنډيز يي دادی چي ;
ملايان يواځي باعمله باکرداره اشخاصوته ويل کيژي ، بې عمله اوهغه کسان چي لرغوني ورته پخپله وروستۍ ليکنه کي اشاري کړي له سره ملايان دي نه . لکه فضل هادي شنوارې،ارسلا، رباني ،سياف ٠٠٠٠٠٠ دې کسانوته ملاويل دملا له نامه سره خيانت کول دي . بلکه داکسان په راتلونکي کي شايي [color=darkred:bfd95baa4d]دپګړۍ بندو ګوډاګيانو [/color:bfd95baa4d]په نامه ونومول شي .
همدا دغروال ، زما، اودټول افغان ملت غوشتنه ده نو پدي خبر کي له شاغلي غروال صاحب سره اختلاف دانشمندي نه ده .
م ن غروال
13.08.2006
محترم او حقدار حليمي صاحب سلامونه ومنئ!
تاسو په دومره مرحمت ، واقعاً سړی وشرميږي چې هر څه مې ليکلي دي هغه مې بد کړيدي نور چې هم څه ليکم هغه هم بد کوم٠
اصلا ما تاسو ډير وځورولی چې خداي ج دې عفو راته وکړي٠ تاسو ايمان ولرئ چې ستاسو د بخښنې په غوښتو زه خورا زهير او ذليل شوم٠ او له تاسو احترامانه هيله کوم چې بيا ما ته خجالت رانکړئ٠
او دانشمند؟ کًل يا پک ته څڼه وره مه واياست !
حليمي صاحب! الله تعالی حاضر دي چې اوس هم د بعضو خلکو خبرو ته ډيرې خبرې لرم خو چې دغه سرحد ته راورسيدل چې ملايان يې لااقل د عالمانو په کتار کي وشميرل او دملايانو په هکله [quote:73dbf5fd44] نو هغه باعمله ملايان يا ديني عالمان چې د رسول الله ص پر ګدۍ ناست دي[/quote:73dbf5fd44] ليکي هم انقلاب به يې وبولم٠ که نه داسي منطق يې که اوله کارولی واي نو اخوندګل غروال به اوس ولې دومره ژړا او پرياد دلته په اسلامي فورم کي هم کاوه؟ تر پرونه خو ملا اصلا له ډمه هم اوښتی ؤ او اوس دا شريف نجيبه ليکنه يې چې لولم نو اخوندګل به ولې نه خاندي؟ خير دا ټوله ولا بلا په پوهه او منطق نه، بلکه په روزنه اړه لري چې د کلي ملا يې څوک ؤ او هم يې د کلي ډم!
حليمي صاحب يوازې د الله ج لپاره وواياست چې ښاغلی محبوب [quote:73dbf5fd44]ملايان يواځي باعمله باکرداره اشخاصوته ويل کيژي [/quote:73dbf5fd44]درسته خبره او اصله خبره نده کړې؟
په درناوې