د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د محمد امین بسمل شعر

عصمت الله
28.07.2006

ګرانو لوستونکو ته په ډیره مینه سلامـــــــــــــــونه وړاندې کوم
یو څو ورځې مخکې مې دی بی بی سی له اوومې سټیډیو څخه دی افضل ټکور مرکه واوریده . چې دې مرکې په جریان کې دبسمل له خوا یو شعر واورول شو چې زما ډیر خوښ شو او اوس یې تاسو لوستنکو ته وړاندې کوم هیله ده چې خوښ مو شی

په ټوکـــــر ټوکــــر ځيــــګر مــــې څه تــــېريږي
لـــکه سور اور چــــــې په لــــر او بـــر بلـــــيږي
په څــــــه مکر يــــــــې کباب د زړه پرسر کـــړم
نه يې اور نه يـــــــې لـــــوګی تر سترګو کيږي
څـــــه پوشتې مــــې چې پياده که سپرو مړکړ
پلار يې واخيست ځنــــې، خونه يې ورانيږي
يو مــــــــې لاس يه تندي ږدي، بــل نظم ګوري
طبيبـــــان مــــــــې سر ته ناست دي نه پوهيږي
زما ويره ده ، د دوي لـــــــــه زهــــــــــري سترګو
دا مکار مـــــــــــې په درمان کــــــــله خوښيږي
څوک لـــــه کومه رانازل شول، څوک له کومه
مېلمــانه دي که ټـــــول عــــمر پاتــــې کــــيږی
ســل به ځــای کړې رابلــــلي په خپل کور کې
نا بلـــــــــــــــلــي کـــه يو هــــــم وي نه ځـاييږي
نا بـلـــــــــــــلو په نارو او ســـاندو سر کـــــــړم
په نــاورين پسې ناورين دی ، څـــه به کيږي
خـــــو پـه دې يـمـه ډاډه چــې افغان نه مـري
لـــه يـــو څـــخـــه پنـــځـــه ســـوه زيــــږيـــــږی
ای ټــکـــوره ټپــي زړونه به ټــــــکـــــور شی
که به ټول عمــر بسمـــــــــل غوندې ربړيږي
محمد امين بسمل


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more