اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
پر ایمان باندی اووه دیواله دحفاظت راګرځیدلی دی
خیریوسی
27.07.2006
محترمولوستنکو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دایمان دحفاظت دپاره پر ایمان باندی اوه دیوالونه دحفظ راګرځیدلی دی چی دایمان حفاظت کوی
1-اداب 2-نفل 3- سنت 4- واجب 5- فرض 6-اخلاص 7- یقین
که هر دیوال دحفظ شیطان راڅخه ونړوی دبل دیوال د نړولو تمه ورته پیداشی تر څو چی دایمان دلمنځه وړولو تمه ورته پیداشی مثلاٌ که موږ هر دیوال ددائری په شکل ولیکویوه دائره تر بلی غټه دکوچنی دائری( دیوال ) په منځ کی ایمان واقع دی پر هغه باندی دیقین دیوال را ګرځیدلی دی چی دایمان حفاظت کوی او بل دیوال داخلاص دی چی دایمان حفاظت کوی او بل دیوال دفرضو دی چی دایمان حفاظت کوی او بل دیوال دواجبو دی چی دایمان حفاظت کوی او بل دیوال دسنتو دی چی دایمان حفاظت کوی او بل دیوال د نفلو او مستحباتو دی چی دایمان حفاظت کوی او بل دیوال دادابو دی چی دایمان حفاظت کوی
وروڼو که شیطان اول دیوال ( اداب )راڅخه ونړوی نو به ددوهم دیوال ( نفل ، مستحب ) په نړولو شروع وکړی
که یی دوهم دیوال (نفل ، مستحب) را څخه ونړوی نو به ددریم دیوال ( سنت )په نړولو شروع وکړی
که یی دریم م دیوال (سنت ) را څخه ونړوی نو به دڅلرم دیوال ( واجب)په نړولو شروع وکړی
که یی څلرم دیوال (واجب ) را څخه ونړوی نو به دپنځم دیوال ( فرض) په نړولو شروع وکړی
که یی پنځم دیوال (فرض ) را څخه ونړوی نو به دشپږم دیوال ( اخلاص)په نړولو شروع وکړی
که یی شپږم دیوال (اخلاص ) را څخه ونړوی نو به داووم دیوال ( یقین )په نړولو شروع وکړی
که یی اووم دیوال (یقین ) را څخه ونړوی نو به دایمان وړولو شروع وکړی
مینه
ابو محمود