د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا اعداد څوك خاريجيانوته وركوي؟؟


Shponkay
29.06.2003

______________دا اعداد څوك خاريجانو ته وركوي ؟؟
______________دااعدادد واقعي اعداد سره نژديوالي لري؟؟
______________ :lol: :lol: :?: :?: :?: :?: :?: :?: :?: :?:
______________[img:59b0ad24af]http://www.afghanhero.com/upload/files/zhbi.jpg[/img:59b0ad24af]


نقاد
01.07.2003

دا عددونه د رباني او بيا د شمال د اتلاف سفارتونو په رسمي توګه بهرنيو هيوادونو او نړيوالو ټولنو او UNO ته ورکړي دي ،چې البته لومړی په دې ﻻسوهنو باندې کارمل او روسانو پيل کړی ؤ، ولې دې نورو بالکل دا ﻻسوهنه د سپين سترګۍ او جنايت اعظمي حد ته ورسوله . ددوی دسياسي قدرت بنسټ همدغه جعلکاري ، فريب او نيرنګ دی او بس !. دوی د پښتو د ملي ژبې ټکې په اساسي قانوکې هم له منخه وړي ، څو رسميت يې نور هم محدود او تصادفي کړي او په تدريج سره بيا که ممکنه شوه دري به د ملي ژبې پرځای هم وضع کړي . له ملي مسووليت او ولسواکۍ پرته د پښتنو مجاهدينو جهاد اود طالبانو ړانده او سختدريزه اسلاميزم دوی ته ددې ناخوالو چانس په ﻻس ورکړی دی . نوش جانش !
وايي چې يو ماشوم ﻻس په اور وسوزاوه چغه کي يې وويل ، (( پا پوووو)) ، بل ماشوم چې، له ده نه لږ غټ ؤ او دده سيل يې کاوه ورته وويل: په پله پپو ! ، نو مسووليت يې اصلأ د پښتنو اسلامستانو او خلقيانو په غاړه پروت دی . وسلام


تــــانــــــد شينواری
01.07.2003

[color=blue:99ffdc0894]ښاغلي ثناخيل صاحب او هم محترم پاڅون صاحب ته سلامونه همدا ډول ټولو ګرانو لوستونکو ته سلامونه او درناوي !
[/color:99ffdc0894][color=darkred:99ffdc0894]زما په اند دپښتنو پر ضد دسيسې او توطيې يو اوږد ځنځير دې چې ډيري کړې لري او پورتنی ارقام هم ددی ځنځير يوه بله کړې ده .زه دپاڅون صاحب د دې نظر سره کاملاْ همغاړی يم او ګڼم چې د دی (په واقعيت ملنډه وهونکو ارقامو ) جوړول تر ډيره ځايه د نهايي درجې سپين سترګو داخلي عناصرو او هم ړندو يا خود غرضه بهرنيانو کار دی چه د رښتينو واقعيتونو سره ډير واټن لري.
ددي اعدادو دناسموالي تر ټولو وړوکی ثبوت دا دی چې ددي سر شميرنې تاريخ ( 2001 )م کال ښودل شوی پداسي حال کې چې په دي کال او حتي لس کاله وړاندې تر دي هم ، په افغانستان او په ځانګړي توګه په پښتني سيمو کي دسر شميرني هيڅ هڅه چا په سترګو نده ليدلې ، نو دا غيبې اعداد له کومه ځايه (نازل !) شول؟؟؟؟
کله چې طالبان د افغانستان په لويه برخه واکمن وو خو د نړيوال سياست سره دنابلدې او پايله کې دټکريدلو په وجه د نړيوالو لو له ناخوښي سره مخ شو او دهمدې ناخوښې په وجه هغوي ونشواي کولي چه په نړيوالو سازمانو کي د افغانستان اړونده څوکې وګټي په ځانګړي ډول دملګرو ملتو په سازمان کې او دا څوکي دجميعت د(حکومت ! ) لاس کي پاتې شوي نو دا وخت د دې اقليتي حکومت غوا لنګه شوه او ددي ناروا خو (خدا داد ه) امکاناتو څخه يي اعظمي ګټه اوچته کړه او داهم کيداي شي چه پورتني ارقام دهمغه فعاليتونو د نتايجو څخه يوه وي!
[/color:99ffdc0894] [color=darkblue:99ffdc0894]که پښتانه همداسې د خپل مقام او حيثيت او ژبـــــــــــــــــــــې په وړاندې دبي تفاوتې په خوب ويده وي نو زما په اند د دسيسو دا کړې به نورې او نورې زياتي او دا ځنځير به نور هم اوږد شي ، خو که خدای (ج) کول او پښتنو دخپل شته والي د ښودو يوه وړه هڅه هم وکړه بيا به نو هر څه په بل مخ واوړي او د دې ارقامو ناسموالی او پوچتيا به هر چاته څرګنده شي.[/color:99ffdc0894]
......... [color=red:99ffdc0894]اتفاق په پښـــــــــــــــــــــــــتانه کې پيدا نشو........................ګني ما به د مغول ګريوان پاره کړای[/color:99ffdc0894]

[color=blue:99ffdc0894]...........................................................په درناوي___ تازه ګل شينواری[/color:99ffdc0894]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more