اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د اسلام له معجزاتو ځخه یو هم اذان دی
أبوخليل
26.07.2006
الله تعالی فرمایې :
[color=green:23ce53c7a8]قل لوکان من عند غیر الله لوجدوا فیه اختلافاً کثیرا.[/color:23ce53c7a8]
ووایه دې کافرانو او مشرکینو ته که د الله تعالی ځخه ماسوا د بل چا له خوا ځخه وای ضرور به یې په کي تناقض ، تضاد او یا ټکر موندلی وای .
که موږ په دقت ورته ځېرشو وبه ګورو چي هرڅه چي په دې کایناتو کي دي د یو ه داسي نظام او ډیسپلین لاندي چلېږي چي هیڅ ډول نقص او عیب په کي نشته او بشري ادراک ځیني عاجز او بېوسه ده .
یو شاعر وایې :
[color=green:23ce53c7a8]وفي کل شیء له آیة ---------------------------- تدل علی أنه واحد[/color:23ce53c7a8]
په هرڅه کي د الله تعالی د لایزال قدرت نښي او نښانې دي چي د هغه په وحدانیت او یکتائيت شاهدي وركوي
ډېر لږ خلګ به په دې خبر وي چي هغه اذان چي د لمانځه د عبادت لپاره د اسلام بلنه ده کله هم د توپ ته ورته ځمکي ځخه نه بېلېږي او یا په بل عبارت په څلورویشت ساعته کي یوه ثانیه داسي نشته چي د ځمکي په مخ یو چېرته لا اذان نه وچتېږي .
دا هرچاته جوته ده چي ځمکنۍ کره په اټکلېز ډول په ۳۶۰ کرښو ویشل شوي چي دا کرښي په هره سیمه کي وخت ټاکي او دیوې د طول کرښي او بلي ګاونډۍ د طول کرښي تر مینځ ټاکلي بېلتون څلور د قیقې دي او اذان په خپل ټاکلي وخت پورته کېږي او کیداي شي موذن یې په صحیح لهجه او حروفو سره ادا کړي چي هغه هم څلور دقیقې وخت په بر کي نیسي .
ته یې و انګېره چي اوس په هغه سیمه کي اذان وچت شوچي په اوله کرښه د طول کي واقع ده څلور دقیقې یې په بر کي ونیولې چي ختم شو په دوهمه کرښه د طول کي بل اذان پیل شو څلور دقیقې یې واخیستې چي پایته ورسېدو په درېیمه کرښه د طول کي بل اذان پیل شو په همدې شکل څلورم پنځم .... په همدې شکل اذان کله هم د ځمکي له توپ ځخه نه بېلېږي چي یو ځای پایته ورسېږي بل ځای پیل شي . یوه ورځ او شپه څلورویشت ساعته ده چي ۱۴۴۰ دقیقې کېږي چي د ځمکي په مخ زمونږ بشپړ شواروز جوړوي ، د ځمکي اټکلېز ه مساحه هم ۳۶۰ کرښي ده چي ۴ دقیقې په کي ووهې حاصل یې ۱۴۴۰ راځي چي ۲۴ ساعته جوړوي ددې حساب له مخې یوه داسي ثانیه نشته چي په هغې کي د ځمکي په مخ چېرته اذان نه وې لاندي عملیه وګورۍ :
(4×360 دطول کرښه) =1440 دقيقې۱۴۴۰ تقسیم په 60 (دقيقو) =24 ساعتونه جوړوي (فتبارک الله أحسن الخالقین )
[color=#444444:23ce53c7a8][/color:23ce53c7a8]
26.07.2006
سلامونه او نيکې هيلې !
د اذان د پرله پسې دوام دطوال البلد د ٣٦٠ درجو په هره درجه کې دلږ تر لږه د يو اذان د پای او د بل پيل به هغه وخت شونی وي چې د طول البلد ټولې دايرې له اسلامي هيوادونوڅخه تيرې شوي وي او يا د هر هيواد په ختيز ــ لويديځ اوږدو کې هر ځای مسلمانان او مسجدونه موجود وي . د ځمکې دکرې پر زياته دوه پر درې برخې کې اسلامي هيوادونه نشته اود غير اسلامي هيوادونو په ستره برخه کې مسلمانان او جوماتونه هم نشته . د افريقاپه زياته برخه او ﻻتين امريکا کې غسلام او مسلمانان نشته ، نو د طولالبلد ډيرې کرښې له اذان پرته د لمر له مخې څخه تيريږي . نو اذان به بيشکه اعجاز ولري، خو هغه څه چې تاسو يې معجزه معرفي کوئ ښايي له يره معجزه نه وي . وسلا م
خیریوسی
27.07.2006
محترم ابو خليل صاحب او ګرانو لوستونکو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دجماعت په لمانځه کی که سړی دصف په هره برخه کی ولاړ وی ( منځ ، پای ، سر ) کله چی سلام وګرځی نو پدغه صف کی دګډون کونکو په شمیر پر لمونځ ګزاره باندی سلام ویل کیږی
مینه
ابو محمود
أبوخليل
28.07.2006
ګران ورور ځواکمن صاحب السلام علیکم
ستا معلومات د قدر وړ دي خو ما داسي نه دي ویلی چي اسلامي هېوادونه په ټولو کرښو پراته دي بلکه ځما مقصد اذان وو چي هغه ضروري نه دی چي یوازي په اسلامي هیوادونو کي به وچتېږي بلکه زه په پوره ډاډېیني سره دا ویلای شم او زما یقین ده چي ته به یې هم راسره ومنې چي دا سي کرښه به نه وي او یا داسي هېواد به نه وي چي هلته به مسلمانان کم یا زیات وجود ونلري او چي چېرته مسلمانان وي که دوه نفره هم خو اذان خامخا کېږي ان شاء الله تعالی والله آعلم .
دوهم ورورکه که خفه کېږي نه سلام په مسنونه طریقه السلام علیکم لیکه په دې کي اجر او ثواب ده په ( سلامونه مي ومنه ) سلام نه لوېږي او نه بیا کېږي په درناوي
03.08.2006
دروند ورور ابو خليل صاحب عليکم سلام و رحمت الله و برکاته !
ستاسو له نيکې ښوونې څخه د زړه له کومې مننه کوم . زما هم السلام عليکم د (ورحمت الله و برکاته ) پورې ډير خوښ دی ، ځکه چې د زړه ځنګ ليرې کوي، صميميت په کېډير دی او ثواب او فضايل يې ډير دي ! خو کله کله د لنډولو يا تنوع له پاره يې عليکم په پر تاسې ژباړم او سلام پرتاسې ليکم او يا هم سلامونه مې ومنئ ليکم ، نور به هڅه کوم چې همغه مسنون او بهتر شکل يې راټينګ کړم !
خوبيا هم پوښتنې ډېرې دي :
١ـ سنت اړونده کار اوعمل اويا مفهوم اومعنې ده که اړونده الفاظ او وييزونه ؟ که الفاظ ، ژبه او کلام وي ، نو پيغمبر(ع) خو تل په عربي خبرې کړي دي، بايد په عربي خبرې کول هم بايد سنت اوسي ،اوکه نه :
٢ـ که مفهوم او يا اړونده عمل سنت وي نو بيا سلام پر تاسې او سلام عليکم يو ډول مسنون .بللی شو،ځکه مفهوم يې کټ مټ يو دی..
٣. ـ سنت د محمد (ص) هغه عملونه هم دي چې ټول عمريې پرې هميشه توب او ټينګار کړی وي: آيا په ټول عمر کې دلته د مبعوث کيدونه مخکې څلويښت کاله عمر يې نه شميرل کيږي ؟ ايا همداسې ده ؟ که همداسې وي، يو سني مسلمان چې ټول عمر يې فرض او سنت لمونځونه پرځای کړي وي، دا د پيغمبر (ص) د ژوندانه تر هغو نه زياتيږي ؟
نورستاسو له ځواب څخه مننه، خو ما دې ته هم ګوته نيولې وه چې د دا فريقا په ستره برخه کې بدبختانه مسلمانان نشته او د طول البلد ډيرې دايرې ترې تيريږي.
وسلام علی من التبع الهدا
ع کريم حليمي
04.08.2006
ملکونه نفوس د مسلمانانو في صدي د مسلمانانو نفوس
Algeria 31.1 99% 30.79
Benin 6.3 15% 0.95
Burkina Faso 11.57 50% 5.79
Chad 7.56 50% 3.78
Congo 50.48 10% 5.05
Cote d’Ivoire 15.8 60% 9.48
Djibouti 0.45 94% 0.42
Egypt 67.27 94% 63.23
Ethiopia 59.68 47% 28.05
Ghana 18.88 30% 5.66
Kenya 28.8 7% 2
Libya 4.99 97% 4.84
Malawi 10 20% 2
Mali 10.43 90% 9.39
Mauritania 2.58 100% 2.58
Mozambique 19.1 20% 3.82
Niger 9.96 80% 7.97
Nigeria 113.83 50% 56.92
Senegal 10 92% 9.2
Somalia 7.1 100% 7.1
Sudan 34.47 70% 24.13
Tanzania 31.27 35% 10.94
Tunisia 9.5 98% 9.31
Uganda 22.8 16% 3.65
Total 583.92 53% 307.06
د پورته ملکونو اوريج ئې ٥٣ % مسلمانان دي
ټوټل نفوس ٥٨٣،٩٢ مليونه نفوس دی
او مسلمانان ئې ٣٠٧،٠٦ مليونه دي (مسلمانان په اکثريت کښي دي )
محترمو او مکرمو ځواکمن صاحب او أبوخليل صاحب او درنو لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
په پورته ٢٤ افريقا يي وطنونو کښي ٣٠٧،٠٦
(درې سوه اوه اشاريه صفر شپږ مليونه )مسلمانان اوسيږي
که په يوه ١٥ درجو کښي د افريقا مسجد نوي خير دی
خو يورپ ئې وشمال ته پروت دی او طوال البلد له جنوبي قطب څخه تر شمالي
قطب پور دي
خوبيا ضرور هم نده چه په يوه ١٥ درجوکي څو ملکونه وي
که يو ملک وي له شمالي قطب رانيولې بيا تر جنوبي قطب پوري
نو بيا هم حساب پوره کيږي
او بله خبره داده چه د مځکي پر مخ داسي ملک يا جزيره نسته چه هلته مسلمان
نه وي ، دکيوبا ، جمېکا ، پورتوريکو ، هېټي ، چنداد ، ګيانا جزيرې
په سلهاوو او هم په مليونو مسلمانان لري ، داسي ملک د مځکي پر مخ
نسته چه هلته چينايي او مسلمان عرب وجود و نه لري ٠
او که چيري بيا داسي فرض کړو چه ملسمان په يوه ١٥ درجو کښي نوي
خو بيا د مسلمانانو کښتۍ ضرور وي په هر کښتۍ کښي له سلو نيولې
بيا تر دوو سوو نفره کار کوي او هم اذان کوي
اخيري وارچه ما په کښتۍ کښي سفر کاوه نو درې زره نفره وه په داکښتۍ
کښي ٠ هم اذانونه کېدل او هم مي د (رام ) د دين خلک ليدل چه عبادت ئې
کاوه او داسي کښتۍ په زرهاوو په په بحر کښي رواني دي
زه د مکرم أبوخليل صاحب ليکنه سل په سل کښي صحيح بولم
معجزه به ئې ونه بولم اما هر چاچي خپل فکر داسي ځغلولی دي پر افرين
السلام عليكم
أبوخليل
09.08.2006
ګرانو وروڼو ځواکمن او حلیمي صاحبانو ته
السلام علیکم
ځواکمن صاحب ماچي د سلام په اړه څه لیکلي وو هغه ځما نظر نه وو بلکه فقهاوو په کتابونو کي داسي لیکلي دي حتی چي په الفاظو کي هم لا اختلاف شته څوک خو لا دا هم چي د السلام علیکم ځخه پرته په نورو الفاظو ولوکه یې مفهوم همدغه وي او په عربي ژبه وي سلام نه لوېږي لکه سلاماً علیکم او سلام الله علیکم او سلمکم الله یا داسي نور ستا دلایل معقول خو په نقل کي د عقل ځای نشته دوهمه خبره داده چي مونږ لمونځ په عربي ژبه وایو او زیات تره عام خلګ یې په معنا هم نه پوهېږي خو که هغوی یې په پښتو ولولي هم به یې په معنی پوه شي او هم به ورته آسانه وي خو په پښتو لمونځ نه کېږي په هرصورت په سلام کي څومره تنګي نشته خو ما لیکلي وو ښه به دا وي چي په الفاظو چي مونږ ته د سلام اچولو لارښوونه شوي په هغه شکل یې باید واچوو له شبهې ځخه وتلی کار ده په دې هکله به انشاء الله تعالی که ستاسو دعا راسره وه ځما یوه بشپړه څېړنه په نژدې وخت په همدغه د اسلام په فورم کي خپره شي او په یوه حدیث شریف کي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې [color=green:f305f5069a]: (( من أحیا سنتي عند فساد أمتي فله أجر مائة شهيد ))[/color:f305f5069a]
چاچي ځما د امت د فساد په وخت ځما یو سنت ژوندی کړ نو دسلو شهیدانو اجر او ثواب یې دی . نو له دې ثواب ځخه ځان باید محروم نه کړو او څه زحمت نه غواړي الله تعالی د له ماسره د روغي لاري مل کړه.
د اذان په هکله حلیمي صاحب ځواب وییلی دی چي ور ځخه یو جهان مننه کوم
والسلام علیکم