اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دعلم او علماوو فضيلت او مقام
أبوخليل
23.07.2006
د عالم كلمه له علم ځخه جوړه شوي ده علم پوهني او خبرتيا ته وائي او عالم پوه او باخبره سړي ته وائي د مسلمانانو په ټولنه او اصطلاح كي عالم هغه چاته ْويل كيږي چي هغه د عامو خلګـو په نسبت له دين ځخه زيات خبروي او ديني بشپړصحيح معلومات او پوهنه ْولري او هم ئي ديني كتابونه لوستلي وي او دائي تخصص وي او عام مسلمانان د حلال او حرام د تپوس او پوښتنو لپاره هغوي ته مراجعه كوي دا نوع كسانو ته د پښتنو په ټـولنه كي مولاناصاحب او يا ملا صاحب او يا مولوي صاحب ْويل كيږي دا طبقه خلـګ په سپينه جامه او سپينه پګړئ پيــژندل كيږي او دوي ته سپـين پګړي هم وائي دا طبقه خلـګ هغه څـوك دي چي دوي ته په ديني كتابونو كي د اسلامي امت علماء كرام ويل كېږي دا طبقه خلـګ په هر دور كي د انبياْو عليهم السلام وارثان دي او د هغوي دنده سر ته رسوي چي عامو خلـګوته ددين رسول او په دين خبرول دی د دې طبقې احترام د هغوی اطاعت او خدمت په عامو مسلمانانو واجب دي د هغوي د هرقسم مشكلاتو په ختمولو كي له هغوی سره مرسته كول لوي اجر او ثواب لري له هغوي سره مينه او محبت فرض دي د هغوی توهين او هغوي ته په سپكه سترګه كـتل او له هغوي سره عداوت او بغض او دهغوي عدم اطاعت لويه او شديده ګـناه ده د هغوي دلآزاري او هغوی ته خنډونه جوړول لوی جرم دی له هغوی سره ناسته ولاړه مينه او محبت د مْومن لپاره د جنت د دخول سبب ګـرزي او بالعكس دهغوي دلآزاري او له هغوي سره بغض او عداوت د مسلمان لپاره په دنيا او اّخرت كي د ذلت او عذاب الهي موجب ګـرزي په مختلفوكتابونو كي ليكلي دي چي :
[color=darkred:bb2464c067]قال الإمام الحافظ أبو القاسم بن عساكر رحمه الله اعلم يا أخي وفقنا الله وإياك لمرضاته وجعلنا ممن يغشاه ويتقيه حق تقاته أن لحوم العلماء مسمومة وعادة الله في هتك أستار منتقصيهم معلومة وأن من أطلق لسانه في العلماء بالثلب ابتلاه الله تعالى قبل موته بموت القلب فليحذر الذين يخالفون عن أمره أن تصيبهم فتنة أو يصيبهم عذاب أليم (التبيان في آداب حملة القرآن )[/color:bb2464c067]
الامام حافظ بن عساكر(رح) فرمائي : د علماوْو غوښـي زهرجني دي چاچي د هغوی سپكاوی او بې عزتي و غوښتله د الله تعالى سزا د هغوی لپاره معلومه ده چي له جرمونو ځخه یې پرده پورته کوي چا چي دهغوی د عيبونو بيانولو او د هغوی د نواقصو پلټلو لپاره د خپلي ژبي واګي ورخوشي کړي الله تعالى به ئې تر مړیني له مخه د زړه په مرګ اخته كړي الله تعالى فرمائي :
[color=darkred:bb2464c067]فلیحذر الذین یخالفون عن امره ان تصیبهم فتنة او یصیبهم عذاب الیم .[/color:bb2464c067]
ْودوېرېږي هغه څوك چي د الله تعالى له حكم ځخه سر غړوي چي په يو ستر ازمېيښت به اخته شي او يا به دردْوونكی عذاب ْورته ْورسېږي ..
الحمد لله چي زمونر پښتون قوم تر نن ورځي پوري ددي طبقي پوره احترام او خيال ساتلي دي خو د اسلام دښمنانو تل ددي كوشش كړی او کوي چي د پښتنو مسلمانانو له زړونو ځخه د علماوو مینه وباسي ، هغوی یې تر پام بد کړي او ددي طبقي محوري اوقيادي رول له مينځه يوسي او د خپلو شومو اغراضو او فاسدو مقا صدو د په کار اچولو لپاره هغوي په مختلفو تورونو متهم کړي اوكوي دا ځـكه چي دهغوي د مفاداتو او اهدافو د تطبيق په لاره كي يوازيني خنډ هم دغه علماء كرام دي صرف همدغه طبقه كولاي شي د هغوي د اهدافو د تحقق په لاره كي موانع ايجاد كړي بناء مونږ مسلمانانو ته په كار ده چي ددښمنانو د پروپاګند او تبليغ زير اثر رانشو او هروخت په سياسي او اجتماعي شكل د هغوي تر څنګ ْودرېږو ددې په ځاي چي د بهرنيو دښمنانو اود كورني قوم پرستانو چي هغوی هم د نړیوال ښکېلاک آّلهْ كاردي په تبليغاتو ْو غوليإو بايد په هرشكل اوصورت چي وي خپلي ټولي هلي ځلي ددې طبقې مفاداتواو ګټو ته چي په حقيقت كي زمونږ ددين مفادات دي مخصوصي او ځانګړي كړو او نيت مو صرف د الله تعالى رضاوي كه د هغوی په افرادو كي د يوچا انفرادي نواقص وي او يا د هغوي په سياسي كړنلاره كي نيمګړتياوي وي هغوي هم انسانان دي او انسان په فطري توګه خطا كېږي او تيرْوځي خوپه اصلاحي شكل د خپلو مفيدو مشورو له لاري د هغوي د نواقصو د ختمولو كوشش ْوكړواو په هيڅ صورت د هغوي له مذهبي او سياسي ملګرتيا ځخه لاس وانخلو په دې كي زمونږ ددين سرلوړي ، د الله تعالى رضا او زمونږ اخروي كاميابي ده ، او دي ته هم بايد متوجه شو څوك چي ددې طبقې مخالفت كوي او هغوي په مختلفو تورونو توروي او له هغوي سره عداوت كوي غالبا بي دينه او د اسلام ددښمنانو ممثلين او پيروان دي كه څه هم په شكل او قيافه مسلمانان او په خټه پښتانه او زمونږ او ستاسي خپلوان وي . زمونږ دې غوليدلو پښتنو ته هم دا توصيه ده چي د الله تعالى د رضا او د اسلام د سرلوړي لپاره خپل استعدادونه او هلي ځلي د علماوو د خيرو بهبود او د هغوي د هر اړخیز ملاتړ لپاره ځانګړي كړي اسلامي څيره تخلف او د ځان لپاره شرم او پيغور ْونه ګڼي او مخكي له دې چي د قيامت په ورځ ئي حشر له بي دينو او كفارو سره ْوشي دا يو څو ورځي ژوند د حق د پيروانو او دديانتدارو مخلصو مسلمانانو د ملګرتيا لپاره مخصوصي كړي ورنه بيا به لاس مروړي او وخت به ئي له لاسه وتلی وي ، دې خبري ته مو دلته ځاي وركړ تر څو ددي كتاب لوستونكي هم دي موضوع ته پاملرنه ْوكړي الله تعالى فرمائي :
[color=darkred:bb2464c067]إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاء [/color:bb2464c067]
په ريښتيا سره له الله تعالى ځخه ويرېږي د هغه له بندګـانو ځخه علماء .
يعني د الله تعالى په بندګانو كي چي څـوك له الله تعالى ځخه زيات وېرېږي هغه صرف هغه څوك دي چي هغوي عالمان او په دين خبر خلګ دي . (انما) د حصر او تخصيص( ایسارتیا) كلمه (توری) ده معنا داچي په حقيقي شكل د الله تعالى خوف اوويره په علماوْو كي منحصره (ایساره) ده .
[color=darkred:bb2464c067]عن عمران بن حصين رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم يوزن يوم القيامة مداد العلماء ودماء الشهداء، فيرجح مداد العلماء على دماء الشهداء .[/color:bb2464c067] (الدرالمنثور عن الموهبي - ورواه الشيرازي عن أنس بن مالك وابن عبد البر عن أبي الدرداء و ابن الجوزي عن نعمان بن بشير وابن النجار عن بن عباس رضي الله تعالى عنهم)
له عمران بن حصين رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی وائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: د قيامت په ورځ به د علماوْو سياهي اود شهيدانو ويني ْوتللي شي د علماوْو د سياهي پله به درنه وي .
یوه مسلمان شاعر ددې حدیث مفهوم په خپل شعر کي ډير ښه پېیلی دی وایې :
[color=darkred:bb2464c067] يا طالبي علم النبي محمد-------------------ما أنتم وسواكم بسواء
فمداد ما تجري به أقلامكم -----------------أزكى وأرجح من دم الشهداء[/color:bb2464c067]
اې د ګران پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ددين غوښتونكيو تاسي او له تاسي ځخه ماسوا نور خلګ كله هم نشۍ برابركيدلای كومه سياهي چي ستاسي قلمونه پرې ليكل كوي د شهيدانو تر وينو پاكه او درنه او وزن داره ده.
[color=darkred:bb2464c067]عن ابن مسعود قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: إذا أراد الله بعبد خيرا فقهه في الدين وألهمه رشده. (مسند البزارو مصنف بن أبي شيبة)[/color:bb2464c067]
له ابن مسعودرضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی وائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل:كله چي الله تعالى په يوه بنده د ښو لورونه اوهغه ته د خير اراده ْوكړي هغه ته په دين كي پوهنه وركړي او په زړه كي ئي په روغه لاره تګ ور واچوي .
[color=darkred:bb2464c067]عن ثعلبة بن الحكم قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: يقول الله تعالى للعلماء يوم القيامة إذا قعد على كرسيه لقضاء عباده: إني لم أجعل علمي وحلمي فيكم إلا وأنا أريد أن أغفر لكم على ما كان فيكم ولا أبالي. (الاتحافات السنية في الاحاديث القدسية)[/color:bb2464c067]
له ثعلبه ابن الحكم رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی وائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل :كله چي الله تعالى د قيامت په ورځ (كما يليق بجلال وجهه وعظيم سلطانه من غير تمثيل ولا تشبيه) په خپله كرسۍ د خپلو بندګانو د فيصلي لپاره كېني علماوْو ته به ْووائي : چي ما په تاسو كي خپل علم او بردباري صرف ددې لپاره ايښی وو چي زما اراده دا وه چي تاسوته هغه ګـناهونه در ْوبښم کوم چي په تاسي كي وْو او ماته داكار کوم ځور نه پېښوي .
[color=darkred:bb2464c067]عن مكحول قال: سئل رسول الله صلى الله عليه وسلم عن العالم والعابد فقال: فضل العالم على العابد كفضلي على أدناكم. (سنن الدارمي)[/color:bb2464c067]
له مكحول رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی چي له رسول الله صلى الله عليه وسلم ځخه د عابداو عالم په هكله پوښتنه ْو شوه: رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل:عالم سړی په عبادت كوونكي شخص دومره برتري لري لكه زه چي ستاسو په ادنا شخص برتري لرم .
[color=darkred:bb2464c067]عن أبي موسى قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: يبعث الله العباد يوم القيامة ثم يميز العلماء، فيقول: يا معشر العلماء اني لم أضع فيكم علمي لأعذبكم، اذهبوا فقد غفرت لكم. (الطبراني)[/color:bb2464c067]
له ابي موسى رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی وائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل :چي د قيامت په ورځ به الله تعالى بندګـان له قبرونو ځخه را پاڅوي او بيا به علماء ور ځخه بيل كړي او ورته ْوبه وائي: اې د علماْو ټولۍ ما په تاسو كي خپل علم ددې لپاره نه وْو اېښی چي تاسوته نن ورځ عذاب دركړم، ځئ او په ريښتياسره ما تاسو بښـلي ياست .
[color=darkred:bb2464c067]عن أبي أمامة رضي الله تعالى عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ان لقمان قال لابنه: يا بني عليك بمجالس العلماء، واستمع كلام الحكماء، فإن الله يحي القلب الميت بنور الحكمة كما تحيا الأرض الميتة بوابل المطر. (المعجم الكبير)[/color:bb2464c067]
له ابي امامه رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی وائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم و فرمايل : چي لقمان حكيم خپل زوي ته وْويل: اې زويكه د علماوْو د مجلسونو پابند اوسه او د پوهانو خبرو ته غوږ نيسه ځكه چي الله تعالى د پوهي په رڼا سره مړ شوي زړه داسي ژوندی كوي لكه مړه زمكه چي د تيز او ګڼ باران په او بو سره ژوندۍ كېږي .
[color=darkred:bb2464c067]عن أبي سعيد رضي الله عنه قال: قال لقمان لابنه: لا يأكل طعامك إلا الأتقياء، وشاور في أمرك العلماء. (الدرالمنثور) [/color:bb2464c067]
له ابي سعيد رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دی فرمائي : چي لقمان حكيم خپل زوي ته و فرمايل : خپله ډوډۍ په تقوادارو او ديندارو خلګـو خوره او په خپلو كارونوكي له علماوْو سره مشوره كوه .
[color=darkred:bb2464c067]عن شهر بن حوشب (رح) قال بلغني ان لقمان الحكيم كان يقول لابنه يا بني لا تعلم العلم لتباهي به العلماء أو لتماري به السفهاء أو ترائي به في المجالس ولا تترك العلم زهدا فيه ورغبة في الجهالة يا بني اختر المجالس على عينك وإذا رأيت قوما يذكرون الله فاجلس معهم فإنك ان تكن عالما ينفعك علمك وان تكن جاهلا يعلموك ولعل الله ان يطلع عليهم برحمة فيصيبك بها معهم وإذا رأيت قوما لا يذكرون الله فلا تجلس معهم فإنك إن تكن عالما لا ينفعك علمك وان تكن جاهلا زادوك غيا أو عيا ولعل الله يطلع عليهم بعذاب فيصيبك معهم . (سنن الدارمي)[/color:bb2464c067]
له شهر بن حوشب ځخه روايت دي چي لقمان حكيم خپل زوی ته ويل: اې زويكه علم ددې لپاره مه زده كوه چي د علماوو په وړاندي ْورباندي فخر ْوكړې او له ناپوهانو سره پرې ْو جنګېږي او يا په مجلسونو كي ْورباندي ځان ښكاره كړې او علم دزهدپه وجه مه پرېږده او د ناپوهي د شوق په خاطر علم ته مه شاكوه اې زويكه مجلسونوته ګوره او خوښـوه ئي كله چي داسي مجلس وويني چي الله تعالى په كي يادېږي وْرسره كينه كه ته عالم وي علم ته به د ګټـه وْرسوي اوكه ناخبره وي خبر به شي او كه په هغوي د الله تعالی يو رحمت نازل كېږي ته به هم ْورسره شامل ئي او چي كله داسي مجلس ْووينې چي د الله تعالى ياد په كي نه وي مه ْورسره كينه كه عالم وې نو له علم ځخه د ګټه نه دي اخيستي او كه ناپوه وي ناپوهي به د زياته كړي او كيداى شي چي الله هغوي ته يو عذاب ټاکلی وي او ته هم په كي ْورسره ګير شې .
[color=darkred:bb2464c067]عن أبي الدرداء رضي الله عنه قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول إن العالم ليستغفر له من في السماوات ومن في الأرض والحيتان في جوف الماء وإن فضل العالم على العابد كفضل القمر ليلة البدر على سائر الكواكب وأن العلماء ورثة الأنبياء وأن الأنبياء لم يورثوا ديناراولادرهما إنماورثواالعلم فمن أخذ به أخذ بحظ وافر. (أبوداوود و الترمذي و بن ماجة)[/color:bb2464c067]
له ابو الدرداء رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي له رسول الله صلى الله عليه وسلم ځخه مي واوريدل چي مخلوقات ټـول كه په اسمانونو كي دي او كه په زمكه كي دي او د اوبو مخلوقات (يعني ماهيان په ټـولو انواعو سره) د عالم لپاره له الله تعالى ځخه مغفرت او بښنه غواړي ، او عالم سړی په عبادت كوْونكي شخص دومره برتري لري لكه دڅـوارلسم د سپوږمۍ رڼا چي په ستوريو غالبه وي او علماء د انبياوْو وارثان دي او له انبياوْو ځخه په ميراث درهم او دينار نه دي پاته شوي بلكه علم په ميراث ځيني پاته ده چاچي دا ميراث خپل كړ نولويه ونډه ئي لاس ته راوړه .
[color=darkred:bb2464c067]عن أبي هريرة رضي الله عنه قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول من جاء مسجدي هذا لم يأته إلا لخير يتعلمه أو يعلمه فهو بمنزلة المجاهد في سبيل الله ومن جاءه لغير ذلك فهو بمنزلة الرجل ينظر إلى متاع غيره. (ابن ماجة)[/color:bb2464c067]
له ابو هريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: څوك چي زما دي مسجد ته په دې نيت راغي چي يا خو د خير خبره زده كړي او يا ئي چاته وْروْښیي د هغه رتبه د الله تعالى په لاره كي د مجاهد دي او څوك چي په بل غرض راغلو د هغه مثال داسي دي لكه يو څـوك چي پردي سامان ته ګـوري .
[color=darkred:bb2464c067]عن معاذ بن أنس رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال من علم علما فله أجر من عمل به لا ينقص من أجر العامل. (ابن ماجة)[/color:bb2464c067]
له معاذ بن انس رضي الله تعالى عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: څوك چي يو چا ته يو علم وْر زده كړي د هغه هم دومره اجروثواب دي لكه په هغه علم د عمل كوْونكي او د عمل كوْونكي له ثوابه ځخه هيڅ نه كمېږي .
[color=darkred:bb2464c067]عن عبد الله بن عباس رضي الله عنهما قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم فقيه واحد أشد على الشيطان من ألف عابد. (الترمذي و بن ماجة)[/color:bb2464c067]
له عبد الله بن عباس رضي الله تعالى عنهما ځخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : شيطان ته يو په دين پوه عالم تر زرو عبادت كوْونكيو کسانوزيات سخت دي .
ځكه چي عبادت كوْونکی شخص صرف ځان بــچ كولای شي اوعالم شخص نورخلګ هم د شيطان له پيروي راګـرزوي. د علم او علماْوو د فضيلت په هكله نورهم زيات احاديث او اثار راغلي دي چي مستقل كتابونه پرې ليكل شوي دي خو مونږ دلته په همدې اكتفاء ْوكړه .
سعدي شيرازي رحمهُ الله تعالى فرمائي:
گفتم ميان عالم وعابد چه فرق بود
---------------------------- تاكردي ازان اختيار اين فريق را
گفت اين گليم خويش بدرميبردزموج
-------------------------- وان دست ميدهد كه بگيرد غريق را
يوسړي د يوه عابد پیر مريدوْو هغه ئي پريښود او ديوه عالم پیرځخه ئي لاس نيوی وكړ ماوْرته وْويل چي د عالم او عابد په مينځ كي څه فرق وْو چي هغه د پريښود او داد خوښ كړ هغه راته وْويل چي دا خو خپل كڅو له موجونو ځخه بچ كوي او هغه خو لامبوزن دي خپل ځان هم بچ كولای شي اوپه ځان علاوه بل څوك هم له هلاكـته او ډوبېدلو ځخه خلاصوي .
[color=darkred:bb2464c067]وقال الإمام أبو حنيفة رحمه الله إن لم يكن العلماء أولياء الله في الأرض فليس لله فيها ولي. (محاضرات الأدباء)[/color:bb2464c067]
امام ابو حنيفه رحمهُ الله تعالى فرمائي كه علماء په زمكه كي د الله تعالى دوستان اواولياء نشي نو الله تعالى په زمكه كي بالكل ولي او دوست نلري.
[color=darkred:bb2464c067]كان الإمام أبو حنيفة رحمه الله إذا أخذته هزة المسائل يقول أين الملوك من لذة ما نحن فيه لو فطنوا لقاتلونا عليه. (محاضرات الأدباء)[/color:bb2464c067]
امام ابوحنيفه رحمه الله تعالى چي به كله دمسائلو دبيانولو په وخت كي په جوش راغی ويل به ئي : چيرته دي بادشاهان كه دوی په هغو لذتونواو خوندونو خبرشي چي مونږ ئي دديني مسائلو له بيانولو ځخه اّخلو راسره پري جنګېدلي. به وای .
بل داچي علم يوه داسي سرمايه ده چي كله هم نه ختمېږي او نه وركه كېږي او نه غلا كيږي اونه محافظ او چوكيدار ته ضرورت لري او د مرګ تر ورځـي پوري چي څومره ځيني مصرف كوي هغومره زياتېږي.شاعر وائي :
[color=darkred:bb2464c067]قد يجمعُ المرءُ مالاً ثم يسلبُه ------------------عمّا قليل فيلقى الذلّ والحرَبَا
وجامعُ العلمِ مغبوطٌ به أبداً-------------------- فلا يحاذرُ منه الفوتَ والطلبا[/color:bb2464c067]
كه يوڅـوك ډېره سرمايه سره يو ځائ كړي خو چي له لاسه ئي وْوزي بيرته له سپكي اواحتياج سره مخامخ شي او دعلم را ټـولوْونكي هميشه په خپله سرمايه خوشاله وي نه ئي په وركه او نه ئي په تلاش كي وېرېږي .
[color=darkred:bb2464c067]العلم ينهض بالخسيس إلى العلى --------------والجهل يقعد بالفتى المنسوبِ[/color:bb2464c067]
علم او پوهنه د ټـيټـي رتبې انسان لوړ مقام ته رسوي او جهالت او ناپوهي ښکلی ځوان له پښو اچوي اوپه ټيټـه رتبه كي ئي كينوي .
[color=darkred:bb2464c067]يا طالب العلم نعم الشيء تجمعه ---------------- لا تعدلنَّ به دُراً ولا ذهبا
العلم كنز وذخر لا نفاذ له ------------------ نعم القرين إذا ما عاقلا صحبا
وجامع العلم مغبوط به أبدا----------------- ولا يحاذر فيه الفوت والسَّلبا[/color:bb2464c067]
اې د علم غوښتونكي انسانه ډېره ښه سرمايه رايوځاي كوي قېمتي ډبري او سره زر مه وْرسره برابروه پوهنه يوه داسي خزانه ده چي نه ختمېږي علم ډېرښه ملګـری دی چي له يو هوښيار انسان سره يو ځای شي څوك چي علم راټـولوي هميشه وْرباندي خوشاله وي كله هم د هغه په ورك كيدلو او يا لوټ كيدلو نه وېرېږي .
بل شاعر وائي :
[color=darkred:bb2464c067]يطيب العيش أن تلقى أديباً--------------------غذاه العلم والرأيُ المُصيب
فيكشف عنك حيرة كل جهل ------------------ وفضل العلم يعرفه الأديب[/color:bb2464c067]
هغه ډيره د خوشالي شيبه وي چي كله ستاملاقات له يوداسي پوه انسان سره وْ شي چي غذا ئي علم او روغ فكروي دهري ناپوهي پريشاني درځخه لري كړي او دعلم په قدر عالم سړی پوهېږي .
يوبل شاعر وائي:
[color=darkred:bb2464c067]تعلم فليس المرء يولد عالما--------------- وليس أخو علم كمن هو جاهل
فإن كبير القوم لا علم عنده----------------- صغير إذا التفت عليه المحافل[/color:bb2464c067]
علم او پوهنه زده كړه ځكه چي هيڅوك له موره عالم نه دي پيدا شوي اود علم لرونكي انسان او جاهل ترمينځ ډېرلوي توپيردي ځكه چي داسي مو ډېر ليدلي دي چي ديوه قوم مشراو سپين ږيری به وي خو چي كله په علمي محفلونو كي راګير شي د يوه واړه ماشوم حيثيت به ئي وي .
قال الامام الشافعي رحمه الله:
[color=darkred:bb2464c067]شكوت إلى وكيع سوء حفظي-----------------فأوصى لي إلى ترك المعاصي
فإن العلم نور من إله----------------------------- وفضل الله لا يعطى لعاص[/color:bb2464c067]
امام شافعي رحمة الله تعالى عليه فرمائي : چي وكيع ته مي د خپلي حافظې د كمزورتيا شكايت ْوكړ هغه راته ْوويل چي ګناهونه پرېږده ځكه چي علم يوه ډېوه او رڼاده او د الله تعالى نورګناهګار ته نه ْوركول كېږي .
[color=red:bb2464c067](زما له کتاب ځخه )[/color:bb2464c067]
[color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067][color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067][color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067][color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067][color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067][color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067][color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067][color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067][color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067][color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067][color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067][color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067][color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067][color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067][color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067][color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067][color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067][color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067][color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067][color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067][color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067][color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067][color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067][color=#444444:bb2464c067][/color:bb2464c067]
ع کريم حليمي
23.07.2006
محترم او مکرمو أبوخليل صاحب او درنو ،قدرمنو وړونو او خويندو سلام !
أبوخليل صاحب !
خدای دي کاميابه لره اول په دې دونيا او په هغه بله دونيا کښي هم
هو ! د ابو خيل د ليکني په اساس
د هر نبي او عالم د ټولو څخه مهم مقصد د يو قام روزل او د عالم د اصلاح د پاره تيارول او چمتو کول دی
عالمان خپل قوم د سنت راشده خواته رابولی او قوم اصلاح کوي او پاکوي
او بيا له هغو څخه خپل مټي او لاسونه جوړ وي او هغوی په خپل ملک ، نړۍ
کښي خپروي او د دوي په ذريعه دنيا اصلاح کوي
هر عالم چه ځانته مټي او لاسونه پيدا کړي ٠ نو قوم ئې د نېکمرغۍ سهار وويني (عالم هم جګ سرلوړی سي او هم ئې قوم
و لوړ منصب ته ورسيږي ٠
لکه څنګه چه يو قوم له پاره اخبار ، راډيو ، تلوېزون مهم دي هم دا راز
سمنارونه هم مهم دي
تاسو ته څرګنده ده چه پورته شيان بيله پېسو لاسته نه راځي لکه بل هر شئ
په جهان کښي چه خلک هر څه په پېسو اخلي
يو کار بل هم کوي چه :
قوم سمنارونه جوړوي او علما رادعوت کوي او سامعين چه دې سمنارته راځي ټکټ کوي او د علماوو خبري رانيسي
پښتنو !
کوښښ وکړي چه د علماوو خبري په پيسو رانيسۍ ٠ ولي ؟
نن هغه ورځ ده چه د a نقطې څخه و b ته رسېدل بيله مصرفه امکان نه لري
او بل تاسو ته څرګنده ده
سردار عالم چه د نېکمرغۍ لمر ده او پر جهان راختلی دي
الله ج و سردار عالم ته خمس مقرر کړي وو ٠ او د ذکات اخستلو ئې منع کړي وو
کله څرنګه چه راډيو او تلوېزن څومره فرق لري (تاثير ، برتري ،تفوق ،او تجلی)
يعني لکه څرنګه چه تلوېزون تفوق ،اثير لري تر راډيو
هم دارنګه د علماوو سمنارونه هم تفوق برتري او تجلي لري تر لوستلو
داسبب دی چه مونږ په ټولنو کښي ښونځي جوړوو
ولي چه يوازي کتاب لوستل پوره کټه نسي رسولی
که چيري يواي کتاب کټه درلودلی نو اسماني کتاب به نبي ته ضروت
نه درلودلی ٠ او مکتب به و معلم ته !
غربي نړۍ چه دومره مخته تللې يو له سببونو ئې دا کيږ ي چه علما او تجربه
کاره خلګو خبري په پېسو اخلی
که په غرب کښي د سينما و دروازې ته خلک په نوبت دريږي
په مقابل کښي د سمنارونو و دروازو ته هم په نوبت کښي ولاړ وي
دومره په زيات شوق او زوق سره دې مجلس ناست وي
لکه د افغان ځوانان چه زماپه ځوانۍ په عصر کښي د داراسنګ يوه
جنګي فلم ته ناست وه