د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

امر بالمعروف و نهي عن المنکر

نقاد
20.07.2006

له طالبانو څخه وروسته اوس يوځل بيا د امر بالمعروف و نهی عن المنکر اداره جوړيږي او کرزي صيب يې امر هم ورکړی دی . آياددغسی اداری جوړول اړين بولئ ، که هو، ولې ؟ اوکه نه، ولې ؟ نظر مو له د ﻻيلو سره وړاندې کړئ اوکه دليل ونه لرئ ، نو له تشې رايې څرګندولو څخه ګران لوستونکي مخکې له مخکې په ټينګار سره معذرت غواړي . ارزښتمنو او اغيزمنو ليکنو ته مو ګران لوستونکي سترګې په ﻻر دي! والسلام


Ajab
21.07.2006

وروره نقاد جانه، زما په نظر خو د دا ډول ادارو جوړول بېخي يو غير ضروري او چټي کار دى چې د اوسنۍ ادارې د ماشومانو ذهنيت ښکارندوى دى. ځکه چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر دنده د پوليسو نده بلکې دا د هر مسلمان کار دى. هر مسلمان، او په مجموع کې هر انسان، بايد خلک د بدو څخه منعه کړي او ښو ته يې راوبلي. دا يو بېخي اخلاقي غوندې کار دى. يانې خلک له درواغو ويلو څخه منعې کول، ګاونډي سره د ښه سلوک تبليغ کول، لمانځه ته رابلل، غريبانو سره د مرستې کولو بلنه او دغه ډول نور کارونه، چې بېخي يوه ټولنيزه او اخلاقي بڼه لري، د هر ښه انسان او مسلمان کار دى. د پوليسو کار د غلو نيول، امنيت ساتل او د فساد مخنيوى کول دي. د پوليسو دغه دنده يوه نړيواله بڼه لري. مانا دا چې دا يواځې په اسلامي ټولنو کې ندى. خو که تاسې يې وګورئ نو د اسلامي ټولنو او هېوادونو پوليس تل حرام خواره، رشوت خواره، نا اهله او د جنايتکارانو خپلوان او دوستان وي. برعکس د نامسلمانه هېوادونو او ټولنو پوليس دغه ډول نه وي. که اوس د امر بالمعروف او نهي عن المنکر کار هم دې پوليسو ته وسپارل شي نو هيڅ له امکانه ليرې خبره نده چې دا پوليس په دې توګه د خلکو د مذهبي او ديني عقيدو، نظرياتو او تربګنيو د سپکاوي او د مذهبي کرکې او نفرت د زياتولو سوب شي. ځکه چې تاسې ګورئ اسلامي ټولنه، خصوصاً د افغانستان خلک، په اسلام کې دننه هم ډېرې عقيدې، نظرونه، فکرونه، لارې او مسلکونه لري. په دوى کې ځينې بنسټپال خلک يو بل ته کافر هم وايي. نو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پوليس به د دغو لانجو خامخا ښکار کېږي.
بله خبره دا چې پوليس او دغه ډول نورې ادارې د مذهب، ژبې او توکم په بنسټ جوړول يو ډېر غير معقول او نامناسب کار دى. سبا له به څوک وهابي پوليس جوړوي نو څوک به اهلسنت پوليس. شيعه او سني پوليس خو به په سمدستي توګه ورسره منځته راځي. بيا به هندو پوليس، سکهـ پوليس او عيسوي پوليس هم جوړېږي ځکه چې د دغو مذهبونو خلک هم په افغانستان کې شتون لري او حقوق هم لري. دغه لړۍ به بيا ژبني تضاد ته هم راښکته کېږي او پښتانه پوليس، تاجک پوليس، ازبک پوليس او دغسې نور به پکې جوړېږي. ايا دا د افغانستان د تجزيه کولو او د اسلام د نور بدنامولو او شرمولو هڅې ندي؟؟؟
او اخري خبره دا چې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د پوليسو څخه افغانانو د طالبانو په وخت کې کومه ښه ورځ ليدلې ده چې اوس کرزى هم دغه کار کول غواړي؟ ايا د همدغو پوليسو برکت نه و چې د طالبانو د تېښتې سره سم خلکو سرعام اوږدې اوږدې ږيرې خرول او د اسلامي شعايرو سپکاوى پېل کړو؟؟؟
مالومه نده چې کرزي ته د دا ډول غير ضروري او چټي کارونو ماشومانه مشورې څوک ورکوي؟


دکرزي پر مشاوير دي افرين سي ، ايا په طرز عمل ئې پوهېږي ؟؟


ع کريم حليمي
21.07.2006

ډېر محترم دانشمند نقاد صاحب او درنو ليکوالو او لوستونکو 
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
يو د کارونو څخه چه زما خوښيږي او هم ايمان پر لرم چه انساني ټولنه مخ په 
وړاندي بيايي هغه امر بالمعروف و نهي عن المنکر په ټولنه کښي !!!!
له   امر بالمعروف و نهي عن المنکر څخه مسلمان سترګي نسي پټولی 
او منکره کېدلی هم نسي !!!
قران داسي يو عظيم او قوي اخلاق لري که په تطبق اصول کښي ئې 
فرد وښويدۍ نو بيا امر بالمنکر ترې جوړيږي ٠ او ټولنه نوره په 
فساد کښي لويږي ٠ او ډېر بد او مضر عواقب وخيم به ولري ٠ 
نهي عن المنکر  مثال د دوايې بللې سوو ٠ يعني د بد اخلاقۍ دوا 
که  dorse ئې ډير سي نو دوا يو بد شئ سوه او که dorse ئې کم وي 
او پوره کورس هم ونه خول سي نو بيا دوهم ځل  له پاره هم دغه دوا يا 
 Antibiotic بې تاثير او يا هيڅ ګټه و انسان ته نه سروي ٠ 
دا به دوهم وار سي چه د افغانستان و ټولني ته يوار بيا دا اسماني 
د بد اخلاقۍ دوا ور فرمايل کيږي 
دا دوا بايد ، ضرور او خامخا دمتخصيصنو تر نظارت لاندي و ملت 
ته ورکول او تطبق سي 
 

او که په تطبق اصول يې څوک يا امير پوهه ولري او هم د دې وظيفې موئظف
اشخاصو ته مخصوص تعليم ورکول سي !
او موئظف اشخاص ئې مطالعه سي چه په نفس کښي پاک وي يعني چه عقده ، 
ضعيف النفسي ونه لري !!
 د رمزفلډ خبره ده چه خبر يالانوته وويل (چه په افغانسان کښ 
ملايکي نسم پيداکولي ٠ اما بند ئې پيدا کولی سي !!!
اسلامي اصول دي چه الهي صفات پيدا کوي 

د دغه مؤسسه چه جوړيږي ضرورده !! چه داسي اصول ورته وليکل سي 
چه نور سماوي اخلاق تر پښولاندي نه سي يعني (چه د هيځ نوع  تجسوس 
حق ورنه کړه سي  ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ وغيره )
زه پر دې نه بېرېږم چه د امر بالمعروف و نهي عن المنکر  سماوي دوا 
به افغانته ارامي نه راولي ضرور ئې راوړي او راولي 

که دا وظيفه د يوه نامعقول اصولو او سړو په لاس ورکړي ٠ 
نو د سلو کالو له پاره به دغه دوا ضربه وويني  ٠ 


Anonymous
21.07.2006

اسلام عليکم امابعد!
څرنګه چې زموږ په وطن کې هر چا د اصل پر خلاف عمل کړی او فرعي ته يې رجوع کړېده . دين يې تل ددنيا دپاره دام ايښی دئ نو ددې ادارې جوړول هم رېشخند ځيني جوړيږي . مخکې تر دې چې ريشخند شي بايد چې ددې ادرې نوم دهمداوسه څخه د دغه اوسنۍ ادارې دغلو او د مافيا دډلو سره دغه شاني ياني د [color=red:d9b9ffeb57]نهي بالمعروف و امر بالمنکر[/color:d9b9ffeb57] دادارې په نامه و نومول شي چې ټول دفساد نه ډک او غلو وعملو ته شرعي جواز ور کړي .


ازادخيال
21.07.2006

که دغه اداره د جهاد سالارانو او نورو جنایات کارانو د بې شمیره وژنو او خيانتونو چې داسلام سره په ښکاره ضدیت لري پوښتنه وکړي نو سر په سترګو قبوله او که دهغې هدف دسرک په سر د عادي او غريبو کسب ګرو ، محصلينو او عامه وګړو د لباسونو، ږیرو، بريتونو او پړونو سره سرو کار وي نو بيا خو دهغې شتون هیڅ مانا نه لري. په افغانستان کې تل قانون او اسلام یوازې په غریپانو تطبيق شوی دی.
بل هدف ددغې ادارې دجوړولو څخه دادي چې جهادي مشران غواړي خپل نفوذ ژوندی وساتي او هم دخپلو پلویانو له پاره اداري تشکيلات منځ ته راوړي.ځکه دمملکت په بيا ابادۍ کې له دوی نه هيڅ شی جوړ نه دی او هیڅ کومخ بله دنده نه شي اجراکولای.
دښو اخلاقو روزنه او دفسق او فساد له منځه وړل يو اوږده تربيوي پروسه ده چې دکوچنيتوب اويا د‌ډېرو اروا پوهانو په قول لا دمور له ګېډې څخه پیل کیږي. نه په امرونو او وهلو ټکولو!!
ایاداسي کوم اسلامي هيواد شته چې ددغې ادارې په موجودیت کې يی خلک له اخلاقي پلوه ګل اوګلزارکړي وي؟
دغې ادارې ته هیڅ کومه اړتیا نشته او دهغې موجودیت به یوازې ګډوډي رامنځ ته کړي او دنورو قانوني ادارو واکونه او مکلفیتونه به بې اعتباره یا کم اعتباره کړي.

ازادخيال


مشواڼې
21.07.2006

ګرانوڅېړونکوسلامونه !

په دې حقيقت هيڅوک سترګی نشي پټوولای چی '' امر بالمعروف و نهي عن المنکر '' دخپل نوعيت سره لومړنۍ مؤثره اداره وه چی دطالبانوداقتدارچاری يې سمبالولی خودتعليم يافته افغانانواودنړۍ غوڅ اکثريت دطالبانوددغې ادارې مخالفت کاوه ٠ دنړۍ دمخاليفينوڅخه ، صعودي عرب ، عربي امارات اوپاکستان هغه هيوادونه ؤ چی دطالبانواقتداريې په رسميت پېژندلې ؤ اوددوی سره يې په کورنيو عملياتوکی لاس درلوداولارښوونې يې په افغانستان کی تطبيقېدلی٠ که څه هم دغوهيوادونوپخپلو اولسونو د امر بالمعروف و نهي عن المنکر اصول نه خوښوول خوپه افغانستان کی يې تری پنځه کاله ملاتړوکړ اوکله چی خبره بيا دځاني ګټوشوه نو چون دطالبانوپه ظاهري ملاتړکی د امريکايي ټانک ميل ددوی خواته هم کږېدای شونو ځکه په ٢٤ ساعته کی بدل شول اوپه همدومره موده کی د تروريزم پرضدمبارزين هم شول ٠ بيانودچاپلاربه په دوی منلی وای چی کله دکومی شېبې لپاره به هم د طالبانو ملګري ؤ٠ صعودي واکمنوخوله خپل وطنداراوتبعې نه هم انکاروکړ٠ کامياب سياستونه هم همداسی وي ٠ هغوی اوس هم پخپلوڅوکيودخپلوعايداتوسره ناست دي خوطالبان لاتراوسه په غرونواوسمڅوکی ارام نه لري ٠ اولکه ملا ضعيف صاحب چی ځان ورته پاک برېښېده اوس له هغوانډيوالانوڅخه شکايت کوي چی دخپل اقتدارپه وخت کی ورته له سراوماله تېرؤ ٠
دطالبانودنړيوالی کرکې اودمسلمانانوڅخه دنړيوالی کرکی علت هم دغه د '' امر بالمعروف و نهي عن المنکر '' اداره وه چی ددوی دناکامېدواوراپرځېدولپاره يې پلمې جوړې کړې ٠
دطالبانود حکومت له نسکورېدوسره سم دکرزي صاحب موقته اداره جوړه شوه اودطالبانوټول قيودات لمنځه ولاړ٠ له دغه وروسته چی که ازادي وي که خپلسري ، بې نظمي وي که امن ، بې عدالتي وي که ديموکراسي ، مستقيما'' دکرزي صاحب دکاراوکوښښونو نتيجې دي چی دبين المللي پوځي اومالي ملاتړپه مټ ممکنې شوي ٠
پنځه کاله وروسته کرزې صاحب بېرته هغه څه جوړول غواړي چی ده وران کړل اودده اداره اوبين المللي پلويان يې يې نه پخلاکېدونکي دوښمنان ؤ٠ عجيبه خوداده چی اوس کوم عامل پيداشوچی دطالبانوتقليدته يې وهڅاوه ؟
که طالبانود '' امر بالمعروف و نهي عن المنکر '' په رامنځ ته کېدوښه کارکړې ؤ، ولی پری مجازات شول ؟ اوکه بد کاريې کړې ؤ نوکرزې صاحب ولی داګناه تکراروي ؟
همدارنګه که ديوې نوې ادارې مؤثريت منځ ته راوړلی شي ، ولی دپوليسواداره نشي مؤثره کولای ؟
په تخنيکي لحاظ د کرزي صاحب اوملامحمدعمراخونددرهبرۍ ترمنځ داتوپيردې چی دملاصاحب قومانده متحده وه اودکرزې صاحب اداره په مختلفوقوماندوچليږي ، دملاصاحب دمخالفت جرات له چاسره نه ؤ خوکرزې صاحب پخپله په ډېروشيانوکی جرات نه کوي ٠ ملاصاحب پرته له طالبانونوری ډلې اوايډيالوژۍ نه پېژندې خوکرزي صاحب هرچا ته موقع ورکړې ٠ په داسې حال کی چی مذهبي اوسيکولرطاقتونه وجودولري اوددې ترڅنګ نړيوال پوځونه هم وي ، مذهبي پوليس به وکوولای شي چی په حالاتوکنټرول راولي ؟ ايا دغه مذهبي پوليس به وکولای شي چی لکه طالبان دمقرراتوپه سرغړوونه غربي اتباع هم بنديان کړي ؟
د پام وړداده چی وايي :

يونيمګړې سياست به تل نيمګړی نتيجې لري ٠ اوداشعرهم په دې خبره ټينګارکوي چې :

له ورخ تېری اوبه بېرته نه جاروځي --* -- نه جاروځي تېرساعت په بېرته بيا

مشواڼې



ع کريم حليمي
21.07.2006

ډېر محترم او قدرمن مشواڼې صاحب او درنو لوستونکو 
سلامونه او احترامات وړاندي کوم !

مشواڼې صاحب  !
زه ښه او پوره مطمئن سوم چه تاسو د امر بالمعروف و نهي عن المنکر
تاويل نه زده هو دومره پوهېږي لکه څنګه چه تاسو ليکلي 

[quote:4e3dc62309]که طالبانود '' امر بالمعروف و نهي عن المنکر '' په رامنځ ته کېدوښه کارکړې ؤ، ولی پری مجازات شول ؟ اوکه بد کاريې کړې ؤ نوکرزې صاحب ولی داګناه تکراروي ؟ [/quote:4e3dc62309]
تاسو په کوم دليل واياست چه امر بالمعروف و نهي عن المنکر  ګناه ده 
نوکرزې صاحب ولی داګناه تکراروي 

تر هرڅه لمخه تاسو په دې ګناه کښي ولاړ ياست که اولادونه لرۍ 
اولاد ته تربيه هغه وخت ورکول کيږي چه پلار په کورکښي د  امر بالمعروف و نهي عن المنکر  عملي کړي ، هلکه کاکاته سلام وکه ، ورسه د لوی بابا او نيا 
ته سلام وکه ، هلکه چه بيا ښکنځا ونه کړې ٠ (امر بالمعروف و نهي عن المنکر )

مشوانې صاحب !
امر بالمعروف و نهي عن المنکر په هيڅ صورت د ږيري سره هيځ لاره نه لري 
نهي عن المنکر  په فاميل کښي يو شکل وي ، او په ملي سويه بل شکل وي 
په محلي سويه بل شکل وي ، او په جهاني سويه په بل ډول تطبق کيږي 

يوه چاړه د قاتل په جېب کښي ده ، يوه د ډاکتر پر مېزه پرته وي ، يوه 
د قصاب پر کونده پرته وي ، او يوه چاړه د ډوډۍ خوړلو پر مېز د سړي پر سر 
يوه يوه دانه پرته وي 
د هري يوې نوم چاړه ده خو دا مانانه چه پر دسترخوان چاړه مه اېږدی 
چاړه ډېر بد شئ ده ، ولي چه فلان قاتل په چاړه سړی ووژلي 
عيب په چاړه کښي نسته دغه قاتل رذيل سړی دي 
چاړه ده چه د قلب عمليات په کيږي او نوې ژوند په پيدا کيږي ٠ 

تاسو ولي د د احمق نظام يا حرکت په خاطر و امر بالمعروف و نهي عن المنکر
ګناه واياست ؟ ؟؟؟ 
 تاسوته ښه معلومه ده او يا ښه پوهيږي چه منکرات څو ډوله دی 
فردي منکرات په هيچا اړه نه لري ، نه په پوليسو نه په محکمه او د  نهي عن المنکر  په پوليسو ٠ مثلا ږيره که ئې خريم او که دومره ئې اوږدوم لکه  د سياف سيف  ٠٠٠٠٠٠ وغيره 
او بعضي منکرات دي چه هغه په ټولنه کښي فساد اخلاقي پيدا کوي 
د دې له چه قانوني جرم ځيني جوړ سي بايد مخه ئې ونيول سي 

هره ورځ 80 ملي ګرامه ايسپرين چه څوک وخوي نو ډير امکان لري چه 
د قلب مشکل به پيدانه کړي 
هيڅ داسي غل نسته چه اول وار دي چه بانک ملي دي مات کړي 
اول د پلار له جېبه بيا پر سړک هګۍ ، بيا په کلي کښي جرګه بيا له ګورمه غوا 
پم پر ثم بيا نو د بانک غل ترې جوړ سي 
ايا تاسو اورېدلي وه چه د ظاهر خان په پاچهۍ کښي عسکر له عسکرۍ 
تښتېدلی وي جواب يا اما د لويو ښارو په بازارونو کښي د فرقې انظباط
په بازارونو کښي ولاړ وه ٠ هر چا چه به سر ږيره او برېت خريلي وه 
نو انظباط پوښتنه ترې کوله چه عسکر خونه ئې او که عسکر يي ولي له 
فرقې راوتلی ئې ٠ 
ستاسو به په ياد وي کوم وخت چه افغانان د مکتب او تعليم په قدر نه پوهېدل 
په غير حاضير متعلمينو پسي ئې چپراسيان اوستول او لښته به ورسره وه 
هلکان به ئې په وهلو تر مکتبه بېول ، او بيابه سر معلم هم وهل ورکړل 
کوم وخت چه افغانان يو څه د پوهي په قدر پوه سوه نو وهل هم له منيڅه
ولاړل او غيري قانوي عمل حساب سو ٠ 

او بل تاسو پوهيږي چه غربي ملکونه څوک څلور قيسمه او بعضي پنځه قيسمه
پوليس لري 

پر افرادو ولي ليکني کوۍ ٠ ؟؟؟؟ چه کرزی داسي او طالب داسي 
پر امر بالمعروف و نهي عن المنکر  څه وليکۍ چه ولې بد دي 
ايا امر بالمعروف و نهي عن المنکر بد اصول دي که ښه ٠خبره هم دغه ده !!!
که تاسو ئې خساره په ګوته کړه ٠ زه به ئې ولولم نوبه پوه سم 
چه ناپوه يم او يا تاسو غلطي کوۍ !!

امر بالمعروف و نهي عن المنکر وظيفه د هر احمق کار او وظيفه نه ده 
يوه اکاډمي بايد ورته جوړه سي چه فارغه سي  بيا نو پوليس شي 

دا وظيفه د هر سحرايې او بدوهم  نه ده ٠ !!!!!!!
يا د رېګو بلوڅان يا د رېګو هلمنديان (دولس کاله مکتب دوه کاله اکاډومي )
نو که بلوچ وي که کاکړ بيا نو پوليس دي سي 

د پوليس بايد اول کوچني قدمونه واخلي دوه کاله يوازي د رشوت د مخنيوي 
له پاره کار وکړي تجربه بسي نو بيا به بل منکر شراب د خرڅولو د مخنيوي 
کار ور وسپارل سي ٠ او په عين وخت کښي به يو او دوه متحصيص د 
د اکاډوۍ ته پيدا سي ٠ 
تخصوص خو له تجربې څخه پيدا کيږي ٠ 
اصلا زموږ افغانانو هيڅه خپله زده کړه نه لرو ٠ حلال اوړه مو په لاس کي مردار
دي ٠ 

ستاسو احترام پر ځاي او د نظر سره مو موافق نه يم ٠ 


FaridOkhyar
21.07.2006

[color=blue:6a94e21eff]عاقبت گرگ زاده گرگ شود//////گرچه با آدمى بزرگ شود[/color:6a94e21eff]

څلور کاله مخکي خو د ولسواکي چيغي او ناري وه اوس د
امر په معروف او نهي له منکره 

دغه جمله د افغا نستان د وګرو نفرت راپاروي ٠

امر په معروف او نهي له منکره په اسلام کي بل معنا لري او په افغا نستان بيلګه-
په افغا نستان کی امر په معروف او نهی له منکره یانی بربريت ، وحشت ، ظلم ، تجاوز ، بدويت ،بيناموسي ، وژل ، لوټول ، غارت ، زنا ، لواطت ، درواغ ٠
دلته د ( امر په معروف ) څخه فلسفي مه جوروه ٠ ډير تش په نامه ديني علما تردي نامه لاندي لوي لوي جنايتونه سرته رسولي دي٠
که تاسو واقعا د پښتو ، پشتونولي او پښتون لپاره مبارزه کوئ ، اول خو باید دپښتنو په سيموکي د بربریت او بدويت د رواجولو پر ضد مبارزه وشي٠



ع کريم حليمي
21.07.2006

محترم FaridOkhyar صاحب سلامونه او ښې هيلي !
هو ! صاحب
[quote:8a1296b3af]دلته د امر بالمعروف څخه فلسفي مه جوروه ٠ ډير تش په نامه ديني علما تردي نامه لاندي لوي لوي جنايتونه سرته رسولي دي٠ [/quote:8a1296b3af]

ظالم او مظلوم   خو سره وړونه دي !
ظالم چه ظلم کاوه خو مظلوم خوله شيته ورته نيولې وه 
او ظلم ئې داسي زغملي لکه وچي مځکي ته چه اوبه ور ورسيږي 
[quote:8a1296b3af]که تاسو واقعا د پښتو ، پشتونولي او پښتون لپاره مبارزه کوئ ، اول خو باید دپښتنو په سيموکي د بربریت او بدويت د رواجولو پر ضد مبارزه وشي٠[/quote:8a1296b3af]
اې پښتنو !!!
مه ظلم کوۍ او مه ظلم زغمۍ ، مظلومه نارې کړه چغي که بوغاري که 
او  ظالم تر لاس ونيسه نو زه او وړونه به کومک ته درسو
کوچنی به ږاړي نو مور شيدې ورکوي ٠ هغه مور به لېونۍ وي چه هلک 
ارام ويده وي او مور ئې راويښ کي او شيدې په خوله کښي ورکوي
اوهلک نو مخ يوې خواته اوبلي خواته کوي . 

يو وخت به په مسجد کښي يو ښايسته ځوان پر غوږ راپرې وتۍ 
چه حاجي ساب ستاسره نو اوږه شرعي ږيره ښايي 
نن زما ږيره پر هغه خيال ده او د افغان سيد جمالدين په مسجد کښي د جمعي 
د ورځي لمونځ داسي څوک ورکوي چه نه ږيره لري او نه برېت 
او هغو چه اوږدې ږيري درلودې اوس چټان دي ٠ ولي چه طالب رانسکوره 
سوو ٠ 
اې اکثره پښتنو ! د هر چا له ساز سره مه غورځۍ 
وړونو د شرم ځای دی نن په ټول افغان يعني افغان دوه ملي مشران نه لرو 
دوه څکي څکي يو هم نه لرو 
يو ژوندی رول ماډل نه لرې !!!!٠ 
ځوانانو څوک مو رول ماډل دی ؟؟؟؟؟ په ژوندو کي 
دپښتنو مړه خو ټوله اوليا دي  
 پخپل نفس کي پخپله تغير راولی ، خدای زمونږ په نفسونو کي تغير نه راولی 
هو !!
 عاقبت گرگ زاده گرگ شود//////گرچه با آدمى بزرگ شود
دا هم درواخله !!
غوښي په پيشوګۍ مه ساته 


مشواڼې
22.07.2006

ترهرڅه دمخه ډېرقدرمن اوښاغلي حليمي صاحب ته سلامونه اواحترامات وړاندی کووم ، بيا ورڅخه مننه کووم چی په بحث کی يې راسره برخه واخيسته ٠
ددې لپاره چی ستاسونيووکې می په ښه توګه تعقيب کړيوي ، غواړم ستاسودليکنې اړوندټکي راواخلم اوترهغه کچه چی پوهېږم ، ويې څېړم ٠
نودادې په دې لړکی ستاسولومړۍ ګوتنيوونی ته داسی اعتراف کووم :
تاسوليکلي :
(( زه ښه او پوره مطمئن سوم چه تاسو د امر بالمعروف و نهي عن المنکر
تاويل نه زده هو دومره پوهېږي لکه څنګه چه تاسو ليکلي ))

حليمي صاحب ، تاسو په پورتنۍ جمله کی زما دپوهې سم اټکل کړې ځکه د امر بالمعروف و نهي عن المنکر کليمه يوه عربي اصطلاح ده چی زه يې په تفسيراوفلسفه نپوهېږم ، اوداځکه چی زه په عربي ژبه کی ستاسوغوندی معلومات اوعلم نه لرم اوښه ګومان می کيږي چی دافغانستان ٩٩ فيصده خلک به هم زما غوندی وي ٠
خوتاسوشايد زما په پښتوليکنه کی دستونځوسره مخ شوي ياست ٠ ما ليکلي :

اقتباس:
که طالبانود '' امر بالمعروف و نهي عن المنکر '' په رامنځ ته کېدوښه کارکړې ؤ، ولی پری مجازات شول ؟ اوکه بد کاريې کړې ؤ نوکرزې صاحب ولی داګناه تکراروي ؟

زما دغه جمله ډېره ساده پښتوده اوزه نپوهېږم چی ستاسودقبلولووړولی نه وه چی ليکلي مودي :

((تاسو په کوم دليل واياست چه امر بالمعروف و نهي عن المنکر ګناه ده نوکرزې صاحب ولی داګناه تکراروي ))

حليمي صاحب ، زمادليکنې په کوم ځای کی ماداسی ليکلي چی امر بالمعروف و نهي عن المنکر ګناه ده؟

زه فکرکووم تاسودکرزي صاحب دنوم په ذکرکوولوخواشيني شوي ياست چی زه يې ښه درک کوولای شم ، که نه ما ليکلي :

((پنځه کاله وروسته کرزې صاحب بېرته هغه څه جوړول غواړي چی ده وران کړل اودده اداره اوبين المللي پلويان يې نه پخلاکېدونکي دوښمنان ؤ٠ عجيبه خوداده چی اوس کوم عامل پيداشوچی دطالبانوتقليدته يې وهڅاوه ؟ ..........))
((که طالبانود '' امر بالمعروف و نهي عن المنکر '' په رامنځ ته کېدوښه کارکړې ؤ، ولی پری مجازات شول ؟ اوکه بد کاريې کړې ؤ نوکرزې صاحب ولی داګناه تکراروي ؟ ..............))

حليمي صاحب !
په پورته خبروکی څه مشکل نه وينم چی تشريح يې کړم ٠ څه چی دي هغه ټول خلک ويني اوزه په داسی پوښتنوکی يواځينې افغان هم نه يم ٠
که تاسوزما په دووپوښتنوکی ربط ، منطق اومحتوا ترڅېړنې اوکتنی لاندی ونيسۍ ، انشاالله چی خاطربه موجمع شي ٠

حليمي صاحب !
تاسوخوډېرعالم شخصيت ياست مګرداسې نېغ په نېغه فتوې صادروۍ لکه چی تاسوپه کومه غټه ګناه نيولې يم ، حتا په لومړي کتارکی می دروۍ ٠ دې جملې ته خولږ متوجه شه چی مستقيم وايې :

(( تر هرڅه لمخه تاسو په دې ګناه کښي ولاړ ياست ))

حليمي صاحب ، په کوم دليل داسې مطلق امرکوۍ ؟

هيڅوک له ګناهونوپاک نه دي ٠ زه هم هغسې د خدای يوګناهګاربنده يم خوشکرالحمدالله تراوسه می نه له چانه غلا کړې ، نه می څوک وژلي، نه می چاته تاوان رسېدلی اونه به داسې ګناه وکم ٠

اودخوشال خان خبره :

چې نشه داستبدالري په سرکی --* -- ماته يودې که مغل دې که افغان

اواولاد ته تربيه ، يا ستاسوخبره (هلکه کاکاته سلام وکه ، ورسه د لوی بابا او نيا
ته سلام وکه ، هلکه چه بيا ښکنځا ونه کړې ) پرته له دې چې د امر بالمعروف و نهي عن المنکر داصطلاح سره افغانان بلد شي ، په افغاني ټولنه کی رواج لري اوپه سوادپوری هم تعلق نه لري هرپلاراومورخپلواولادونو ته ادب ورزده کوي ٠ له بله پلوه داسې شيان په پوليسو نه کيږي ځکه چی دادافغانانو يوه طبيعي خاصه ده چی موراوپلارخپلواولادونوته معا شروي اداب ورزده کوي ٠

حليمي صاحب !
تاسوليکلي چی امر بالمعروف و نهي عن المنکر په هيڅ صورت د ږيري سره هيځ لاره نه لري ، خوجهان ددې خبرې شاهددې چی تردغه نوم لاندی طالبي پوليسوپه ږيره ، څڼو، پطلون ، نېکراوبلا نورومروجوکارونوخلک په کوڅواوبازارونوکی وهل اوبيا يې زندانونوته اچوول ٠ بيا ستاسوپه نظر ( نهي عن المنکر په فاميل کښي يو شکل وي ، او په ملي سويه بل شکل وي په محلي سويه بل شکل وي ،)
حليمي صاحب ، دابه هم زما نيمګړتيا وګڼم چی دامر بالمعروف و نهي عن المنکر له اصطلاح سره دطالبانود قدرت په وخت کی اشناشوې يم اوپه خدای که اوس هم خبريم چی په قران کريم کی دا کلمه راغلی اوکه په نبوي احاديثوکی ٠ نوکه تاسويا بل چا لطف وکړاوراته واضح يې کړ، خوښ به شم ٠
راغلوددې اصطلاح سياسي کاروونې ته چی دکرزي صاحب اداره يې غواړي چی ويې کاروي نوستاسوددې وينا چی امر بالمعروف و نهي عن المنکر وظيفه د هر احمق کار او وظيفه نه ده ،يوه اکاډمي بايد ورته جوړه سي چه فارغه سي بيا نو پوليس شي اودا وظيفه د هر سحرايې او بدوهم نه ده ٠ !!!!!!! يا د رېګو بلوڅان يا د رېګو هلمنديان (دولس کاله مکتب دوه کاله اکاډومي ) نو که بلوچ وي که کاکړ بيا نو پوليس دي سي ، ستاسوپام د ې ته راړووم چی طالبان هم ستاسوددې شرايطوچی ذکرکړي مودي ، نه برابرېدل خوپه خپله دوره کی يې نظمونسق له کرزي صاحبه ډېرپياوړې ؤ ٠ لکه تاسوچی هربيسوادته د ((احمق )) په سترګه ګورۍ ، زه يې ترتعليمه وړاندې په شخصي عمل اواستعداد ارزووم ٠ علم اوسواد،دخدای لوی نعمت دې خوهرښه نعمت هم دهرچا په نصيب نه وي ٠ غريبان خولا ښه نعمت هم نه پيژني نومونږنه شوکوولای هغوی په دې ناپوهۍ ملامت کړو ٠ افغانان که هرڅه ؤ، بې سواده ؤ که کمسواده ؤ خودوی په عمل کی وښوده چی دشوروي اتحادغوندی علمي اوتخنيکي قدوقامت ديوغريب اوبې سواده ملت په مقابل کی هم بې وسې اوبې نتيجې کيدا شي ٠ لکه څنګه چی تاسوويلي چی پوليس بايد اول کوچني قدمونه واخلي دوه کاله يوازي د رشوت د مخنيوي له پاره کار وکړي تجربه بسي نو بيا به بل منکر شراب د خرڅولو د مخنيوي کار ور وسپارل سي ٠ او په عين وخت کښي به يو او دوه متحصيص د د اکاډوۍ ته پيدا سي ٠ نودا خويوې اوږدې پروسې ته ضرورت لري اوپه داسې هيواد کی لکه پاکستان ، وخت اخيستلای شي مګرپه داسې هيوادکی لکه افغانستان چی په اضطراري حالت کی قرارلري او ګړ نديواقداماتواوتدابيروته عاجله اړتيا لري ، نتيجه نه ورکوي ٠

حليمي صاحب داسې جمله چی ( تاسو ولي د د احمق نظام يا حرکت په خاطر و امر بالمعروف و نهي عن المنکر ګناه واياست ؟ ؟؟؟ )
زما په ليکنه کی راوښاياست چی معذرت وغواړم کنه تکراري موولی پوښتنه کړې ؟

ماخوويلي چې په دې نوم طالبانويوه اداره جوړه کړيوه چی کرزي اوغربيانوګناه بلله ځکه يې لمنځه يوړه ٠ اوس نوکوم اسمان راونړيدچی کرزې صاحب دهماغې ادارې په جوړولو هماغه ګناه کوي چی طالبان پری ملامت شوي ؤ؟
حليمي صاحب تاسويواځې يقين لرۍ چی که څوک هره ورځ 80 ملي ګرامه ايسپرين وخوري نو ډير امکان لري چه د قلب مشکل به پيدانه کړي ٠
خوزه وايم که اسپيرين ډېراستعمال شي ، دا-امکان هم لري چی دمعدې تکليف پيدا کړي ٠ تقريبا'' هره دوا سايډ ايفکټ لري ٠
بيا تاسوپوښتنه راڅخه کوۍ چی (ايا ما اورېدلي وه چه د ظاهر خان په پاچهۍ کښي عسکر له عسکرۍ تښتېدلی وي ؟ بيا جواب واياست چی يا)

خوزما جواب ستاسوڅخه جدادې ٠ زه وايم هو٠
په هغه وخت کی عسکري ( مکلفيت) ؤاوپه دغه سبب به يې ذهني مريضان چی په اسانۍ به نه پيژندل کيده اوطبي معا ينات به يې هم ممکن نه ؤ، عسکرۍ ته سوق کوول خودغسې عسکروبه چی دتېښتې لاره و مونده نوله عسکرۍ به تښتېدل اوبيابه يې کورنۍ ته هم لانجه جوړه وه ٠ له دې پرته به تاسو د ((ساپوجنګ)) هم اورېدلی وي چی دمکلفيت دنه منلوپه سبب د حکومت اوساپيوترمنځ په کنړکی شوی ؤ٠

حليمي صاحب وړاندی ليکي :
(( ستاسو به په ياد وي کوم وخت چه افغانان د مکتب او تعليم په قدر نه پوهېدل
په غير حاضير متعلمينو پسي ئې چپراسيان اوستول او لښته به ورسره وه
هلکان به ئې په وهلو تر مکتبه بېول ، او بيابه سر معلم هم وهل ورکړل
کوم وخت چه افغانان يو څه د پوهي په قدر پوه سوه نو وهل هم له منيڅه
ولاړل او غيري قانوي عمل حساب سو ٠ ))

حليمي صاحب ،داسې جهالت ما پخپلوسترګوليدلې چی دتعليم خاوندانوکاوه ٠ حتا دپوهنتون په سويه داسی جاهلان ما ليدلي ٠ اودهماغه وړوکوالي څخه می له ځانه سره عهد کړې چی که زه چېرې داصلاحيت ولرم چې استاذان مقررکړم نولومړۍ به ترې دمضمون اونورامتحان اخلم اوچی ښې نمبرې ونه ګټي ، دمعلم په حيث به يې مقررنه کړم ٠ بيا که کوم معلم پيداشي چی شاګردان وهي ، داسې به يې منفک کړم چی بيا پخبل ژوندکی معلمي ونه شي کړای ٠ له بده مرغه همدا-اوس هم دغسې جاهلان په ښوونځيوکی تدريس کوي ٠

حليمي صاحب پوښتي چی :
پر افرادو ولي ليکني کوۍ ٠ ؟؟؟؟ چه کرزی داسي او طالب داسي
پر امر بالمعروف و نهي عن المنکر څه وليکۍ چه ولې بد دي
ايا امر بالمعروف و نهي عن المنکر بد اصول دي که ښه ٠خبره هم دغه ده !!!
که تاسو ئې خساره په ګوته کړه ٠ زه به ئې ولولم نوبه پوه سم چه ناپوه يم او يا تاسو غلطي کوۍ !!

حليمي صاحب ، زه پخپله ديوې مثبتې اصطلاح مخالفت نه کووم بلکه له هغې څخه په سؤ استفاده غږېږم ٠ دا-اصطلاح شايد په کتابونوکی تشريح شوی وي ، شايد له طالبانوپخوا په کوم اسلامي هيوادکی عملا'' داستفادې وړګرځيدلی وي خوزه تری خبرنه يم اودلته زما مطلب په يوې اصطلاح علمي څېړنه هم نه ده بلکه ددې اصطلاح په سوري کی هغه تاثيراتواونتايجوباندی کتنه ده چی دطالبانوپه دوره کی تېرشوي اودمخالفت باوجود دهغه دولت له خوا بيا عملي کيږي چی پنځه کاله يې پری طالبان ملامتوول ٠

حليمي صاحب ، لومړی بايدووايم چی پرته له افرادويا انسانانوبه امر بالمعروف و نهي عن المنکر څه مفهوم افاده کړي ؟ داخوافراددي چی يوه اصطلاح يې راپيدا کړې اودښواوبدولپاره تری کاراخلي ٠ سياست هم له اصطلاحاتونه کاراخلي ٠ ځينی اصطلاحا ت يونيورسل چلښت اواعتبارلري لکه صلح خوځينی اصطلاحات يواځی سيمه ايز اعتبارلري ٠ نوزه نپوهيږم چی ستاسوکوم مشاهدات ددې سبب شوي چی واياست '' او په جهاني سويه په بل ډول تطبق کيږي '' ٠ د امر بالمعروف و نهي عن المنکرپه هکله خودنيويارک دبشردحقوقوددفاع ټولنه هم اندېښمنه ده ٠ ايا داسی اصطلاح به په غربي نړۍ کی پلويان ولري ؟

حليمي صاحب !
تاسوډېرکلک الفاظ استعمال کړي دي چی بايدداسی نه وای ٠
تاسوواياست چی امر بالمعروف و نهي عن المنکر وظيفه د هر احمق کار او وظيفه نه ده
يوه اکاډمي بايد ورته جوړه سي چه فارغه سي بيا نو پوليس شي
دا وظيفه د هر سحرايې او بدوهم نه ده ٠ !!!!!!!

تاسويې کله له افرادوبېلوۍ اوکله يې ورپوری تړۍ ٠ زه خوفکرکووم چی د ملا ، محتسب ، قاضي ، پوليس ا ود امر بالمعروف و نهي عن المنکر ترمنځ به په وظيفوي ډګرکی فرق وي ٠
بيا واياست چی د رېګو بلوڅان يا د رېګو هلمنديان (دولس کاله مکتب دوه کاله اکاډومي )
نو که بلوچ وي که کاکړ بيا نو پوليس دي سي

حليمي صاحب ، اوس خوهمدغه دريګوبلوڅان اوهلمنديان دي چی هرچاته مطرح دي ٠

په درنښت

مشواڼې


نقاد
22.07.2006

درنو ورونو محترم او مکرم ستادحليمي صاحب ، محترم مشواڼي صاحب، ښاغلي او منلي عجب خان او ګرانو لوستونکو ته سلامونه !

د امر معروف او امر بالمعروف ريښه د انسان په فکر او تعقل کې ځای لري او اسماني اديانو په تيره بيا د اسلام بشپړ او سپيڅلي دين په اخلاقو کې د عقل او تفکر د احکامو د پراختيا ه لپاره ددين ﻻينفکه برخه ګرځولې ده . له دې کبله پر دين سربيره فيلسوفانو، اندوالو اخلاقي منورينو ،سياستوالو ، حقوق پوهانو ، فاضلانو و ټولو خيراو اصلاح غوښتونکو اشخاصو په معروف اونېکو کارونو امر او هغوی پلي کړي دي . د اجتماعي ژوند لومړنی ذهني بنسټ امر معروف او پر هغه امر دی ، ځکه اخلاقي امور معروف دي او پر اخلاقو امر کولو ته امر بالمعروف وايي !
خو امر کول سزا ورکولو ته نه وايي، سزا په امرونو کې نه ، بلکې اساسأ پر نواهيو
د ارتکاب په صورت کې ﻻزميږي : د غلا ، زنا ، مرګ زور او ظلم د کولو په صورت کې د محکمې له حکم سره سم نافذيږي . البته له بدو څخه منع کول همدغسې بيلابيلې درجي لري لکه څنګه چې په بيلابيلو درجو سره بد او جنايات وجود لري .
نهي عن المنکر يا د بدو چارو منع کول يا ترې د ټولنې غړي منع کول خو آن د قانون شکل ته رسيدلي ، غلا، زنا، مرګ ، زورا و ظلم او نور ټول په قانون کې منع دی او مرتکب يې جنايتکار ګڼل او پر سزا رسول ګيږي .
خو مهمه داده چې د ښو او بدو معروفو اومناهي کارونو پيمانه ، بڼه او منځپانګې تاريخي شکل لري او د زمانو په تيرېدو سره بدلون مومي !
په تيره بيا د معروفو چارو او کارونو( اخلاقي چارو) ډګر پراخيږي اود ټولنې غړي له ماشومتوب څخه تر اخر عمره پورې ګام پر ګام د ټولنيزو غوښتنو ، نارمونو او موازينو او مثبتو قوانينو سره مخامخ کيږي . د مور او پلار کورنۍ ، ولس ، وطن اوملت حقوق ساتل ټول معروف کارونه دي او ځينې يې داړينتوب د لوړې
کچې له امله د قانون جزهم ګرځيدلي او سرغړونه ترې ښايي سزا هم ولري .
په اوسني وخت کې له ليبراليزم پرته ، اولسواک امور ټول معروف دي ،په ټولنيز پرمختګ او عام المنفعه کارونو کې ﻻس کول ، پلوی او ملاتړ يې کول ، لنډه داچې د اولس وطن او ملت په ګټه سياست کول ټول معروف او اړين امور دي !
تاسې وګورئ چې د مسلمان اولس له پاره سوله څومره مهمه حياتی مسله ده، نو
هغه اجتماعي او سياسي ﻻر و ميتود چې د مسلمان اولس سوله خوندي کوي تر ټولو لومړی کار دی ، اولسواکي چې جنګ نه مني او سوله تضمينوي تر ټولو ستر معروف امر ځکه دی چې د جنګ جګړې فساد له منځه وړي او د هيواد ابادي رامنځته کوي !
نو که دغسې يوه اداره منځ ته راځي چې د ټولنې د اخلاقي ، سياسي او اجتماعي بشپړتيا له پاره تبليغ کوي او روزنيزې دندې تر سره کوي اود عمل په ډګر کې د خيريه ټولنې ته ورته مرامونه پلي کوي ، بايد دولت يې ملاتړ وکړي او مالي مرسته هم ورسره وکړ ي!
له روزنيزو نه هد ف دا هم دی چې د نهی سزايي برخه د محاکمواو پوليسو پورې تړلې خو د نواهيو د مخنيوي دنده لکه د نيشه يې توکو اموخت او اعتياد له منځه وړل ، د معتادو کسانو بيرته داسې روزل چې له پوډرو څخه ﻻس واخلي ، دابه د نهی عن المنکر يو ښه ساری وي . نواهي هغه کارونه دي چې تر سره کول يې په ټولنه کې فساد رامنځته کوي . غلا او زناد فسادسببونه دي، مرګ پخپله فساداو تباهي ده ، د پوډرتعميم هم د ټولنې دمعتاد غړو ژوند تباه کوي ، نهې يې پر سزا هم نه کيږي، نو بهترينه نهې يې هغه طبي او ټولنپاله پالنه ده چې اعتياد له منځه وېوړلی شي .
بډې خوړل او اداري فسادونه هم ستر فساونه دي که نوموړې اداره ددغو فسادونو دکمولو ا له منځه وړلو کې هم اغيزمن ګامونه پورته کړی شي ، نو بيسارې ښه اداره به وګڼل شي !

که دغسې فردي او ټولنيز فساد او تباهي له يوه عمل څخه نه رامنځته کيږي لکه د
ږ يرې خرَيل ، د پينڅو اوږودوالی يا د سړي لوڅ سر او داسې نور په نواهيو کې نراځي او طالبانو پرې هسې د هغه ز اړه هندو کانې کولې چې وايي ، سودا يې نه کيږي نو بيا ډنډۍ په خارښتون .... . !
والسلام
.


خیریوسی
22.07.2006

محترمو وروڼو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دلوستنکو په اجازه زه به دمحترم حلیمی صاحب او محترم نقاد صاحت دلیکونو په تایید صرف دغه ایات شریف درته رانقل کړم

{وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ }آل عمران104
ژباړه: اووی دی له نه یوه ډله دچی بلی دی خلګ ګرفته دنیکې او امر دی کوی خلګو ته په نیکی سره او منع د کوی له ناروا نه او دغه کسان چی دی هم دوی خلاصی موندونکی دی

{وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَـئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ }التوبة71
ژباړه : مؤ مینان سړی او مؤمنی ښځی بعضی ددوی دوستان دبعضو نورو امر کوی په نیک کار سره او منع کوی له ناکاره کار نه او دوی لمونځ کوی او ذکاة ورکوی او ژاعت کوی دخدای اودرسول دده دغه کسان ژردی چی رحمت به پر وکړی پر دوی خد ای تعالی بیشکه چی خدای تعالی غالب دی او څښتن دی دحکمت

مینه
ابو محمود


رښتینی
22.07.2006

محترمو وروڼو سلامونه اونيكى هيلى مى ومنئ

يارانو لوى څښتن خو مو ژوندى او ګړندى لره هغه دهوتك خبره
ويغام دايوه نيمه مو ضوع خو ځينى ياران په لوى لاس خرابه كړى

دلته بايد د نقاد صيب پوښتنى ته ځير شو هغه ويلى چى كرزى دا اداره جوړوى
ايا دا كار څومره ضرورى دى ؟
او س نو يو دا اداره ده او په خپل ذات كى داسلام له نظره دهغى اهميت او ضرورت دى
او بل ددى ادارى دكرزى صيب له خوا جوړول دى

او دارا زبل اړخ يي دطالبانو تيره دامربا لمعروف اداره هم بللى شو

په اسلام كى ددى ادارى جوړولو اهميت به محترم حليمى طالب جان او ابو محمود ته پريږدو
او دطالبانو دادارى په اړه خبر ى به اجب او هغه بل دچټك وال ته پريږدو او پاته شوو دكرزى
له خوا ددى كار كول په هغ به سره وګړيږو او خداى مى دى نه غلطوى دابه دنقاد صيب موخه هم وى

زماپه اند خو ددى ادارى جوړولو ته اړتيا نه ليدل كيږى ځكه دومره اساسى ستونزى دكرزى په مخ
كى امبار پرتى دى چى زه نه پوهيږم دى لورته ددى خداى خواركړى توجه چا را واړوله ان خبره خو
اوس دده تر استعفا پورى وغځيده او بل كه حالات سم دم وبولو نو دا ادارى فسادونه او رشوتونه
دومره درنه ستونزه ده چى دخلكو بيخ او بنياد يي ور ويوست اوس نو كه دامر با لمعروف صوفيان
هم دى ډنډ ته را ودانګى خبره به نوره هم پسى خوړينه او بو ينه شى بيا به نو دويښتانو په كچ او ناف
هم رشوتونه پيل شى او داسى نور ځكه تاسو باور وكړئ چى هغه دطالبانو ځينى با تجربه (؟)ياران
به هم دخپل وزارت يا رياست په فعاليدلو سره خپلو زړو دندو ته ور ستانه شى
او دهغو منظوريدل هم ناشونى كار نه دى ځكه دا خو يو اصل دى چى دهر فن خپل خلك وى
او په مركزى پوستونو كى خو به شاغلى استاد سياف او امثاله سر ګرم شى بيا دى نو دملالى جويا
او امثالها خداى سوب ګير شى

او بل كرزى صيب دا كار دومره نا وخته ولى كړو ؟

دلته به حتما له كاسى لاندى نيم كاسه وى او غواړى به چى خپل ملى او اسلامى پر ستيژ اوچت كړى
خو اوس يي په دى خبرو سر نه سره تړل كيږى خلك يي په مسلمانى كى شك كوى دوى مريدان نيسى !!
او نور بيا


FaridOkhyar
23.07.2006

درنو او محترمو ليکوالو !
هر څه ته اخلاق او بد اخلاقي نه سوو ويلی ! ولي چه بعضي کارونه نه بد اخلاقۍ
ورته ويلی سوو او نه اخلاق !
اما هر څه بيا خپل ځان کښي  آداب لري (د آداب مسجدڅخه نيولې بيا تر آداب الجماع پوري )
آداب (رسوم ، عادات ،رفتار ،طرز او طريقه ) 
  دا د اسلام خونه ده نود ټولومحترمو  ليکوالو څخه صميمانه  خواهش 
کوو چه د اسلام خوني ته داسي انځورونه راکاپي نه کړي 
چه د دې خوني د آدابو سره وړ نوي   
او امر به معروف و نهي از منکر کارتون مي ړنګ کړۍ ولي چه يوه کاپي ئې  
(له درناوي ډک، آزاد ، علمي او منطقي بحثونو) په خونه کښي و لوستلو
  او ليدلو ته فعلا سته  

حليمي 


مشواڼې
23.07.2006

پوهيږم چی داسلام د بحث خونی دهيئتی تحريرمسؤليت هم په غاړه لرۍ نوځکه مو ويلي چی دا د اسلام خونه ده نود ټولومحترمو ليکوالو څخه صميمانه خواهش
کوو چه د اسلام خوني ته داسي انځورونه راکاپي نه کړي
چه د دې خوني د آدابو سره وړ نوي ، او امر به معروف و نهي از منکر کارتون مي ړنګ کړۍ ٠
زما پوښتنه په دغه هکله نه ده بلحليمي صاحب ، سلامونه !

که ددې جملې په هکله ده چی دحامدپه نوم چا ليکلی اوداسی ده :

(يارانو لوى څښتن خو مو ژوندى او ګړندى لره هغه دهوتك خبره
>>> ويغام<<< دايوه نيمه مو ضوع خو ځينى ياران په لوى لاس خرابه كړى )
دارنګه کلماتوته موولی پام نه ګرځي ؟

بله پوښتنه می داده چی داسلام له نظره ( الله اکبر) او دلوراوڅټکي ترمنخ جوړه څنګه ګڼۍ ؟

مننه

مشواڼې


ghafar
24.07.2006

قدرمن حلیمی صاحب، نقاد ورور او د بحث نورو ګډون کوونکو ته سلامونه !
قدرمن نقاد صاحب پخپلې لیکنې کې په نسبی توګه په تفصیل توضیحات ورکړي دي، زه غواړم د " امر بالمعروف و نهي عن المنکر " اصطلاح د کارولو یوې بلې ستونزې ته د ګرانو لوستونکو پام واړوم .
نقاد ورور لیکي:[quote:758ee3aaac]نو که دغسې يوه اداره منځ ته راځي چې د ټولنې د اخلاقي ، سياسي او اجتماعي بشپړتيا له پاره تبليغ کوي او روزنيزې دندې تر سره کوي اود عمل په ډګر کې د خيريه ټولنې ته ورته مرامونه پلي کوي ، بايد دولت يې ملاتړ وکړي او مالي مرسته هم ورسره وکړ ي![/quote:758ee3aaac]
زه اصولاً د دې جملې محتوا تائیدوم، خو پدې نظر یم چې عام خلک د دغې ادارې له نامه سره حساسیت ښکاره کوي او دا ځکه لکه چې ټولو ته څرګنده ده د طالبانو د واکمنۍ په وخت د " امر بالمعروف و نهي عن المنکر " د ادارې له خوا ځینې خلک ځورول شوي دي. په تأسف چې اوس ډېر خلک دغه اصطلاح له وهلو ټکولو،ظلم او استبداد سره تړلې بولي او د هغه لغوی او تشریحي معنی پسې نګرځي! کله چې عام خلک له یوې کلمې یا اصطلاح څخه منفی برداشت وکړي، نو ستونزمن کار به وي چې په آسانۍ سره د هغو اعتماد تر لاسه شي. ځینې نورې اصطلاحوې لکه ( رفیق، ملګرئ، برادر ) به زمونږ په یاد وي چې زمونږ په فرهنګ کې ډېرې ښې کلمې دي،خو په اوس وخت کې زمونږ هېوادوال د دغو کلمو له استعمال سره ستونزې لری. دا ځکه چې عام خلک له هغو خلکو څخه ځورول شوي وو، چې یو بل یې په دغو القابو مخاطبول.
دغو موجودو ستونزو ته په پام سره د " امر بالمعروف و نهي عن المنکر " د ادارې بیا فعالول په اوس وخت کې مؤثره نه برېښي بر عکس د دولت اعتبار کم او ستونزې لا زیاتوي . په ډیره ساده پښتو هم کولای شو خلکو ته لار ښوونه وکړوو او ووایو چې : [color=blue:758ee3aaac]ښه کوۍ او بد مه کوۍ !!![/color:758ee3aaac]
په درناوي



ع کريم حليمي
25.07.2006

درنو او قدرمنو دانشمند  نقاد صاحب ،مشواڼې صاحب ، غفار صاحب 
او د بحث نورو ګډون کوونکو السلام عليکم وبرکاته !

مشواڼې صاحب  تاسوليکي چه :
[quote:96a3ac02dc]که څه هم دغوهيوادونوپخپلو اولسونو د امر بالمعروف و نهي عن المنکر اصول نه خوښوول[/quote:96a3ac02dc]
اصول نه خوښوول يعنی څه معنی ؟ 
که ستاسو مطلب له اصل څخه وي چه جمع ئې اصول دي 
نو اصل په معني بنياد ،منشا، مبدا ، سر چشمه 
نو وروره ! په ټوله نړۍ کښي مي نه له چا اورېدلي او نه مي چيري لوستلي 
چه (امر په معرف او نهي له منکره ) منشا ، بنياد ، سرچشمه کښي غلط کار 
او يا بد  کلام دی 
هو ! داسي مي لوستي د  الاظهر پوهنتون  استادانو ويل چه طالبان ناپوه خلک 
دي ٠ او د چا خبري ته غوږ نه نيسي (د اسلام د شرعت په اصول تطبيق نه پوهيږي )
او بعضي وخت اصولو ته فلسفه هم ويل کيږي نو  قراني اياتونو اصول او فلسفه
ښه وه او ښه ده اوښه به وي ، له دغه قراني اصول چا نه خوښوول نو د اسلام 
له لاري چلا خلک دي !!!! 
[quote:96a3ac02dc]دطالبانودنړيوالی کرکې اودمسلمانانوڅخه دنړيوالی کرکی علت هم دغه د '' امر بالمعروف و نهي عن المنکر '' اداره وه چی ددوی دناکامېدواوراپرځېدولپاره يې پلمې جوړې کړې [/quote:96a3ac02dc]

د طالبانو د راپرځېدو اول او اخر علت ناپوهي او د ٩/ ١١ وه 
جهان د طالبانو په صفت نه مړېدۍ او يو مثال وه په نړۍ کښي چه افغان قوم 
او داسي امن !!!
بيله يوه سړي (فروغ صاحب )داسي ويل چه نه !!!
طالبانو له افغاستانه بندي خانه جوړه کړې نو طبعا امنيت وي 
[quote:96a3ac02dc]دطالبانود حکومت له نسکورېدوسره سم دکرزي صاحب موقته اداره جوړه شوه اودطالبانوټول قيودات لمنځه ولاړ٠ له دغه وروسته چی که ازادي وي که خپلسري ، بې نظمي وي که امن ، بې عدالتي وي که ديموکراسي ، مستقيما'' دکرزي صاحب دکاراوکوښښونو نتيجې دي [/quote:96a3ac02dc]
نه داسي نه ده !!
دا دوه تجارتي بلډنګونه دي ، چه د افغان خولۍ په غوړو کی لوېدل  او هم لعنت 
دواړه حاله په عين وخت کښي  ، که د افغان خولۍ يوازي په غوړو کی لوېدلی
وای نو به مو دغه د نن چه لس مو مړه کړه او طلبان وايي چه شل مو مړه کړه 
خبرونه نه لوستلی ٠ 

[quote:96a3ac02dc]پنځه کاله وروسته کرزې صاحب بېرته هغه څه جوړول غواړي چی ده وران کړل اودده اداره اوبين المللي پلويان يې يې نه پخلاکېدونکي دوښمنان ؤ٠ عجيبه خوداده چی اوس کوم عامل پيداشوچی دطالبانوتقليدته يې وهڅاوه ؟ [/quote:96a3ac02dc]
کرزي نه ابادي کړې او نه ئې ورانی !
کفر ښه پوهيږي او زموږ ايمان پر راوړې چه '' امر بالمعروف و نهي عن المنکر ''
ټولنه سموي او امن په سمه ټولنه کښي دۍ نه په يوه بد اخلاقه ټولنه کښي 

مشواڼې صاحب !
قران فرمايي چه : أَقِيمُواْ الصَّلاَةَ
خو دائې ندي ويلي چه څرنګه لمونځ ! نو مبارک موږ ته وويل چه پر دې ډول 
لمنځ کوۍ ٠ لکه دانن چه موږ لمونځ کوو 
اما امر بالمعروف و نهي عن المنکر  اصول تطبيق ئې موږ ته نه دې را ښوولې 
ولي !
په دې سبب چه دغه اصل د امر بالمعروف و نهي عن المنکر   د زمانې سره 
ئې تطبيق اصول تغير کوي ٠ کله په راډيو کله چه تلوېزون پيداسي نو بيا
په تلوېزون ،کله اخبار  کله بيا په سمنارونو او که ټولنه ډيره بد اخلاقه وي نو بيا په پوليسو ، 
خو د ملکه په شورا اړه لري چه تخصيصين راوغواړي او ډول ډول نظريو
غوږونيسي او يوه لار او طريقه او اصول تطبيق انتخاب کړي 
[quote:96a3ac02dc]حليمي صاحب ، زمادليکنې په کوم ځای کی ماداسی ليکلي چی امر بالمعروف و نهي عن المنکر ګناه ده؟ [/quote:96a3ac02dc]
تاسو له يوي علمي او عربي ، طريقې څخه په استفاده 
داسي ليکلي وه 
[quote:96a3ac02dc]پنځه کاله وروسته کرزې صاحب بېرته هغه څه جوړول غواړي چی ده وران کړل اودده اداره اوبين المللي پلويان يې نه پخلاکېدونکي دوښمنان ؤ٠ عجيبه خوداده چی اوس کوم عامل پيداشوچی دطالبانوتقليدته يې وهڅاوه ؟ ..........)) [/quote:96a3ac02dc]
د عربو علماوو چه به يوه خبره کول نو به ئې د خبري سر داسي ومښلاوه 
چه له سپين ږيرو مي اوريدلي چه فلان خبره داسي ده 
زه پورته اقيباس ستاسو نظر ګڼم ٠ ممکن  ده چه زما ګمان رشتيا وي 
[quote:96a3ac02dc]حليمي صاحب ، په کوم دليل داسې مطلق امرکوۍ ؟ [/quote:96a3ac02dc]
دپورته دليل په اساس ، او اساس مي بيا پر غالب ګمان ولاړ
[quote:96a3ac02dc]اوپه سوادپوری هم تعلق نه لري [/quote:96a3ac02dc]
هو ! ما خو په خپله ليکنه  د سواد لغت نه دی ليکلي 
هو ! بې سواده پلار پوه پيداکولی سي بې سواده پلار اولاد روزلی شي 
اما بې سواده خلک حکومت نشي کولی ٠ په نن عصر کښي سواد شرط دې 

[quote:96a3ac02dc]ستاسوپام د ې ته راړووم چی طالبان هم ستاسوددې شرايطوچی ذکرکړي مودي ، نه برابرېدل خوپه خپله دوره کی يې نظمونسق له کرزي صاحبه ډېرپياوړې ؤ [/quote:96a3ac02dc]
زه هم ستاسوپام د ې ته راړووم  چه په خپله ليکنه کښي تاسو دا خبره 
د تړلي دوکان په حواله ردکړې 
[quote:96a3ac02dc]لکه تاسوچی هربيسوادته د ((احمق )) په سترګه ګورۍ [/quote:96a3ac02dc]
نه سواد او علم هيڅ اړيکي نه سره لري ٠ چه لوستل وکړاشي پوه پيدا کيږي 
هو ! څوک چه سواد ولري نو نوي نسل ته خپله پوهه پرېښوولی سي 
که سواد ونه لري نو خپلي ټولی تجربې به قبر ته يووسي 
نو نوي نسل به بيا خپلي تجربې پيدا کوي ٠ 
اما زما مطلب له احمق څخه بې سواده ندې !!!

مطلب مي دا دې چه په عقل سپک وي (چه تطبيق نسي کولی )
انګرېزي نو بياsilly 
[quote:96a3ac02dc]حليمي صاحب ، زه پخپله ديوې مثبتې اصطلاح مخالفت نه کووم [/quote:96a3ac02dc]
نوستاسو تيري ليکني   سياسي شکل لري ؟؟؟
او بله خبره داده چه اصطلاح د علماوو  وهغې ته ويل کيږي او يا علما نوې 
اصطلاح پيدا کړي ، امر بالمعروف و نهي عن المنکر اصطلاح نده 
هو ! موږ او تاسو ټوله د کلام الله مخالفت نه کووم  ٠ نحمدالله ، الحمدالله 
[quote:96a3ac02dc]تاسوواياست چی امر بالمعروف و نهي عن المنکر وظيفه د هر احمق کار او وظيفه نه ده [/quote:96a3ac02dc]
په مجهول حالت کښي د احمق لغت استعمالول ډير بانزاكته لغت دې 
[quote:96a3ac02dc]>>> ويغام<<< دايوه نيمه مو ضوع خو ځينى ياران په لوى لاس خرابه كړى )
دارنګه کلماتوته موولی پام نه ګرځي ؟ [/quote:96a3ac02dc]
داخو جناب هوتک صاحب څخه اقتباس سوې وه 

تاسو پوهېږۍ چه هوتک صاحب يو د تکړه پوهانو ليکوالو څخه دی 
او ممکن ده چه جناب هوتک صاحب مطلب داسي وي چه :
تَغَامَّ يَتَغامُّ تَغَامّاً : تظاهر د غم ئې کړي وي 

 په ډېر احترام 


مشواڼې
25.07.2006

قدرمن اوښاغي حليمي صاحب
او د بحث نورو ګډون کوونکوته سلامونه !

حليمي صاحب ډېره مننه ستاسو له توضحاتوڅخه

تاسوبياپوښتنې کړي اوځکه چی ماته متوجه دي ، بايد ځواب يې درکړم ٠

اقتباس:

اصول نه خوښوول يعنی څه معنی ؟
***
اصول نه خوښوول يعنی ستاسوخبره ديوڅه بنياد ،منشا، مبدا -او سر چشمې سره توافق نه کول ٠ اوماليکلي چی که څه هم دغوهيوادونوپخپلو اولسونو د امر بالمعروف و نهي عن المنکر اصول نه خوښوول ، خوطالبانوچی تطبيقوول ،د هغوملاتړيې کاوه ٠ دا يوحقيقت دې چې د امر بالمعروف و نهي عن المنکر اصول ترننه په صعودي ، عرب اماراتواوپاکستان کی په هغه ډوول چی طالبانوتطبيقوول ، نه خوښوول ځکه خوددغه نوم سره کومه اداره يې هم نه درلوده اوداهغه هيوادونه ؤ چی دطالبانوحکومت يې په رسميت پېژانده ٠
بيا د امر بالمعروف و نهي عن المنکر اصول

اقتباس:
په دې سبب چه دغه اصل د امر بالمعروف و نهي عن المنکر د زمانې سره
ئې تطبيق اصول تغير کوي ٠ کله په راډيو کله چه تلوېزون پيداسي نو بيا
په تلوېزون ،کله اخبار کله بيا په سمنارونو او که ټولنه ډيره بد اخلاقه وي نو بيا په پوليسو ،
خو د ملکه په شورا اړه لري چه تخصيصين راوغواړي او ډول ډول نظريو
غوږونيسي او يوه لار او طريقه او اصول تطبيق انتخاب کړي

حليمي صاحب !

فکرکووم چی ټول اسلامي اوموربايد د فرايضواوسونتوپه رڼا کی سرته ورسيږي خوله بده مرغه په اسلام کی هم بې شمېره فرقې رامنځ ته شوي اواختلافونه يې زېږوولي ٠ نويوبنسټيز يووالې نه دې پاتی ٠ شايد همدغه دعصروزمان تغيراتودا فرقې زېږولی وي ٠

داسلام ددين په فرايضوکی تغيرناممکن دې اولکه څنګه چی سونت هم په اوس وخت کی يوځلي اعتبارلري اودحضرت رسول اکرم (ص) سونه هم دتغيرسازش نشي منلای ، ستاسوددې خبرې چی '' امر بالمعروف و نهي عن المنکر '' د زمانې سره ئې تطبيق اصول تغير کوي ، له فرايضواوسونتوسره نشي پرتله کېدای ٠ نوکله چی دومره اهميت اومقام ونه لري ، اودزمانې سره هم تغيرکوولای شي نودومره مطلق امر هم نشي ګڼل کېدای لکه څنګه چی تاسوګومان کوۍ ٠ يومطلق ( شې ) نه بدلېدونکې بنيادهم لري ٠ نوکه ستاسوپه ګومان اصول يواځی په لغوي معنی قبول کړو نوستاسوخبره اصول نه بدلېدونکي بنسټ ته وايي نوپه دې صورت کی هرهغه شې چی بدليږي ، بنسټ له لاسه ورکوي ٠

اقتباس:

که ستاسو مطلب له اصل څخه وي چه جمع ئې اصول دي
نو اصل په معني بنياد ،منشا، مبدا ، سر چشمه
نو وروره ! په ټوله نړۍ کښي مي نه له چا اورېدلي او نه مي چيري لوستلي
چه (امر په معرف او نهي له منکره ) منشا ، بنياد ، سرچشمه کښي غلط کار
او يا بد کلام دی

حليمي صاحب ، ستاسو دپورته ګومان په هکله ما مخکی خپل نظرليکلې خودومره بايديادوونه وکړم چی تاسوپخپله ويلي چی (امر بالمعروف و نهي عن المنکر د زمانې سره
ئې تطبيق اصول تغير کوي ) نوبياخوپه ( منشا ، بنياد ، سرچشمه) کی هم تغيرراځي اوهغه په بل ډوول کيږي ٠ په دې توګه اصولي تغيرات بايد بنيادي تغيرات وي ٠ کله چی بنيادتغيرشي ، پرته له دې چی روبنا هم بايدړنګه شي ، بل امکان نه لري ( دادلايل ستاسودخبرې په استناددلته راوړم )
يوڅه ته هغه وخت په اطمنان غلط يا صحيح ويل کيږي چی ښکاره وي ٠ هرهغه څه چی فيزيکي خواص ولري اوتل د تغيراوارتجاعيت خاصيت هم ولري ،دتغيرنه وروسته دغلط يا صحيح په توګه ترمؤقت وخت پوری يا تربل تغيره ، صحيح ياغلط ارزوول کېدای شي ٠ پخپله ددموکراسي معنا يادا-اصطلاح په ذاتي توګه يوه ښه اومؤثره کليمه يا اصطلاح ده خوکه عملي استفاد ه يې په مختلفوهيواد ونوکی ترڅېړنی لاندی ونيسو، دومره مخالفتونه ، کتنې ، سؤاستفادې ، غولوونې اوغلطې ځلوونی به راته څرګندی شي چی يوکتاب پری ليکلای شو، مګرهررژيم به ادعا کوي چی ديموکراسي يې پلی کړېده ٠
تاسوفقط په دې ټينګارکوۍ چی دغه اصطلاح ياهرڅه چی تاسوورته واياست ، په مطلق ډوول ښه اصطلاح ده خوپه عملي څرنګوالي يې بحث نه کوۍ ٠
زه هم نه وايم چی بده اصطلاح به وي خوپه معنايې زه نظرنه لرم ٠

اقتباس:

هو ! داسي مي لوستي د الاظهر پوهنتون استادانو ويل چه طالبان ناپوه خلک
دي ٠ او د چا خبري ته غوږ نه نيسي (د اسلام د شرعت په اصول تطبيق نه پوهيږي )
او بعضي وخت اصولو ته فلسفه هم ويل کيږي نو قراني اياتونو اصول او فلسفه
ښه وه او ښه ده اوښه به وي ، له دغه قراني اصول چا نه خوښوول نو د اسلام
له لاري چلا خلک دي !!!!

حليمي صاحب ، يوهسې زوروري وي اوبل علمي نظر٠ تاسولطف وکړۍ په دې هکله مونږته يوايت راوړۍ چی مونږ هم پوه شودرسره و يې منوچې ستاسوخبره '' له دغه قراني اصول چا نه خوښوول نو د اسلام له لاري چلا خلک دي !!!! '' که ايت دې راووړ نوبيا به خپله خبره بېرته اخلې چی وايې چی ('' امر بالمعروف و نهي عن المنکر '' د زمانې سره ئې تطبيق اصول تغير کوي ) ٠ ترکومه ځايه چی زه پوهيږم ، د صرېح ايت په صورت کی هيڅ بدلون دمنلووړنه دې ٠

اقتباس:
دطالبانودنړيوالی کرکې اودمسلمانانوڅخه دنړيوالی کرکی علت هم دغه د '' امر بالمعروف و نهي عن المنکر '' اداره وه چی ددوی دناکامېدواوراپرځېدولپاره يې پلمې جوړې کړې

اقتباس:

د طالبانو د راپرځېدو اول او اخر علت ناپوهي او د ٩/ ١١ وه
جهان د طالبانو په صفت نه مړېدۍ او يو مثال وه په نړۍ کښي چه افغان قوم
او داسي امن !!!
***
حليمي صاحب ،يوځل واياست چی جهان د طالبانو په صفت نه مړېدۍ او يو مثال وه په نړۍ کښي چه افغان قوم او داسي امن !!! بيا واياست چی د طالبانو د راپرځېدو اول او اخر علت ناپوهي وه ،پری پوه نه شوم٠

اقتباس:

نه داسي نه ده !!
دا دوه تجارتي بلډنګونه دي ، چه د افغان خولۍ په غوړو کی لوېدل او هم لعنت
دواړه حاله په عين وخت کښي

حليمي صاحب ، پوه نه شوم چی مطلب موڅه ؤ٠

اقتباس:
کرزي نه ابادي کړې او نه ئې ورانی !
***
نوبيا کرزې صاحب دميليونوډالروپه مصرف يواځی ارګ ته ننويستل شو؟ اوپه داتېروپنخو کلونوکی يې نه ابادي کړې او نه ئې ورانی ؟
نوديوجمهور-رئيس په توګه څه کوي ؟

اقتباس:

کفر ښه پوهيږي او زموږ ايمان پر راوړې چه '' امر بالمعروف و نهي عن المنکر ''
ټولنه سموي او امن په سمه ټولنه کښي دۍ نه په يوه بد اخلاقه ټولنه کښي

حليمي صاحب !
کفرچا ته واياست ، مشخص يې کړۍ !
زه خوفکرکووم چی ايمان يوشخصي صفت دې اوکفربه کله دچادايماندارۍ مسؤليت په غاړه وانه خلي ؟
دابه هم سمه نه وي چی يوه ټولنه په مطلق ډوول بداخلاقه وبولوبلکه اخلاقي نيګړتيايې بايدپه ګوته کړوځکه چی اخلاق هم ځانګړي صفات دي چی بنسټ يې په شخصيت کی وي ٠

تاسواوسنۍ افغاني ټولنې ته د ښاغلي کرزي صاحب ترمشرۍ لاندی اخلاقا'' څنګه ټولنه واياست ؟

اقتباس:
حليمي صاحب ، زمادليکنې په کوم ځای کی ماداسی ليکلي چی امر بالمعروف و نهي عن المنکر ګناه ده؟

تاسو له يوي علمي او عربي ، طريقې څخه په استفاده
داسي ليکلي وه
اقتباس:
پنځه کاله وروسته کرزې صاحب بېرته هغه څه جوړول غواړي چی ده وران کړل اودده اداره اوبين المللي پلويان يې نه پخلاکېدونکي دوښمنان ؤ٠ عجيبه خوداده چی اوس کوم عامل پيداشوچی دطالبانوتقليدته يې وهڅاوه ؟ ..........))

د عربو علماوو چه به يوه خبره کول نو به ئې د خبري سر داسي ومښلاوه
چه له سپين ږيرو مي اوريدلي چه فلان خبره داسي ده
زه پورته اقيباس ستاسو نظر ګڼم ٠ ممکن ده چه زما ګمان رشتيا وي
اقتباس:
حليمي صاحب ، په کوم دليل داسې مطلق امرکوۍ ؟

دپورته دليل په اساس ، او اساس مي بيا پر غالب ګمان ولاړ

***
حليمي صاحب ، داګومان موعلمي تکيه نه لري ٠

اقتباس:
هو ! بې سواده پلار پوه پيداکولی سي بې سواده پلار اولاد روزلی شي
اما بې سواده خلک حکومت نشي کولی ٠ په نن عصر کښي سواد شرط دې
***
که مطلب مو(حکومت) وي نو بې سواده خلک شايد ښه حکومت وکړي ٠

اقتباس:

نه سواد او علم هيڅ اړيکي نه سره لري ٠

***
حليمي صاحب ، داهم علمي بنياد نه لري ٠ شايدتاسوپه عوامي طرز ويلي وي خوسواد او علم سره نه بېلېدونکي دي ، لنډ مثال : که سواد نه وي ، علمي کتابونه به څنګه لوستل کيږي ؟
اقتباس:

اما زما مطلب له احمق څخه بې سواده ندې !!!

مطلب مي دا دې چه په عقل سپک وي (چه تطبيق نسي کولی )
انګرېزي نو بياsilly

اقتباس:
حليمي صاحب ، زه پخپله ديوې مثبتې اصطلاح مخالفت نه کووم
اقتباس:
نوستاسو تيري ليکني سياسي شکل لري ؟؟؟

***
حليمي صاحب تراوسه سياسي سړې نه يم ځکه می ليکنې نه سياسي شکل لري ، نه ګوندي اونه عقدوي ٠ ماته يومسلکي مبصر ويلای شۍ خوسياستګرنه ٠

اقتباس:
او بله خبره داده چه اصطلاح د علماوو وهغې ته ويل کيږي او يا علما نوې
اصطلاح پيدا کړي ، امر بالمعروف و نهي عن المنکر اصطلاح نده
***
نوبيايې څه وګڼو ؟ کلمه ، نوم ، مقوله ، ايت که حديث ؟

اقتباس:

په مجهول حالت کښي د احمق لغت استعمالول ډير بانزاكته لغت دې
***
حليمي صاحب ، که د احمق لغت استعمالول په مجهول حالت کښي ډير بانزاكته لغت وي نو همدغه لغت بيا په معلوم حالت کی ولی دومره بد اوبې نزاکته وي چی يوفيصدخلک يې هم دزغم توان نه لري ؟

په ډېردرنښت

مشواڼې
_________________________________________________________

زماليکنو ته د استاذانوپه توګه ګورۍ !


د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره او د دموکراسۍ ستونځه

ابوالمتين
26.07.2006

خوږو وروڼو او درنو ملګرو ته سلامونه!
تر هغه ځايه چې زه د هيواد له وضعې، د طالبانو د حاکميت د وخت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د پوليسو او ددې بحث د ګډون کوونکو له ليکنو او نظرونو پوه شوم، د کرزی د اوسنی اسلامی «دموکرات» دولت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر اداره به د دولت داسې رسمی ارګان وی چې په افغانی ټولنه کې به د اسلام د مقدس دين د اوامرو په خپرولو کې زيار باسی او د نر او ښځو ترمنځ به د هغو په عملی کولو کنترول او څارنه کوی اوکوښښ به کوی چې ټول اسلامی اخلاق مراعات کړی. دا به دا مانا هم لری چې ښځې به حتما حجاب اغوندی. دسر، پنډيو او مړوندو لوڅول به منعه وې. په وتلې سينه او د لوړو پوندو بوټونو سره په خرپ خرپ تګ ته به اجازه نه لری. ښځې خو به هسې هم د خپلو سترګو، شونډو او رخسار او يا د خپل بدن د بل غړی د ښايست د ښکارولو او په ټولنه کې په هغې باندی د نازېدلو حق نه لری، خو نارينه به هم په شخصی او ټولنيز ژوند کې ډير قيودات په ځان منی. په هرچاباندې به پنځه وخته لمونځ او اودس جبری وی، د روژې خوړل به سم دم دولتی مجازات لری، نارينه او ښځې به د مخامخ کېدو په وخت کې له يو او بل سره په لاسود ستړی مشې کولو اجازه نه لری، د ګيرې پرېښودل به د سنت د عملی کولو په حيث پر ټولو حتمی وی او داسې نور...

داچې ددې ادارې کار کوونکی به د کومې مقررې مطابق کوم عملی صلاحيتونه لری، د دوی پر کارونو به څوک کنترول او نظارت کوی، د کومو مشخصاتو او کوم ډول مسلکی پوهې څښتنان به ورپکې په کومو مقرراتو په کار ګمارل کيږی ، لاتر اوسه ماته پوره څرګنده نه ده. خو په غالب ګمان به په دې اداره کې د هيواد د نامسلمانو لږه کيو ډلو د افرادو شمول منع وی. يعنې دا به داسې يوه دولتی اداره وی چې اساس يې په دينی او مذهبی تبعيض او امتياز سره ايښودل شوی وی او داديانو او افرادو د حقوقو د تساوی اصل يې تر پښو لاندې کړی وی. دا ډول دولت او اداره زما په ګمان دموکراتيک دولت او دموکراتيکه اداره نه شو بللای.
د طالبانو د وخت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د ادارې سره افغانی او جهانی دموکراتانو نه يوازې دنرو او ښځو سره د هغو د بدوی، پسمانده او بد چلند له امله مخالفت کاوه، بلکې له دې کبله هم ورسره مخالف ؤ چې دا د مذهبی او دينی تبعيض پر اساس را جوړه شوی اداره ده او د دولت په زور او پيسو د يوه مشخص دين تبليغ او عملی کولو ته کار کوی او په نتيجه کې له اسلامه پرته د نورو اديانو د آزاد تبليغ او فعاليت مخه نيسی.
دموکراتيک دولت او د هغو ټولې ادارې او اجزاوې بايد د مختلفو اديانو، مذهبو او عقيدو په اړه بې طرفه چلند ولری، نه داچې يو دين او يا مذهب د نورو اديانو او مذاهبو د ماتولو وسيله او د مخالفينو د ټکولو له پاره په سياسی آله واړوی. په دموکراته ټولنه کې د دولت له خوا د وګړو په شخصی ژوند کې مداخله نارواده. په دموکراتيک سيستم کې د افرادو حقوق او وجايب د قانون په وړاندې سره مساوی دی. هغه حقوق چې د دولت له خوا مسلمانانو ته ورکول کيږی، د نورو اديانو پيروانو ته هم بايد ورکړل شی. هغه حقوق چې سنيان يې لری، شعيه ګان يې هم بايد ولری. که يو له اديانو او مذاهبو څخه د خپلو دينی او مذهبی اوامرو د عملی کولو او نواهيو د مخنيوی له پاره د دولتی ارګان د لرلو او د دولتی بودجې د مصرفولو حق او امتياز لری، نو دا نور هم بايد د همداسی حقوقو لرونکی وی. او که داسې نه وی او دا اصل ورپکې مراعات نه شی، نو دا دولت او دا اداره بيا دموکراتيک نه دی. دا ډول حاکميت بيا پر نورو باندې د يوه مشخص دين او يا مذهب تسلط او حاکميت دئ چې په ټولنه کې د موجودو ستونځو د حل پرځای به ډيرې نوې معضلې را پيدا کړی.

نوکرزی او دهغو خارجی حمايت ګران به ياد امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره نه جوړوی او يابه په دې اعتراف کوی چې دوی په افغانستان کې د دموکراتيکو اصولو د پلی کو لو او په تيره بيا د جنسی تبعيض د له منځه وړلو او د دينی او مذهبی لږکيو د دموکراتيکو حقوقو له پاره له کار او فعاليته لاس اخيستئ دئ او نتيجه به داوی چې کرزی خو بې له هغو هم خپلو خلکو ته ډيرې وعدې ورکړې او عملی کړې ئې نه دی، د هغه خو دروغ ويل يا مجبوريت دی او يا یې په عادت بدل شوی دی، خو له دې نه به دا هم ښه ښکاره شی چې امريکايی، اروپايي او نورو هغو دولتونو چې په افغانستان کې د دموکراتيک سياسی سيستم د جوړونې او د کرزی د دموکرات دولت د ننګې په بهانه افغانستان ته قواوې او مرستې استولې دی هم خپلو هيوادوالو او نړيوالو ته ستر دروغ ويلی دی. افغانان به هم پوه شی چې دا خارجيان خو په افغانستان کې د دموکراسۍ له پاره کار نه کوی، نو د څه له پاره دلته راغلی او کوم اهداف تعقيبوی؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more