اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
بېله د محمد صلی الله عليه وسلم ، پر بل چا درود ويل جواز لري ؟؟؟
منلی
18.07.2006
سلامونه اونیکی هیلی
خدای (ج) دی وکړی چی روغ اوجوړاوسی .
درود بغیر دحضرت محمد(ص) نه په بل چا ویلی شوو؟
ولی ماډیر ایرانیان لیدلی دی چی په روغبړکی یوبل ته (درودبه شما) وائي
ع کريم حليمي
28.10.2006
ډېر محترم ورور زخمي صاحب ، او ښاغلو لوستونکو
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
زخمي صاحب !
تاسو ته دي خدای اجرونه درکړي ، ډېره ښايسته پوښتنه مو کړې ٠
يو درود او بل صلوات
صلوات،الصَّلاَةُ پېژنم چه د لمنځونو ، دعا ته ويل کيږي
له مبارک عليه السلام څخه چا پوښتنه و کړه چه يا رسول اللهِ كيف الصلاَة عليكم
نو مبارک عليه السلام ورته و فرمايل چه :
"اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى[color=red:58bb584434] الِ [/color:58bb584434]مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى اِبْرَاهِيمَ وَعَلَى الِ اِبْرَاهِيمَ، اِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ،
اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ، وَعَلَى الِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى اِبْرَاهِيمَ، وَعَلَى الِ اِبْرَاهِيمَ، اِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ ".
په پورته دعا کښي و ال ته هم دعا سوې ده ، چه په ال کښي موږ او تاسو او
ټوله امت ته اشاره ده ، يعني ټوله امت د محمد ال دي
لکه موږ چه اصطلاح اصطلاحات لرو چه وايو (ال او عيال )
يعني ال دوستان دي او عيال بيا کورنۍ ، اهل بيت
نو که څوک غواړي و خپل دوست ته الصلاَة واستوي ، نو اول حق د محمد ص دی چه الصلاَة ورواستوي او امت ئې يعني د دوی دوست
هم پکښي شامل دی ٠
درود به طبعا لسان فارسي وي
زه فکر نه کوم درود به يو شئ وي له الصلاَة سره !!!
درود په معنی د ښو هيلو ، نوطبعا ويلی سو وهر چاته چه درود ،
اصلا درود يو شرعي حرف او دعا نده !!!!