د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

زموږ جسم وویټامینو ته په څه اندازه ضرورت لری

خیریوسی
16.07.2006

ويټامین دوه ډوله دی :
اول : هغه ويټامین دی چی په اوبو کی د وېلی کیدو قابلیت لری
چی هغه ويټامن B کملکس او ويټامین C دی چی په جسم کی نه ساتل کیږی جسم دغذا څخه دضرورت په اندازه جذبوی اواو نور دجسم تر ضرورت زیات دبولو سره دجسم څخه خارجیږی
دوهم : هغه ويټامین دی چی په تیلو او غوړو کی دویلی کیدوخاصیت لری لکه ويټامېن A و D و E و K دي چې دا ډول ويـټامېن جسم دخپل ضرورت په اندازه جذبوی او باقی څه حیصه په جسم کی ساتل کیږی او څه حیصه دبولو سره دبدن څخه خارجیږی

دویټامینو سالم ساتل :
1- ترکاری باید په اوبو کی خیشته نسی
2- دپخلې په وخت کی باید لږ اوبه ور واچول سی
3- دپخلی په وخت باید دپخلی بخار په ډیره اندازه خارج نسی
4- هغه خوراکی توکی چې صافول غواړی په صافې کی ډیره وخت پاته نسی
5- هغه خوراکی توکی چی سپنیدل غواړی باید دپخلې او خوړولو به وخت کی سپین شی
6- هغه میوی چی دهغو اوبه ایستل کیږی باید دچیښولو په وخت کی یې اوبه وایستل شی او هغه وخت وچیښل شی
7- ترکارې باید په ډیر وخت پخه نشی
8- ترکارې او میوه که یې رنګ دخپل اصلی رنګ څخه بدل سو ویټامین یې بیکاره کیږی

• هغه ویټامین چی په اوبو کی ویلی کیږی

- ویټامین B کملکس :

- ويټامین B دجسمدپاره یو ډیر ضروری عنصر دی په جسم کی طاقت پیداکوی او هریو به
ویټامین B1:
ویټامین ب 1 په اوبو کی دویلی کیدو خاصیت لری او هغه يو ډول بوی لری او خوند یی تریخ دی او ګرمی یی دمنځه وړی

دویټامین ب1 وظیفی :
1- دجسم دطاقت د پیداکولو دپاره ډیر ضروری دی
2- دخوړو دهضولو او اشتها دپاره ضروری
3- داعصابو دقوت او سالم ساتلو او عصبی جهاز دفیسولوجی وظیفو دپاره مهم دی
4- دماشوم دجسم دغټوالی دپاره مهم دی

د ویټامین 1 ب کموالی په جسم کی څه تاثیرات پیداکوی

1- دماشوم غټوالی په ټپه دریږی او دماشوم جسم ضیفیږی
2- اشتها کمیږی او دقی احساس او امل ( اسهال ) پیداکیږی
3- تناسلی غدې ضعیفیږی او جننسی میل کمیږی
4- که ډیر کم شی دهغه څخه دبري بری ناروغی منځ ته راځی

دورځی وویټامین ب1 ته جسم په څه اندازه اړتیا لری

عادی کار ګران کار حمل دماشوم مور
نارینه 1.8ملی ګرامه 2.3 ملیګرامه - -
ښځینه 1.5 ملیګرامه 1.8 ملیګرامه 2.5ملیګرامه 3 ملیګرامه

دماشوم جسم وویټامین ب1 ته دورځی څونه اندازه محتاج دی

ترکال کم 0.4 ملیګرامه دورځی
1- 3 کالو 0.6 ملیګرامه دورځی
4-6 کالو 0.8 ملیګرامه دورځی
7- 12 کالو 1 ملیګرامه دورځی
13- 15 کالوښځینه 1.4 ملیګرامه دورځی
13- 15 کالو نارینه 1.6 ملیګرامه دورځی

دویټامین ب1 مصدر
غله دانې ، اینه ، وچه میوه ، هګۍ ، کبان ، مستې او زیاتره ترکاری او په100 ګرامه خټکی کی 3.4ملیګرامه دورجو په خور کی ملیګرامه 2.20 او په غنم کی 2.05 ملیګرامه دبیری په خمیره کی ملیګرامه 9.69 ملیګرامه ویټامین ب1 وجود لری

ویټامین B2 (ریبو فلاوین )
ویټامین ب2 مالټیی رنګ لری لږ څه بوی لری او هم لږ تریخ خوند لری په اوبو کی ژرنه ویلی کیږی لاکن په مالګه کی ژر ویلی کیږی ګرمی او اسید څه تاثیر نه پری کوی اود لمر شعاع یی ختموی

دویټامین ب2 وظیفی :
1- دتنفس دپاره ډیر ضروری مواد دی
2- دسپین ږیرتوب په ځنډیدو اود عمر په ډیریدو ډیر کی ډیرتاثیر لری دی
3- دپښتورګو په وصیله دجسم څخه مالګه خارجوی
4- په وینه کی هیموګلوبین جوړوی
5- اوسپنه جذبوی اوپه جسم کی یی تقسیموی

د ویټامین 2 ب کموالی په جسم څه تاثیرات پیداکوی

1- ورې او ژبه التهاب پیداکوی
2- شونډان وچیږی او رنګ یی بدلیږی( سپیره )
3- دخولی کونجان او شونډان چاودل کیږی
4- کیدایشی چی په جلد کی التهاب پیداشی او دحلق پورته حیصه او یا پزه التهاب وکړی
5- ورڼا ته نه شی کتلای او دسترګو څخه اوښکی بیده شروع شی
6- دستر ګو خارش ( کا ) پیدا کیږی
7- په سترګو کی کوچنی سره رګونه لیدل کیږی
8- دبدن ضعف او خاصتا دپلو ضعف پیداکیږی
9- اشتها بندیږی
10- دماشوم غټوالی په ټپه دریږی
11- نوکان ماتیږی

وویټامین ب2 ته جسم دورځی په څه اندازه اړتیا لری

16- 19 کلو 1.9- 2.5 ملیګرامه دورځی
تر 19 کلو پورته نارینه 1.8 ملیګرامه دورځی
تر 19 کلو پورته ښځینه 1.5 ملیګرامه دورځی
دحامله او دماشوم مور 3 ملیګرامه

دویټامین ب 2 مصدر

خمیره بیره ، غوښه ، اینه ، پښتورګی ، مستي ، دهګۍ ژړ ، کبان ، پنیر ، ترکاری پاڼی ، غله دانه
په 100ګرامه خمیره کی 4.45 ملیګرامه او اینه کی 3.5 ملیګرامه ویټامین ب 2 وجود لری

ویټامین3B (تریو بانتوثنیک )

ديټامین ب3 ژړ رنګ لری او په اوبو او الکولو کی ژر ویلیږی

دویټامین ب3 وظیفی :

1- دپښتورګی خارجی پوست ساتی
2- واعصابوته دویښوالی خاصیت ورکوی
3- دالتهاباتود تضاد خاصیت پداکوی
4- په جلد کی دغذا توازن سالم ساتی
5- دویښتانو رنګ سالم ساتی
6- دماشوم په غټوالی کی ښه رول لوبوی
د ویټامین 3 ب کموالی په جسم کی څه تاثیرات پیداکوی
1- دوینی دوران سستیږی
2- نفس تنګی پیدا کیږی ( خفقان)
3- دګیډی درد ، او دلاسو او پښو کا ( خارش)
3- نارغې وجسم ته په ډیره اسانی سره نقلیږی
4- دکولمو التهاب او ناروغ د قی په نارغې اخته کیږی
5- دغاښو کمزوری او دپښتورګو بورتنی غودی زیانمنی کوی
6- د پلو اعصاب زیانمن کوی تر هغه چی دشل ناروغی ځنی پیښه شی
7- عقل کمزوری کوی
8- دسر ویښتان په رژیدو شروع کوی او ژر ویښته سپنیږی

وویټامین ب3 ته جسم دورځی په څه اندازه اړتیا لری

تقریبا دورځی 10ملیګرامه دانسان جسم وویټامین ب3 ته اړتیا لری او حامله او دماشوم لکه نور ویټامین تر دغه زیات اړتیا لری

دویټامین3 Bمصدر :

خمیره بیره ، غوښه ، اینه ، پښتورګی ، مستي ، دهګۍ ژړ ، تازه میوی ،کبان ، پنیر ، ترکاری ، غله دانه په 100ګرامه اشتغ ( وچ زردالو )کی 2.00. ملیګرامه او بزالیا یو ډول لوبیا کی0.8 ملیګرامه ویټامین ب 3 وجود لری

ویټامین ب 6 (بریدو کسین ):

ویټامین ب6 نه رنګ اونه بوی لری او تریو خوند لری او په اوبو اوالکولو کی ویلی کیږی اوپه غوړو کی نه ویلی کیږی
ویټامین ب6 په جسم کی دبروتین توزیع کوی او عصبی جهاز ، اینې او جلد ته غذا رسوی

د ویټامین6 B کموالی په جسم څه تاثیرات پیداکوی :
1- جلدی التهاب پیداکیږی
2- عصبی التهاب اوعصبی کمزوری پیداکیږی
3- پلې کمزوری کیږی
4- خوله او ژبه التهاب کوی او په خوله کی چاودی پیداکیږی


دورځی دانسان جسم ویټامین 6Bته 2 ملیګرامه اړتیا لری

دویټامین 6Bمصدر :
خمیره بیره ، غوښه ، اینه ، پښتورګی ، ، تازه میوی ، غنم ، جوار ،پنیر ، په 100 ګرامه پلۍ کی 12. ملیګرامه او خمیره بیره کی3.6 ملیګرامه او جوز کی 1 ملیګرام ویټامین B6 وجود لری

ویټامین12 B (سیلنوکوبالامېن ):

ویټامین ب 12 سور رنګ لری او په اوبو کی ویلی کیږی او رڼا تاثیر پر کوی او انسان دجسم دپار ه ډیر ضروری ده

ویټامین12 Bوظیفی :

1- دوینی سره کرویات جوړوی
2- عصبی جهاز په کار اچوی
3- خلاف ددی نوری ډیری وظیفی په جسم کی سرته رسوی چی دهغه تحلیل وماته ګران دی

د ویټامین12 B کموالی په جسم کی څه تاثیرات پیداکوی :

که ویټامین12 B په جسم کی کم شی د انیما ناروغی پیښیږی

جسم په ورځ کی ویو میکرو ګرام ویټامین12 Bته اړتیا لری په 100 ګرامه اینه کی 120-30 میکروګرامه او پښتورګو کی 55-18 میکروګرامه اوپه غوښو او وچو شیدو کی 5.3 میکروګرامه او دهګۍ په ژړ کی 108 میکروګرامه ویټامین12 B وجود لری

ویټامین D (بیو تین ) :

دویټامین D وظیفه :
1- هایدروجین او کاربون 2 اوکساید نقلوی
2- دنباتاتو دغټوالی دپاره ډیر ضروری دی
3- دماشوم دشیدو خوړولو په وخت کی مهم دی
4- په تناسلی کارو کی مهم دی

د ویټامین D کموالی په جسم کی څه تاثیرات پیداکوی :

1- داعصابو تکلیف او ډیره خوله
2- جلدی التهاب او د لاسوڅخه پوستکی اوښتل
3- دجلد وچوالی
4- دسرو کرویاتو کوچنیوالی او په وینه کی دهیموګلوبین کموالی
5- دپلو درد او دجسم کمزوری او داشتها کموالی
6- دلاسونو بیدیدل

جسم وویټامین D 150- 300 میکروګرامه اړتیا لری

په لاندی خوارکی توکی وجود لری :
اینمه ، پښتورګو ، پلۍ ، صویا پلۍ ، او دهګۍ په ژړ او شیدو کی وجود لری

دپام وړ : ښه اینه داوښ ، پسه او چرګ ده او اینه دی هغه کسان نه خوری چی د صرع ( میرګیانو ) او بندونو ناروغې لری

ابو محمود


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more