وطن پال او نور ګټور شعرونه
سپینې کوترې !!
منتظرمسید
15.07.2006
درنوهیوادوالواودشعراوادب مینه والو!
نیکې هیلې مې ومنئ .
داشعرمې په هیوادکې دولسمشرۍ دلومړیوازادوټولټانودبریالي ترسره کیدوپه ویاړپدې هیله ویلی دی ،چې ګوندې تردې وروسته به په هیوادکې سوله راشي او دنورې متمدنې نړۍ په څیربه موږافغانان هم نورنوخپلې مرڼې ،ستونزې اواختلافات دخبرواتراوسولې له لارې اواروو،اونه به پریږدوچې څوک زموږد ماشومانوله شونډونه خنداغله کړي اوسپيسرې اوسپينږیري مودخپلواولادونو په ویرکې شپې ورځې سباکړي او...
هیله داچې همداسې به وشي ،،اوداشعربه ستاسودپام وړوګرځي .
سپيني کوتري
سپيني کوترې ښايسته کوترې
زمونږه کورته راشه
راځه پربام موکېنه
لکه د لمر دوړانګو
لکه د نور پلوشه
لکه رڼا د سپوږمئ
لکه د ستوروپړکه
له ټپي سترګو مو تياره کړه ليري
له سړو زړونو موساړه کړه ليري
لکه د ګلووږمه
لکه نسيم د سهار
لکه پيشه دباران
لکه د مينې نغمه
ژوند مو تازه تازه کړه
بسميلې هيلې موژوندى، ژوندى کړه
بيا مو سپيرو او و چو شو نډو لره
د محبت مينې خندا راوله
دې سوځيدلي رژيدلي بڼ ته
بيا د بلبل طوطي نغمه راوله
وشاړو دښتو ته د زړه مو يو ځل
بيا د سرو ګلو قافله راوله
سپينې کوترې ښايسته کوترې
راځه پر بام مو کينه
وزر دې وغوړوه
غومبر ګډا جوړه کړه
بيا په مستئ اوخوښئ
زموږد کور چاپيره
تاو شه راوڅر خيږه
لکه د سپينې سپوږمئ
هسې رڼا جوړه کړه
سپينې کوترې ښايسته کوترې!
زموږ شهيدو هيلو
سويو،رټليوارمانونولره
دمني باد سړۍ سيلۍ وهلو
وچواومړاوو اميدونو لره
دنوي ژوند يوه نوې ساه راوړه
چې مو ټپونه د خوږ زړه شي پرې روغ
هغه درمل هغه دوا راوړه
چې مو کړي تند ه د کالونو ماته
د سوکالۍ هغه پياله راوړه
سپينې کوترې ښايسته کوترې!
ډ ېره موده دې و شوه
چې مو له کوره تللې
ورايه اوليرې لاړې
په زورمجبوره تللې
شوې مروره له موږ
له موږدې کرکه وشوه
ځکه د تا مودرناوى نه کوه
د تاد پاکې مينې
ستا دوفا اودوستى
موږه عزت نه کوه
قدردانى نه کوه
سپينې کوترې ښايسته کوترې!
زموږ د کورځينو کسانوپرون
د ګاونډ يواوغليم پر لمڅون
ته په ډبرو په ليندو و يشتلې
ته په لکړو په لرګو وهلې
دايې زغملې نه شو
ددوى ناتليو سترګو
درته کتلى نه شو
چې مو پربام ناسته غومبر دې جوړوي
ددوى د بام کوترې
ستا نندارې ته راشي
سپينې کوترې ښايسته کوترې!
زموږد کور کسانو
خائين، رټليو او منفور کسانو
خپلو ناولو، ناراوا هيلوته
درسېد و په خاطر
د خپلو خېټو د مړښت لپاره
د څو پېسو په خاطر
ته په رنګ رنګ او په کرات کراتو
په زړه ټپي کړې هم يې وځورولې
له بام يې و شړلې
بيا د غو سپکو او بې پته، بې غيرته کسو
د تا د خوښې بام ته
د تا د مينې کور ته
يوه يې کارغان راوستل
تور او ناولي کارغان
بل ټپو سان راو ستل
ستا د ښمنان راو ستل
چه مو د و ينو تږي تږي وو تل
هغه لېوان راو ستل
سره شرمښان راو ستل
د تا کوډ له يې کړه گډه وډه
د تا جو نگړه يې و يجاړه کړله
د تا پر پام به يي چړچې کولې
د تا په ځاله کې يې شپې کولې
سپينې کوترې ښايسته کوترې!
کله چې ته زموږ له بامه ولاړې
زمونږ له کوره هم ارام لاړ و
بخت او قسمت مو مرور شو را نه
د ژو ندون خو ند رانه تمام لاړو
محشر، ناتار جوړ د غمو نو شو لو
سپرلۍ بېزار مو له با غو نو شو لو
گلان مو و ر ژ ېد ل پاڼې پاڼې
پاتې په څانگو کې اغزي ،اغزي شو ل
غوڅې سينې پرې د بلبلو شولې
څيرې وزر د بورا گا نو يې کړل
و نې او بو ټي، سمه غر مو واړه
د اور په سرو لمبو کې و سوځېد ل
په تورو خاورو او اېرو بد ل شو ل
شنه چمنو نه او با غو نه مو ټو ل
په سپېر و د ښتو او مېر و بد ل شو ل
ودان کور و نه مو شو ل لو ټې لو ټې
په کنډ و ا لو او هد يرو بد ل شو ل
او ښايسته، ښکلى او شين اسمان مو
ونيوه خړو دوړو...
ورځ مو شوه شپه او شپه اوږده په کلو
روښنايي ورکه شوه ، تور تم جوړ شو
له هرې لو ېشتې مو د خا ورې پر يادو نه ختل
کور کې مو غم، و ير او ما تم جوړ شو
او ښکې مو وچې شوې د سترګو نور ژ ړلىنه شو
د ګران وطن ورانو و يجاړو ته کتلى نه شو
اوس پوهېدلي يو مونږ
بې تا مو ژو ند کې هغه خو ند نشته
د ماشو ما نو پر معصو مو شو نډ و
د خو شا لۍ خوښۍ لبخند نشته
نو ځکه!
سپينې کوترې ښايسته کوترې!
را ځه پر بام مو کښېنه
وزر دې و غوړو ه
لکه د سپينې سپوږمۍ،
هر خوا رڼا جوړه کړه
چه نېکمرغي وي پکې
هسې د نيا حوړه کړه
چه د مرگي د شبخو ن ډول کړي غلى
مسته، توده شانې گډا جوړه کړه
چې د مودو، مودو درد غم مو ورک کړي
د خوشا لى يوه فضا جوړه کړه
چې د بار و د و په لوګي کې تورې شوې پيغلې
تنکى بلبلې د پسرلي په شانې
بيا د ګود ر غاړه هوا و ګوري
په جنګ جګړو کې کړېد لې، ربړېد لې ميند يې
خپلو خوږو او نازو لو او لا د و په شو نډ و
د نيکمرغۍ، خو ښى خندا و ګوري
چې د ځوا نۍ په نيلي سپور تنکي ،تنکي ځوانان مو
بيا کړي د خيال جامې په غاړه او په سيل را ووزي
مستو ډ و لو نو ته اتڼ و کړي ګډ ا وګوري
بيا بوډاګان مو په پيتاوي کې کړي ډډې تودې
و ېره اوډار يې و ي له زړه وو تلى
خپلو لمسيانو مشغو لا و ګوري
چې مو بې خو نده ژوند رو نق کړي پيدا
چي تک سور رنګ مو تور شفق کړي پيدا
سپينې کوترې ښايسته کوتري!
د پښتنو له مېنې
چه د تُرکمنو، هزاره وو او ازبکو کور دى
هم د بلو څو، پشه يانو او تاجکو کور دى
و ير او ما تم لرې کړه
د د ښمنۍ، بد گو ما نۍ او نفاق
تياره تور تم لرې کړه
چي مو له کرکې او نفرته ځينې زړو نه کړي پاک
ټول شو را غو نډ سره په يوه نغري
د محبت بله ډېوه راوړه
زمونږ و يجاړې، ورانې خو نې لره
چه له هر کونجه يې د و ينو بوى ځي
لمر شه رڼا راوړه
سپينې کوترې ښايسته کوتري!
ښه در پو هيږمه چې ته هم غواړې
بېرته دې کو ر ته را شې
خپله و يجاړه سو ځېدلې ځا له
بيا کړې له سره جوړه
خو لا و ېرېږې او ډاډ منه نه يې
ځکه هم هغه کسان
چه يې پر موږ دغه نادودې وکړې
نن هم ليندا په غاړه
کاڼي په لا س ولاړ دي
نيت يې خرا ب دى درته
درته ګواښو نه کوي
غواړي را پرېدې نږدي
چې زموږ کور ته راشې
راشې پر بام مو کينې
خو:
سپينې کوترې ښايسته کوتري!
نوره نو مه و ېر ېږه
ډاردې له زړه و باسه
پرېبه يې نږدو نوره
چې څوک په سپکه سترګه
د ستا په لو ر و ګوري
په هغه کاڼي به يې سر ور مات کړو
چې غواړي ستا په لور ګوزارپرې وکړي
هغه ليندې به ېې کړو ماتې ماتې
چې غواړي تا باندې پرې وار وکړي
نو سپينې کوترې ښايسته کوتري!
که ته مو کور ته راغلې
بيا مو پر بام کيناستې
نو:
اوس (منتظر) يمه، نېکمرغه به شم
په نغري کې چې دى ډ ک له اېرو
د نوي ژو ند د او ر يو ه سپرغه به شم
لکه د شمعې په شان
اور به کړم پورې پر ځان
خو دا تياره کور به ر و ښا نه کړمه
بيا به محفل د پتنگانو کړم تو د
پورته لمبې به له خپل ځانه کړمه
سپينې کوترې ښايسته کوترې!
زمونږه کور ته راشه
راځه پر بام مو کېنه
22/10/04
کندهار