وطن پال او نور ګټور شعرونه
چرګ مې فارسيوان شو ...
Darman
09.07.2006
چرګ مې فارسيوان شو
چرګ مې فارسيوان شو په پښتو بانګونه نه کوي
تير له خپل ايمـــان شـو په پښتو بانګونه نه کوي
د بر کلي ډيـــران کې په کونـــــډه چــــرګه تيروتـــو
مين په بل ډيــــران شو په پښتو بانګونه نه کوي
د يوې چرګـــې لپاره يې پلارنی ټاټـــوبی پريښودو
تير له قام او له مکان شو په پښتو بانګونه نه کوي
په ســــــر هــــم قرقـــــره لا د پښــــــتوګرځــوي جــــــګه
خوخوار چه په وجدان شو په پښتو بانګونه نه کوي
بـــــنګه بــــنګه بـــــنګه هره ورځ چه په غــوږو اوري
راټول چه تري مچان شو په پښتو بانګونه نه کوي
ور ګډ چه د چــــــرګانو په محـــفل شـــــولو د بــر کلي
نوهير تري خپل اذان شو په پښتو بانګونه نه کوي
په بـــرخه يې چـــه د بر کلـــــي د چرګــــــو يارانه شــــوله
تير له جنګ او له مېدان شو په پښتو بانګونه نه کوي
کـــوړت کـــوړت چه ورته غـــوږ کــــې ســـهر ماښام ليــــلا کوي
عادت لکه ماشوم په جان قربان شو په پښتو بانګونه نه کوي
جــــــوار غــــــله دانـــه يې دپـــلار د کلــــــــي هيره کړه
ودان شو که ويـــــــران شو په پښــتو بانګونه نه کوي
ګيـــله به له بر کندي له چرګـــو ځيــني په څه وکړم
په کلـي چه مې ځوان شو په پښتو بانــګونه نه کوي
سور مخ سپينه خيټه نرم نرم جــوړ چرګوټی د فارم
بې نـــنـــګه نامــردان شـــو په پښتو بانګونه نه کوي
يو چــــــــرګ خــو پـــنجابی و بل هـــــم فارســـيوان شولو
هکپک حيران (درمان ) شو په پښتو بانګونه نه کوي
-06-06-16
په خندا خندا ژړا راځي په زړه کې
زه عادت له ماشومتوبه په ژړا يم
Re: چرګ مې فارسيوان شو ...
أبوخليل
09.07.2006
ورورکه السلام علیکم
شعرونه د سکته ګېري لري کوشش وکړه چي روغ شعرونه ولیکې او سېلابونه یې برابروې او تشبېه د هم خوندوره نه ده ځکه چي نه پښتانه چرګان دي او نه چرګان پښتانه دي هغوی کورني مرغان دي او بس ، اصلاحي شعرونه ولیکه چي لوستونکي خوند او ګټه ځېني واخلي په درناوي
Re: چرګ مې فارسيوان شو ...
Darman
10.07.2006
[quote:9404b303b1="أبوخليل"]ورورکه السلام علیکم
شعرونه د سکته ګېري لري کوشش وکړه چي روغ شعرونه ولیکې او سېلابونه یې برابروې او تشبېه د هم خوندوره نه ده ځکه چي نه پښتانه چرګان دي او نه چرګان پښتانه دي هغوی کورني مرغان دي او بس ، اصلاحي شعرونه ولیکه چي لوستونکي خوند او ګټه ځېني واخلي په درناوي[/quote:9404b303b1]
ښاغلی ابو خليل سلامونه او نيکې هيلې
فکر کړم زما د شعر په مفهوم لا پوه نه ياست ـ زما په خيال هر پښتون چه خپله مورنۍ ژبه هيروي او د بل کلتور او ژبې داغيز لاندې راځي له چرګه هم تير دی ................
په درنښت