وطن پال او نور ګټور شعرونه
سوالونه او ځوابونه
جوهري
03.07.2006
ګرانو اومحترمو ليدونکو سلامونه مې ومنۍ
ګرانو راځۍ چې دلته پوښتنې وکړو او ځوابونه يې له پوهو ملګرو څخه تر لاسه کړو٠
ګرانواومحترمو ملګرو زه يوڅو سوالونه لرم که ځواب يې راته راته راکړی ډېره مهرباني به مو وي
١=پښتوژبه په کوم تاريخ او دچا په وخت کې دافغانستان رسمي رسمي ژبه شوه؟
٢= محمود غزنوي په خټه څوک ؤ؟
ګرانو ځوابونه يې دثبوت سره سم راکړئ
په برېښناليک کې
Re: سوالونه او ځوابونه
منتظرمسید
08.07.2006
ګرانه وروره جوهري صیب !
سلامونه اونیکې هیلې مې ومنئ .
وروره ترټولودمخه به درته یادوونه وکړم چې ښه عنوان دې غوره کړی دی ،لاکن که هغه دې دمنطقي او..بحثونویاټول ګړی بحثونوپه برخه کې لیکلی وای ،زماپه اندبهتره به ځکه وای چې دادشعراوادب برخه ده .
بیابه راشم ستاسوپوښتنوته .
ګرانه وروره زه به دخپل وس په کړۍ کې هڅه وکړم چې ستاسودپوښتنوځواب ولیکم خوکه کومه نیمګړتیایازیاتي پکې وه ،نوپدې برخه کې دنوروتکړه اورسیدلوپوهانوڅخه بښنه غواړم .خدای دې وکړي ستاسوقناعت مې ترلاسه کړی وي .
۱ . دپښتوژبه دننني دملت بابااوهغه وخت ټولواک محمدظاهرخان لخواپه کال ۱۹۳۶ میلادي کې دیوه فرمان په وسیله دافغانستان دملي اورسمي ژبې په توګه اعلان شویده،
۲ . دسلطان محمودپه هکله په لنډه توګه :
الفتګین دخراسان اوبخارادساماني ټولواک داحمدبن اسمعیل لخوااخیستل شوی غلام ؤ.سامانی واکمنوهم دعباسیانوپه دود غلامان ساتل .دوی عادت درلودچې کوچني ترکي ماشومان به یی رانیول یااخیستل اوهغوته به یی پوځي اودیني زده کړې ورکولې .چې دوخت په تیریدوسره به یی دغوغلامانوته بیلابیلې دندې ورکولې .ترټولو لومړی دنده چې دغوکسانوته به ورکول کیده ،ذامیرانودځان ساتونکواودپولودساتونکودنده وه . الفتګین هم له ورته کسانوڅخه ؤ.
ده هم دځان ساتونکي یاسرجاندارپه توګه پيل کړی ؤاوډیرژردسرجاندارانویاځانساتونکودمشرتابه پوړۍ ته ورسیده .دخراسان ساماني والي عبدالمالک (۹۵۴ – ۹۶۱) ،دهغې وړتیااوجراّت په وجه چې الفتګین له ځانه ښودلې وه،نوموړی دخراسان دحاکم په توګه وګماره . عبدالمالک ترمړینې وروسته نوموړی له دغې دندې ګوښه کړای شواودهغه ځای پریښودوته اړایستل شو. نوموړی غزني ته لاړ، چې وروسته یی هلته واکمني جوړه کړه . دالفتګین ترمړینې وروسته دهغه زوم سبکتګین واک ته ورسیده. دسلطان محمودپلارسبکتګین ،الفتګین په نیشاپورکې دهغه وخت دیوه سوداګرناصرحاجي څخه پیرودلی ؤ .نوموړي دی دترکستان څخه بخاراته راوست .سبکتګین کابوددوولسوکالوؤچې دترکي سوداګرولخوانیول شوی ؤ . وروسته الفتګین نوموړي ته خپله لورورواده کړه .
ترسبکتګین وروسته دهغه زوی محمودچې وروسته یی ځانته دسلطان لقب غوره کړ،دواک په ګدۍ کیناست .
پدې توګه ویلی شوچې سلطان محمودپه خټه ترکي ؤ . دلته زه نه غواړم چې دسلطان محمودپه اړوندزیات څه ولیکم ځکه چې لیکنه به ډیره اوږده شي خودومره ضرورورزیاتوم چې سلطان محمود دافغانانویاپښتنوترټولوستراودهغوپه وړاندې بې رحمه غلیم ټولواک اوسلطان ؤ.
په درناوي