اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
یوخدای یوملت
منلی
02.07.2006
سلامونه اونیکی هیلی ورونو د مظمون لیکلو نه مخکی یو کیسه درته کوم وائی ! کله چی میلمه ددریم وارلپاره شګه په غاښ وه وهله . نودکورخاوند نورچپ نشو پاتی کیدای .پوښتنه یی وکړه (لکه چی شګی پکښی دی ؟) میلمه جواب ورکړلو چی ( نه وریژی هم پکښی شته!) مننه
یوخدای یوملت :
عذتمندو : په مونږ باندی د الله تعالی (ج) کڼ شمیر احسانونه دی چی شمیرل یی ګرانه خبره ده . خوله ټولو نه یی غټ احسان مونږته دتوحید درس راکول دی ددی نعمت قدر اوقیمت تاسی ته هغه وخت معلومیږی کله چی تاسی په دی فکراوغور وکړی چی دتوحید او شرک په مینځ کی څه فرق دی .
دشرک حتمی نتیجه دانسانانو بیلول او ویشل دی ولی چی دانسانانو په تاریخ کی ددی خبری شهادت نه پیداکیږی چی ټولو مشریکینو په یو یاڅومعبودانو اتفاق کړی وی .
هری قبلی به بیل بیل معبود ته عبادت کاوه همدارنګه دهری زمانی به بیل معبود وه په یوه زمانه کی به دیوه معبود عبادت کیده ولی په بله زمانه کی به دهغه معبود عبادت کونکی نه پیداکیدل . نه داچی شرک انسانان دعقیدی له لحاظه بیلوی بلکی په شرک کی ددی صلاحیت نه وی چی انسانان سره متحداو یوځای کړی .کومی ډلی چی له شرک نه پیداکیږ ی هغه بیا ورو ورو په قبیلو ، قومونو ، ژبو ، رنګونو ، هیوادونو او داسی نور قسمه اختلافنو اوړی . بیا دهمدی اختلافنو دزیاتیدوله وجی دانسانانو په مینځ کی نفرت ،تعصب اویو دبل حق خوړلو جزبی پیداکیږی .تردی پوری چی اخری کار یی په دنیا کی وینه تویاولوو ته رسیږی . څومره جنګونه چی انسانانو په خپل مینځ کی کړی دهغه شاته به حتمی کوم تعصب ، مقصد یاکومه فایده کار کوی که چیر ی تاسی دهمدی تعصب ،مقصد ریښی ته ځان ورسوی نو تاسی ته به معلومه شی چی تاداو یی شرک دی .
ددی برعکس توحید یعنی دالله پاک یووالی منل او یووالی یی داسی منل چی هغه سره هیڅ شی شریک نه کړی . نو لازمی نتیجه به دیوامت جوړیدل وی دهغوی په مینځ کی به وحدت او ورور ولی وی . په تاریخ کی ددی مثال نشته چی دیو الله وحدانیت نه بل څه شی انسانان جمع کړی وی که انسانان جمع کیږی نو هغه صرف په خالص توحیدسره کیدی شی . دیو حقیقی معبود دمنلو سره په انسانانو کی اتفاق او ورورولی پیداکیږی .
کوم وخت چی دانسانانو په مینځ کی نفرت او تعصب پیداشی دهغه وجه به توحید سره دکوم بل شی یوځای والی وی یعنی توحید سره به کوم بل شی کډ وی . ولی چی دخالص توحید سره بل شی کډ شی نو حتمی نتیجه یی اختلاف ، او نفرت وی . که تاسی فکر وکړی نو دخالص توحید نه دیوواحد ملت بل شکل کیدی نشی یعنی واحد ملت دخالص توحید نه بغیر شون نه ده . ولی چی الله پاک مونږ ته یواځی دتوحید عقیده نه ده رالیږلی بلکی ډیر داسی شیان یی مونږ ته رالیږلی اوپه مونږ یی فرض کړی چی په یو واحدملت کی مونږ سره مرسته کوی دهغه شیانو عملی کولونه یو مسلمان بل مسلمان ته نزدی کیږ ی اوهمدارنګه د مسلمانان یوملت جوړیږی دهغه ټولونه لومړی دمثال په ډول لمونځ . پنځه وخته لمونځ په ورځ کی په ټولو مسلمانانو فرض شوی که هغه هر چیرته وی . کله چی اذان وشی مسلمانانو ته معلومیږ ی چی په پلانی ځای کی دالله دوحدانیت درس ښودل کیږی .داپنځه وخته لمونځ تقریبن ً ټول مسلمانان یو رنګه کوی یوه الحمدالله پکی وایی یورنګه تسبحات پکی وایی همداسی تکیبرونه ټول شیان یی یوشی دی . مطلب چی
ددنیا په هر کوشه کی مسلمانان لمونځ کوی یوشان یی کوی لږ زیات جزوی اختلافات یی پریږدی خو په پنځه وخته لمونځ کی چی څه ویل کیږی او په کوم شکل کیږی ټول به یی مشترک وی .
همداسی روزه درواخلی الله پاک داکولی شوه چی په کال کی ۳۰ روژی فرض کړی اوانسانانو ته ددی اختیار ورکړی چی په دی یو کال کی کوم وخت دیی زړه غواړی روژه ونیسی خوداسی نه ده ولی چی الله پاک دوحدت قایم ساتلواو یوامت جوړیدلو لپاره په ټولو مسلمانانو یووخت کی روژه فرض کړی ده ددنیاهر کونج کی چی مسلمانان وی په یو وخت، په یوشکل اوپه یوه طریقه روژه نیسی ولی چی دی سره دانسانانو په مینځ کی اتفاق او وحدت پیداکیږی .
اوس راځوحج ته یو هغه وحدت وی چی دساه غوندی په ټولو مسلمانانو کی پیداکیږ اوبل هغه وحدت وی چی خلک پر یوځای راټول شی . په حج کی هر کال ددنیا له مختلفو ځایونو نه خلک راټولیږی . داخلک سیاستدانان نه وی څنکه چی په (UN) کی ټولیږی . اوهمداسی دقومونو مشران هم نه وی بلکی عام خلک وی چی ټولیږی . هلته دلوی ،کوچنی ،غریب ، مالداره ،پاچا اورایت فرق نه وی بلکی دټولو لپاره دعوت ورکول شوی وی ، ټول په یولباس کی دیوی خانه کعبی نه تواف کوی همداسی ټول دصفا اومروا سیر کوی اوهمدارنګه ټول په عرفات میدان کی ټولیږ دی سره په مسلمانانو کی اتفاق . ورورولی اومحبت پیداکیږی . همداسی دټولو مسلمانانو لپاره یوه قیبله الله پاک ټاکلی ده ترڅودټولو مسلمانانو رخ یوطرف ته وی .له دی وجی په مسلمانانو کی دااحساس پیداکیږی چی مونږ یوملت یو دیوخدای منونکی یو دیورسول په ښوونه سره ټول شوی یو اودیوخدای په کتاب جمع شوی یو. داټول احساس صرف له دی وجی مسلمانانو ته پیداکیږ ی چی قبله یی یوه ده.بیا په همدی حج کی الله پاک دمسلمانانو لپاره لوی اختر مقرارکړی . کوم وخت کی چی حاجی مکی معظمی نه منا او عرفات ته ځی په همغه ورځ تکبیرونه شروع کوی همداسی ټول مسلمانان په همدی ورځ چی ددنیا په هرکوډکی وی دهر لمانځه نه بعد تکبیرونه وایی دی سره په مسلمانانو کی داحساس پیداکیږی چی مونږ دهغه خلکو سره یوامت یوو چی په عرفات کی غوڼډشوی کوم کارچی هغو هلته کوی اومونږ پکی شریک نشو نوچیرته چی یو هغوی سره به دالله پاک تکبیرونه جګه وو . دیی سره هرمسلمان ته دااحساس کیږ ی چی زه هم یوفرد دهغه خلکونه یم چی اوس په عرفات کی غونډ شوی دی .
اوس نوفکر وکړی چی الله پاک نه داچی مونږ ته دتوحید عقیده رالیږلی بلکی دهغی سره یی په مونږ داسی شیان فرض کړی چی دعقیدی سره زمونږ جزبات په عملی یوبل سره وتړی .زمونږ په میځ کی عملی وحدت پیداکړی .ولی چی صرف په عقیدو وحدت اکتفانه کوی .
له دی هر څه نه وروسته زمونږ لپاره بله غټه شرمندګی کومه ده چی دیوامت دوحدت لپاره الله پاک دومره لوی انتظام کړی اوبیاهغه امت ته یی داکارسپارلی چی هغه ددنیا خلک په دی توحید راټول کړی ترڅو دانسانانو په مینځ کی جنګ ،دښمنی ،تعصب ، نفرت اوقوم پرستی ختمه شی .خوبرعکس مونږ داهرڅه پریښی په خپلو منځو کی دیوبل مخالفت کوو داکوشش کوو چی زه تاملامت کړم اوته ما ،دچاپه سم سړیتوب نه خوشحاله کیږو بلکی کوشش کوو چی هغه خلکو ته خراب ثابت کړو ترڅو خلک له هغه نه نفرت وکړی . له دی نه بله لویه بدقسمتی کومه ده چی مونږ دیو وحدت لپاره داسی سامان لرو بیا هم زمونږ په مینځ کی اختلافاتو ،تعصبونو ، اوکینیو درواز ی خلاصی دی او دوحدت دروازی موبندی کړی دی تردی حده چی یوبل نه لری تښتو که لږ په دی ټولو شیانو فکر وکړو چی زمونږ په مینځ کی دااختلافات څنګه پیداشو ی ؟ نومعلومه به شی چی دتوحیدسره مو کوبل شی کډکړی یادتوحیدسره موکوم شرک یوځای کړی ولی چی توحیدسره بل شی ګډ نه وی دخالص توحید لازمی نتیجه دمسلمانانو یوملت جوړیدل دی .