د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په عراقي ښځو اوماشومانو امريكي ظلمونه (عکسونه)

خاټول
24.06.2003

[img:82478590e0]http://www.al-hdhd.net/pic/qqq1.jpg[/img:82478590e0]
[img:82478590e0]http://www.al-hdhd.net/pic/qqq2.jpg[/img:82478590e0]
[img:82478590e0]http://www.al-hdhd.net/pic/qqq3.jpg[/img:82478590e0]
اذادي ،ديموکراسي اودبشرحقوق په امريکاي قاموس کي :!: :!: :!:


ورک دې شي د امريکايانو ظلمونه اوټول ديکتاتور رژيمونه

نقاد
24.06.2003

(( اذادي ،ديموکراسي اودبشرحقوق په امريکاي قاموس کي ))
خاټول خورې دا خو دې ډېره په زړه پورې سکالو (موضوع) د بحث له پاره ټاکلې ده، ولې له هغه پاس ډکې ساحې خو داسې داسې تشې ، شاړې واړې او ناورين ځپلې کنډوالې ښکاري لکه د القاعدې کوم ترهګر بريد او دقهر تباه کوونکی ګوزار چې پرې تر سره شوی وي . له دې امله ټولو وير جنو ته د زړه له کومي د تسليت مراتب وړاندې کوم او صبر جميل ورته غواړم ٠
نور په داسې حال کې چې په عراقي ښځو ا ماشومانو باندې مونږ د امريکې دغسې ظلمونه او تيري غندو او ژوره کرکه او نفرت ترې ښکاره کوو، بايد روښانه کړو چې ازادي ، دېموکراسي او بشري حقوق هغه لوی نعمت دی چې د هيڅ هيواد ، په تيره بيا د لوېديزو هيوادونو، رژيمونه يې امتياز له ځان څخه پرته د بل هيواد لپاره نه غواړي ، لکه چا چې په ډيره خوارۍ يو خزانه کنستلې ، موندلې او راويستلې وي او په بل چا يې نه لوريږي ، دغسې ديموکراسي هم ده چې ښايې بې ربړو او بي ستونزو به نه وي ، خو بشريت تر اوسه له دې څخه هيڅ کوم بهتر اجتماعي نظام نه پيداکړی او نه يې پيژندلی دی . مونږ و ټول مخ پروده هيوادونه بايد هر يو دديموکراسۍ خپل خپل ملي شکلونه رامنځته کړو چې خپل دين ، مذهب ، خپل کلتور او عنعنې ، ملي ازادي او خپلواکي ، سوله او پرمختګ پکې خوندي شوي وي که دا کار په عراق و افغانستان کې له پخوانه شوی وای ، دومره سياسي
ځواک ، اتوريتي اخلاقي او دفاعي انرژي به يې درلودای چې امريکا به يې خواته کاږه هم نشو کتلای او د صدام يا طالب رژيم په ډول به په نړۍ کې نه ګوښی او تجريد پاتې کيدل او نه به په کوم تور تورن کيدل .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more